(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هلووین

[02.Nov.2021 - 14:22]

چای (Tea)

----------

چای چې په عربی کې یې شای  او په اردو او هندي کې هم ورته چای او په انګریزي کې یې (Tea)  بولی یو لرغونی بوټی دي چې (۵۰۰۰کلن )تاریخي لرغونوالی لري. دچایو دبوټي علمي نو م(   Camellia sinensis  ) دی.چای هغه څښاک دی چې په نړۍکې تر اوبو وروسته ډیر مصرف لري . دچایو اصلي ټاټوبی چین دی ،خودچین نه سربیره په هند ، سریلانکا، بنګله دیش ،  . کینیا ،ملاوي ، نیپال، میانمار( برما ) ،ترکیه ، ویتنام ، ایران، اندونیشیا ، ارجنټینا ،جاپان  ،قفقاز او ځینو نوروهیوادونو کې کې هم کرل کیږي

چای دچایو دبوټو له پاڼونه تر لاسه کیږي . چای ډیرډولونه لري لکه: شین چای ، تور چای ، سپین چای، سورچای ، زیړ چای ، کوکیچا، ژنما یکا ، پوئر او نور.

ما پخپله دچایو کروندې دهندپه اسام ، دارجیلینګ او دجنوبی هند دتمیل  ناډو دایا لت  په اوټي کې له نږدې نه لیدلي دي. پخوا دظاهرخان او داود خان دواکمنیو په وخت کې دافغانستان دکونړپه  ولایت کې هم  دچینا یانو لخوا دچایود کرلو یوه پروژه  پیل شوه  ، خو وروسته دافغانستان حالات خراب او دچایوهغه کروندې هم له منځه لاړې

اروپا(یورپ ) ته دچایو سوداګري  په اووه لسمه پیړۍ کې پیل شوه . په افغا نستان کې شین او تورچای ډیر کارول کیږي ، خو په اوسني وخت کې افغانان دتوروچایوپه پرتله  شین چای ډیر خوښوي . که څه هم چای په وړو کڅوړو  او دکڅوړو  پرته تولیدیږي،  خو دکڅوړو والاوو په پرتله  هغه بل چای غوره دی. هرکال افغانستان ته د کال ۷۶ زره مټرېک ټنه چای واردېږي چې بیه یی ۱۳۲ ملیونه امریکا یي ډالره کیږي

چا ی دشیدو ( پیو ) او بېله شیدو هم جوړیږي . ځیني خلک دچایو دخوند  دذائقي دښه والي لپاره هیل ( ایلایچي ) هم کاروي . خینې خلک لیمو ( نیمبو ) هم پکې زبیښی اوشات هم ورسره ګډوي ځینې خلک  ادرک (زنجبیل ) هم پکې اچوي .

زه چې کله کله لویو پلورنځیو ( شاپینګ سینټرونو ) ته ځم او کله چې دچایو او کافي دخرڅولو  برخې یې ته یې ورشم نو هلته دچایو لسګونه ډولونه ګورم .

  په افغا نستان کې دچای څښلودوکا  ن ته سماوار وایی. د کابل په کاه فروشي کوڅه کې یو سماوار چې اویا کلنه مخینه لري هم شته ، خو په اصل کې سماوار هغه لوښی دي چې  چې د چایولپاره اوبه پکې ایشول کیږي.سماوارپه اصل کې روسی ویی ( لغت) دی چې زموږ ژبې پښتو ته یې هم لاره موندلې ده.په افغانستان کې هم دچایوډیر سماوارونه شته چې خلک ورځي او هلته چای څښي .په ایران اودمنځنۍ ایشیا په هیوادنو تاجیکستان او او زبیکستان کې هم چا یخانې او سما وارونه شته .

