(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاته ېاد دي

[11.Nov.2021 - 11:31]

يو ملنګ به اوسېدلو... تا ته ياد دي پېښوره!

لیک: ګل محمد بېتاب

(ليدلې، اورېدلې او لوستلې)

نۀ پوهېږم چې خبره د کوم ځاے نه شروع کړم او څنګه ئې شروع کړم. چې کوم شخصيت مې مخې دے نو لکه د بوډۍ د ټال ئې ګڼ رنګونه دي. هر رنګ ئې ښکلے او زړۀ راښکون لري. يو داسې کردار دے چې پۀ خپل ژوند ئې ډېر خلق متاثره کړي دي بلکې د هغۀ مينه پس مرګي هم هغه شان د خلقو پۀ زړونو کښې موجوده ده. وجه ئې د هغۀ د خپل مرام  او ټاکلي منزل سره د لېونتوب ترحده عشق، خلوص، ديانت داري، ملنګي خوئي او درويشانه ژوند ؤ. د سپېځلي فکر څښتن ؤ او قدرت ورله د خپل فکر د بيان د پاره داسې خوږۀ ژبه ورکړې وه چې سم ګلونه به ئې دوړول خو ورسره ئې پۀ قلم کښې داسې زور ؤ چې د ظلم، جبر او استعمار ماڼۍ به ئې جړقولې. د هغۀ وجود کۀ د ملک د غريب، مجبور او پښتون اولس د پاره رحمت ؤ نو د سرمائې دلالانو ته ترې خطره وه، هغه په زړه د ګل نه نرم خو  په اراده او وجود فولادو نه سخت ؤ ځکه خو حېران شوے يم چې د کوم اړخ خبره ئې شروع کړم او را سره دا غم مل دے چې ايا زۀ به د دې دومره لوے شخصيت او رنګين کردار سره انصاف وکړے شم که نۀ. خو ځان لۀ پۀ دې خبره زړۀ ښۀ کوم چې خاکه ارومرو غېر رسمي انداز کښې ليکل غواړي او ورسره لکه د افسانې دا هم ضروري وي چې پۀ يو نشست کښې دې ولوستلے شي يعني اختصار به نظر کښې نيول غواړي او هم دې دوو شرطونو راله حوصله را کړه چې زۀ دې پۀ دغه لوے شخص قلم پورته کړم ګنې نو د هغۀ پۀ ډېرو اړخونو کتابونه ليکلے کېدے شي. مراد شينواري صېب ډېر پخوا پۀ رحمان بابا يو شاهکار نظم ليکلے ؤ چې شروع ئې داسې کړې وه.

يو ملنګ به اوسېدلو

تا ته ياد دي پېښوره

دا نظم چې ما کله هم لوستلے او يا اورېدلے دے نو بس دے مې نېغ مخې ته ودرېدلے دے البته پۀ رحمان بابا او دۀ کښې د زمانې د فرق نه علاوه يو دا هم ؤ چې رحمان بابا ملنګ ؤ خو لېونے نۀ ؤ . دے ورسره لېونے هم ؤ او لېونے شوے هم د رحمان بابا د کتاب پۀ وجه ؤ. د دۀ د هلکوانې پۀ زمانه اولس کښې دا خبره مشهوره وه چې څوک وړومبے د رحمان بابا ديوان ووائي نو نو هغه لېونے کېږي ځکه نو پلار محترم ئې کوشش کولو چې وړومبے دۀ له د خپل نيکۀ خوشحال خان خټک ديوان لوستو د پاره پېدا کړي ولې د هغۀ ديوان نۀ پېدا کېدلو. پلار ئې پۀ دې ډېر خفه ؤ . هر چاته به ئې د دې اظهار کولو. يوه ورځ يو تعليم يافته زلمي بسم الله شاه ووئيل ماما غم مۀ کوه زۀ به ورله د خوشحال بابا ديوان پېدا کړم خو ترڅو چې هغه ديوان نۀ وي پېدا شوے نو ما سره د رحمان بابا ديوان شته هغه دې ولولي ولې پلار ئې هغه ته پۀ ډاګه ووې د رحمان بابا ديوان نۀ ورکوم. ځکه څوک چې دغه ديوان پۀ کچه عمر او کم علمۍ کښې ولولي نو هغه لېونے کېږي. خو دا ديوان پۀ څۀ طريقه دۀ پېدا کړو. او وې لوستو. هغه چا رښتيا وئيلي دي چې د تقدير پۀ وړاندې تدبېر کار نۀ کوي. خپله ئې وئيل کۀ څۀ هم زما پلار ډېر کوشش وکړو چې زۀ دې د لېونتوب نه پۀ امان شم خو زۀ لېونے هم شوم، ملنګ هم شوم او ورسره کند کچکول پۀ غاړه مسافر هم شوم.

دا ملنګ، لېونے او مسافر اجمل خټک دے چې د يو لوے شاعر، اديب او نامتو سياستدان پۀ توګه شهرت لري. د دۀ پحقله ما ډېر څۀ اورېدلي ، ليدلي او لوستلي دي. کوشش به کوم چې پۀ مختصره توګه ې  خاص خاص واقعات او خبرې وړاندې کړم خو بیا هم کیدے شي چې لږ ډیر طوالت اولري ۔ 

