(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ورځ

[05.Jun.2020 - 15:20]

پښتو ورځ  

د پښتو ژبې په سلګونو زرو مینه والو دانټرنټ له لارې له ګوګل څخه غوښتنه کړې وه، چې  پښتو ژبه چې له ۷۰ میلونو زیات ویونکي لري، د ګوګل ژباړن کښې ځای  ورکړي، چې له نیکه مرغه  او د کوګل دمشرانو نه په مننه  ۲۰۱۶ ع کال د فبرورۍ د میاشتې په ۱۷ مه نېټه  د ۱۲    نورو ژبو تر څنګ پښتو ژبه هم  دګوګل ژباړن برخه شوه.

کوګل پښتو ژباړن کښې په زرګونو  پوهانو،  لیکوالانو، څیړونکو او په ځانګړي ډول د هیواد بهر او دننه د پښتنو ځوان کول (نسلپکې په خپله خوښه  په وړیا توګه، بې له مادي ګټې   د زړه له تله کار وکړ او کوي یې، چې د ډېرو نیمګړتیاوو او ستونزو سره سره دا د پښتو ژبې د ودې، پرمختګ او بډاینې  په برخه کې یو  بې ساری او ستر ګام دی، خو دشته ستونزو ، خنډونو او نیمګړتیاوو د له مینځه  وړلو  او سمولو لپاره  اوپه ګوګل کې د پښتو ژباړن د تلپاتې  ساتلو او پالنې لپاره اوس هم لاډیر کار ته  اړتیا ده،  مونږ باید  په دې بسنه   ونه کړو، چې پښتو ګوګل ژباړن ته وردننه شوه.

   د۲۰۱۶ ع کال د فرورۍ د ۱۷ مې نېټې راپدې خوا هم په ګوګل  پښتو ژباړن کې د دپښتو ژبې د پرمختیا  او ودې لپاره   ګڼ شمیر کسانو وړیا کار کړیدی او لګېا دي، چې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره  لکه څنګه چې لازم دي بسنه نه کوي

 موږ  د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوو،چې ګوګل  پښتو ژباړن ته لومړیتوب ورکړي او   په اړینه او  ګړندۍ توګه   دې علومو اکاډمۍ   ته  دا دنده وسپاري ، چې ژرتر ژره   د ژبپوهانو، څیړونکو،  مسلکي کسانواو لیکوالانو یوه تلپاتې  ډلګۍ  او کاري ډله د ګوګل پښتو ژباړې له پاره   وګوماري، چې د اطلاعاتو او کولتور، د مخابراتو او ټیکنالوژۍ ، د قومونو او قبایلو، د پوهنې او دلوړو زده کړو وزارتونو او د نورو   اړوندو ادارو سره په ګډه  یو مرکز جوړ کړي  او هره ورځ   په منظمه توګه پښتو ژباړن  مخ پر وړاندې بوزي   اودګوګل پښتو غږیز ژباړن پیل شوی کار ته هم  وده ورکړي.

 دپښتوژبې په معیاري کولو  او د پښتو ویونکو بیلابیلو لهجو په همغږي کولو  کې   دپښتو اکاډمۍ ـ  پېښور ، پښتو اکاډمۍ کوټې سره  هم په ګډه  لاس په کار شي او  له هیواده بهر ژبپوهانو  او څیړونکو  فعاله ونډه  پکې جوته کړي،  تر څو په ګوګل کې پښتو ژباړې ته ژوند وروبخښي  او   دا لاسته راوړنه په ګوګل کې تلپاتې ځای ولري

پښتو ژبه د ټول پښتون ملت ګډه هستي ده ، نو په ولسي کچه  د پښتو ژبي ټول مینه وال او په تیره بیا هغه ځوانانو چې تر اوسه یې پښتو ژباړن کې کار کړی دی، خپل کار ته لکه د پخوا په شان دې دوام ورکړي او خپله ونډه دې پکې  لا نوره هم جوته کړي 

د پښتني کولتور  او پښتو ژبې  د غوړېدا، بډاینې، ودې او غښتلتیا په هیله

نصیر ستوری

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

#PashtoWraz #پښتوورځ #PashtuWraz #PashtoDay

#Arg

- غوښتنه
بېرته شاته