افغانان په خپلو کورونو کې په  لویوچا یجو شونو کې اوبه اچوي ،هغه  اوبه ایشوي  او بیا په نورووړو چا ینکواووړو چایجوشونوکې چای اچوي او چای  ترې جوړوي  اویوڅودقیقېی( منټه ) یې  پریږدي چې چای ښه دم شي او رنګ پیدا کړي

ددې لپاره ه چې  دچایو دجوړولو کارخانې په چایوکې کفین Caffeineاو نور مواد  ګډوي نو دچایوڅښل ترستړیا وروسته بدن ارامه کوي او ستړیاله مینځه وړي .باید داخبره هم زیاته کړم چې په نړۍ کې هر کال دمي دمیاشتې په ۲۱نېټه دچایو نړیواله ورځ هم لما نځل کیږي .

(یاد)

 

.................

هلووین( Halloween )

یا دمړو ارواوو ورځ هغه جشن یا فسټیوال دی چې هرکال داکتوبر دمیاشتې په( ۳۱ ) مه نېټه په ګڼواروپا یي هیوادونو ، امریکې ، کاناډا ،استرالیا ، نیوزیلینډاونوروډیرو لویدیزو هیوادونو کې لما نځل کیږي .

دهالووین دجشن دورځې په ماښام کوچني ماشومان دخلکو کورونه ته ورځي او دچا کلیټو یاخوږو غوښتنه کوي .

دغه جشن ډیر لرغونی دی او لرغونتوب یې تر (۲۰۰۰)کلونو هم وړاندې دی.

تاریخپوهان په دې انددي چې دغه جشن لومړي ځل په آیرلینډ کې پیل شو چیرې چې سلټیک قبیلې هلته میشته وې ،د سلټیک قبیلوخلک په دې اند و چې په دغه شپه مړې ارواوې دې نړۍ ته راځي او انسا نانو ، څارویو او ژوو ته زیان رسوي نو ځکه خلک ددغو ارواوو دخوشا لولو لپاره څراغونه بلوي . که څه هم په پیل کې مسیحیت او کلیسا ددغه جشن دلمانځلو دمخنیوي لپاره ډیرې هڅې وکړې خو په دغه کار کې کوم بریالیتوب ورپه برخه نه شو.

همدارازپه خلکو کې دا اندونه هم شته چې هالوین دمني نه ژمي مو سم ته دتللو ورځ ده .

دهلووین دجشن نه یوه اونۍ دمخه ا و هم ددغه جشن په ورځ لویې هټۍ او شاپینګ سنتړونه ددغې ورځې دلمآنځلو لپاره دهالووین ماسکونه ،پلوري . همداراز په دغه ورځ دهالووین ځانګړي کدوان خرڅیږي او خلک یې ډیزاینوي اوپه منځونو کې یې څراغونه بلوي اودخپلو کورونو نه یې بهر ږدي چې دمړو ارواوې پرې خوشاله کړي او دوی ته کوم زیان ونه رسوي

ډاکتر لطیف یاد

.......

چین ماچین( صین الصین )

---------------------------------

یارمې دچین زه دما چین یم 

په زړګي سپين يم يارپه زړه کې ګرځومه

دپښتو په زړو او لرغونو کیسو او افسانو او لنډیو ( ټپو)کې دچین ماچین دکلمې ډیره یادونه شوې ده .د چین ماچین کلمه په زړو پښتوتاریخونو کې کې هم راغلې ده . چین ماچین شمال لویدیز چین یاختیز ترکستان ته ویل کیږی چې دچین د هیواد دسینکیانګ ایا لت دی او دابن بیطار دمفرداتو دلومړي ټوک په ۱۳۱ مخ کې په عربی ژبه کې صین الصین راغلی دی چې مقصد او موخه یې همدا چین ما چین دی چې مشهور ښارونه یې کاشغر، ختن، آک سو، یارکند، تورفان، کوچا و ارومچی دي .ختیز ترکستان۱،۸۲۸،۴۱۷ وګړي لري اوخلک یې په ایغوري ژبه خبرې کوي .تاسو په لاندې نقشه کې په ابي رنګ کې چیني ترکستان یا چین ماچین لیدلی شئ !

..........