د اجمل خټک ژوند د لوړو ژورو، غمونو  خوشحالو او کندو کپرو نه ډک ؤ ولې سره د دې ئې پۀ شخصيت کښې يو داسې اثر پروت ؤ چې څوک يوځل ورنزدې شوے نو بس بيا د هغۀ شوے دے. د هغۀ شخصيت داسې ؤ چې پۀ هره حواله او هره زاويه یو مثالي شخصیت ؤ. يو خدائي ملنګ او درويش انسان ؤ. داسې درويش چې د سبا غم خو پرېږده کله ئې د نن فکر هم نۀ ؤ کړے. يو ځل ئې وئيل پۀ صحابه کرامو (رض) کښې مې حضرت ابوذر غفاري (رض) خوښ ؤ چې ده عمر د توکل پۀ اعلٰي مقام تېر کړے ؤ. دۀ به د مال جمع کول ګناه ګڼله. بيا ئې ووې پۀ دې حقله درته يوه عجيبه خبره کوم. زمونږ يو پېژندګلو پۀ روژه کښې د ماښام نه لږ وړاندې راغلو وې نن به ما سره روژه ماتوې . زۀ ورغلم ما نه وړاندې يو مولانا صېب هم ناست ؤ چې ورسره دوه درې نوکران وو. ښۀ لوے ګاډے ئې ؤ زۀ چې ورغلم نو د خپلو پلاټونو، بنګلواو دولت وغېره خبرې ئې کولې. دې کښې ئې نا څاپه د حضرت ابو ذر غفاري(رض) خبرې شروع کړې چې هغه داسې درويش انسان ؤ چې د سبا غم به ئې نۀ کولو. ما تر ډېره د مولانا خبرې اورېدلې خو اخر مې صبر تمام شو او اومې وئيل مولانا صېب د ابوذر غفاري (رض) خبرې خوند کوي خو عمل پرې ګران دے ځکه هغه د سبا غم نۀ کولو او مونږ سره خو دومره څۀ دي چې تر کړوسو مو پوره دي خو بيا هم نۀ مړېږو. دې سره مولانا صېب داسې غلے شو چې دې نه پس تر دوه درې ګينټې ناست ؤ خو مجال دے کۀ ټکے به ئې د خلې نه راختلے وي. کۀ څۀ هم ما به بيا بيا د حضرت ابوذر غفاري(رض) د حالاتو وئيلو سره هغه مخاطب کولو چې مولانا صېب ستاسو دې باره کښې څۀ خيال دے خو هغه چې يوځل غلے شوے ؤ نو بس غلے ؤ. تش او نا کښې ئې جواب را کولو. البته پۀ اخره ما ووې زۀ ګاډے نۀ لرم، دولت نۀ لرم، کاروبار مې سم نشته پۀ مشکله مو ګزاره روانه ده خو چې د حضرت ابوذر غفاري (رض) نوم اخلم نو شرم محسوس کوم او دې سره ما وليدل چې د مولانا رنګ زيړ وتښتېدو. 

اجمل خټک چې پۀ خپل کور کښې څومره نيازبېن ؤ نو ژوند کښې د دومره سختو او مشکلاتو سره مخ شوے ؤ. هغه د اوو خوېندو ايکي يو ورور ؤ . درې خوېندې ئې پۀ ماشوم والي وفات شوې وې او څلور ژوندۍ وې،. دے ژوندو خوېندو کښې پۀ څلورم نمبر ؤ. دۀ نه کشره يوه خور وه. د پلار ئې حکمت خان نوم ؤ پۀ لسم پشت کښې ئې شجره د پښتو لوے شاعر او سردار خوشحال خان خټک ته رسي.

د پښتنو په تاريخي کلي اکوړه خټک کښې کال ١٩٢٥ز کښې پېدا شوے ؤ. ابتدائي تعليم ئې د خپل کلي پۀ جومات کښې حاصل کړے ؤ. پۀ استاذانو کښې ئې مولانا عبدالقيوم ، مولانا عبدالحق او قاضي محمد امين شامل وو. بيا د کلي سکول کښې پۀ کال ١٩٣٥ز کښې داخل شوے ؤ. کور کښې به ئې چې زنانو د پښتو کتابونه لکه نورنامه، جنګ نامه او نور د اولسي قيصو کتابونه پۀ ترنم کښې وئيل نو دا به ئې ډېر پۀ شوق او ذوق سره اورېدل او هم دې سره پۀ دۀ کښې يو شاعر غزونې وکړې. تر اتم جماعته ئې کلي کښې سبق وئيلے ؤ. دې دوران کښې به ئې د پښتو خصوصاً د قيصو کتابونه لوستل بلکې دغه کتابونه به ئې حجره کښې مشرانو ته هم اورول چې پۀ کښې دوه کتابونه پۀ خاص توګه د يادولو جوګه دي چې يوه د اسلم خټک مشهوره وړومبۍ رېډيائي ډرامه "د وينوجام" وه او بل د ډپټي نذيراحمد ناول "توبة النصوح" ؤ چې دا پښتو ژبې ته ترجمه شوے ؤ . 

د سکول پۀ زمانه به ئې هره هفته کېدونکي ادبي محفل کښې وړومبے د نورو او بيا وروستو خپله شاعري وئيله. کله چې اتم جماعت کښې ؤ نو يوه ډرامه ئې ليکلې وه چې "بدمعاش هلک" نوم ئې ؤ. دا ډرامه سکول کښې سټېج شوې وه او خپله پۀ کښې دۀ يو کردار هم ترسره کړے ؤ. دا خبره ترې ما څوڅو ځله اورېدلې وه چې پۀ کال ١٩٣٨ز کښې د خوشحال بابا پۀ مزار مشاعره کېدله دغلته شاعرانو په طرحه شعرونه لیکل نو ما هم دغلته پرې څو شعرونه ولیکل چې مطلع ې داسې وه ۔ 

دلته په ایرو کښې خلقه لعل د بدخشان وینم 

ځکه پرې راجمع د سرحد ټول شاعران وینم 

دې نه پس ته د حمزه شینواري صېب بزم ادب او نو ښار ادبي جرګې په شریکه د رحمان بابا پۀ مزار مشاعره جوړه کړې وه نو اجمل خټک دومره وړوکے ؤ چې د  سټېج نه شاته نۀ ښکارېدو نو کرسۍ ئې ورته کېښوده پۀ هغې اودرېدو او نظم ې واورولو. دا به ئې هم وئيل قدرت ته به دا منظوره وه چې زۀ دې انقلابي شم ځکه چې زۀ ډېر ماشوم وم زمونږ حجرې ته قاضي شريف الله راغلے ؤ. دۀ سره لاس کښې اخبار ؤ نو ما ته ئې ووې پۀ دې پرچه ئې څۀ ليکلي دي . ما ورته ووې "انقلاب" ځکه دا انقلاب اخبار ؤ. پلار مې پۀ دې ډېر خوشحاله ؤ خو دغه پۀ ماشوم والي کښې زما پۀ حافظه کښې ناست انقلاب داسې پوخ ناست وو چې تر اخره راپسې ؤ او اخر دا چې زۀ ئې  ښه سم انقلابي کړم. 

