(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افراسېاب خټک نوی تېغ

[30.Jun.2020 - 15:37]

د افراسېاب خټک نوی تېغ

لیک: اقبال حسین افکار

د آفراسياب خټک ژوند،مبارزه اونوے تيغ د نړۍ د لوٸيو ،عظيمو شخصيتونو ژوند ليکونه چې بنده  ګوري نو داسې احساسَوي لکه چې د بيديا  ګلونه وي بغير د چا د خصمانې د فطرت او قدرت په نمو په خپله وده کوي ۔ ستريږي، غوړيږي او چاپيرچل پرې معطر کيږي ۔ علامه اقبال يو ځاې په خپل يو ليک کښې د سيد جمال الدين افغاني په لړ کښې ليکيسړے حيران شي چې د افغانستان غوندې روستو پاتې غرَه ايزه سيمې دومره لوے مجتھد وزيږولو چې د نړۍ په درې ،څلورو مجتهدينو نه يو علامه سيد جمال الدين افغاني دےزه چې د نن لوے شخصيت ذکر تاسو سره کوم نو هغه هم د مور له خوا سيد دے ۔ د رسالدار سجيد ګل د سيدانو دغه کورنۍ په اتلسمه صدۍ کښې لاچۍ کواټ ته راغلې وه ۔ زما يقين دے چې تاسو به په دې خبر يې چې سيد جمال الدين افغاني د کونړ سيد وو۔ رسالدار سجيد ګل يو لوستې سړے وو۔ د پښتو سره اردو ،فارسي ،عربۍ او انګريزۍ پوهيدو ځکه د پيرنګي په فوج کښې د رسالدار تر عهدې رسيدلے وو۔ هم په دې اساس يې ټول هندوستان او انګلستان او ددنيا نور ملکونه کتلي وو۔ او کله چې 1919 کښې د لاهور په ښار ميانمير چاوڼۍ کښې رسالدار په منصب کار کولو چې ليدل يې د لوے فلسفي شاعر علامه اقبال سره وشو د هغه د علامه اقبال سره دغه ړومبے  ليدل په ژورې دوستۍ بدل شو چې علامه اقبال د ژوند تر آخره ١٩٣٦ پورې قاٸم داٸم وو چې ذکر يې د مير عبدالصمد کتابخوشحال او اقبالسره په نورو کتابونو کښې موجود دے ۔ د قدرت خپل نظام او طريقه کار وي۔ سيد جمال الدين افغاني ،علامه اقبال ۔ د کونړ سيد زاده رسالدار سجيدګل څوک چې په نړيوال کچ پيژندونکي پښتون دانشور محترم آفراسياب خټک صاحب د مور له خوا نيکه دے بيا دې اتفاق ته وګورﺉ چې خټک صاحب له دانوم هم دغه نيکه اېښې دے ۔ ورسره بل اتفاق دا دے چې محترم آفراسياب خټک کور ودانه هم د کونړ د سيدانو د يو علمي ادبي کورنۍ نه ده ۔ د محترم آفراسياب خټک صاحب  شعري مجموعهنوے تيغچې د روښان ډيموکراټيک انسټيټيوټ اسلام آباد له خوا ړومبې ځل په ٢٠١٨ او دويم ځل په ٢٠٢٠ کښې په اهتمام د سانجھ پبليکشن لاهور له خوا چاپ شوه او قبول عام درجه ورته حاصله شوه۔ ددغې خپلې دغې  شعري مجموعې کښې ليکلي شوي ژوند ليک کښې ليکي“  ماسره  خپل دغه نيکه ډيره مينه راکوله او چې زه به يې وليدم نو د فارسۍ دا شعر به يې وٸيل :

