(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چنګېز خان

[28.Sep.2021 - 14:20]

چنګیزخان

د افغانانو پاڅونونه (۶۱۶ هـ - ۶۴۰)۲۴مه برخه

 

لیک: شهسوار سنګروال

چنګېز په داسې مهال واک ته ورسېد، چې په افغانستان او ايران کې لا سيمه ييزو واکمنو واک چلوه. خو په مينځنۍ اسيا کې د خوارزمشاهانو واک هغه وخت لا پياوړی شو، چې د غزنوي او غوري کورنيو واک له مينځه لاړ او دوی د هېواد شمالي سيمې په اسانۍ سره لاندې کړې، خو دوی دومره مغرور شول چې هر لور ته يې خپل بريدونه پراخ کړل، چې په پای کې سلطان علاوالدين خوارزمشاه د چنګېز استازی هم وواژه او تجارتي کاروان يې ور لوټ کړ

چنګېز هم د يوه خونړي لښکر سره مخ پر ماوراءالنهر را وخوځېد. بخارا، سمرقند، خجند او يو شمېر نورې سيمې او ښارونه ونيول او له خاورو سره يې خاورې کړل.

خوارزمشاه د همدغو بريدونو له کبله له افغانستان نه ايران ته وتښتېد. ولې د چنګېز لښکر دی وڅاره او په همدې پلمه افغانستان ته را ننووتل بلخ يې ونيو او مخ په هرات روان شول چې خوارزم شاه ونيسي.

 چنګېز په دې پوه شوی وه چې خوارزم غواړي په افغانستان او ايران کې ځان پياوړی کړي.نوځکه 

يي ځواکونه د نيشاپور له لارې ايران ته واوښتل او د مرګوني توپان په څېر، تر همدان پورې پر مخ لاړل. د خوارزم شاه شاهي کورنۍ يې ونيوله او بيا يې په ۱۲۱۹ زکال چنګېز ته ولېږله.

نوموړي د سلطان د کورنۍ «تي روبدی» ماشوم هم له تيغه تېر کړ، خو د شاهی «حرم» پېغلې او ان ملکه يې د مغلو اسونو په جلو کې روانې کړې، چې په پای کې مغلستان ته واستولې او د خپلو سرتېرو تر مينځ يې ووېشلې

د چنګېز خونړيو لښکرو تبرېز ونيو او تر کپکاس پورې پرمختګ وکړ. دوی د ګرجستان له لارې د روسې تر جنوبي کڅونو او سواحلو پورې ورسېدل. په ۱۲۳۷ ز کال يې د «کريميا» او يورال تر مينځ ټوله سيمه لاندې کړه. د «والګا» د رود په کڅونو او سواحلو کې روسي ځواکونو ته ماته ورکړه او بيا يې د ماسکو ښار وسوځوه.

افغانانو چې د چنګېز د خونړي لښکر بريدونه وليدل، نو وېپتېله چې د بريد د مخنوي لپاره بايد مورچلونه جوړ کړي، لوړې او برجورې کلاګانې ابادې کړي، وسلوال پوځ چمتو کړي، خندکونه وباسي او نور د جنګي وسيلو او وسلو د برابرولو لپاره هڅه وکړي. خو څرنګه چې په افغانستان کې يوه باثباته او مرکزي حکومت شتون نه درلود. سيمه ييزو واکمنو که څه هم د جګړې لپاره چمتووالی درلود خو د چنګېز د خونړي توپان مخه نيول ګران ول. چې موږ د تخارستان سيمه ييز واکمن «سام سرهنګ»، د باميانو امير عمر» د غور واکمن ملک حسام الدين او ملک قطب الدين، د هرات حکمران ملک شمس الدين محمد جوزجاني، د پېښور او د هېواد د ختيځو سيمو واکمن ملک اختيارالدين محمد بن علي، د ننګرهار ملک اعظم، د سيستان سيمه ييز واکمن ملک نصرت الدين او نور سيمه ييز واکمن د ساري په توګه يادولی شو.