اجمل خټک د وجود پۀ لحاظ ډېر ښائسته سړے ؤ. خواوشا شپږ فټه قد ئې ؤ. غټ سر، مناسبه او اثري څهره چې معصوميت پۀ کښې صفا ښکارېدلو، غټې سترګې د لرې نظر دپاره به ئې چشمې پۀ سترګو کولې.  برابره پوزه او غوږونه ئې وو. غټ مضبوط لاسونه او اوږدې پښې ئې وې. تل به ئې د پښتنو روايتي لباس اغوستے ؤ. څادر به پۀ يو خاص انداز کښې د ځانه تاو کړے يا اوړي کښې پۀ اوږو غوړولے ؤ. وړومبے به ئې د پښتنو روايتي قوله لنګۍ پۀ سر کوله. څۀ زمانه به ئې قراقلي هم پۀ سرکوله. پکول  او سپینه ټوپۍ به ئې هم کله کله پۀ سر ؤ او کله به سرتور هم ګرځېدلو خو پۀ هر انداز کښې ښۀ ښکارېدلو. 

اجمل خټک ته خپله هم ددې خبرې احساس ؤ او کله به چې پۀ خپل ترنګ کښې راغلو نو بې اختياره به ترې د دې اظهار هم وشو لکه يوځل د غني خان پۀ ياد کښې پروګرام ؤ او اجمل خټک ورته تقرير کولو. دغه وخت دے د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر او سينيټر ؤ نو وې وئيل "زۀ پۀ سرنګ کښې نښتے ديو يم" بيا ئې ووې د پښتنو دا د ديوانو پۀ شان وجودونه او د شهزادګانو پۀ شان شکلونه او دې سره ې  دواړه ځل ځان ته په دواړو لاسونو اشارې وکړې . پۀ دې خبره ئې ملګري نورالامين يوسفزي يوه افسانه ليکلې وه چې عنوان ئې هم دغه ؤ . "سرنګ کښې نښتے ديو" د دې افسانې پس منظر چونکې معلوم ؤ نو دې کښې پۀ اجمل خټک ښکاره تنقيد شوے ؤ. دا افسانه يوه رساله کښې چاپ شوې او اجمل خټک صېب کتلې وه خو هېڅ ګيله يا شکوه ئې نۀ وه کړې البته دا ئې پۀ خندا کښې وئيلي وو چې ما هغه افسانه لوستلې ده. د نورالامين يوسفزي صېب دغه افسانه د هغۀ څلورو پينځو افسانوي مجموعوکښې تراوسه نۀ ده چاپ شوې او ما ته ياده نۀ ده ګنې نو د دغه واقعاتي افسانې نه به مې څۀ د نمونې پۀ توګه وړاندې کړي وو. 

اجمل خټک د تقرير او تحرير دواړو مړنے ؤ او چې څو خبرې به ئې وکړې نو د خلقو ذهنونه به ئې بدلولے شول. دا فېصله نۀ شم کولے چې نظم ئې ښۀ ؤ او کۀ نثر خو دواړو کښې ئې ډېر زور ؤ. او چې کوم ليکونه ئې کړي دي نو پۀ هره حواله ئې خلق متاثره کړي دي. د پښتو نه علاوه پۀ انګرېزۍ، فارسۍ، عربۍ او اردو کښې ماهر ؤ. انګرېزۍ، فارسۍ يا عربۍ کښې ئې کوم ليکونه نشته خو اردو کښې ئې دوه ډېرې اوږدې تحقيقي مقالې شته چې دغه دواړه اوس د يوکتاب پۀ شکل کښې جدا چاپ شويدي. اردو کښې ئې شاعري هم کړې ده او يو کتاب ئې "جلاوطن کى شاعرى" پۀ نامه چاپ دے. ډېرو اردو اخبارونو کښې د اداريو نه علاوه ئې اردو کښې يو ناول هم د "رازدر راز" پۀ نامه ليکلے دے چې لا تراوسه چاپ نۀ دے. د نظم او نثر نه ئې معلومېږي چې ښۀ او معياري اردو ئې ليکلې شوه .

د مډل يعنې اتم جماعت د بورډ پۀ امتحان کښې اجمل خټک د خپل قابليت پۀ وجه ټوله صوبه ټاپ کړې وه چې دې نه پس ته ګورنمنټ هائي سکول نمبر١ پېښور کښې داخل کړے شوے ؤ. او د تعليم محکمې لخوا ورته څلور روپۍ مياشت وظيفه مقرر کړې شوې وه چې دا د هغه وخت پۀ حساب د طالب علم د پاره کافي رقم ؤ. اجمل خټک د هلکوانې  د مينې پامته دار او يار باش ؤ ځکه خو پېښورښار کښې ئې د خپلې زمانې د نوموړي ايکټر پرتهوي راج د ښکلي زوي راج کپور سره دوستي وه څوک چې دغه سکول کښې د شپږم جماعت طالب علم ؤ. راج کپور د اجمل خټک د هيرو پن نه متاثره ؤ ځکه چې هغه د تعليم پۀ مېدان کښې د ښۀ ريکارډ لرلو سره سره د فټبال يو غوره لوبغاړے ؤ چې هر ميچ کښې به ئې کارکردګي مثالي وه. وروستو بيا اجمل خټک کلي کښې د والي بال ټيم جوړ کړے ؤ او خپله ئې هم ښۀ لوبغاړے ؤ تر ډېرې زمانې د اکوړه خټک د والي بال ټيم ټوله صوبه کښې شهرت لرلو او اکثر به ئې وړومبے يا دويم پوزيشن تر نزدې کلونو پورې راتلو. بهرحال سکول کښې به چې هلکانو راج کپور تنګولو نو اجمل خټک به ئې پۀ سر جنګونه کول او اعلان ئې کړے ؤ چې کۀ چا هم زما دوست راج کپور ته پۀ کږو سترګو وکتل نو خوښ به ئې شم. د اجمل خټک سرتيزي او بدني قوت ټولو ته معلوم ؤ . پۀ دې وجه به ئې د راج کپور پلار پرتهوي راج لکه د خپلو بچو خيال ساتلو.

