(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ژبې شاعر

[20.Jun.2020 - 14:41]

امان الله نصرت د پښتو ژبې   منلی او خوږژبی شاعر

 

ليک : فضل قادر انډيوال

 

د ښوونې ، روزنې ، شعر او ادب  او په کلتوري څانگو کې د ښاغلي امان الله نصرت نوم د لمر په څېر څرگند بريښي ، له تنکۍ ځوانۍ  د شاعرۍ پر ډگر ځليدلى  دى او  دستر پاڅون ( لوى مقاومتاو په ښکاره او څرگنده ټکو په جهادي ادب کې د ښاغلي امان الله نصرت نوم له هېچا څخه پټ نه دى۰

 د جهاد پر مهال  ېې د پښتو ژبې چوپړ  لپاره خپلې  هراړخيز ې هڅې او هلې ځلې جاري ساتلی وې او د جهادي ادب سنګر او ډگر  ېې تود او ګرم ساتلی وو ۰

 د خپلو ادبي چارو دغه لړۍ يې تر اوسه د تېر په څېر روانه او جاري ساتلې ده  او په ادبي  او فرهنگي ډگر کې له  جوت نوم څخه برخمن دى۰ 

 په هېواد کې دننه او د هجرت په ديار کې د گڼو فرهنګي ټولنو فعال او هڅاند  غړى پاتې شوى چې کلتوري هڅو له لارې يې پښتوژبې ته ډير څه ورکړي دي او په دې اړه ېې کار او زيار په ډېرو ستايلو او ځلونه ارزي او په حقيقت کې دا پخپله  دپښتو  ادب د پېښليک (تاريخ ) يو ځانگړى څپرکې (باب ، فصل) دى ۰ 

 که د ستر پاڅون  د مهال د جهادي ادب پاڼې راواړل شي نو د ښاغلي امان الله نصرت نوم  پکې غوره  او غوښن ځاى لري ، پرگران هېواد د سره يرغل خلاف يې تانده ناره ډيره اوچته وه  او تر  ننه همداسې پورته  او اوچته پاتې  ده ۰

 افغانستان  کورنيو ستونزو اوارې  او ټولنيزو ناخوالو او خپلمنځي جګړو  او ملي مسايلو په اړوند ېې هم د ولس خوا نيولې او په پوره جرات ېې  خپل  غږ د غزل ، نظم او څلوريزو په ژانر کې  په ځغرده ويستلاى دى او د بيلابيلو کتابونو په بڼه يې خپلې ټولنې ته وړاندى کړى دى۰

 د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښاغلي نصرت هلې ځلې او کوښښونه تلپاتې او نه هيريدونکې دي او د وطن د ګلاليو ماشومانو او ځوان کول په روزنه او پالنه کې ېې ستړياوې او کار او زيار نه هېرېدونکی، تلپاتې او د قدر وړ دی  او کله چې د پوهنې د خدمتګارانو تاريخ ليکل کېږي نو د نصرت صيب نوم په کې ضرور تر سترګو کېږي او د لمر په څېر به ځلېږي۰ 

نصرت صيب د ښوونې او روزنې( پوهنيزپه ډگر کې گڼ  شمير افغان ځوانان  او افغانې  پيغلې  د ښې زده کړې په گاڼه پسوللي او نن د هېواد په  بيلابيلو ډگرونو کې په کار بوخت دي  او يو شمير ېې لوړې زده کړې کوي  چې امتياز او ځانگړنه ( کريډټ) يې ښاغلي امان الله نصرت ته ورځي  او دا  په ښوونيز ډگر کې د امان الله نصرت  پر هېواد ، ولس او ځوان پښت د مينې  يوه روښانه او ځلانده بيلگه ده  ۰ 

کله چې نوموړي د افغان کلتوري ټولنې د فيسبوک د رسمي پاڼې پازوال شوى نو له دې لارې يې يوبل ادبي ژانر دود کړى  دپښتو ادب  د چوپړ کووونکيو، د لرو برو پښتنو  اديبانو او ليکوالانو ادبي او هنري شخصيتونه  ېې خلکو ته ورپېژندلی  او د هغوی خدمتونه او زحمتونه ېې ستايلي او ځلولې دي  او  د وحدت ورځپاڼې له لارېې پښتنې ټولنې ته ورپېژندلي دي۰ 

 دا يو داسې نوى څپرکې دى چې پخوا ډير کم وو او ښاغلي امان الله نصرت ورته يوه ډول پراختيا او ښکلا  ورکړه او د ادبي څېرو دهنر آر ( ثمر ) يې خلکو ته  وړاندې او لاپسې وځلاوه۰