په دغو سيمه ييزو واکمنو کې يو شمېر داسې واکمن هم ول، چې د چنګېز د ملاتړ لپاره يې بډې را وهلې وې، چې موږ د بېلګې په توګه د کندز والي «عبدالملک» يادولی شو، چې په ننګرهار او غور يې بريدونه وکړل. د دغو بدمرغيو په لړ کې د يو شمېر خانانو او مذهبي ملايانو تر مينځ د مذهبي کړکېچ پيدا کول هم د پام وړ وه، چې لومړی په مرو کې د حنفي مذهب پلويانو او پيروانو، په هغه جومات بريد وکړ، چې د شافعي مذهب په دود اباد شوی وه .

 همدا رنګه د مغلو د بريد په مهال بيا د شافعي مذهب پلويانو، د خپل جومات د کسات او غچ اخستو لپاره د حنفي مذهب په دود جوړ شوی جومات وسوزوه. په۱۲۳۵ ز کال د شافعي مذهب ملایانو له مغلوالو نه وغوښتل چې په اصفهان بريد وکړي او موږ به په دې شرط د تاسو ملاتړ وکړو چې د حنفي مذهب ټول پلويان له مينځه يوسئ.

د مغلو پوځونو همداسې وکړل اصفهان يې ونيو، ولې د دواړو مذهبونو پلويان او پيروان يې له لبه ووژل. د افغانستان وګړي په تېره د بلخ اوسېدونکي د چنګېز دغه بريدونو ډېر وېره ولي وو، دا ځکه چې له مينځنۍ اسيا نه تر ايرانه پورې په زرګونو انسانان يې ووژل او کورونه او ښارونه يې وسوځول، ټول شته يې ور لوټ کړل او لا کله چې چنګېز د محمد خوارزم هډوکي وسوځول. نو ځکه همدا لامل وه چې د بلخ ښاریانو، دا وېره نوره هم ډېره شوه او سيمه ييزو سوداګرو چنګېز ته وړانديز وکړ، چې د بلخ دغه ستر تجارتي مرکز ړنګ نګړي.

په ښکاره خو چنګېز د بلخيانو وړانديز ومانه، ولې بيا هم ناکاره او بدکاره دښمن خپله لوړه او ژمنه ماته کړه او پرته له کوم جنګ نه يې بلخ ونيو، خو چنګېزيانو ټول ښاريان، ښځې او ماشومان، زاړه او واړه دښتې ته يووړل. ټول له لوږې او تندې مړه شول، يو شمېر په دار وځړول شول او په پای کې دغه لوی او ستر ښار په کنډواله بدل شو.

«مارکوپولو» نامتو سيلاني ۵۰ کاله وروسته چې کله بلخ ته ځي پرته له کډوالو او د خاورو له ډېرۍ نه نور څه نه ګوري. له ده نه ۵۰ کاله وروسته يانې دا چې د چنګېز له بريدونو نه سل کاله تېرېږي چې يو بل نامتو سيلاني او تاريخپوه «ابن بطوطه» افغانستان ته راغی او بلخ يې په همغه بڼه وران او ويجاړ وليد. همدا ډول له تخارستان نه نيولې تر مروې، له هرات نه را واخله تر نيشاپوره، له سيستان نه تر پروان او باميانو پورې په زرګونو افغانان، نر او ښځې په سرو وينو کې ولمبېدل.

که چېرې موږ يوازې د ساري په ډول د باميانو د خونړي جنګ يو لنډ جاج واخلو نو و به ګورو چې مغلوالو او د چنګېز لښکرو څه کړي دي؟

له بلخ نه را واخله تر باميانو پورې دغه سيمه د افغانستان په لرغوني تاريخ کې د پام وړ ده. له اسلام نه د مخه او بيا وروسته باميان په تجارتي او فرهنګي لحاظ ډېر ارزښت درلود. د پېښور او بلخ تر مينځ د کاروانونو دمه ځای وه، د ګندهارا يو مهم مرکز او د بوديزم دوه مهمې مجسمې همدلته ابادې وې.