اگر نے بکا مے من آيد جواب

من و گروز ميدان آفراسياب

خټک صاحب واٸيچې زه هغه وخت ددې شعر په مطلب نه پوهيدم روستو  چې فارسي مې زده کړه نو پوه شوم چې دا د فردوسي د شاهنامې شعر دے په دې شعر کښې ايراني قهرمان رستم توراني جنګيالي آفراسياب ته خبردارې ورکوي که چيرې د هغه راليږلي ځواب يې خوښ نه شو نو بيا زه رستم يم ،ميدان به وي او آفراسياب به وي“ 

محترم مشر رسالدار سجيد ګل لوے سړے او د نظر خاوند وو او مرد شناس وو ۔ نن که هغه ژوندے وے نو د خپل شعر عملي مانا به يې ليدلے وه  چې د ښاغلي آفراسياب خټک ته د  وخت هر پالوان لاس ور واچول اذيتونه ،تکليفونه يې ورکړل د قيدوبند د سختو راتير شو جلاوطني يې تيره کړه خو ملا يې ورله ونه لګوله ۔نن هغه د ظلم ،جبر د هغه خاوندانو نوم ،نشان قدر له نشته خو درويش آفراسياب خټک  نړيوال کچ د خپل نوم د قدر احترام سره ژوندے دے  د کار و زيار ،فکر ،مبارزې سره به تل ژوندے وي ۔ ولے چې هغه په وړوکوالي د خپل نيکه رسالدار سجيد ګل نه به د ابراهيم ذوق دا شعر اوريدو چې وس د هغه په روح کښې محلول شوے دے۔  د هغه ژوند ددې شعر ژوندے عکس دے:

آب تو گبھراکے يہ کہتے ہيں کہ مرجاٸين گے

مرگۓ  بھی  چين نہ  پايا تو کدھر جاٸين گے

محترم آفراسياب خټک صاحب په 1951 کښې د تحصيل لاچۍ د خدرخيل د محمد ايوب خان خداٸي خدمتګار کره زيږيدلے دے ۔ محترم خټک صاحب واٸي زما پلار د شلمې پيړۍ په شروع کښې تر اتم جماعت سبق ويلے وو او په سکول کښې استاد هم پاتے شوے وو۔ محترم آفراسياب خټک په خپله شعري مجموعه کښې ليکلي ژوند ليک ليکيچې په 1٩٥٦ کښې زمونږ په کلي کښې د ون يونټ خلاف جلسے ته باچاخان راغلے وو ددغې جلسے منتظم هم زما پلار وو هم دغه زما د باچاخان سره ړومبے ليدل وو۔ پلار به مې کور ته اخبارونه ،مجلې راوړې مونږ ته به هم يې وٸيلے او جلسو کښې وٸيلي شعرونه به يې هم مونږ سره شريک کول د دويم جنګ د يو چاربيتې سر وو ۔

ايټلر شو په غصه اوس په دنيا لګوي اور 

                                 د هر سړي په کور

د غازي آمان اللّه خان د سقوط په حقله د يو چاربيتې سر دے

غازي د ګلو لخته ، چې پريوته له تخته

محترم آفراسياب خټک صاحب د خپل تره شريندل خان او خپلې تور بي بي د رحمان بابا د ديوان وٸيلو او په عاشوره کښې د جنګ نامې  وٸيلو سره د هغوي د ټپو وٸيلو د ذوق ستاٸينه کوي او واٸي د هغې قدرمنې پتمنې بي بي  ددې عمل نه ما رنګ او ژوند اخستې دے ۔ د خټک صاحب تره شريندل خان د ستر ليکوال او سياسي مبارز عبدالکريم سره ډير نيزدې تعلق وو۔ د هغه واٸي چې د ماسټر کريم د افسانو کتابځولۍ ګلونهزمونږ د کور په وړکي شان کتابون کښې پروت د ماسټر عبدالکريم په وفات مې پلار او تره ډير غمجن وو۔ په دغه ورځ چې  زما پلار  د کواټ نه کوم اخبار راوړې وو هغې کښې د ماسټر د وفات خبر سره يو مرثيه چاپ وه چې يو شعر ماته تر اوسه ياد دے۔

