(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځان درناوی

[02.Nov.2021 - 14:25]

ځان درناوی 

لیکبهيج عثمانيBahij Osmani 

کابو پينځه ويشت کالونه مخکې يوه مولوي صايب راته وويل چې "وظیفه يا ټوک ټولول د ولس او ديني عالمانو ترمنځ د ارتباط ټکی دی ځکه نو ټولنه ديني عالمان خپل او ديني عالمان ټولنه خپله ګڼي."

 

مگر نن غواړم يوه علمي خبره درته وکړم. ممکن تاسو به پوهېږئ او که نه چې د انسان د خوی، چلن او شخصيت تر ټولو لويه برخه پر ځان درناوي ولاړه ده. که يو انسان ته ځان دروند،‌ عزتمن، ښاغلی او په ټوليزه توګه ښه مالومېږي هغه هېڅکه ـ له استثنايي حالاتو پرته ـ له حدونو څخه نه اوړي،‌ نه خپل حقونه چا ته بښي او نه د نورو پر حقونو پښې ږدي. په خپل سوچ ژوند کوي او له هر چا څخه د مينې او درناوي ګدايي نه کوي. جنسي بې‌لاريو، قمار، قاچاق، نشه‌يي توکيو ته مخه نه کوي او نه هم په مذهبي او فلسفي مسايلو کې داسې ننوځي چې په يوه توندلاري او ړانده مقلد بدل شي.

 

په انسان کې د ځان درناوي توخم د ژوند په لومړۍ شېبه کې کرل کېږي او د وخت په تېرېدو وده کوي.‌ همدا چې مور و پلار خپل ماشوم ته په هر ځل کتلو کې مسک کېږي، په مينه مينه ورته ګوري، په ناز ناز ورته غږېږي او هره غوښتنه يې له ځنډ پرته مني ماشوم په ناخود‌آګاه ډول دې پايلې ته رسېږي چې ښه او د مينې او درناوي وړ دی.

 

هغه ميندې او پلرونه چې ماشوم ته رسېدن نه کوي، غصه ناک وي، ماشومان وهي، ماشومان ډاروي او يا په چارو کې دومره بوخت وي چې ماشوم ته وخت نلري دغه د ځان‌درناوي نازک نيالګی يې په ماشوم کې وچېږي او ماشوم دې پایلې ته رسېږي چې ښه نه دی او نه هم کوم ارزښت لري. دا ډول ماشومان په لويوالي کې د ځان ارزښتمن ثابتولو لپاره داسې کارونه کوي چې اصلاً بايد ويې نکړي او يا د دې درد د کمښت لپاره نشه‌يي توکيو او يا بدلمنۍ ته پناه وړي.

 

اوس راځو د چړيانو او ط. پر ژوند د وظیفې، ځيرې او ټوک ټولولو زيانونو ته:

 

په افغانستان کې عموماً کم‌عمره او واړه چړيان هره ورځ درې وخته د وظيفې په ټولولو يا ګدايي پسې وځي او د هر کليوال په دروازه کې درې ځلې ولاړ وي. دا د اهانت او سپکاوي وروستی حد دی چې په دغه چړيانو کې ځان‌درناوی په بشپړه توګه له منځه وړي. دغه چړيان چې وروسته رالوی شي دا چې ټول ژوند په مذهبي چاپېريال کې تېروي عموماً په مذهبي توندلارو روبوټانو باندې بدلېږي. ځکه له دې لارې غواړي د ځان باارزښته ښوولو په هڅه کې هغه درد غلی کړي چې له ځان څخه د کرکې او حقارت له کبله ټول عمر ورسره لاس و ګرېوان دی.‌

 

تاسو به په کليو او بانډو کې له يوه ټوپک او موټرسايکل سره د طالب غرور ليدلی وي چې له هېچا يې سترګه نه سوزي، د هېچا د عزت خيال نه ساتي او په وړه خبره له خلکو ژوند اخلي. ولې؟ دليل يې هماغه دی چې پورته مې يادونه وکړه. دوی کوښښ کوي ځان ښه،‌ غښتلی، زورور، ځواکمن او پر نورو بر وښيي. همدا اوس د ط.‌ چارواکو خبرو ته غوږ کېږدئ. ټول حکومت يې نيولی دی، وزيران، واليان او ريیسان دي خو بيا هم کرۍ ورځ د ځان د عزت او له نورو څخه د ځان ښه او خدای ته د نږدې ښوولو په اړه غږېږي.

 

ځينې هغه ط. به مو هم ليدلي وي چې له مدرسو تښتېدلي او ديني زدکړې يې په نيمايي کې پرېښي وي. اکثره يې بې‌دينۍ، شرابو او ... ته سوق شوي دي. بيا هم دليل پورتنی دی.‌ حتا تاسو دا نښې نښانې د ملايانو په اولادونو کې پرېمانه ليدلای شئ.

 

 دوه ورځې مخکې به مو په تورخم کې هغه ويډيو ليدلې وي چې يو ط. سرتېری پورته ټوپ اچوي او پر يوه ناست مساپر د لغتو وارونه کوي. دی غواړي څه ثابته کړي؟ که هدف يې نظم او د ګډوډۍ مخنيوی وي نو دې ډول لغتو ته څه اړتيا ده؟ واضح خبره ده چې دا زلموټی غواړي ځان ته ثابته کړي چې دی يو څوک دی، زورور دی او ارزښت لري.

که څوک غواړي د ټولنې دغه طبقه له دې مذهبي جنون څخه راوباسي او د سمون په خوا يې رهبري کړي په مطلق ډول دې د ټوک يا وظیفې ټولول بند کړي.‌

- عثماني
بېرته شاته