د اسلام د دين له خپرېدو وروسته د «شهر غلغله» په نوم يو نامتو ښار چې د وخت کلتوري دب دبه يې اوس هم د خاورو او ډېريو کنډوالو کې له ورايه ښکاري د چنګېز د بريد نښه شو.

د خونړي چنګېز د غوسې غرغړې هغه مهال پورته شوې، چې د «چغتای» زوی «موتوچن» چې د چنګېز لمسی کېده د افغان جنګياليو لخوا په باميانو کې ووژل شو.

بيا نو د چنګېز خونړي لښکر په باميانو داسې يو لوی بريد پيل کړ، چې ان د ښځو خېټې يې څيرې کړې او څو مياشتني ماشومان يې هم له تېغه تېر کړل. لومړی يې نر او ښځه واړه او زاړه ووژل. بيا وار څارويو ته ورسېد او ور پسې يې مېوه لرونکې ونې له بېخه ووېستلې، برجونه او منارونه يې هم ړنګ کړل او په پای کې هغه څه وکړل چې د نړۍ په تاريخ کې لږ ساری لري.

پوښتنه پيدا کېږي چې ايا چنګېز داسې کومه ناروغي لرله چې د وګړو له ټولوژنې نه يې خوند اخست او که دې ته اړ شوی وه؟ راځئ چې په لنډه توګه دی وپېژنو:

چنګېز د هغو مغلو له اقوامو څخه يوه قوم ته منسوب وه چې په مغلستان کې اوسېدل. د ده قوم «بور جيقين» نومېده چې پلار يې د همدغې قبيلې مشر وه او په ۱۱۷۵ ز کال ومړ.

تيموچين (وروسته چنګېز) په دغه وخت کې ۱۳ کلن وه. او د همدغه عمر په شاوخوا کې له کورني اخ و ډب سره مخ شو، نو ځکه بيا د (کريت) قبيلې له مشر «طغرل خان» سره چې په «اونګ خان» هم نامتو وه ملګری شو. د خپل هوډ له مخې ډېر ژر يې د ترکانو او مغلو يو شمېر قومونه له ځان سره ملګري کړل. خو کله چې طغرل خان د جنګيالي چنګېز (تيموچين) مېړانه وليده ووېرېد. ولې پرې ډېره ناوخته شوې وه. دا ځکه چې نوموړي په ۱۲۰۲ ز کال ټولې سيمې له ده څخه لاندې کړې او د همدغه کال په بهير کې د طغرل خان ټوله کورنۍ له تېغه تېره کړه.

تيموچين په ۱۲۰۶ کال د چنګېز لقب ځان ته غوره کړ. ده نه يوازې د «کريت» سيمې ونيولې بلکې د ترکانو او مغلو د بېلابېلو قومونو سيمې يې يو د بل پسې لاندې کړې. ده له ۱۲۰۷ ز کال نه تر ۱۲۱۷ ز کال پورې له شمالي چين نه نيولې تر کاشغرستان (کاسغر)، ختن، يارکند او ان د نړۍ بام «پامير» پورې دا ټوله سيمه د خپلې ټولواکمنۍ برخه کړه.

موږ دې پوښتنې ته چې ولې چنګېز د نړۍ په تاريخ کې داسې يو خونړی انسان تېر شوی دی؟ ښايي يو لامل يې دا وي چې ده په کوچينوالي کې تورې ته لاس کړ او په وينو تويولو يې پيل وکړ، نو ځکه خو ده د خپل واک لپاره له وينو تويولو څخه خوند اخسته.

داسې يوه بله پوښتنه هم اورېدل کېږي چې ولې نوموړي د لکونو انسانانو د وينې له تويولو نه خوند اخست؟

آيا نوموړی مسلمان و؟؟!!

د چنګېز له واک او زوکړې نه د مخه په مغلي او ترکي ټبرونو کې د مغلي ټبر ختيځ ترکان چې چين ته جوخت پراته وو غوښتل يې د چين واک او تمدن خپل کړي.

د دې سيمې په مغلي ترکانو او نورو مغلي توکمو کې د بوديزم، برهمنيزم، زرتشتيزم، او وروسته بيا د عيسويت د لمانځنې عقيده موجوده وه.