ستوري پريوځي وار په وار ډيوې مړې کيږي زمونږ 

او   پتګان   دي   اوده   کيږي   نورو    خاورو  سره 

محترم آفراسياب خټک صاحب نهم ،لس اسلاميه هاٸي سکول نمبر ٢ نه کړې دے او بي اې يې د ګورنمنټ کالج بنو نه کړې ده ۔ محترم خټک صاحب واٸي چې (د ١٩٦٤۔١٩٧٠ ) په حقيقت زما د ادبي او سياسي ژوند آغاز د بنو نه وشو ۔ د بنو په ټانچي بازار کښې د پښتون دانشور ښاغلي قاضي عطا محمد ممتاز مطب وو ۔ د عطا صاحب مطب په حقيقت کښې د ادبي ،سياسي مجلسونو مرکز وو۔ قاضي صاحب به ددغې مطب  نه يو پنځلس ورځنې مجلهکوهسار “  په نوم هم خپروله دغه مجله  به خټک صاحب لوسته  او ليکونه به يې ورکښې  هم چاپيدل۔ محترم آفرسياب خټک د قاضي صاحب په لړ کښې واٸيقاضي صاحب باچاخانے وو او زما پلار محمد ايوب خان او زما مشر ورور فاروق خټک به هم د قاضي صاحب سره ناسته کوله ۔ خټک صاحب په خپل ژوند ليک کښې د بنو د کالج علمي ادبي فضا ستاٸيله ده  د کالج د پرنسپل هدايت اللّه خان صاحب۔ پروفيسرانو رحمت اللّه درد صاحب ،نور شاهجان انور صاحب، شمشير علي خان او خان محمد ذکر يې په احترام او ستاٸينې سره کړې دے ۔ د بنو کالج کليزه مجلې کښې  د محترم آفراسياب خټک په دغه دوران کښې د ستر شاعر احمد قاسمي په شاعرۍ يو مقاله چاپ ده ۔ په اردو کښې د خټک صاحب د خوښې شاعرانو کښې د قاسمي سره سيد مصطفي زيدي ،فيض احمد فيض، احمد فراز دي ۔ په بنو کښې د هند دتقسيم نه روستو د بنو زيات تره هندوان هند ته لاړو او د هند نه اردو ويونکي مسلمانان بنو ته راغلل نو ځکه په بنو کښې به د پښتو اردو ګډې مشاعرې کيدې خټک صاحب به په دغو مشاعرو کښې برخه اخسته هم په دې اساس آثاري ګل آثار،غازي سيال،طاهر کلاچوي ،عقاب خټک ، منتظر بيټنے،ايوب صابر،قلندرمومند ،سعداللّه خان حيران،ايوب صابر او نورو ګڼ شمير شاعرانو ،اديبانو  سره يې ادبي پيژندګلو پيدا شوه ۔ خټک صاحب په دغه مهال په اردو کښې هم شاعري کړې ده د هغه وخت اخبارونو مجلو کښې چاپ ده خو ده سره په ريکارډ نشته ۔

په ١٩٦٨ کښې د ايوب خان د آمريت پرضد چې پښتون سټوډنټ فيډريشن جوړ شو محترم خټک صاحب د محصلينو په دغه اتحاديه کښې شامل شو چې روستو د صدارت تر چوکۍ ورسيد۔ محترم آفراسياب خټک صاحب واٸي چې د اجمل خټک صاحب د غيرت د چغې اشعار ، د اکرم اللّه ګران او سعداللّه جان صاحب په شعرونو به مو جلسې راګرمولې۔ د برق صاحب کتاببريښناخو راته ټول ياد وو۔ مخکښې واٸي چې دغه دوران کښې په باچاخان زما يو نظم په ورځ پاڼه شهباز کښې چاپ وو چې قلندرمومند صاحب ورسره ادارتي نوټ ليکلې وو په کوم چې زمونږ د لهجې د ټکو معنې ليکلې شوې  وے۔ متاسفانه دغه نظم اوس ماسره نشته۔

