(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نادرخان او

[18.Aug.2020 - 15:46]

....

د ۱۳۰۷ زکال د میزان پر شلمه د شپې ناوخته کابل په بشپړه توګه د مسیدو او وزیرو لاس ته ورغی، درې ورځې وروسته نادر خان هم چهلستون ماڼۍ ته راورسید . وزیرستانیان د ښار په ساتنه لګیا وو، نادرخان او ورونو یې په خپلو منځونو کې د حکومت تشکیلات جوړول. وزیرستانیان په دې تمه وو، چې نادرخان به پاچاهي د امان الله خان او د هغه د ورو لپاره اعلانوي، خو نادرخان پاچاهي د ځان لپاره اعلان کړه. نادرخان وزیرو او مسیدو ته په ورکړو ژمنو عمل ونه کړ.

نادرخان د۱۹۲۹ زکال دمۍ پر ۲۳ مه له فرانسې نه پېښور ته راغلی وو، په قبایلو او وزیرستان کې یې د اماني تخت (دغازي امان الله خان د تخت) ګټنې تر شعار لاندې د عبدالغفارخان په مشرۍ د خدایې خدمتګارانو او د ملا فضل دین په مشرۍ دملا پوونده د غورځنګ او نورو خلکو د ملاتړ ترلاسه کړی وو

.

نادرخان د ۱۹۳۰ کال د سیپټمبر پر لومړۍ نېټه د بریتانیا (انګریزانو) استازې ریچارډ مک اوناکي ته وویل: قبایلي وګړي، په تیره د وزیرستان مسید او وزیر د امان الله خان سرسخته پلویان دي او که چیرې هغوۍ د جهاد اعلان وکړي، نو نه به زه یم او نه به  بریتانیا په سرحدي ایالت کې پښې د ټینګولو ځای ولري. دنادرخان له دغه خبرداري وروسته انګریزانو په وزیرستان کې دمبارزانو د ځپنې چارې لا ګړندۍ کړې.      (وزیرستان وروستی تمځای ، لیکوال : نذیراحمد سهار ، ۱۹۴/۱۹۳ مخ

- امان الله خان
بېرته شاته