خو په لوېديځوالو او مغلي (ترکي) توکمو کې د اسلام د دين لمانځنه دود وه.

په ټوله کې درې سترو ټبرونو مانچو، مغلو او ترکانو د شمالي او مينځنۍ اسيا لويه او پراخه سيمه پخپلو کې وېشلې وه.

د (۱۲) دولسمې پېړۍ په شاوخوا کې ماوراءالنهر، افغانستان او ايران د خوارزمشاه تر واک لاندې ول.

د اباسين پورې غاړې ملتان او سيند د غوري ناصرالدين قباچه لخوا اداره کېده، د هند د نيمې وچې مينځنۍ برخه د غوري سلطان شمس الدين التمش په لاس کې وه.

د همدې پېړۍ په بهير کې اروپايانو، غوښتل چې له مسلمانانو سره دويم صليبي جنګ پيل کړي ولې وسه يې و نه رسېده دا ځکه چې صلاح الدين ايوبي د يو شمېر اسلامي هېوادونو مسلمانان چې په دې لړ کې مصر، سوريه او بين النهرين يادولی شو دېته وهڅول چې د صليبيانو په وړاندې يو موټی شي.

يو شمېر اروپايي هېوادونه د ايوبي له جګړه ييز پرمختګ نه ووېرېدل، نو په دې توګه د جرمني ټولواک لومړی فريدريک د بريتانيا پاچا لومړی «ريچارد» او د فرانسې پاچا دوم «فليف» سترو پوځونوسره مخ په ختيځ وخوځېدل. خو په دريمې صليبي جګړه کې هم کوم بری ترلاسه نکړ، ولې په څلورمه جګړه کې چې په ۱۲۰۴ ز کال پېښه شوه. دا وارې په قسطنطنيه کې بريد وکړ ښار يې وران کړ او ګڼ شمېر انسانان يې ووژل نو په دې بنسټ يې د «بيزانس» يوناني ټولواکمنۍ په ځای د «لاتيني» امپراتورۍ بنسټ کېښود.

د نړۍ په دغه سيمه کې او همدا ډول په مينځنۍ اسيا کې روان کړکيچ د چنګېز د واک پراختيا ته زمينه برابره کړه او نوموړي دغه خوب ليدلی وه چې يو وخت به د توکيو د ټولواکمنۍ دب دبه چې په شپږمې زېږدي پېړۍ کې «ايل خان توقان ودوبوخان» جوړه کړې وه بيا را ژوندۍ کړي. نوموړي همداسې وکړل خو دا چې د ده په مسلمانۍ شک کېږي يو لامل يې دا وه چې ده د اسلام له پنځو بنسټونو څخه څلور منلي وه ولې يو يې چې حج وه په دې دليل نه مانه چې ګنې خدای(ج) خو هر چېرې شتون لري نو مکې ته د تللو اړتيا څه ده؟

د نړۍ له نيواکګرو څخه يو هم چنګېز وه چې له ده نه د مخه سکندر هم د نړۍ لويه برخه لاندې کړې وه او له ده نه وروسته ګوډ تېمور، د فرانسې ناپېلون او د برېتانيا د وخت ملکه هم د بېلګې په توګه يادولی شو

چنګېز د هغې ناروغۍ له کبله چې ور پېښه شوې وه په ۶۲۴ هـ کال په ماوراءالنهر کې ومړ. ولې له ده نه وروسته د ده تر ټولواکمنۍ لاندې سيمو کې پاڅونونه پيل شول.

په افغانستان کې هم يو شمېر سيمه ييزو واکمنو پاڅونونه وکړل او يو شمېر داسې واکمن هم ول چې خپله سيمه ييزه واکمنۍ يې د خپلې سياسي پوهې له مخې ژغورلې وه چې موږ په دې لړ کې کرتان (آل کرت) د بېلګې په توګه يادولی شو، چې په غورستان او خيسار کې د واک او ځواک څښتن ول. ( نوربیا

- شهسوار سنګروال
بېرته شاته