په ١٩٧١ کښې محترم آفراسياب خټک پيښور پوهنتون ته راغې او د انګريزۍ په ادبياتو کښې يې داخله واخسته ۔ د محترم خټک صاحب د هغه وخت سټوډنټان ملګري د هغه د ذهانت او قابليت ذکر کوي دغه رنګ ما په خپله د غني خان او قلندرمومند صاحب له خولې په مختلفو محفلونو کښې  د محترم آفراسياب خټک صاحب د ذهانت او قابليت ذکر اوريدلې دے۔ محترم آفراسياب خټک صاحب  په دې وياړي او واٸي چې ماته د غني خان ،قلندر مومند صاحب،دوست محمد کامل صاحب  مينه حاصله وه  او ددې محترمو سپيځلو مشرانو د شفقت لاس زما په سر تر آخره ؤ  دا  د علم دانش فکر و نظر ډير لوے شخصيتونه وو۔ ددوي په څنګ کښې ناسته مونږ دپاره اعزاز دے۔ هم په دې ورځو کښې د شهباز اخبار په دفتر کښې يو مشاعره شوې وه چې ورکښې د اردو ژبې لوے شاعر فيض احمد فيض هم شريک وو ۔ محترم قلندر مومند صاحب به د پښتو شاعرانو د کلامونه روانه ترجمه کوله۔ په دې مشاعره کښې  د اجمل خټک صاحب سره ،قلندر مومندصاحب  ،مهدي شاه باچا صاحب ، ولي محمد توپان صاحب، لطيف وهمي صاحب، سليم راز صاحب ، عاصي اشنغرے صاحب ، سيد رسول رسا صاحب، فضل حق شيدا صاحب او ځنې نور ۔ محترم آفراسياب خټک صاحب واٸي فيض احمد فيض پسې ډينز هوټل ته د اجمل خټک صاحب په وينا ورغلم او هغه مې د ورځ پاڼه  شهباز دفتر ته راويست په دې موقعه ياد شاعر احمد فراز هم د فيض صاحب سره وو خو هغه د خپلو ذاتي  مصروفياتو په وجه د دفتر د دروازې نه اجازت واخست او لاړو ۔ محترم خټک صاحب د خپل شعري مجموعېنوے تيغپه خپل ژوند ليک کښې ليکيچې محترم فيض احمد فيض د محترم اجمل خټک سره رابطه قاٸم کړې وه او ددې خواهش اظهار يې کړې وو ۔ چې زه د پښتو شاعرانو سره وينم او تبادله خيال ورسره وکړم۔ د محترم فيض احمد فيض د ليکونو يو کتاب په يو ليک کښې فيض ليکيد ترقي پسند تحريک غړي د پښتو ادب نه بې خبره وو په دې وجه تحريک د رضا همداني او فارغ بخاري ته په دې لړ کښې کار حواله کړو هغوي ډير کار وکړو خو مونږ يې مطمٸن نه کړې شو نو د انجمن ترقي پسند تحريک غړو دا کار  محترم اجمل خټک ته حواله کړو د هغه يوې مقالې مونږ ټول د پښتو ادب نه باخبره کړوياده دې وي چې محترم اجمل خټک صاحب ددغې مقالې عنوان دےپشتو ادب کښې پچيس سال۔

