(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پنج پیر او باچاخان

[05.Jun.2020 - 15:09]

د شلمی پیړﺉ د پښتون خوا وطن دوه تاریخ ساز شخصیتونه !!!!

فخر افغان باچا خان بابا  **  مولانا محمد طاهر پنج پیر    

لیک سلېم خان

دا د کال ٢١ جون ١٩٨٢ خبره ده ستر بابا صوابﺉ کښ شیوی کلي ته راغلی وو زه هم د نومیاله خداﺉ خدمتګار د زیدی خان کاکا عبدالعزیز خان سره شیوی ته تلی وم باچاخان بابا د فیض محمد لالا دی په حجره کښ ناست وو او خلقو ته د اتفاق اتحاد او قامی بیدارﺉ خبری کولی چه مازیګر شو نو خان کاکا ته اوویل چه عبدالعزیز خانه زه به تا سره شپی له زیدی ته ځم په دغه وخت کښ زه د خان کاکا سره په کټ کښ ناست وم ما چه د ستر بابا زیدی ته د تللو خبره واؤریده نو خان کاکا ته می رو غوندی ډیر په سوال اویل چه خان کاکا په زیده کښ خو باچا خان بابا بلها شپی کړی دی که دا شپه زمونږ کلی پنج پیر کښ تاسو ستر بابا سره اوکړﺉ نو زما یو لوﺉ ارمان به پورا شي   چه باچا خان بابا راپاسیدلو نو خان کاکا ستر بابا زما موټر کښ کینولو او د بابا موټر مونږ پسی راوان شو ما ډرایونګ کولو باچا خان بابا فرنټ سیټ او خان کاکا او امیر نواس کاکا د شاه منصور وروستو ناست وو په لاره ستر بابا په په سیټ خاموش ناست وو چه مونږ کله د صوابﺉ د بازار نه راتیر شو او زمونږ کلی ته نزدی شو نو خان کاکا ستر بابا ته اوویل چه باچا خان نن شپه به سلیم خان سره پنج پیر کښ کوو نو ستر بابا ورته اوویل چه عبدالعزیز خان دا خو به ډیره ښه وی زه به د پنج پیر مولانا صیب ملاقات هم اوکړم چه زما د ډیر وخت اراده ده ځکه دا یو ریښتونی او قابل او بهادر عالم دین دی چه د سرکار پرست او رواجی ملیانو خلاف ډیر لوﺉ جد و جهد کړی او پښتون قام د  مولیانو د ولکی نه خلاص کړی دی او د الله پاک د وحدانیت نهخلق خبر کړی دی ډیر لوی کار کړی دی سبا سحر به د هغه ملاقات له د هغه مدرسی ته ضرور ورزو خانکاکا ورته اوویل چه باچا خان پنج پیر مولانا صیب خو د سلیم خان سخر دی  نو بابا ورته اوویل چه دا خو لا ښه خبره ده  با چا خان بابا چه زمونږ حجری راورسیدو او د کلی خلق چه د ستر بابا د راتللو نه خبر شو نو د کلی خلق زمونږ د حجری په لور راروان شو ستر بابا خلقو ته تقریر او کړو او بیا خان کاکا او امیر نواس کاکا د شاه منصور د ډوډﺉ خوړلو او مونځ نه پس اوده شول او ده اوده کیدلو نه پس بیا په ما تاکید اوکړو چه سحر به د مولانا صیب مدرسی ته ځو سحر چه ستر بابا پاسیدلو د مونځ نه پس ما ته اوویل چه کور ته لاړ شه او ما له دوه بیالی پخی اوبه راوړه ماچه د کور نه بابا له اوبه راوړی او حجری ته راغلم نو شیخ القران مولانا محمد طاهر المعروف پنج پیر مولانا صیب د ستر بابا سره ناست وو او پخپله باچا خان بابا له زمونږ حجری ته راغلی وو ستر بابا ورته داسی ګویانه شو چه مولانا صیب زه خو پخپله نن ستا مدرسی ته راتلم او دا زما د ډیر وخت اراده وه خو الله ته به منظوره نه وه زه او ټول پښتون قام ستا د دینی خدماتو معترف یو پښتون قام رواجی سرکار پرسته ملیانو د الله د دین نه ناخبره ساتلی وو په تیارو کښ پراته وو د الله پاک په ځاﺉخلق قبرونو او زیارتونو ته کینولی وو تاسو په ډیره بهادرﺉ د دغه خلقو مقابله کړی ده او نن په ټوله پښتون خوا کښ خلق د دغه غیر اسلامی رواجونو د ولکی نه ازاد دی په دی جد و جهد کښ تاسو سره انګریز او بیا پاکستان سرکار هم ډیر زیاتی کړی دی خو ته دحق په لار ثابت قدم وی خو دا ښه او نه شوه چه ته ما له راغلی زه به نن تا له خپله درتلم ځکه چه هم ته په پښتنو کښ د علماء دیوبند ریښتونی واحد نماینده مولانا صیب باچا خان بابا ته اوویل چه باچا خان تاسو زمونږ کلی ته راغلی د پښتون قام مشر ﺉزه به تا له خپل کلی کښ څنګه نه رازم او چه په کومه حجره کښ تاسو ناست يﺉ دا زما خپله حجره ده زه ستر بابا سره ډیر ګرزیدلی یم خو دومره تعریف په مخ د چا هم نه دی کړی او نه دومره خبری چا سره کړی دی لکه مولانا صیب سره ﺉکړی وی واقعی چه دا دواړه مشران د تیری پیړﺉ د پښتون قام اتلان Heros وو که باچا خان بابا پښتون قام ته د قامی ازادﺉ درس ورکړی دی او قام د ازادﺉ په معنی او مقصد پوهه کړی دی نو شیخ االقران هم پښتون قام د دین اسلام  په معنی او مفهوم پوهه کړی دی او د دین د سوداګرو رواجی ملیانو د ولکی نه پښتانه ازاد کړی دی یاده دی وی چه د پنج پیر شیخ القران په کال ١٩٣٨ کښ په خپل کلی کښ  د قران پاک درس شورو کړی وو چه په پښتنو کښ په اول زل عام خلقو ته د قران پاک درس په اسانه پښتو ژبه کښ  په ترجمه ښودل شورو کړو چه تر نن پوری جاری دی او اوس د هغه ځوﺉ شیخ اقران  مولانا محمد طیب د مولانا صیب په چوکﺉ ناست دی او هر کال په رمضان کښ په زرګونو طلبا او  عام خلق د قران پاک درس ته رازی باچا خان بابا او د پنجپیر مولانا صیب د پښتون قام محسنان دی او تل به د پښتون قام په زړونو کښ ژوندی وی جنتونه نصیب شه امین

- سلېم خان
بېرته شاته