(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زهیر یو مترقي لیکوال

[18.Oct.2021 - 12:26]

زهير يٶ مترقي ليکوال

ليک: فيض محمد شھزاد

هسي خو ادب د لطیفو جذباتو خوږ نوم دی خو لیکوال خصوصاً عصمت الله زھیر  د ژوند او ټولني په هر اړخ نظر لري او زه حیران یم چي د  ده تنده په سمندر ھم نه ماتیږي قلم دﺉ چي  ھر وخت د توري کار ځني اخلي داسي موضوع  نسته چي هغه دي په ادب کي وي او زهیر دي  تر قلم لاندي نه  وي راوستلې هغه که نقد وي که ژباړه که ناول وي که مقاله که شعر وي که نظم؛ مقصدمي دا دی چي زه ګواه یم او زما د ديرشو 30 کالو د زھیر پر تخلیقي سفر نظر او پام دی او د ده دا تخلقي سفر پښتو ادب ته هغه څه ور کړو چي تاریخ ناز او ویاړ ورباندي کولی سي ۔د پښتو دا مين جانان مي ځکه د زړه توان دی چي د جنرل ضياء په تور او وحشي امریت کي يې د پښين څخه  پلوشه مجله او د جنرل مشرف په امریت کي يې حسنی مجله د امریت په ضد د ټولني او لیکوالو حوصلې ځواني او تاندي ساتلې ځکه د ریاست هره ادراه لکه سایه ورپسې وه او  لوی کور افغانستان ته يې  هجرت ته مجبورہ کڑی۔۔۔

زهیر نه د دربار او نه سرکار قصیدې  په هیڅ مجبور وخت کی هم نه کړے تخلیق ځکه لکه پخوا اوس ھم ریاست ته مطلوب دی ځکه چي زھیر کله هم د خپل ضمیر او قلم خرڅ کړی نه دی نه يې ادب تجارت ګرځولی دی او پر خپلو اصولو او نظريه هيڅ جوړ جاړی نه خوښوي هم دا سوب دی چي ځان زھیر او جهان خوشحاله غواړي.

 

 څوک چې ځان  ټول عمر زده کونکی  بولي  هغوی  د

 زهير صاحب  په څیر پرمختګ کولی شي.

که څه هم د زهير صاحب اصلي شناخت شاعري ده ، خو اوس یې ځان  نثر ته ، په ځانګړي ډول ناول لکيني ته سپارلی دی

د هغه يو شمېر کتابونه چاپ دي  او اوس هغه د پښتو نثر لیکلو د ليکوال په توګه پیژندل کیدی شي

هسي خو  هر بل سړی خپل ځان مترقي معارفي کوي هم فخر کوي ، مګر که له هغه وپوښتل سي ، مترقي (ترقي پسند) څه شی دی؟ نو يقينا هیڅ شی به د هغه له توبرې  څخه  د ځواب لپاره را ونه وزي

زهير يو ژمن مترقي دی،د هغه له خبرو د هغه له ليکنو د هغه فکري تړاو  او له نظرياتي وابستګۍ اندازه کېدلی سي .

په پښتو ادب کې د هغه د مطالعې په ​​شان پوهان د ګوتو په شمېر شمېرلی سو.

  د زهير مهم کتابونه په ځانګړي توګه 25 اکتوبر  او ادب ، سیاست او امن.

 هغه احساساتي مترقي نه دی ، بلکه د هغه اعتدال د بيلو فکرونو دانشورو پام هم ځان ته را اړولی دی ۔۔۔

 هم  دا د زهير صاحب کمال دی.

- فیض محمد شهزاد
بېرته شاته