ښاغلی نصرت د شعر او ادب د اسمان ځلانده ستوری دی او پښتو ژبې ته ېې خدمتونه خورا ارزښتمن او د قدر وړ دي۰

هغه په شعر او نثر کې روان قلم لري او ليکنې ېې د شعر او ادب مينه وال خورا زياتې خوښوي او خپله ادبي تنده پرې ماتوي۰

د ښاغلي نصرت په شاعرۍ کې  مونږ ټولې هغه هنري ښکلاوې او رنګونه ليدلای شو چې د يوه ښه او کره شعر اړين توکې دي او هر شاعر ته ښاېې هغه په پام کې ونيسي۰

نصرت صيب چې په خپله ټولنه کې هر ډول ناخوالې او ټولنيزې بې عدالتۍ او نابرابرۍ ويني هغه په ګوته کوي، نيوکې پرې کوي او پر خلاف ېې ښه په نره خپل غږ پورته کوي او د مخنيوي لارې ېې ښايي۰

د ښاغلي نصرت په شاعرۍ کې د ژوند او فن د ښايستونو او ښکلاګانو  د  کاروان سندريزه نغمه  او هنري ښکالو تر غوږو کېږي او ډېر په زړه پورې او ځلانده رنګونه او رڼاګانې پکې پام ځان ته را اړوي ۰

نور نو له ډېرو خبرو تېرېږم او تاسو درنو دوستانو سره د محترم نصرت صيب يو ځو ښکلې او په زړه پورې غزلې شريکوم هيله ده وېې لولئ او خوند ترې واخلئ۰

۲/۸/۲۰۱۹

کبابيان، پېښور

 

اوښکې

ژاړمه  دردونو   ته دې پرېښودم

څومره کړاوونو ته دې پرېښودم

 

ستا د هجر غم کې ليونی شومه

تورو ماښامونو ته دې پرېښودم

 

څنګه به مې جوړ د زړه زخمونه شي

څه  بلا غمونو ته دې پرېښودم

 

وخته زه ګرم نه يم چې سلګۍ کوم

وخته حسرتونو ته دې پرېښودم

 

نه راځي بيا تللی ژوندون نه راځي

خاورو ارمانونو ته دې پرېښودم

 

ای سپېره خزانه دا دې څه وکړل

سوو چمنونو ته دې پرېښودم

 

ما نه دې د ژوند رنګونه واخيستل

شاړو بازارونو ته دې پرېښودم

 

نشته د بنګړو شرنګا ترې نه راځي

تشو ګودرونو ته دې پرېښودم

 

څنګه زه نصرت نو اوښکې پاکې کړم

وينو وينو زړونو ته دې پرېښودم

 

۶/۸/۲۰۱۸

پيښور

 

د ګلونو لار

تورو شپو کې د سپېدو لمنې نيسو

د سپوږمۍ د پلوشو لمنې نيسو

 

دا د هجر ماښامونه به تر څو وي

مونږ د حسن د جلوو لمنې نيسو

 

د لمر لپو کې د وړانګو د رنګونو

د رنګينو سلسلو لمنې نيسو

 

مونږ د ګلو لاره پرېښې چرته درومو

ليوني يو د اغزو لمنې نيسو

 

د ژوندون بېړۍ مو نه رسي ساحل ته

سمندر کې د چپو لمنې نيسو

 

که مو راشي خوشالي غمجن هيواد ته

د سپرليو د وږمو لمنې نيسو

 

که راټول په يو ټغر شي لويه خدايه

مونږ د لويو او وړو لمنې نيسو

 

خپل هدف ته به هيڅکله نه رسيږو

که تل داسې د پردو لمنې نيسو

 

نه پوهيږو چېرته ځو چېرته روان يو

مونږ د ورکو منزلو لمنې نيسو

 

چې هر خوا وکړي رنګونه غزونې

د ښايست د فلسفو  لمنې نيسو

 

په ويرجن او سا نيولي چاپېرچل کې

د خندا د قافلو لمنې نيسو

 

هر قدم کې به کرو د سهار ستوري

د ښکلا د تجلو لمنې نيسو

 

پسرلی شو سندريزه هره خوا شوه

د غاټول نرګس شبو لمنې نيسو

 

پېښوره غېږه پرانيزه کابل ته

ستا د ښکلو تاترو لمنې نيسو

 

د خوشال او د رحمان د پاکې خاورې

د خيبر د سردرو لمنې نيسو

 