اجمل خټک د هلکوانې نه د خدائي خدمتګارتحريک او باچاخان نه متاثره ؤ ځکه خو کله چې کال ١٩٤٣ز کښې کالجونو او سکولونو کښې "هندوستان چهوړو" تحريک شروع شو نو دے پۀ کښې شامل شو او هم د دې پۀ وجه ئې تعليمي سلسله مخ پۀ وړاندې لاړه نۀ شوه.

سرکاري سکول کښې پۀ شل روپۍ مياشت استاد بهرتي شو او د پېښور، نورښار او چارسدې پۀ سکولونو کښې ئې داستاد پۀ حېث وخت تېر کړے دے. د استاذۍ ورته دا فائده وشوه چې د پنجاب يونيورسټۍ نه ئې د پښتو انرز، منشي فاضل او اديب فاضل امتحانونه پاس کړل. وروستو ئې بي اے او فارسۍ کښې د پېښور يونيورسټۍ نه اېم اے وکړه.

د ترقي پسند تحريک نه هم دا لوے شخصيت پۀ هغه وخت کښې متاثره شوے ؤ کله چې د خپل يو ملګري غلام محمد سره پېښور ته تلے ؤ او دغلته يوه بالاخانه کښې چا اجمل خټک ته دوه کتابونه "انسان اور مشين" او "سرمايه" تحفه کښې ورکړي وو. د دې کتابونو مطالعې سره هغه داسې متاثره شو چې بيا ئې نور داسې ډېر کتابونه ولوستل خو زيات اثر پرې هله وشو کله چې اجمل خټک د ترور زوي محمد عمر خوا ته فتح پورته لاړو چرته هغه يوه مدرسه کښې سبق وئيلو. دغلته ئې د انجمن ترقي پسند مصنفين د غړو سجاد ظهير، سعادت حسن منټو، پريم چند،  عصمت چغتائي او سرجيت سنګهـ سره تفصيلي ملاقاتونه او بحثونه وشول؟ دې سره دے پۀ کميونسټ پارټۍ کښې شامل شو او د مرکزي کميټۍ ممبر ئې هم پاتې شوے دے. د نوموړي ليکوال او صحافي روښان يوسفزي سره ئې خپله يوه مرکه کښې د دې اقرار کړے دے او وئيلي ئې دي چې د جلاوطنۍ پۀ دوران کښې د بنګله دېش او هندوستان کميونسټ پارټي دۀ سره کافي مدد کړے ؤ. 

١٩٤٧ز کښې د مياشتنۍ "عدل" رسالې مدير مقرر شو او د صحافتي ژوند اغاز ئې وشو. پۀ ١٤ اګست د رېډيو پاکستان پېښور نه د ازادۍ پۀ حواله د هغۀ وړومبۍ ترانه نشر شوې وه چې سبزعلي خان وئيلې وه. کال ١٩٤٨ز کښې د پېښور رېډيو سټيشن کښې سکرپټ رائټر اخستے شوے ؤ. ١٩٥٠ز کښې ئې مشهورې ادبي اردو رسالې "سنګ ميل" سرحد نمبر د پاره يوه طويله مقاله "پشتوادب کى تاريخ" ليکلې وه. وروستو ئې اردو کښې يوه بله تفصيلي مقاله هم ليکلې وه "پشتوادب کے پچيس سال" دغه دواړه مقالې ډاکټر عبدالله عابد د خپلو حاشيو سره پۀ کتابي شکل کښې چاپ کړي دي.

رېډيو کښې د کارکولو په وخت ورته احمد نديم قاسمي، ن ، م ، راشد، ناصر انصاري، خاطرغزنوي او نورو ډېرو نامتو اديبانو سره د ناستې او بحثونو موقعې پۀ ګوتو ورغلې وه. 

د پښتو د ټولونه د اهمې ټولنې "اولسي ادبي جرګې" پېښور کښې ئې هم کردار ډېر واضحه ؤ. پۀ کال ١٩٥٢ز کښې ئې وادۀ وکړو او د ترۀ لور ورته پۀ نکاح شوه چې د هغې نه ئې درې زامن جمال خټک، اېمل خټک او ميروېس خټک او دوه لوڼه شوې دي. د رېډيو نوکري ئې محض څو کلونه وه خو دې دوران کښې ئې ډېرې اهمې ملي او اولسي سندرې، څلور ډرامې "انتقام"، "دردانه"، "ګټه ټاوان" او "بې روزګار" ليکلې وې. دې سره سره به ې  "اے پۀ شيش محل کښې ناسته بل پۀ کاڼو مۀ وله" د حق اواز" او "حجره" مشهور پروګرامونه وو. خصوصاً حجره پروګرام پۀ اولسي کچ ډېر مقبول ؤ. دې نه علاوه د ضرورت مطابق فيچرونه او نور پروګرامونه ئې هم ليکلي وو. 

رېډيو کښې د ملازمت دوران کښې اجمل خټک ډېر شهرت حاصل کړے ؤ. هغه د نوې زمانې يو تعليم يافته ځوان ؤ چې پۀ شعر او نثر دواړو کښې ئې ډېر زور او جدت ؤ. پۀ دې وجه ورسره پۀ قدرتي توګه د ځنو خلقو حسد پېدا کېدل هم يوه فطري خبره وه. پۀ درېم اپرېل کال ١٩٥٣ز کښې د قيوم خان حکومت هغه د "پښتون ليګ" پۀ الزام کښې نيولے ؤ. دا وړومبۍ ګرفتاري وه چې خواو شا کال پس ٣٠ جنوري ١٩٥٤ز کښې خوشې کړے شو خو بيا ونيولے شو. بل کال ١٩٥٥ز کښې د جېل نه خلاص شو. دې ګرفتارو سره اجمل خټک پۀ ښکاره د سياست مېدان ته راووتو او د سرکاري نوکرۍ نه لاس پۀ سر شو.

