(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وورالبشر نوید

[04.Jun.2020 - 14:01]

د پیښور یادونه:

لیک: اسد دانش ساپی

په لاره ځم ټوله شرنګېږم،

ستا د تهمت زنځير په غاړه ګرځومه!

 

نن مې په زړه داسې یو څوک را وورېده چې له نوم سره یې د سړي ذهن ته شجاعت، مېړانه او مبارزه درېږي.

هغه چې د پښتانه په ننګ کې د تهمت زنځيرونه پسې شرنګېږي...

 

پښتانه متل کوي چې هر سړی پوزه توره کړي، وايي آهنګر يم!

په پېښور کې زموږ د مهاجرت بدې شپې- ورځې وې، غالباً دا به ۱۳۶۳ یا ۱۳۶۴ کلونو ول چې پښتو لومړنۍ ورځپاڼهوحدت- پیل شوه، که څه هم موږ د اخبار له کولتور او فرهنګ سره دومره بلد هم نه وو، خو بیا هم ورته خوښ شولو چې یو ساعت- نیم به موږ هم اخبار ګورو، دوه روپۍ خرچه دومره غټه خبره نه ده...

 

جالبه دا ده ښه مې یاد شي چې د اخبار د نشرېدو پر درېيمه ورځ د اخبار دفتر ته ولاړم، مشر پیر صیب سید سفید شاه همدرد یوازې له خپلې اوږدې او منظمې ږیرې سره ناست و، ما خپل یو بېکاره شعر او یوه وړه شان لیکنه ورکړه، خدای خبر څه مې لیکلي ول، خو د اخبار په څلورمه- پېنځمه ګڼه کې چاپ شول. مقاله په یوه ګڼه او شعر په بله ګڼه کې د اسدالله غم په نامه خپاره شول، که له هغې خوشحالۍ مې خبر شوئ...

د غم تخلص کيسه بيا بېله اوږده کيسه ده چې د خاطرو پدې لړۍ کې به يې يوه ورځ يو ځای غم سره وژاړو!!

 

څو ګڼې اخبار مې واخيست چې ورک نشي او یو- نيم مجلس کې به مې اخبار له جېبه غلی شان را ووېست چې ما دا خبره کړې، ان په اخبار کې چاپ شوې، يو- نيم حریف به مې پرې خراب کړ!

هڅه به مې دا کوله چې اخبار قضا نکړم، اخبار کې به رنګارنګ کالمونه او لیکنې نشرېدي، خو دومره خاص خوند به یې نه کاوه.

پدې منځ کې یو څوک د نورالبشر نوید په نامه له مردانه خیبر بازار ته را ودانګل، د «ماته غوږ شه» په نامه یې یو خطرناک کالم پیل کړ.

دا نو هغه وخت دی چې موږ داسې جرئت او دومره بې پروا لیکلو- لوستلو ته ګوته په غاښ پاتې یو.

موږ ته يې ليکل ځکه د حیرانېدو وړ ول چې داسې خبرې د چا پلار هم په هغه وخت کې نشوای کولای، لکه بشر صيب چې د ليکلو زړه کاوه!

 

موږ به که کله کومه حجره یا بېټک کې څو کسان سره کښېناستو، خپلو کې به مو ویل، کیدای شي مقامات په دې سړي ښه او بد افغانان معلوموي، یو دام به یې جوړ کړی وي!!

بل به ویل، دا سړی ماته پوست کې پاک نه ښکاري، بل به څه او بل څه ويل...

 

دوی خو پرېږده چې حسبِ معمول خپلې ببولالې وايي، خو د نورالبشر نوید قلم ورځ تر بلې چلېده او غوڅه خبره يې ليکله، له دې نوي کالم سره د اخبار په پلور او د لوستونکيو په زياتېدو کې څرګند زياتوالی راغی...

 

خوند خو به هلته و چې بشر صیب به په افغانانو ولیکل چې دوی خپل ژمني پایتخت ته راغلي، په دوی دې څوک احسان نه کوي. دا خبرې وې چې زه یې مجبور کړم له صمیم صیب سره ورغلم، دا سوړه صمیم صیب پخوا پیدا کړې څه داسې ویل کیدل چې  د ليکلو لپاره به ډېر کله سوژې هم صميم صيب ورکولې...

استاد به بشر صیب ته ویل، بشر صیب نن په تورخم ليکل وکړه، نن يې په پولیسو ولیکه، نن دا او نن هاغه...

