(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپل اتلان

[15.Jun.2020 - 15:04]

د "خپل اتلان وپېژنئ" نه يؤ اقتباس

ليک: اياز ايسپزے

د پښتون اولس تاريخ کهٔ يؤ اړخ ته د ننګ او حماسې د بېسارې مثالونو نه ډک دی نو بلخوا د اجتماعي بې حسۍ او بې اتفاقۍ مثالونه هم زمونږ د تاريخ لويه برخه ده، پهٔ هندوستان څو پېړۍ پرله پسې پښتنو پهٔ پوره برم او پښتني غرور واکمني کړې وه خو همدغه واکمني د فرغانې نه راغلي مغولي بابر د همدې پښتنو پهٔ مټ تس نس کړه او پهٔ 21م اپريل 1526م ميلادي کال شير خان نيازي د پاني پت پهٔ جګړه کې ابراهيم لودهي د بابر لپاره ووژلو او د پښتنو د اوږدې واکمنۍ خاتمه يې لهٔ خپله لاسه وکړه، د دې نه زياته بې ننګي نوره څهٔ کېدای شي؟ 

هغه وخت د هند د پښتنو د خود غرضۍ، بې اتفاقۍ او بې حسۍ يؤ لند مثال دلته ليکم، کله چې د فريد خان(شير شاه سوري) پلار حسن خان سوري پهٔ حق ورسېدلو نو د مشر زوي پهٔ حيث د پلار د جاګير مشر فريد خان شو. مېرني وروڼه سليمان خان او احمد خان ترې خفه وو، هغوی غوښتل چې د پلار د ټول جاګير يواځيني وارثان هغوی شي خو فريد خان(شير شاه سوري) ورله مخه ورنکړه. سليمان خان او احمد خان مخامخ فريد خان ته هېڅ ونهٔ وېل خو پهٔ پټه د پلار د يؤ پخواني مخالف سطان محمد خان سوري ځای ته لاړل چې د بيهار پهٔ سيمه کې د ډېر لوی جاګير څښتن او د سوري پښتنو لوی مشر ؤ. سليمان خان او احمد خان د هغهٔ نه غوښتنه وکړه چې مونږ د پلار جاګير نيول غواړو، زمونږ سره مرسته وکړه. هغه هم د همدغه ورځې پهٔ انتظار ؤ،پهٔ زړهٔ کې ډېر خوشحاله شو چې د خدای بخښلي حسن خان نه د تربګنۍ د غچ اغستلو ښه موقع د دې نه بله کومه کېدای شي؟ هغهٔ پهٔ فريد خان ډېر وس وکړو چې زهٔ به درله داسې ويش وکړم چې بيا به مو کله هم خفګان را نهٔ شي، هغهٔ د حسن خان د زامنو دغه خفګان ته لمن ووهله او غوښتل يې دواړه ډلې کمزورې کړي خو فريد خان ډېر زيرک او پوه ؤ، هغهٔ ورته ووېل چې بې لهٔ شکه چې پهٔ جاګير کې يې خپله جايز برخه شته، بلکې زهٔ به ورله د پلار د ورکړی شوې برخې نه هم زياته برخه ورکړم خو د مشر زوي پهٔ حيث د پاچا لخوا د جاګير مشر زهٔ يم او زهٔ يؤ لهٔ هم د جاګير پهٔ انتظامي امورو کې د مداخلې حق او اختيار نشم ورکولی، ځکه دا هند دی، روه/افغانستان نهٔ دی چې د ورورۍ پهٔ ونډ يې سره وويشو، دلته د سکندر لودهي د جوړ شوي قانون ترمخه کهٔ کوم امير مړ شي، ټول بچي يې پهٔ جاګير کې برابر حقدار وي خو مشري به يوازې مشر زوی او يا هغه زوی کوي چې پاچا ته د نورو نه زيات هوښيار او لايق ښکاره شو، پهٔ دې کې ورسره بل ورور د شريکېدلو هېڅ حق نهٔ لري. سردار محمد خان سليمان خان ته ووېل چې لږې ورځې صبر وکړه ځکه د فريد خان سره د پاچا ليکلی فرمان دی، کېدای شي څهٔ ورځې پس د سلطان ابراهيم لودهي او مغولو جګړه ونښلي، کهٔ مغول بريالي شول زهٔ به درته د فريد خان نه پهٔ زور ټول جاګير راوشوکوم او کهٔ ابراهيم لودهي بريالی شو نو بيا به تهٔ ځان د هغهٔ دربار ته ورسوې او زهٔ به هم هغهٔ ته ستا لپاره د سفارش ليک واستوم.

دا د بې حسۍ او قامي شعور د مړيني هغه اخيري حد دی چې يؤ څوک د خپل قام د تباهۍ منظر ښهٔ خپلې مخې ته ويني خو د خپلو شخصي ګټو او بغض و عناد لهٔ کبله پرې سترګې داسې پټې کړي چې ګويا پهٔ خپل قامي وجود د لګېدونکي اور لمبې هم نهٔ ويني.

- ایاز یوسپزی
بېرته شاته