د رېډيو پاکستان پخوانے سټېشن ډائريکټر او د پښتو ډرامې نوموړے ليکوال  او شاعر عمر ناصر صېب وائي چې د اجمل خټک د ګرفتارۍ پۀ شا د پټو سياسي محرکاتو نه علاوه د پښتو د نوموړي شاعر سمندرخان سمندر صېب لاس هم ؤ ولې چې د اجمل خټک ليک او انداز د هغۀ نه زيات د رېډيو ملازمانو او عام اولس خوښولو. کۀ څۀ هم اجمل خټک سمندر صېب ته د استاد درجه ورکوله او دواړو به د يو بل ډېر احترام کولو بلکه ریډیو ته د سمندر صېب په وجه ورغلے ؤ خو بیا هم  دا خبره د سمندر غوندې مشر شاعر د پاره برداشت کول ګران وو ځکه هغۀ به د سرد پاسه سر نۀ منلو او پۀ دغه زمانه ئې ډېر اثر رسوخ لرلو. اجمل خټک صېب خپله کله هم دا ګيله نۀ ده کړې بلکې خپل کتاب "قيصه زما د ادبي ژوند" کښې ئې د سمندرخان صېب ډېرې ستائنې کړې دي او هغۀ ته ئې د عقيدت پيرزوئنې وړاندې کړې دي. 

پۀ کال ١٩٥٦ز کښې د ورځپاڼې "انجام" اردو مدير مقرر شو. مختلفو جېلونو کښې د پاتې کېدو پۀ دوران کښې پۀ اجمل خټک هرقسمه تشدد شوے ؤ چې د هغې له وجې پۀ ذهني او بدني توګه سخت ځپلے شوے ؤ. د پښتو نوموړي شاعر او افسانه نګار ميرمهدي شاه باچا چې د اجمل خټک نزدې ملګرے ؤ، سره وېره وه چې هسې نه دے مړ شي نو هغۀ ئې د مختلفو رسالو، اخبارونو وغېره نه چرته هم چې د دۀ کلام ترلاسه کېدلے شو را غونډ کړو او پۀ کال ١٩٥٨ز کښې "د غېرت چغه" پۀ نامه چاپ کړو. مهدي شاه باچا به وئيل زما خواهش ؤ چې دے يو ځل خپل کتاب ژوند کښې چاپ وويني. اجمل صېب به وئيل زما ډېره شاعري او نثرونه مې مور د پوليس د چاپو له وېرې تنور ته غورځولي او سېزلي وو. "د عېرت چغه" د پښتو نظم يو داسې کتاب دے چې د پښتو پۀ ادبي دنيا کښې ئې يو انقلاب راوستے دے. دې نه وروستو چې تر ننه څومره د نظم مقصدي شاعري کېږي نو د اجمل خټک رنګ پۀ کښې صفا ليدلے او محسوس کولے شي. د هغۀ انقلابي او مقصدي شاعرۍ پښتو نظم ته يو نوے طرز ورکړو. د هغۀ د نظمونو خپل يو خوږلت دے او د هغۀ قادرالکلامي پۀ کښې محسوس کېږي. دا کتاب پۀ خپل وخت کښې دومره موثره او مشهور شوے ؤ چې حکومت پرې پابندي لګولې وه خو بيا هم د دې اکثر نظمونه خلقو ته ياد وو. او اکثرو ليکوالو به د يو بل نه د دې نقلونه حاصلول. تر دې دمه د دې کتاب د مقابلې د نظمونو کتاب نۀ دے چاپ شوے. اجمل خټک به وئيل چې د افغانستان پخواني صدر ډاکټر نجيب به اکثر ما ته دا خبره کوله چې کاکا ما سياست ستا د کتاب "د غېرت چغه" نه زده کړے دے. 

هم پۀ دغه کال ١٩٥٨ز د اجمل خټک د نثر کتاب "دا زۀ پاګل وم" چاپ شوے ؤ. دې کښې اجمل خټک مختلفو تاڼو اوټارچر سېلونو کښې د هغۀ سره د شوو زور ظلمونو حال ليکلے دے. د قدرت دې کار ته وګورئ چې کوم ډي اېس پي د اقتدار د خاوندانو پۀ وېنا پۀ اجمل خټک دومره جسماني او ذهني تشدد کړے ؤ چې سم پاګل کړے ئې ؤ، هغه ډي ايس پي وروستو خپله پاګل شوے ؤ چې د پېښور ښار بازارونو کښې به ګرځېدلو.

"د غېرت چغه" کتاب ته د پښتو ادبي ټولنه کابل لخوا د کتابونو مقابله کښې وړومبے انعام ورکړے شوے ؤ خو کله چې دغه انعامي رقم لس زره روپۍ (دا هغه وخت ډېر لوے رقم ؤ) د غني خان پۀ لاس راولېږلے شو نو پۀ دې وجه ئې د انعام رقم واپس کړو چې ما دا کتاب د انعام د پاره نۀ دے ليکلے بلکې د دې تعبير غواړم.

د اجمل خټک صحافت او سياست هر څۀ څنګ پۀ څنګ روان وو. پۀ کال ١٩٥٩ز کښې د "بانګ حرم" ايډيټر مقرر شو او کال ١٩٦٠ز کښې ئې دغه اخبار کښې د ليکلو کالمونو مجموعه د "کچکول" پۀ نامه خوره شوه. دا کالم به اجمل خټک د ملنګ پۀ نامه ليکلو. ابتداء به ئې د پښتو د يوې اولسي ټپې نه کوله او موضوع به ئې هم داسې وه چې پۀ عامو مسئلو به خبرې وې. دا کالم به د اولس لخوا ډېر خوښولے شو بلکې اکثرو خلقو به د دې کالم پۀ وجه اخبار اخستو.