دا نو زما د کتابخانې د جوړېدو دوه- درې کاله تېر شوي، د بشر صیب شعري ټولګه د نجیب د حکومت په دوران کې د (مشالونه) په نوم چاپ شوې او پنځوس- شپېته ټوکه تر ما را رسېدلې. یو ټوک يې صمیم صیب تر بشر صیب ور رسولې وه او نور یې زما ادرس ورکړی و.

 

دې خاوره کې کجوره د عربو کله کېږي!

دا خاوره خپل ګلاب لري، نښتر او چينارونه

 

د بشر نو ځواني ده، لاره کې ډېر ګړندی ګړندی روان وي مزل کوي.

بشر صیب چې راشي موږ ته هم خوند راکړي، په زړه کې وایو که موږ نره خبره نشو کولای، نو دا ځوان خو یې کولای شي.

وختونه تېرېدل بل وخت بشر صیب او سایل صیب په کوچي بازار کې د لیکوال مجلې دفتر خلاص کړ، لیکوال پیل شوه، سایل صیب خو بیا ترې ولاړ او بشر صیب لیکوال تر ننه -چې شاوخوا شپږ ويشت کاله يې کېږي- لا چاپوي.

 

بشر صيب یو وخت راغی ویل يې، اسد جانه غواړم د افغانستان په اړه کالمونه چاپ کړم، ما ویل سمه ده، را دېخوا يې کړه...

ما نه غوښتل د ځینو ستونزو له لامله یې خپله چاپ کړم، د سبا کتابخانې له مسولینو سره مې مخ کړ، لنډه دا چې دواړه سره جوړ شول، کتاب د «ماته غوږ شه» په نامه چاپ شو.

بشر صیب نو د کتاب تر چاپ وروسته په یو ګروپ افغانانو لا ډېر ګران شو چې بشر د کتاب په لومړنيو مخونو کې هغه لیک هم خپور کړ چې ډاکتر نجیب ورته پخپل لاس لیکلی او د کوم چا په واسطه یې ور استولی و.

دا نو هغه وختونه دي چې د مجاهدینو مشران په خپلمنځي جنګونو ښه بوخت دي، افغانانو ته دوی له بلا هم  ډېر بد اېسي، ځکه خلکو فکر کاوه چې دوی به رښتیا د اسلام او وطن غمخوار وي، خو کله چې پریکټیکل یا عملي میدان ته شول ځانونه یې ولس ته په یوه پیسه کړل، خپله قرباني يې اوبه وړې وليده، کله يې چې د دوی اصلي څېره ولیدله په هغه نجیب پسې خپه شول چې په خاد کې به یې خلک په بوټانو مړه کول.

خبره مې د نورالبشر نوید کوله، بل خوا راشکه لاړه. بشر صاحب هغه لیکوال و چې هغه وخت چا د داسې لیکلو جرئت او مېړانه نه درلوده، کومه چې ده درلوده.

هغه وخت چې بشر لیکل کول، خلکو ته بشر لېونی ښکارېده، ويل به يې دا سړی په ځان تنګ شوی!

ای رښتیا زه به خپله یوه کیسه هم درته وکړم، تاسې خبر یاست چې د پښتو کتاب چاپ او خپرول هم دومره اسانه کیسه نه وه، اوس هر سړی یوه لوحه چاپ کړي، خپرندویه ټولنه پرې وکاږي او کتاب خپرول پيل کړي...

ما چې کار پیل کړ، یو کال- دوه وروسته مې د استاد ارواښاد ګل پاچا الفت صاحب «لیکوالي املاء انشاء» اثر -چې پخوا کابل کې چاپ شوی و- د محقق استاد محي الدین هاشمي صیب په لارښوونه او وینا بیا چاپ کړ، دا کتاب یو ادبي- غیر سیاسي کتاب و، خو د ځينو یارانو مزاجِ ګرامي پرې دروند شوی و!!

ور پسې مې دوه- درې نور پښتو کتابونه چاپ کړل، که څه هم د کتابونو له سیاست سره هېڅ تړاو نه و، خو خدای خبر څه کیسه، څه وېره خپره وه!

ماته به دوه ډوله یا دوه ماډله خلک راغلل، یوې ډلې به داسې راته کتل چې زه به یې د سترګو له حاله او د شکل له فیلېنګه داسې وپوهېدم چې له ځان سره وایي، دا څه احمق سړی دی، بلکې سړی نه، هسې یو شی دی!

دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي

نورې خبرې مې په زړه پاتې دي

بل ګروپ خلک بیا داسې ول چې په ډېره بیړه او وېره به یې ستړې مشې راسره کوله، په غوږ کې به یې ډېر غلي راته ویل، وار خطا نکړې! موږ در سره ملګري یو!

ما به فکر کاوه چې د دوی زما په غریبۍ زړه درد کوي، البته ماته به پیسې راکوي چې کتابتون دې ستر او غني کړه!

کیسه درته کوم، وار به نه خطا کوئ، له ما سره چې ګرځئ زړه به لږ لوی (ستر) لرئ!!

نو واورئ!

له ورځو نه یوه ورځ وه، یو سړی راغی دا کتاب وګوره دا وګوره هاغه کتاب وګوره، غرمه شوه ډوډۍ مو وخوړه، یو ځای لمانځه ته ولاړو، سړی داسې اشنا اشنا کېده، ښه ته اصل د لغمان یې؟! هو! لغمانی یم! کور مو بمبار شو، نیا- نیکه یې را شهیدان کړل، پلار مې څرخي پله زندان کې بندي دی! اتلس کاله قید پرې ختلی، ما یو درې- څلور کاله ټوپک کښته- پورته کړ، د مور- پلار یو زوی وم، مور مې ویل، بچی! پېښور ته ولاړ شه! زه به هم درشم، ته له يو چا سره تر هغو اوسېږه!

سړي کیسه واورېده، په کېس يې سر خلاص شو مازیګر خوا ته یې رخصت واخيست ولاړ...

ما بیا د پښتو کتابونو چاپ ته دوام ورکړ، لږ لږ ښه کېدم، وخت په وخت تغیر را روان و، ګورم چې لس- دولسم مياشتې وروسته دا سړی بیا را پیدا شو، څه پوښتنې موښتنې يې وکړې او بيا ولاړ...

 

د خدای کارونه ټول د خیر وي، د نجیب دور ختم شو، یو وخت دا سړی بیا راغی، ویل يې، ځوانه! یو چای خو راوړه! ودې پېژندم؟!

ما ویل، ولا ډېر وخت وشو، موږ هم لېوني یو!

ویل يې، هاغه سړی یم!!

ما ښا!! ستړی مشې! ښه یې؟ څنګه یې؟ ورک یې!

ویل ځوانه! مړي دې زورور ول! کنه ته به وخته خاورې وې!!

هن!! خاورې!! خیر شه!

ویل يې، ته خو موږ ته ډېر خطرناک معرفي شوی وې، خو په عمل کې ته ښه سړی وې...

اووووو!! له دې وروسته وپوهېدم چې کیسه څه وه، بیا به مې تر ډېره له هغه سړي سره لیده- کاته کېدل.

 

نو بشر صیب په داسې حالاتو کې خطرناک ليکل کول، دده کالم داسې عادي کالم نه و، هر څه به يې سره وخوځول را وخوځول، دوه ځله پرې ډزې هم وشوې، سر یې په لاس کې نیولی و...

په بشر صیب باندې چې خبره کېږي دده بل همکار او ملګری منیر هزاروي ورسره جوخت انسان ته ور يادېږي، دا به نو سوچه بې انصافي وي چې د منیر خان ښه دې له بشر صيب سره يو ځای ياد نشي، لیکوال مجله کې به يې ورسره کمپوز او نورې اړوند چارې پر مخ وړلې، کور یې ودان ډېر ښه او د کار سړی دی،

خو هغه ورځ به مې کله هیره شي چې بشر صیب او منیر هزاروي یو ورځ په ډیره بیړه دفتر ته راننوتل راته یې ویل اسده موږ خو سم تباه یو ته دا د صمیم صیب په خبرو څنګه پوهیږې موږ د ډیر کوشش باوجود هم په نیمو خبرو پوهیږو په نیمو یې نه پوهیږو، ما وخندل ما ویل بشر صیب  هوښیار سړی چې دومره ساده خبره وکړي سړي ته سمه غوسه راشي

ما ویل بشر صیب زه نو کله د استاد په ټولو خبرو پوهیږم صمیم صیب چې خبرې کوي زه یې شکل ته ګورم په خبره پوهیږم که نه پوهیږم خو چې استاد  وخاندي زه هم خاندم چې غوسه شي زه هم ځان تروش ونیسم.

بشر صیب او منیر هزاروي  دواړو سم وخندل ویل دا چل را وښایه کنه مړه.

