(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغلا هنر

[02.Nov.2021 - 14:24]

د غلا هنر 

By: Rashid Yousafzai

په انساني تاریخ کې د تاریخ د هنر لومړنی معلوم او شته کتاب د یوناني مورخ هیروډټس Herodouts دی او په همدې بنسټ د تاریخ بابا ګڼل کیږي  ـ هیروډټس پخپل تاریخ کې د فرعون اهرام مصر pyramids جوړوونکي معمار د دوه زامنو په زړه پورې کیسه نقل کړې ده ـ 

د فرعون معمار له اهرام مصر رغونې وروسته چې د مرګ په ناروغۍ پریوت،نو دواړه بې کاره  زامن یې وغوښتل او په راز ډوله شکل یې ورته وویل چې د اهرام مصر رغونه یې په داسې مهارت ترسره کړې ده چې هیڅوک ترې غلا نه شي کولی ـ هو، د خزانې په دیوال کې یو کونج د تیږې دی چې په یوه ځانګړې زاویه په ګوتمۍ سره حرکت ورکړ شي،نو لارې به ایله شي.

زه پوهیږم چې ترما وروسته تاسې د هیڅ کار نه یاست په دې تکتیک سره به له خزانې د یو څه غلا کولو له مخې خپل ژوند تېر کړئ او د خپلې مور پام ساتئ.

د معمار د مړینې ځنډ و چې له مړینې وروسته یې د خښونې په لومړۍ شپه دواړو ورونو له خزانې په غلا کولو پسې لاړل، بریالي شول او بیا د دولت په زړه نه ارامیدونکي خواهش اخته شول هره شپه به یې په خزانه چاپه وهله ـ 

فرعون چې یوه ورځ خزانې ته راغی، شکي شو چې له دې خو غلا کیږي ـ یو لوی دام یې په ځانګړي ځای کې کیښود چې غل پکې ونښلي ـ شپې چې دواړه ورونه راغلل یو ترې سم له واره ونښت ـ د خلاصیدو هیڅ چاره نه وه، بل ورور ته یې وویل چې سر یې پرې کړي او کالي یې وباسي له ځان سره یې یوسي.

 په دې توګه به پرېکړی جسد ونه پیژندل شي ـ زړه مور ده،  خدمت ته به یې یو ورور خو پاتې شي ـ بل ورور یې همداسې وکړل.

سر او کالي یې کور ته یووړل او مور ته یې کیسه وکړه، ویل چې غلې اوسي ګنې فرعون به دی هم ووژني.

فرعون چې خزانې ته راغی په دام کې جسد و، خو ناپیژانده جسد

د غلو په چابکۍ حیران و ـ جسد یې د پایتخت په یو څلورلاری کې راوځړاوه او پولیسو ته یې حکم وکړ چې هر څوک د دې جسد اخیستو پسې راشي ودې نیسي.

د معمار میرمن له دې ځای په تېریدو سم له واره کور ته لاړه او بل زوی ته یې وویلد خپل د زوی جسد داسې بې عزتي نه شي زغملی  ژر یې کور ته راوړه چې له سر سره یې یو ځای خاورو ته وسپاري،ګنې په چغو او فریاد به مې فرعون خپله خبر شي او بیا به ستا خیر هم نه وي.

زوی یې تر شپې وخت وغوښت شپې یې په یوه ډک مشک کې نشه کوونکي مواد واچول او خپل ځان یې شرابي ښودنې په ځنګیدو ځنګیدو هغه څللارې ته ورساوه ـ پولیس چې راغلل، ورته ویې ویل داسې شراب یې په ژوند کې کله نه دي څکلي.

له شرابو ډک مشک ته په کتو ترې پولیسو هم د یوه ګیلاس نیم هیله وکړه،ټولو ته یې ورکړل ـ نشه کوونکیو موادو خپل اغیز پیل کړ ـ په څو دقیقو کې ټول بې هوښه شول، جسد یې راښکته کړ او کور ته یې یووړ ـ سهار فرعون ګوته په غاښ حیران شو، پولیس بې هوښه، جسد نه شته.

په یوه نوي ترکیب یې سوچ وکړ ـ

- رشید یوسپزی
بېرته شاته