 

کوه قاف ( دقاف غر )او په پښتو ادبیاتو کې یې یادونه

-----------------------------------------------------------

دقاف غر یاکوه قاف چې په عربي کې یې جبل قاف بولي یو افسانوي غردی چې دپښتو په فولکلوریکو کیسو ، افسانو ، داستانونو او لنډیو ( ټپو ) کې یې یادونه او ذکر شوی اوڅرک یې لګیږی.په لرغونو اساطیرو کې راغلي دي چې کوه قاف یو داسې لوړ غر دی چې لمر دهغې ترشا پټیږی او ځیني خلک په دې اند و چې دقاف غر ( کوه قاف ) دځمکې میخ دی.

دعرایس المجالس په کتاب کې راغلي دي چې خدای پاک دزبر جدو او زمردونه شین غر جوړ کړی دی چې دهغې له کبله آسمان شین ښکاري . په هر حال ځینې خلک د دقفقاز غرونه چې په انګریزی کې ورته ( Caucasus)وایی دکوه قاف غر بولي او په پښتو ادبیاتو په تیره بیا شعرونو او لنډیو کې دقاف غر ذکر او یادونه شوې ده او دکوه قاف ښاپیرۍ او حورې ستایل شو ي دی.دکوه قاف ددیوانو ذکر هم راغلی دی.

دبیلګې په ډول په دې بیت کې :

دلته به حورې دکوه قاف نه راتلې

دحسن میرې به هک پک شوې داسې

یاداچې :

ﺳﺘﺎ د ﺣﺴﻦ ﺑﻪ څه ﻭﺍﻳﻢ ﮐﻪ ﮐﻮﻩ ﻗﺎﻑ ﺗﻪ ﭼﺮﺗﻪ ﻻړﯤ

ﺩﺍ ﻣﯥ ﻭﺍﻭﺭﻩ ﺩﺭﺳﺮﻩ ﺑﻪ ښاپیرۍ کورته راځي

کوه قاف به د شبنم په شان مجذوب کا

که طالع یې شي په سر افتاب د عشق

(کاظم خان شیدا )

لېونې پر تار دزلفو،وخوت ولاړ تر کوه قافه

د شعور پېريان لاناست دي،منتظرعقل پاګل ته

( عطايي ملا)

یاپه دې پښتو لنډیو کې :

د کوه قاف غر ه ته ختل دي

څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه

یا داچې :

زړه مې په داسې ځای کې بند شو

دکوه قاف تر غرو یې لوړ دي دیوالونه

-----

دکوه قاف تر غرونو تیر شي

دهندو لوربه یم چې تا پخلا کومه

------------

کور دې نيږدې ديدن دې لرې

د کوہ قاف تر غرو دې جڰ دي ديوالونه

..............

 

دستمبول : دستنبول 

په پښتو ژبه کې موږ ورته ځیني نور نومونه هم لرو: لکه مشنګه،سمبولی ، استانبول ،پېستنبول ، ستنبول، پرپڼو  ،  پرپڼی، پر پنډو ،  اوريبړ (ريبړکى)  . دستمبول  د کوچنی خټکي په څېر يو ښه بوی لرونکی(خوشبویه ) مېوه ده چې د لاس د ډول (فېشن ) او بويولو لپاره کار ترې اخيستل کېږي. دستمبول ته  په فارسي ژبه کې  دستنبو وایي لکه چې دفارسي ژبې  په یوه بیت کې داسې لولو :  

داد دستنبو به دستم یار و دستم بو گرفت 

 وه چه دستنبو که دستم بوی دست او گرفت

.دستمبول ته  په انګریزي کې ( Queen Anne's Pocket Melon)وایي او علمي نوم یې Cucumis melo var. dudaim)دی.