١٩٦٧ز کښې د نېشنل پارټۍ صوبائي جنرل سېکرټري منتخب شو او هم پۀ دغه کال د ورځپاڼې "شهباز" ايډيټر شو. ورپسې کال پس ته د نېپ مرکزي جنرل سېکرټري شو. د کال ١٩٧٠ز پۀ انتخاباتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ ټکټ د قومي اسمبلۍ انتخاباتو کښې اميدوار ؤ. چې د جمعيت علمائے اسلام د اميدوار او خپل استاد مولانا عبدالحق مقابله کښې پۀ څو سوه ووټونو ناکامه شو.

پۀ کال ١٩٧١ز کښې ئې مردان کښې د "اولسي ادبي ټولنې" بنياد ايښے ؤ. کال پس ١٩٧٢ز کښې د ذوالفقار علي بهټو سره د چين پۀ دوره تلے ؤ. پۀ کال ١٩٧٣ز کښې د لياقت باغ پېنډۍ د واقعې نه پس کابل ته لاړو. کابل ته د تګ پۀ حقله ئې  خپله یوه مرکه کښې وئيلي دي چې " د لياقت باغ فائرنګ واقعې نه وروستو کوئټه کښې د نواب محمد اکبر خان بګټي پۀ کور کښې د نواب خېر بخش مري، غوث بخش بزنجو، اکبر خان بګټي، عطاء الله مينګل او ولي خان پۀ مشوره او وېنا ما د ملک د پرېښودلو فېصله وکړه.

دا فېصله اجمل خټک پۀ داسې حال کښې کړې وه چې بچي ئې واړۀ وو او هېڅ درک ورسره نۀ لګېدلو. تر دې چې کابل ته د تګ پۀ وخت ئې د مهدي شاه باچا نوې جامې اغوستې وې. دا خبره خپله اجمل خټک د مهدي شاه باچا پۀ مړينه د هغۀ پۀ قبر د تقرير پۀ وخت کړې وه، د دوي دواړو وجودونه بېخي يو هومره وو ځکه نو د مهدي شاه باچا جامې پرې برابرې وې.

اجمل خټک کابل ته د باجوړ پۀ لاره تلے ؤ چې دې سفرکښې ئې تورلالي کاکا ملګرے ؤ او د باجوړ پۀ غرونو دواړه اوړېدلي وو. دغلته شپاړسو کالو پورې د جلاوطنۍ تېرولو نه وروستو پۀ ٢٧ جنوري ١٩٨٩ز کښې خپل وطن ته واپس راغلے ؤ. تور لالي کاکا د اے اېن پي يو مخلص کارکن او د اجمل خټک نزدې ملګرے ؤ. د تور لالي کاکا دا خبره زمانه نه نۀ هېرېږي چې کله اجمل خټک ملک ته راستون شو نو هغه پۀ يو تقرير کښې وئيلي وو "اے پښتنو ما اجمل خټک کابل ته بوتلے ؤ او دا دے د خېره سره واپس راغلو. ښۀ ورته وګورئ، هم هغه اجمل دے کوم چې ما بوتلے ؤ. يو فرق پۀ کښې راغلے دے چې ږيره ئې سپينه شوې ده خو دا زما د وس نه بهر خبره وه. دا دے تپوس ترې وکړئ چې ما وخت پۀ وخت د دۀ د حال پوښتنه کړې ده او شکر دے چې ما ته کوم کار حواله شوے ؤ هغه مې پۀ ښۀ توګه سرته ورسولو."

د کال ١٩٩٠ز پۀ انتخاباتو کښې د خپلې حلقې نه د قامي اسمبلۍ غړے منتخب شو. دغه شان د پارټۍ دوه ځله مرکزي صدر او د سېنېټ غړے هم منتخب شوے ؤ.

کال ١٩٩٣ز کښې ئې عامو انتخاباتو کښې برخه اخستې وه ولې ناکامه شوے ؤ.

د دې انتخاباتو پۀ حقله يوه اهمه خبره دا ده چې پۀ دغه زمانه ما د پښتو ورځپاڼې "هېواد" کښې کارکولو، دا اخبار د فرنټئير پوسټ مالک رحمت شاه اپريدي صېب چلولو. د شپې يو تن ( غالبا د کومې خفیه ایجنسۍ ؤ )  راغلو. دۀ سره يو فائل ؤ او پۀ هغې کښې د بلا ډېرو پلاټونو فهرست شامل ؤ، چې مختلفو ښاريو کښې د اجمل خټک پۀ نامه درج وو. اخبار کښې پۀ سباله دا خبر خور شو. "د زرګونو پۀ شمېر کښې اخبار پۀ دغه  حلقه کښې ووېشلے شو او بله ورځ چې انتخابات وشول نو نصيرالله بابر انتخابات وګټل او اجمل خټک ناکامه شو. دوه ورځې پس اجمل خټک د اخبارخلاف عدالت ته د هرجانې نوټس ورکړو او خپل بيان کښې ئې وئيلي وو چې ما له دغه پلاټونه راکړئ دا کوم چې تاسو ليکلي دي نو زۀ هډو سياست نۀ کوم. د دې مقدمې نور هېڅ پۀ نتيجه ونۀ رسېدم چې څۀ وشو البته نوموړے صحافي اکرام هوتي د نوکرۍ نه وويستے شو. د دې واقعې نه ډېر کلونه وروستو تېرکال چې زۀ اسلام اباد ته تلے وم نو د ګرانو ملګرو او نوموړو ليکوالو عبدالحميد زاهد او اقبال حسېن افکار سره د اکرام هوتي ملاقات له د هغۀ کور ته ورغلم او ورنه مې تپوس وکړو چې هغه د اجمل خټک د پلاټونو فائل تاسره شته نو هغۀ ئې اقرار وکړو چې او هغه فائل ما محفوظ کړے دے.

اجمل خټک پۀ کال ١٩٩٢ز کښې د حج سعادت حاصل کړے ؤ چې دا هم د دۀ د ژوند يوه اهمه واقعه وه.