زما په خيال د ١٩٧١ نه تر ١٩٨٠ په ادبي او سياسي حواله د محترم آفراسياب خټک صاحب  زرين دور وو چې د ادب او سياست د سترو شخصيتونو سره نزديکيت ناستې ،پاستې په سترو ادبي سياسي دريځونو ويناوې ،ناظمتونه وکړل په سترو مشاعرو کښې يې برخه واخسته۔ په مطبوعاتو کښې يې نظم نثر چاپ شو له دې سره د پختون سټون فيډريشن د مشر په حيث هم وځليد په سټوډنټانو او تعليم يافته طبقې  شاعرانو ،اديبانو کښې يې د پوهنې ،ذهانت چرچې شروع کلي په کلي کوڅه په کوڅه خورې شوے۔ ډير زر د خپل رسا پارسا فکر ، ذهانت قابليت او عملي مبارزې په وجه د لاچۍ تحصيل د حدرخيل خداٸي خدمتګار محمد ايوب خان ځوے د آفراسياب خټک په نوم په ټول ملک کښې وځليد وپړقيد ۔

دا  د وخت  مغل که  ويره کړي په  ځاې  ده

نوے روح يم د خوشحال په زوړ کفن کښې 

زمونږ د کلاسک شاعرانو کښې چا وٸيلي دي :

محبت کښې غم شته خوندونه هم شته

په  دې  لار  کښې  خار  شته ګلونه شته 

د خپل فکر د ليلا سره  د جنون ترحده مينه ۔ د مينې په دې  خنډ و خار لاره  ښاغلي مينه وال ته دغه غنې ګلونه ښکاريدل ۔ د درد د کفيت دغه لذت هغه ته ژوند ور وبخښو او رنګ هم ۔ محترم آفراسياب خټک د خپل فکر د ليلا ليونے مٸين دے ۔ لکه د منصور حلاج فنا کښې قبا ومونده ۔ لکه د هغې يې يو چغه پورته کړه۔ 

د مينې مرحلو کښې ځان باٸلل د ځان ګټل دي 

په دغه سخته لاره ورکيدل د ځان موندل  دي 

د شمعې په نصيب کښې لوغړيدل او سوځيدل وو

سيلۍ    کښې   بليدل  او  د  تيارو   رڼا  کول   وو

د سترګو خواته  تګ کښې پاس په دار باندې ختل وو

په   مرګ   کښې   قرار   نه  وو  په ټاليو ځنګيدل دي

سپرلے  واقعه  په  اصل  کښې  لاله د زړه چاؤدل دي

حالاتو   جبر   دا   وو   چې   خندا  کښې  ژړيدل دي

د خپل ژوند په شپيته کلن فکري ،ادبي او سياسي مبارزې په رد عمل کښې د بد نام زمانهورسکعقوبت خانې نه تر هري پور جيل او ددغه نه  حيدر آباد جيل او د ملاکنډ جيل نه تر مچ جيل ورسيد دا هر څه تکاليف او مشکلات يې د خپل فکر د ليلا د سر صدقه وګڼل ۔ محترم خټک صاحب خپل کتابنوے تيغکښې په جيلونو کښې د سختو تکليفونو په ځاې د پښتو د مشاعرو ذکر ډير په خوند کوي له دې اندازه لږي چې هغه د خپل فکر د ليلا څومره وفادار مٸين وو ۔ واٸي د ملاکنډ په جيل کښې مونږ يولس تنه وو۔ چې ورکښې محترم رحمت شاه ساٸل ،پروفيسر ډاکټر صاحب شاه صابر ،تجمل حسين قاٸل هم شامل وو مونږ ټولو د نؤو ليکلو هڅه کوله خو زياتر به په دې هڅه کښې وو چې د محترم رحمت شاه ساٸل صاحب نه څه واورو ۔ د پيښور د جيل يو په زړه پورې قيصه کوي چې ډيره معني خيزه ده۔واٸي چې دغلته زاړه خداٸي خدمتګار او نوي نيشنليان وو ۔ زَړو نشنليانو به نؤو ته ويل چې تاسو د قيد نه يريږﺉ په دې لړ کښې شاد محمد ميږي صاحب يو غزل وليکو چې يو مصرعه يې داسې وه۔

