(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرونا څنګه راغله

[05.Jun.2020 - 15:29]

د  کرونا ویروس یا COVID-19  څنګه منځ ته راغئ ؟

 

په اصل کی ټول  الو تونکی یا مارغان ، ټول حیوانات او ټول انسانان  خپل خپل ویروسو نه لری ، چه په مجموع کی یو بل ته خطر نه پیښوی ، په طور د مثال دحیواناتو او الوتونکو یا مرغانو ویروسونه د انسانانو لپاره خطرناکه نه دی او همدا شان انسانی ویروسونه  د الوتونکو لپاره هم خطر ناکه نه  وی ولی که چیری جینیتیکی تغیرات یا میوتیشن    

 Mutation  ویروس کی منځ ته راشی نو بیا په هغه صورت کی انتقال او د انسان د مرض سبب ګرځی , د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول د حیواناتو  DNA   د ځانګړو یا خاصو جینونو  Certain Genes 

څخه جوړ شوی دئ،  په طور د مثال الو تونکی خپل جیننونه لری، حیوانات خپل جینونه لری یعنی حیوانی جن او انسانان خپل جینونه لری یعنی انسانی جن.

دلته یو څه پیښیږی چه په نتیجه کی کاملایو نوی ویروس منځ ته راځی چه دا نوی ویروس  بیا د هغو  نورو ویروسونو خواص له ځانه سره را انتقالوی،  یعنی په ژوندی طبیعت کی دا جینونه  Genes  یو له بل سره مخلوط کیږی او په نتیجه کی نوی ویروس منځ ته راځی او مونږ تر اوسه په بشپړ ډول  نه پو هیږو چه دا څرنګه ویروس دئ،  چه  همدا نوئ  ویروس  د کرونا ویروس په نام یادیږیپه لمړیو وختونو کی  ویل کیده چه د دی نوی ویروس میزبان ښا پیره کی یا  bats  دی ولی اوس زیاتره ساینس پوهان په دی 

نظر دی چه د دی نوی کرونا ویروس میزبان یو نوع حیوان دئ چه په افریقا کی پیدا کیږی ، دا یو فلس لرونکی  ( Scaly Animal )  حیوان دئ چه د چین په بازارونو کی په ډیر  لوړ  قیمت پلورل کیږی.

دغه ویروس ته ولی د کرونا ویروس وایی؟  دا ځکه چه دا ویروس په خپله خارجی سطح یا غشأ باندی تاج شکله او میخ شکله برجستګی لری - Crown  یا Spike Protein.

خپله د کرونا کلمه یوه لاتینی کلمه ده چه د تاج  معنی (ماناورکوی.  The word “corona” is a latin word 

 meaning Crown

نن  ورځ دا جوته شوی  ده چه دا نوئ ویروس د پورتنۍ تنفسی  دستګاه د مرض یا  Upper Respiratory Tract Diseases  سبب ګرځی او خپله ویروس سږو  یا  Lungs  ته هم ځان رسولای شی. باید په دی پوه شۍ چه دا یو تنفسی ویروس دئ او انتقال د مرض د هوائی-قطراتو (څاڅکویا Airborne Droplet  له طریقه صورت نیسی.

په 2002 کال کی یو بل د کرونا ویروس چه د سږو د غیر معمول التحاب یا Atypical Pneumonia  سبب شو منځ ته راغئ چه دا یو نوئ شکل د ویروس ؤ ، بیا  وروسته  په  2012 کال کی یو بل ویروس چه  د منځنی ختیځ  دتنفسی  سیستم  سیند وم یا  Middle East Respiratory  Syndrome  په نوم یادیږی چه د  Beta Coronavirus په واسطه منځ ته راځی او د شدیدو کلینیکی اعراضو  سبب ګرځی. بالاخره په 2019 کال کی دغه نوئ د کرونا ویروس یا COVID-19  چه د چین د ووهان په ښار کی منځ ته راغئ چه په ډیره چټکۍ د نړۍ ټولو هیوادونو ته  د ښپریدو  په حال کی دئ

ګرانو عزیزانو او  زما د طبی پاڼی مینه والو مخکی له دی چه د کرونا ویروس په حقله یو څه نور معلومات درکړم ، لمړئ به په  لنډ ډول په دی وغږیږو  چه ویروس څه ته وائی، ویروس څنګه کولای شی حجراتو ته داخل شی  او د مرض سبب وګرځی او داسی نور