اجمل خټک انسان ؤ او کۀ څۀ هم پۀ خپلو نظرياتو کلک ؤ او د دې د پاره ئې هرقسمه سختې او مشکلات زغملي وو خو خپله نظريه ئې پۀ هېڅ حال کښې هم نۀ وه بدله کړې، خو کله چې پۀ کال ١٩٩٩ز کښې جنرل پروېزمشرف د اقتدار ترلاسه کولو نه وروستو د هغۀ سره ملاقات وکړو او دۀ ته ئې د ملک د صدارت د عهدې پېشکش وکړو چې پۀ دې د عوامي نېشنل پارټۍ او د دۀ ترمېنځه اختلافات پېدا شول. د دۀ پۀ ژوند او سياست نظر لرونکي او ځنې نزدې دوستان ئې دا ګڼي چې دا د اجمل خټک د ټولونه لويه سياسي تېروتنه وه او عجيبه ځکه وه چې دۀ نه ئې توقع نۀ شوه کېدلې. هم پۀ دغه ورځ پۀ کومه چې د دۀ رکنيت ختمېدلو، پۀ تخت بهائي کښې يوه لويه مشاعره وه چې ورته د نورو لويو لويو شاعرانو نه علاوه قلندر مومند هم تلے ؤ. فضل مومند د قلندر صېب سره یو ځاے ناست ؤ. کله چې اجمل خټک پاڅېدو نو د نظم نه وړاندې ئې يو مختصر غوندې تقرير وکړو او وې وئيل چې کله پۀ يوه علاقه زلزله راشي نو دغلته موجودو کوهيانو او چينو کښې يا خو اوبۀ سمې ډېرې شي او يا اوچې شي. پۀ ما هم زلزله راغلې ده، بيا ئې خپل يو تاريخي نظم ووې.

خپل رباب به ټنګومه

خپل کچکول به ګرځومه

کله چې اجمل خټک دا نظم اورولو نو قلندر مومند صېب فضل مومند ته ووې داسې ښکاري چې د اجمل خټک د پارټۍ رکنیت ختم کړے شو او د فضل مومند پۀ قول کله چې قلندر مومند صېب ته د کلام وئيلو دعوت ورکړے شو نو هغۀ يو کلام ووې چې پۀ کښې يو شعر کښې ئې اجمل خټک صېب پۀ خصوصي توګه مخاطب کړو.

زۀ چې نۀ الوزم باز يمه ګرېز کړم

تۀ چې والوتې بڼه مخکښې د باد شوې

کله چې اجمل خټک خپل کلي اکوړه خټک ته رسېدلو نو خبر خور شوے ؤ چې هغه د پارټۍ نه ويستے شوے دے او چې صحافيانو ترې پۀ دې حقله تاثرات غوښتل نو هغۀ دغه نظم ورکړو چې پۀ سبا له اکثرو اخبارونو کښې لږ يا ډېر د ترجمې سره چاپ شوے ؤ.

دې نه پس ته اګست کښې د پاکستان نېشنل پارټۍ پۀ نامه د خپلې سياسي ډلې د جوړولو اعلان ئې وکړو. پۀ ٢٣ او ٢٤ نومبر ناصر پور پېښور کښې د تاسيسي کنونشن پۀ موقعه هغه مرکزي صدر جوړکړے شو. د خپلې پارټۍ جوړولو نه وروستو شاعرانو، اديبانو او  د دۀ باوري ملګرو   ورته مسلسل  دا مشوره ورکوله چې تاسو د عمر پۀ داسې حصه کښې يئ چې اوس مو هغه زور نشته نو ښۀ به دا وي چې خپل زوړ جماعت اے اېن پي ته رجوع وکړئ.

جنرل پروېز مشرف دے د صدارت پۀ طمع کړے ؤ خو هغۀ ورسره خپله وعده پوره نۀ کړه. هسې د اجمل خټک د پارټۍ پرېښودلو نه وړاندې هم څۀ لږ ډېر اختلافات د دۀ او صوبائي صدرې بېګم نسيم ولي خان او نورو ځنو مشرانو  ترمېنځه وو خو دا څۀ خبره نۀ وه، پۀ جمهوري پارټيو کښې دا قسمه اختلافات عموماً وي چې بيا د جمهوري اصولو مطابق هوارېږي. ملګري روښان يوسفزي نه مې پۀ دې حقله دوه واقعات اورېدلي دي، دے وائي چې اجمل خټک کراچۍ ته راغلے ؤ نو د پښتون لېبر فرنټ لۀ خوا د دۀ پۀ اعزاز کښې  مونږ يو پروګرام ترتيب کړے ؤ. چې پۀ کښې د پښتو مشاعره وه. هغې له مونږ بېنرونه او وال چاکنګ د قلندر مومند پۀ املاء کښې کړے ؤ کله چې اجمل خټک خبرو او شعرونو اورولو ته پاڅېدو نو پۀ املاء ئې اعتراض وکړو چې دا قلندري املا غلطه ده، دا ليکل نۀ وو پکار. شپې له روښان يوسفزي قلندر مومند د دې واقعې نه خبر کړو چې اجمل خټک ستاسو املاء ته غلطه وائي. قلندر مومند صېب بيا وروستو ما ته ووې چې هغه اجمل خټک ته ووايه تۀ د پارټۍ صدر يې نو پۀ سياست کښې به زۀ ستا منم خو چې د املا خبره راشي نو بيا به زما منې ځکه چې دا ستا مېدان نۀ دے. روښان يوسفزے وائي چې هم پۀ دغه ورځو کښې پۀ ٢١ فروري پېښور پرېس کلب کښې د مورنيو ژبو ورځ نمانځلې کېدله. بېګم نسيم ولي خان او اجمل خټک دواړه پۀ سټېج ناست وو، ما کمپئرنګ کولو نو د پښتو يوه ټپه مې ووې کومه چې ډېره مشوره ده.

خداے به دې زلفې پۀ لاس را کړي

ما ته د کلي ماشومان دعا کوينه

اجمل خټک راته د سټېج نه اواز را کړو. مۀ وايه دا ټپې روښانه. مونږه ډېرې داسې ټپې کړې دي. زۀ پوهه نۀ شوم چې ولې اجمل خټک زما پۀ دې خبره غصه شو خو بهرحال ما في البديهه دوه شعرونه داسې ووې. 