دا زړګے مې نن خوږيږي نو دا ولے “   او مقطع يې داسې وه 

شپاړس کاله شاد محمد په جيل کښې تيرل کړل

دا     يوه      مياشت   نه   تيريږي   چې     ولے

د شاد محمد ميږي صاحب په دې شعرونو کښې په نؤو نشنليانو طنز ؤ ۔ نو ښاغلي فضل اکبر سيلاب يو قطعه ووٸيله :

په جيل کښې خوښ يم په کښې ماته خورمه

زما     کار    څه   دے    چې   بهر    ته   ځمه

د  پيښور   پښتون   په جيل کښې خوښ  يم

ځه    نر   بلوچ     نه   يم   چې  غر  ته   ځمه

په دغه دوران جيل کښې  د بره ذکر شؤو شخصيتونو سره مثل خان راهي، فرمان الدين بخشالي او نور د محترم خټک سره په جيل کښې وو ۔ د اګست ١٩٨٠ نه تر جنوري ١٩٨٩ پورې وخت يې په افغانستان کښې تير کړو دغلته پهجرګهمجله کښې به يې د خپل ځوي خوشحال خان خټک  چې دغه وخت له وړوکې وو په نوم ليکونه چاپيدل ۔ په ١٩٨٤ کښې د کيوبا ورپسې د ايران سفرونه يې وکړل او کله چې ملک ته راستون شو نو ددلته نه تقريباً د نړۍ هر ملک ته سفر کړې دے علمي او نظامي ادارو ته يې په علم و ادب ،کلتور او نورو امورو ليکچرې او مقالې لوستې دي ۔ محترم خټک صاحب د پختون سټوډنټ فيډريشن ،نيشنل عوامي پارټي، عوامي نيشنل پارټي ، قومي جمهوري پارټي وغيره کښې په مختلفو حيثيتونو کار کړې دے ۔ له دې سره د انساني حقوقو پاکستان سنيٸر مشر او څو کاله صدر پاتې دے ۔ کله چې په٢٠٠٦۔٢٠٠٧  کښې په سوات کښې د فتنو سوداګرو فساد جوړ کړو نو او  سوات  طالبانو د خداې په مخلوق د مشرق سويٸزر لنډ سوات  سور تنور کړو نو هغوي په ټوپک اېښودو او خبرو اترو ته  په ميز کينولو دپاره د آمن جرګې مشري هم کړې وه هم ددغې جرګې د خبرو اترو په سبب نظامي قواؤ ته په سوات کښې د ګوتې اېښودو ځاې په لاس ورغې ۔ د باچا مرکز نه د پښتنو يو علمي، تعليمي ،ادبي او کلتوري مرکز جوړولو کښې هم د محترم آفراسياب خټک لوے لاس دے ۔ دغه رنګ د پاکستان په پارليمان کښې د صوباٸي خودمختيارﺉ د اتلس آٸيني ترميم او صوبې د نوم د بدلون د کميټۍ مهم غړے وو۔  خټک صاحب ته د  افغانستان حکومت هم په درنه ګوري ولے چې خټک صاحب د ټولو پښتنو  محبوب مشر او دانشور دے هم په دې حيث نړيواله پيژندګلو لري ۔ 