ځینې خلک دستمبول په پسرلی کې پخپلو ځمکو کې کري ، که څه هم دخوراک لپاره ترې ډېره ګټه نه اخیستله کیږي اولکه چې دمخه مې وویل د لاس د ډول (فېشن ) او بويولو لپاره کار ترې اخيستل کېږي

ویل کیږي چې دغه مېوهکه وخوړله شي  دپښتورګو او دمثانې دډبرې په له منځّه  وړلو کې ګټوره ده .همداراز  دوینې دفشار په ټیټولو ، دزیړي ناروغۍپه علاج  او له بدنه دسمي موادو   او زهریاتو په له منځّه وړلو کې هم  ګټوره مېوه ده، خو پوستکي یې باید ونه خوړل شي

 

(یاد)

............  

 

 

دارواښادشهید جنرال  عبدالحکیم خان کټوازي  دشهادت نه سبا ورځ  دنوامبر دویمه نېټه پوره اووه ویشت کلونه پوره کیږي  . دافغانستان په پخوانیو پو ځي جنرالانو کې  شهید ارواښاد عبد الحکیم خان کټوازی یو  مسلکي جنرال او ارکانحرب او یووخت دپخواني پاچا محمد ظاهر شاه دواکمنۍ په وخت کې دژاندارم او پولیسو عمو مي قوماندان و. دی ډیر نیک انسان او پر افغا نستان مین ملي شخصیت و. دی زما دپلار دنږدې دوستانو نه و او دنږدې نه مو ورسره پیژندنه او اړیکي درلودلې .ده ډیر ساده ژوند درلود او ډیر بې کبره انسان و خو بیا وروسته یې پيښور ته کډه وکړه او له بده مرغه هلته د ۱۹۹۴ زیږدیز کال دنوامبر دمیا شتې په دویمه نېټه د (آی ایس آی) دتالي څټو له خوا شهید کړل شو. اراوا دې یې ښاده وي !

............... 

 

هلووین ( Halloween )یا دمړو ارواوو ورځ هغه جشن یا فسټیوال دی چې هرکال داکتوبر دمیاشتې په( ۳۱ ) مه نېټه په ګڼواروپا یي هیوادونو ، امریکې ، کاناډا ،استرالیا ، نیوزیلینډاونوروډیرو لویدیزو هیوادونو کې لما نځل کیږي .

دهالووین دجشن دورځې په ماښام کوچني ماشومان دخلکو کورونه ته ورځي او دچا کلیټو یاخوږو غوښتنه کوي .

دغه جشن ډیر لرغونی دی او لرغونتوب یې تر (۲۰۰۰)کلونو هم وړاندې دی.

تاریخپوهان په دې انددي چې دغه جشن لومړي ځل په آیرلینډ کې پیل شو چیرې چې سلټیک قبیلې هلته میشته وې ،د سلټیک قبیلوخلک په دې اند و چې په دغه شپه مړې ارواوې دې نړۍ ته راځي او انسا نانو ، څارویو او ژوو ته زیان رسوي نو ځکه خلک ددغو ارواوو دخوشا لولو لپاره څراغونه بلوي . که څه هم په پیل کې مسیحیت او کلیسا ددغه جشن دلمانځلو دمخنیوي لپاره ډیرې هڅې وکړې خو په دغه کار کې کوم بریالیتوب ورپه برخه نه شو.

همدارازپه خلکو کې دا اندونه هم شته چې هالوین دمني نه ژمي مو سم ته دتللو ورځ ده .

دهلووین دجشن نه یوه اونۍ دمخه ا و هم ددغه جشن په ورځ لویې هټۍ او شاپینګ سنتړونه ددغې ورځې دلمآنځلو لپاره دهالووین ماسکونه ،پلوري . همداراز په دغه ورځ دهالووین ځانګړي کدوان خرڅیږي او خلک یې ډیزاینوي اوپه منځونو کې یې څراغونه بلوي اودخپلو کورونو نه یې بهر ږدي چې دمړو ارواوې پرې خوشاله کړي او دوی ته کوم زیان ونه رسوي

...........

د ډاکتر لطیف یاد لېکنې

- ډاکتر لطیف یاد
بېرته شاته