(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدله لار

[20.Jun.2020 - 14:54]

#بديله لار؛

حکومت دي #پور نه اخلي، دا لار دي استفاده کړي!

د هيواد اکثريت وګړي د حکومت له هغي پريکړي سره چي د پيسو له نړيوال صندوق څخه ۲۲۸ ميليونه ډالر پور اخلي، مخالف دي. دوی ددې لپاره يو ملي کمپاين هم پيل کړی، تر څو چارواکي له دې کاره را وګرځوي.

حکومت ويلي چي د پيسو له نړيوال صندوق څخه د کرونا د مبارزې لپاره پور اخلي. خو دا چي د يادو پيسو ارقام بیخي زيات دی او ترڅنګ يې په حکومت کي پراخ مالي فساد شتون لري، نو خلګ ټينګار کوي چي دا پور بايد له نړيوال صندوق وانه خيستل سي. دوی وايي چي ياد پور سبا بيرته د ملت له جېبه غوښتونکی دی، خو په وينا يې يادي پيسې د کرونا سره د مبارزې لپاره نه، بلکي د مفسدو چارواکو جېبونه ته لويږي. خلګ وايي چي حکومت دي د مالي فساد مخه ونيسي، کرونا خپله ماتيږي.

خو زه وايم دا چي اوس اوس پيسو ته اړتيا ده، نو د فساد د مخنيوي تر څنګ بايد په موقت ډول لاندي کار هم ترسره سي، تر څو هم له پوره ژغورل سوي يو او هم له کرونا:

 

#لومړی: د سرتيرو او ښوونځيو د ښوونکو له معاشونو پرته دي نور د ټولو نظامي او ملکي برخو د مامورينو معاشونه د څو مياشتو لپاره نيمايي سي.

تقريبا يوازي يو ميلیون ملکي مامورين لرو، که د هر يوه له معاش څخه صرف ۱۰۰۰ افغانۍ هم راکمي سي، نو بې حسابه پيسې بچت کيدلی سي. همداشان د ولسمشر، وزيرانو، ريسانو عقلدانا سلاکاران، چي شمير يې تر ۳۰۰ هم اوړي او هر يو تر لک افغانۍ زيات معاش لري، بايد راکم کړل سي

 

دوهم: د پارلمان د غړو معاشونه بايد ضرور نيمايي کړل سي. ځکه تر ټولو لوړ معاش د هغوی دی. ويل کيږي د هر وکيل معاش تر ۳ لکه افغانيو رسيږي او د ټولو وکيلانو شمير ۲۵۰ تنه دی، که چيري ددې ښاغلو معاشونه فقط د څو مياشتو لپاره نيمايي سي، نو په بودېجه کي بلها پيسې پاتيږي. همداسي د مشرانو جرګې غړي.

 

دريم: پر پخوانيو جنګسالارانو چي په جهادي رهبرانو هم يادیږي، بايد مياشتني لګښتونه راکم کړل سي. همدا اوس په مياشتني ډول هره يوه ته په ميليونونه افغانۍ د خوار غريب له بودېجې همداسي ورکول کيږي. چي ددې پيسو زياته برخه د نوموړو بچيان په بهرنيو سفرونو او ميلو لګوي. د مياشتي لس ميليونه افغانۍ يوازي حکمتيار ته ور حواله دي، چي ويل کيږي دی يې تر ټولو پټ خولی دی.

 

څلرم: د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر څنګ بايد پر هغو پخوانيو طالب غړو هم مياشتني لګښتونه نيمايي سي. چي کابل کي ناست دي.

د کرزي د کور او دفتر مصرف د مياشتي ۵ لکه ډالر ته رسيږي، پخوانيو طالب غټ سرو ته هم په ميليونونه افغانۍ ور کول کيږي، دا بايد کم او بيخي کمي سي.

 

زما په فکر که چيري دغه تګلاره فقط د څو مياشتو لپاره عملي سي، انشاالله نړيوالو پورونو او فقرونو ته به بيخي اړ نه سو. د څو مياشتو په جريان کي به مو نه يوازي دا چي پر کرونا حاکيمت حاصل کړی وي، بلکي خزانه به مو هم له پيسو ډکه وي. له #ولسمشر څخه مو هيله ده چي ياد پور وانخلي او د راتلونکي نسل اوږې په ور درنې نه کړي.

 

وطن دي ګټونکی وي!

احمدشاه ساحل(غير ډيورنډ)

- احمدشاه ساحل
بېرته شاته