(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ابۍ څراغ

[02.Nov.2021 - 15:15]

آبي څراغ - لیک برودر ګرېم/ ژباړن: پوهاند رڼاګل اریوبزی

یو وخت یوه سرباز ډ یر کالونه د پاچا خدمت وکړ، خوکله چې جنګ پای ته ورسید او دې سرتیری په همدې جنګ کې د ډیر ځله ټپیي کیدو له امله نور خدمت نه شو کولی، نو پاچا ورته و ویل چې:« ور ځه کور ته لاړ شه، زه تا ته نوره اړ تیا نه لرم، تنخوا هم نه درکوم، ځکه تنخوا هغه چا ته ورکول کیږي چې په بدل يې زما خد مت کوي.» سر تیری اوس هیڅ نه پوهیده، چې په څه به ژوند کوي. دی غمجن روان شو، ټوله ورځ يې مزل وکړ اوماښام یوه ځنګل ته ورسید. کله چې تیاره شوه، د څراغ رڼا يې ولیده، دی څراغ ته ور نژ دې شو او یوه کورته ورورسید او په دې کور کې یوه شیشکه اوسیده.

سرباز ورته و ویل چې:« ماته د شپې تیرولو له پاره یوځای اویو څه خوراک او څیښاک راکړه او که نه دلوږې او تندې نه مرم.» شیشکې ورته و ویل چې:« اوهو! څوک به هغه سرباز ته یو څه ورکړي چې بې لارې شوی وي؟ خو زه به رحم در باندې وکړم او ځای به در کړم، خو په دې شرط چې، زه څه در ته وایم، ته به يې منې» سرباز ترې وپوښتل چې ته له ما څه غواړې؟» شیشکې ورته و ویل چې:« ته به سبا زما باغ واړوې.» سربازورسره ومنله ا و په سباورځ يې په خپل ټول ځواک کاروکړه، خوتر ماښامه يې پای ته و نه رساوه. شیشکې ورته وویل چې:« دا سې راته ښکاري چې نن نور کار نه شې کولی. زه غواړم چې  یوه بله شپه هم راسره پاتې شې، خو په بدل کې يې باید یو بار لرګي راته واړه کړې.» سرتیري د دې لرګیو په ماتولو ټوله ورځ تیره کړه او ماښام شیشکې بیا ورته و ویل چې یوه شپه نور هم پاتي شي اوزیا ته يې کړه چې:« سبا به زما له پاره لږ کار وکړي، د لته زما د کور تر شا یو زوړ او وچ شوی څا دی، په دې څا کې را نه څراغ لویدلی دی، څراغ آبې رڼا کوي او نه ګل کیږي، دا څراغ باید د څانه راته را وباسې.» په بله ورځ يې له ځان سره روان کړ، څا يې وروښود او په یوې ټوکرۍ کې يې ور کته کړ. ده څراغ بیا موند او شیشکې ته يې اشاره وکړه چې دڅا نه يې راپورته کړي. دې هغه د څا نه پورت راکش کړ او کله چې دڅا څنډو ته را ورسید، شیشکې لاس ور اوږد کړ، ترڅوڅراغ ترې واخلي، خوسرتیری د هغې په شوم نیت پوه شو اورته ويې ویل چې:« نه! څراغ به هغه وخت درکړم چې په دواړو پښو د مځکې په سر ودریږم.» شیشکه ډیره په غوسه شوه، هغه يې پریښود چې بیرته څا ته ولویږي او ترې لاړه. بې وزله سرتیری بیرته د څا په نمجنه مځکه ولوید، خو کوم زیان ور ونه رسید. آبې څراغ بل و، خو پوښتنه داده چې، سرتیري ته يې څه ګټه رسوله؟ ده فکر کاوه چې اوس نو د مرګ نه د خلاصون لار نه شته، هلته یوه شیبه خپه کیناست او ناڅا په يې جیب ته لاس کړ. په جیب کې يې د تمباکو پایپ و، پایپ نیم بند و، د جیب نه يې را وایست، په آبې څراغ يې بل کړ او و يې ویل چې:« دامې د ژوند وروستې مزه ده.» او پایپ يې وڅکاوه. کله چې د پایپ لوګئ د څا په فضا کې تاو راتاو شو، ناڅا په  د سر تیري په وړاندې یو کوچنی تور سړوکی ودرید او پوښتنه يې وکړه چې:« ښاغلیه! څه امر کوي؟» سر تیري په حیرانۍ ځواب کې ورکړ چې:« زه څه امر کولی شم؟» سړوکي ورته و ویل چې:« زه به ټول هغه څه وکړم چې ته يې راته و وايې.»