دشمن زما د هر ارمان ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

زما قاتل زما جانان ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

ما د پردو خلقو نه هسې به زړګے بدوو

کورمې د خپله لاسه وران ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

دا شعرونه را باندې بېګم نسيم ولي خان درې څلور واره ووې. کله چې پروګرام ختم شو نو ما ته اجمل خټک ووې روښانه تا سره ما څۀ بد کړي دي چې تۀ ما د خپلو ادبي او سياسي ملګرو سره جنګوې. ملګري روښان يوسفزي ئې را سره مختلفو ملاقاتونوکښې څو نور ښکلي يادونه هم شريک کړل. وئيل ئې چې يوځل مشاعره وه نو چې اجمل خټک مو سټېج ته رابللو نو و مې وئيل چې اوس به د باچاخان تکړه ملګرے اجمل خټک راشي نو هغۀ د راتلو سره ووې "ملګرے نه مريد وايه. مريد. دا دې ډېره لويه خبره وکړه".

د خپلو يادونو نه يوه دلچسپه خبره ئې دا راته وکړه چې اجمل خټک ډېر دوراندېش ؤ، د ١١/٩ نه څوکاله وړاندې دے د پرېس کلب لۀ خوا پۀ "ګېسټ اور" کښې مېلمه ؤ نو قبائيل ئې مخاطب کړل او وې وئيل " اے زما قبائيلي وروڼو تاسو ته پته نشته خو پۀ تاسو ډېر سخت وخت را روان دے. دومره سخت وخت چې تاسو ئې اوس تصور هم نۀ شئ کولے." 

يوه بله خوندوره خاطره ئې دا ده چې د روښان صېب پۀ قول کميونټي سنټر مردان کښې يوه ادبي دستوره وه نو ملګري بشر نويد نظم اورولے ؤ چې هغې کښې پۀ اجمل خټک څۀ ټکونه وو. د دې پۀ جواب کښې هغۀ ووې "تاسو څۀ خبر يئ زۀ د لمبو او وينو پۀ سمندر راپورې وتلے يم او اے تاسو سره ډولۍ مانه غواړئ نو تاسو جنج رالېږلے ؤ. ډولۍ خو جنجيان راوړي".

جلسۍ کښې د يوې لوې مشاعرې حال هم دلچسپ دے چې وائي اجمل خټک به ما ته بار بار وئيل ما را وغواړه چې تقرير وکړم، شعرونه واوروم او کورته ځم خو ماسره فکر ؤ چې کۀ اجمل خټک کلام واورولو نو بيا خو څوک نۀ ايسارېږي نو دۀ ته مې ووې خټک صېب کۀ تاسو تلل غواړئ نو داسې غلې غوندې اوځئ. بس هډو څۀ پته به ونۀ لګي. دوه درې ځله دۀ دا غوښتنه وکړه او ما ورته دغه جواب ورکړو خو بيا تر اخره ناست ؤ او بېخي پۀ اخره ئې تقرير او کلام ووې نو هغه لاړو. روښان صېب د خبرې مطلب دا شو کۀ اولس د دۀ شاعري خوښوله نو اجمل خټک هم دا موقعه چرې نۀ ضائع کوله. 

کله چې د جنرل پروېزمشرف لۀ خوا د اجمل خټک د صدر جوړېدلو خبرې روانې وې نو روښان يوسفزے وائي چې د نورو سره سره ئې زۀ هم د دې وړ ګڼلے وم چې راپسې ئې کلي ته څوک رالېږلي وو چې اجمل خټک دې غواړي چې ورغلم نو ما ته ئې ووې ما د جنرل مشرف سره ملاقات وکړو. د هغۀ پۀ تندي کښې ما ته رڼا ښکاره شوه او د هغۀ پۀ سترګو کښې ما تۀ وليدې، بشر نويد مې وليدلو، صاحب شاه صابر او رحمت شاه سائل مې وليدل. ما ورته ووې خټک صېب زۀ خو ستا د بچو او نمسو پۀ ځاے يم خو دا خلق ډېر دهوکه باز وي او تاسو ئې چې پۀ تندي کښې د رڼا خبره کوئ نو چرته دا د نظر د کمزورتيا وجه نۀ وي.

ملګرے ليکوال نورالامين يوسفزے وائي چې کله اجمل خټک د اے اېن پي نه بېل شوے ؤ او ځانله ئې ډله جوړه کړې وه نو ما ترې نه تپوس کړے ؤ چې دا کومه د خټو لوټو کوټه زمونږه مشرانو پۀ ډېرو مودو کښې پۀ خوارو جوړه کړې وه نو ستاسو څۀ خيال دے چې دا به ورانوئ نو اجمل خټک ووې نه ورانوو ئې نه خو دې کښې پېريان دي هغه به ترې پاڅوو.

دے دا هم وائي چې يوځل زۀ، عزيز مانېروال او څو نور کسان اکوړي ته ورغلي وو چې دې کښې د سراٸیکي پارټۍ يو سياست دان تاج محمد لنګا يو غټ ګاډي کښې راغلو او د راتلو سره اجمل خټک له پۀ پښو پرېوتو. اجمل خټک ورته ووې "لنگا صاحب مين يه زور برداشت نهين کرسکتا" بيا ئې چا ته ووې لنګا صېب له چاے راوړئ او مونږ ته ئې ووې راځئ چې مونږ دغه کمرې ته لاړ شو او يو بل ته شعرونه واورو. ما ورته ووې اجمل صېب دې مېلمه له وخت ورکړئ ځکه چې غټ سړے دے او د پنجاب نه راغلے دے خو دے او مونږه چې کله کمرې ته لاړو نو وې وئيل چې دا ماله نه خپل غرض له راغلے دے . لنگا صېب پۀ دې طمع دے چې کله اجمل صدر شي نو ما به ګورنر جوړ کړي.

- پېښوره
بېرته شاته