داد وخت مغل که ويره کړي په ځاې ده

نوے روح يم د خوشحال په زوړ کفن کښې

چې   انسان  ساتي  حلقه  د  غلامۍ  کښې 

هغه   کرښې  به  کړم  ورانې په وطن کښې

نوے تيغمحترم آفراسياب خټک د هغه شاعرۍ ټولګه ده چې د وخت د ګرد نه بچ پاتې شوے ده ۔ دا کتاب چې مجلد دے زړه راښکونکې ټاٸيل لري په ١٦٧ مخونو اړه دے کاغذ يې مناسب دے۔ د محترم آفراسياب خټک صاحبنوے تيغشعري ټولګه  ” د روښان ډيموکراټيک انسټيټيوټ اسلام آباد له خوا چاپ شوے ده د موندو درکونه يې باچاخان مرکز پيښور ۔ يونيورسټي بک ايجنسي پيښور او دانش خپرندويه ټولنه کابل دي۔ د محترم آفراسياب خټک دې شعري ټولګې ته د پاکستان د ادبياتو اکادمۍ د کال ٢٠١٨ د ښه او معياري کتاب د خوشحال خان خټک ايوارډ اعلان کړو۔ دنوے تيغتړون د محترم اجمل خټک صاحب په دې شعرونو شوے دے:

ملګرو    تش   په    لوګيدو   ونه  شوه 

ځي چې لمبه شو دا خپل ځان وسوځو

د  ” نوے تيغ “    د     خصمانے    دپاره 

دا     زوړ    خوړلے   ګلستان    وسوځو

محترم آفراسياب خټک صاحب واٸيد ١٩٧٠ په لسيزه کښې زه ځوان ؤم او ما خپله شاعري د نوي تيغ اظهار وه۔ ځکه مې ورته دا نوم خوښ کړې وو۔ روستو نه زياته شاعري اخواديخوا شوه او زما يې د چاپ خيال نه وو خو اوس چې مې د خوږو ملګرو په اصرار د کتاب چاپولو فيصله وکړه نو مې يو ځل بيا ورته دنوي تيغنوم خوښ کړو ۔ځکه چې اوس زه خپله شاعري خپل ځوان کهول ته ډالۍ کوم غواړم د چا په غاړه چې زمونږ د ټولنې او وطن د آٸينده د ټاکلو ذمه واري پرته ده۔ زما د کتاب ړومبې نظم دنوے تيغڅو شعرونه دي۔

په ليدو باندې مې ځنې سترګې بريښي

نوے تيغ   يم   ټوکيدلے  په  چمن کښې

زمانې    ته   حيرانيږمه    زه   څه   يم 

نوې  څړيکه  د  تاريخ په زوړ بدن کښې 

د نوي تيغيعني د پښتنو نوي کول د رسا پارسا فکر دانشور ښاغلي خان زمان کاکړ ته ددې کتاب د چاپ په بابله مرستې ملاتړ ته محترم آفراسياب خټک صاحب مننه وٸيله ده او مونږ ورته هم مننه وايو چې محترم خټک صاحب يې د خپلې شاعرۍ چاپ ته وهڅؤ۔ د خټک صاحب په نوي تيغ کښې د پښتنو د نوي تيغ دپاره ډير څه دي ۔ بيا چې ولولي يې او رنګ او ژوند ترې واخلي هم داسې لکه محترم آفراسياب خټک صاحب د محترم د اجمل خټک د غيرت د چغې د نوي تيغ د اظهار مانا او چل زده کړې وو۔ ښاغلے خان زما کاکړ په کتاب خپله مختصر جامع سريزه کښې ليکي۔په هر صورت په دې شعري ټولګه کښې د نوي تيغ د ټوکيدو فکر او په مجموعه کښې د نوي تيغ د ټوکيدنې په عمل کښې پوره شپيته کاله خپله ونډه اچولې ده ۔ زه په پوره باور او بې له کوم باکه وٸيلے  شم چې له اجمل خټک صاحب څخه روستو آفراسياب خټک هغه څوک دے ۔ چې قدرت او خپل محنت يې ګڼې خوبۍ او ګڼې حوالې په برخه کړي دي ۔ سياسي مشر او مبارز ، درې نسلونو سياسي استاذ ،دانشور ،شاعر او وکيل۔

کله مري ښاٸست او د ښاٸست مٸينان کله مري 

يو   آفراسياب  د  ډيرو  زړونو  ډيوې بلې کړېساٸل

: اقبال حسين افکار

- افکار
بېرته شاته