سر تیري و ویل :« چې دا سې وي نو لومړی مې له دې څا نه وباسه.» سړوکي سر تیری تر لاس ونیو او د مځکې لاندې تونل له لارې يې له څا را وایست او آبي څراغ يې هم هیر نه کړ. تور کوچني سړوکي په لار کې سر تیري ته د شیشکې ټولې هغه خزانې ور وښودلې، چې د وخت په اوږدو کې يې را ټولې کړې او هلته پټې ساتلې وې. سر تیري دومره طلا ګانې له ځان سره واخیستې چې وړلی شوې. ورپسې يې سړو کي ته و ویل چې:« اوس ورشه، د شیشکې لاسونه او پښې وتړه  او محکمې ته يې وسپاره.» ډیر وخت لا نه و تیر شوی، چې شیشکه يې په یوه وحشي پش سپره په ډاروونکو چیغو تر مخ تیره شوه او ور پسې په لنډ وخت کې سړوکی سړوکی بیرته راغی او ورته ويې ویل چې.« هر څه تر سره شول، شیشکه په دار ځوړند ده. ایا کوم بل امر شته ښا غلیه؟» سرتیري و ویل چې:« اوس څه نشته، ځه کور ته ولاړ شه، خو کله دې چې راغواړم باید تیار اوسې.» سړوکي ور ته و ویل چې:« غوښتلو ته اړ تیا نشته، کله چې ته خپل پایپ ته ابې څراغ ونیسې، زه به په همهغه شیبه کې ستا په وړاندې ولاړوم.» په همدې شیبه کې د سرتیري له ستر ګو پنا شو.

سر تیری بیرته هغه ښار ته لاړ، چې ترې راغلی و. دی ښو ښو رستورانونو او هوټلونو ته ورتله، ځانته يې ګران بیه فیشني جامې جوړي کړې او هوتل واله ته يې امر وکړه چې یوه تر ټولو ښکلې او مجلله کوټه ورته تیاره کړي. کله چې کوټه تیاره شوه او سرتیری ور ننوت، نو بیا يې تور کوچنی سړوکی را وغوښت او ورته ويې ویل چې:« ما په بشپړه وفادارې د پاچا خدمت وکړ، خو ده وشړلم او د لوږې سره يې مخامخ کړم، اوس غواړم چې غچ ترې واخلم.» سړوکي ترې وپوښتل چې:« زه څه باید وکړم؟» سر تیري و ویل چې:« کله چې د پاچا لور دشپې له خوا په خپل پآلنګ کي ویده شي، بیايې د لته ماته راوله. دا باید د یوې نوکرې په ټوګه زما خد مت وکړي.» سړو کي ورته و ویل چې دا زما له پاره ډ یر اسان او ستا له پاره ډیر خطرناک کار دی. که څوک په دي کار خبر شي، نو تا ته به ډ یره شخته پایله و لري.» کله چې د شپې دوولس بجې شوې، دکوټې دروازه خلاصه شوه او سړوکي د پاچا لور ورننباسله.

سر تیري چې ولیده نويې و ویل چې:« آها! دا ته دلته راغلې، له سره نوی کار پیل کړه، ریبز را واخله او دا کوټه پاکه جارو کړه.» کله چې داکار تمام شو، بیا يې یوې چوکۍ ته را وغوښبله، پښې يې ور وغزولې او ورته ويې ویل چې:« موزې مې له پښو وباسه.» بیا يې په همدې موزو په مخ و ویشته. دا مجبوره وه چې موزې د مځکې نه پور کړي، هغه پاکې او ځلانده رنګ کړي. دې په پټه خوله او نیمه پټو ستر ګو هر هغه څه کول چې، سرتیري به ویل. دلاس په یو اشاره سړو کي د پاچا لور بیرته په قصر کې خپل پالنګ ته ور وړه.

په سبا چې د پاچا لور د خوب نه رویښه شوه، پلا رته ورغله او ورته ويې ویل چې د شپې مې یو عجیبه خوب ولید:« زه په سړک د پړک په شان په چټکۍ د یوه سرتیري کوټې ته یوړل شوم، ما باید د ده د نوکرې په شان د هغه خدمت کړی وي، مر دارې چارې مې کولې، کوټه مې جارو کوله او موزې مې پاکولې. دا خو یو خوب و، خو داسې ستومانه یم، لکه چې په رښتیا دا حال را باندې تیر شوی وي.» پلار يې و ویل چې:« کیدای شي چې دا خوب نه، بلکې حقیقت وي، زه تا ته دا مشوره در کوم چې جیب دې د موشنګو نه ډک کړه او په تل کې يې یو کو چنی سوری وکړه. که کوم وخت بیا وړل کیږې، موشنګ به دانه دانه په لارې توئيږې او موږ ته به پته ولګیږي.» کله چې پاچا دا خبرې کولې، تور سړو کی يې په نه لیدونکې بڼه تر څنګ ولاړ و، ټولې يې واوریدلې. په بله شپه کله چې ویده شهزاد ګۍ بیا په لار وړل کیده، د جیب نه يې په لار د موشنګو دانې تويې شوې، خو ګټه يې ونه کړه، ځکه چې دې چالاک سړوکي لا پخوا په ټولو لارو د موشنګو دانې شندلې وې. د پاچا لور بیاهم مجبوره وه چې تر سهار د چرګ ازان پورې نوکري وکړي.