د ویروس کلمه یوه لاتینی کلمه ده چه د دزهرو  یا  poison  په معنی ده

ویروس یوه میکرسکوپیکه  کوچنۍ زره ده چه د ارثی  یا جینینیک ماتیریال  یا موادو - Genetic  Material   یعنی DNA  یا  RNA ( یو نوع هستوی تیزاب دې)   څښه جوړ  شوئ  دئ . ویروس خپله  نیمه  ژوندئ  او نیمه مړ موجود دئ یا په بل عبارت دا یو نیمه کیمیاوی او نیمه بیولوژیکی موجود دئ چه د یوی  پروتینی  غشاء په واسطه پوښل شوي دئ،  ویروس د حجراتو پرازیت دئ. ویروس خپله یو غیری فعال موجود دئ  نو کله چه ژوندیو حجراتو ته  ورداخل شی نو ببا په یو بیولوژیکی اکتیف یا فعال شکل بدلیږی!!

هر ویروس خپل پوش یا غشاء لری چه سطح یا surface  یی چنګک شکله برجستګی لری چه د همدی په زریعه په حجره باندی خپل ځان نښلوی نو کله چه ویروس  په حجره ونښلی بیا نو ویروس خپل  DNA  یا  RNA یعنی خپل Genetic Information  حجری ته ورانتقالوی ، نو دلته سوال پیداکیږی چه دا څنګه امکان لری چه دغه نیمه مړ او نیمه ژوندئ  ویروس  خپل ځان کلک  د انسان  د حجراتو  په غشاء باندی نښلوی ؟  د دی  پوښتی په ځواب کی  باید ووایم  چه د انسانانو د حجراتو په غشاء کی یو نوعه ځانګړی اخذی  یا      Receptors  موجودی  دی چه د    Angiotensin Converting Enzyme  یا  ACE  په نوم یادیږی او د هم دی اخذو‌ یا  ACE   په واسطه ویروس  د حجری د پاسه ځان نښلوی ، نو بیا  کله چه د ویروس  DNA  یا  RNA   حجری ته داخل شید کرونا  نوئ  ویروس د RNA  لرونکئ ویروس دئنو بیا د حجری د میتو کوندریا Mitocondria او 

ریبوسوم Ribosomes په زریعه ویروس تولید باالمثل کوی  یعنی د ویروس نوی کاپی ګانی منځ ته راځی چه دی حالت ته Replication یا تکثیر وایی ، یعنی ویروس تکثیر  کوی نو کله چه د نویو ویروسونو تعداد په حجره کی بی حده زیات شی نو بیا په دی صورت کی خپله حجره له منځه ځی یعنی د نویو ویروسونو له امله چه په حجره کی منځ ته راځی په اصطلاح حجره منفجر کیږی او ټول نوی  ویروسونه  د حجری نه خارجیږی, کله چه نوی ویروسونه د حجری څښه خارج شی له سره په نورو حجراتو یرغل کوی او بیا دوباره  او له سره په نورو حجراتو باندی ځان نښلوی او له سره تولید باالمثل کوی ، د دی ویروسونو د  تکثیر  چټکتیا او سرعت دومره زیات  دئ چه په ظرف  د څو دقیقو کی په میلونونو  نوی  وېروسونه  تولید کیږی او د مرض سبب کرځی.

 

د کرونا نوی ویروسونه په څلورو مرحلو کی منځ ته راځی

اول  ATTACHMENT  یا   د ویروس چسپیدل په حجره.

دوهم-PENETRATION  یا  د ویروس داخلیدل د انسان حجری ته.

دریم- REPLICATION  یا د ویروس تکثیر.

څلورم -EXIT TO THE OUTSIDE  یا  د نویو ویروسونو بیرون ته وتل.

 

نور معلومات ، تداوی او د علاج د حل لاری او واکسن او نور به انشالله دیر نژدی وخت کی ستاسی په حضور کی وړاندی کړم

د پرو ردګار عالم په مرسته  او عزیزانو ستاسی د تشویق په کومک به زه هر ډول په زړه پوری طبی معلومات ، د مر ضونو  عاجل او دقییق تشخیص او UP TO  DATE  تداوې به ستاسی حضور ته  وړاندی ګیږی،   

لطفازما طبی پاڼه در سره لایک LIKE او شیر کړۍ چه نور هییوادوال ترینه هم استفاده وکړی

د طب محترم محصلین او  پر ما ګران  او محتر م ډاکتر صاحبان او همکاران  او  محترم هیواد وال  کولائ شی  د یوی رهنما په شکل له دی نه ګټه واخلی

 

 تر بیا

ډاکټر یعقوب رضآ مو مند

- ډاکتر رضا
بېرته شاته