له امونه تر اټک تر اباسينه

د شمشاد د پښتنو لمنې نيسو

 

د نارنج ګلان به وټومبو شملو کې

د سپين غر د ګلدرو لمنې نيسو

 

لټوو نصرته څرک د رڼاګانو

ستا د ښکلو غزلو لمنې نيسو

 

۱۵/ ۵/ ۱۳۹۵

پېښور

 

سوي رنګونه

 

زمونږ وطن کې د سپرلو رنګونو اور اخېستی

د ګل د ښکلو اننګو رنګونو اور اخېستی

 

تورو لوګيو د باروتو غوړولې لمن

د ماذيګر خوږو خوږو رنګونو اور اخېستی

 

اوس مو له غرونو نه نارې د ياقربان نه راځي

اوس مو  د ښکلو سردرو رنګونو اور اخېستی

 

خوني دېوانو مو د کلي ښاپېرۍ وژلي

نکريزې نشته په لاسو رنګونو اور اخېستی

 

شفق په وينو باندې سور ستوري سلګو نيولي

لمبه لمبه شول د سپېدو رنګونو اور اخېستی

 

هر يو سالو به وينو سور دی لوپټې سوی دي

د هرې پيغلې د بنګړو رنګونو اور اخېستی

 

په ګل غونډۍ کې په سلګو دي ارغوان ګلونه

دلته اختر او د مېلو رنګونو رنګونو اور اخېستی

 

لا خو هيڅ پته د سپېدو نشته تيارې خورې دي

دلته د ښار او د کوڅو رنګونو اور اخېستی

 

اوس ېې ليکلی پاڼه پاڼه کې د غم کيسه ده

زمونږ د زړه  د کتابو رنګونو اور اخيستی

 

زمونږ دېرې زمونږ حجرې زمونږ تپې شاړې دي

د دنګو دنګو چنارو رنګونو رنګونو اور اخېستی

 

چا د واده په شپه کې کونډه  کړه نيم زالې ناوې

د چا له لاسه ېې شهيدو اسرو اور اخېستی

 

اوس ېې پر قبر سرې جنډې د قربانۍ رپېږي

د ښکلو ژڼو د شملو رنګونو اور اخېستی

 

دلته زخمي زخمي ماښام کې ښکلا پاتې نه ده

د ګودرونو او چينو رنګونو اور اخېستی

 

څوک مو سحر څوک ماذيګر د غم په کاڼو ولي

د زېړي لمر د پلوشو رنګونو اور اخېستی

 

نصرته نور مو په زخمونو مالګې مه دوړوه

ستا د قلم د حماسو  رنګونو اور اخېستی

 

د دردونو افسانې

 

د سوي زړه د پرهرونو کېسې چاته وکړم

د رژېدلو ارمانونو کېسې چاته وکړم

 

زما وطن خو تاج محل وو هر وطن نه ښکلی

اوس ېې د ړنګو دېوالونو کېسې چاته وکړم

 

په هر قدم چې د ولس مال او عزت لوټېږي

ددې ويرجنو وحشتونو کېسې چاته وکړم

 

د تورو شپو دېوانو مړې کړې د رڼا ښاپېرۍ

زه د غمجنو ماښامونو کېسې چاته وکړم

 

سرې لوپټې په اور ستي شوې د ګلرنګو پېغلو

د وينو وينو ګودرونو کېسې چاته وکړم

 

امام شهيد منبر ستي محراب په وينو سور دی

د سوځېدلو جوماتونو کيسې چاته وکړم

 

د تور ټوپک تورې شپېلئ سپينې کوترې مړې کړې

سلګئ سلګئ دي د وختونو کېسې چاته وکړم

 

زمونږ د کلي سوړ اختر په اوښکو ولمبېده

د غملړلو سهارونو کېسې چاته وکړم

 

چې رقيبانو یې د ژوند تاندې اسرې تالا کړې

ددې شلېدلو ګرېوانونو کېسې چاته وکړم

 

زخمي زخمي هره نغمه، هره ټپه ټپي ده

د وينو وينو غزلونو کېسې چانه وکړم

 

غمه پوهېږم چې زما زړه ته دې لارې کړي

د تړمو اوښکو سيلابونو کېسې چاته وکړم

 

پر هره پاڼه چې يې ليک دي افسانې د ستم

زه مې د سوو چنارونو کېسې چاته وکړم

 

نصرته ته چې د خپل قام په دردو غم ژړېږې

ستا د سلګئ سلګئ خيالونو کېسې چاته وکړم

- امان الله نصرت
بېرته شاته