په ور پسې سهار پاچا ځپل نوکران ولیږل چې د موشنګو د دانو له مخې لار پیدا کړي، خو دا هلې ځلې بې ګټې وې، ځکه په ټولو لارو کې بې وزله کوچنیان ناست و، د موشنګو دانې يې ټولولې او ویل يې چې:« نن شپه د موشنګو باران شوی دی.» پاچا و ویل چې:« باید یو ه بله چاره وسنجوو، کله چې ویده کیږې، بوټونه دې له پښو، مه او باسه، مخکې تر دې چې له هغه ځایه بیرته راشې، یو بوټ دې هلته په کوم ځای کې پټ کیږده، زه يې بیا پیدا کولی شم.» تور سړوکی په دې خبرو پوه شو او کله چې ماښام بیا سر تیري وغوښتل چې د پاچا لور ور وړي، نو ده هغه له دې غو ښتنې منع کړ او ويې ویل چې، دی د دې چل په وړاندې هیڅ وسیله نه لري، او که پاچا د ده په کوټه کې بوټ پیدا کړې، نو دا کار به ورته ډیر سخت تمام شي. سر تیري ور ته و ویل چې:« څه چې زه درته وایم، هغسې وکړه.» د پاچا لور مجبوره وه چې په دریمه شپه هم د یوې نوکرې په شان کارو کړي؛ خو داځل وړاندې تر دې چې بیر ته یو وړل شي، یو بوټ يې تر بسترې لاندې پټ پری ښود.

په ور پسې ورځ پاچا امر وکړ چې په ټول ښار کې دې د ده د لور بوت ولټول شي. بوټ د سر تیرې سره پیدا شو او سرتیری د سړوکي په غوښتنه د دروازې له لار وتښتید، خو ډیرزر ونیول او په زندان کې واچول شو. د تیښتې په وخت کې يې تر ټولو ګران شیان یانې آبې څراغ او طلا له یاده و وتل او په کوټه کې ترې پاتې شول، اوس نود ده په جیب کې یوازې یوه روپې وه. کله چې په ځنځیرم تړلی د خپل زندان کړکۍ ته ولاړ و، ويې لید چې تر مخې يې یو پخوانی سرتیری انډیوال تیریږي. ده د کړکۍ ښیښه وټکوله او چې انډیوال يې ور نږدې شو، نو ورته ويې ویل چې:« دا یوه ښیګڼه راسره وکړه او هغه کوچنۍ ګنډه راته راوړه چې په دې هوتل کې رانه هیره شوی وه. په بدل کې به يې دا یوه روپۍ هم درکړم.» انډیوال يې لاړ او هغه ګنډه يې ورته راوړه. کله چې سرتیری له نورو یو څه ګوښی شو، خپل پایپ يې ولګاوه او له دي لارې يې کوچنی سړو کی را وغوښت. تور سړو کي ورته و ویل چې:« باداره مه ویریږه، هر چيرې چې دې بیايي، ور سره ځه، خو دا آبې څراغ همیشه د ځان سره ساته.» په بله ورځ محکمې د سرتیري په هکله پریکړه وکړه. که څه هم ده کوم بد کار نه و کړي ، خوسره له دې هم قاضي په مرګ محکوم کړ. کله چې سرتیری يې دمرګ په لور روان کړ، نو پا چا ته يې و ویل چې تر مرګ وړاندې یوه هیله لرم. پاچا ورته و ویل:« چې کومه هیله؟» هیله مې داده چې یوځل پایپ وڅکوم. پاچا ورته و ویل چې:« درې ځله يې وڅکوه، خو دا فکر ونه کړې چې ژوند به دې در وبخښم.» سرتیري پایپ را وباسه او په آبې څراغ يې ولګاوه، د لوګي دری څلور کړۍ چي پورته شوې، تور سړوکی يې په وړاندې ولاړ و، یوه وړه دوره يې په لاس کې وه او ويې ویل چې.« باداره څه امر کوې؟» سرتیري ورته و ویل چې:« دا خاین قاضی او دهغه تالی څتی له پښو وغورخوه او ګوره چې پاچا دې هیر نه شي. ده له ما سره ډیر بد سلوک کړی دی.» تور سړوکي خپله دوره د بریښنا په شان تیزه ښوروله او هرچا ته به چې ولګید له، په مځکه پریوته او بیا په پښو نه دریده. پاچا سخت وډار شو، په زاریو سرشو اویوازې دژوند په بد ل کې يې خپله ټوله پا چآهي سر تیري ته ور کړه او لور يې هم ورته واده کړه.

 

 Liste von Märchen - Grimms Märchen - Grimmstories.com

 

 

- ژ:اریوبزی
بېرته شاته