 

یوه شپه په شپږم نمبر شاخ چارسده کې زموږ ګران ملګري همایون صیاد یوه ښکلې کلیوالي مشاعره جوړه کړې وه چې تر سلو ډېر کټونه یې په یوه ازاده فضا کې داسې حلقه قطار کړي ول چې یوه یوه کم رڼا ګروپ به پرې یوه رومانټیکه فضا جوړه کړې وه

مشاعره کې ډېرو شاعرانو ملګریو برخه اخيستې وه، خو بشر صیب همایون صیاد، غلام حیدر حیدر او بابای چاربیته -غلام حیدر جوشي صیب- هم ګډون پکې کړی و. زه او استاد شهسوار سنګروال صیب هم ور نازل شولو...

شهسوار سنګروال  Shahswar Sangarwal صيب نو پېښور ته تازه راغلی، د ځان بلدېدو او لارو- ګودرو کتلو په درشل کې دی.

   زما او دده نو سمه یارانه ده چې دی یوه عامه خبره وکړي، زه له خندا شین ورته پروت یم چې زه هسې یوه خبره وکړم استاد ووایي، کافر عکاس یې، اووولوووو ډېر کافر عکاس یې هههه

چې شپه پخه شوه، دا ټرت پرت شاعران مخ په ختمېدو شول، بشر صیب ورغی شعر یې ووایه، د استاد سنګروال صیب نمبر شو، سنګروال صیب ته خو دا ناست خلک ترنګ د رباب هم نه ښکارېدل، ځکه دی خو د راډیو افغانستان له مدیریته راغلی و، له مایک سره يې ښه پخه اشنایي او یارانه وه، زموږ په شان نه دی چې ناست یو زمری چپه کوو چې مایک ته پورته شو پښې مو ولړزېږي.

لنډه دا چې دا نو داسې وخت دی هر سړی خپل- خپل کټ کې پروت دی، داسې یو یو مرغي‌خوب هم پکې ووهي، خو کور دې د یو نیم ماشي اباد وي چې بېرته یې را پورته کړي چې وروره! مشاعره کې نو څوک خوب نه کوي! بس دلته چې سنګروال صیب شعر پیل کړ ټول داسې را پورته شول، لکه اوه عشاریه پېنځه درجې زلزله چې شوې وي!

ټولو  یو بل ته مښوکې نژدې کړې، وايي، يا لکه دا څوک دی؟! یو وایي، مړه کوم کابلی دی!! امممم د بلا بچي خو دي دا کابلیان!!

زه نو تشریحاتو باندې پیل وکړم، کله یو کټ ته ټوپ کړم، کله بل کټ ته چې دا خو داسې استاد دی، افسانه نګار دی، شعر او تاریخ کې له موره یو دی، ځان مې په معرفي او صفتونو ستړی ستړی کړ، اخر د خوب وخت شو، بشر صیب سره تور قمرنړیوال ګپ لګاوه چې بشره! زه او ته به یو کټ کې څملو هههه! بشر صیب ټوکې وکړې، ویل ستا هسې هم کچه غوښه خوښه وي.

 ویده شولو جوشي صیب سره مو سهار ګپونه ولګول، او سره رخصت شولو.

 

یوه کیسه به لا بله هم وکړم، بیا به خپلې لور ته د بشر صيب په يوه نظم خدای په اماني سره وکړو.

بشر صيب مې ته مې یو وخت د ننګرهار، کونړ او لغمان چکر ورکاوه، یوه ملګري ته مې له پېښوره ټليفون وکړ چې هغه خپل قیمتي موټر دې تورخم ته را واستوه، بشر صیب را سره دی چې تر ننګرهاره مو ورسوي.

لاره کې ډرېور داسې روان دی لکه الوتکه يې چې خوشې کړې وي، ما ډرېور ته وویل، وروره! لږ په احتیاط ځه! دا در سره ناست سړی ډېر قیمتي او مشهور سړی دی، که ټکر وشو نور خو څه کوې د پاکستان نیم اخبارونه به له خوښۍ او نیم به له خپګانه داسې خبرونه وچلوي:

یوه سرخي مې وویله چې:

پشتو زبان کے مشهور صحافی، افسانه‌نگار، کالم‌نگار، ڈرامه‌نگار، انقلابي شاعر  اور لیکوال میگزین کے چیف ایڈيٹر کئی کتابوں کے مصنف -نورالبشر نوید کار اکسیڈنٹ میں زخموں کی تاب نا لاسکے، چل بسا اور اُن کے ساتھ پشتو زبان کی کتابوں کے مشهور بپليشر -اسد دانش- بال بال بچ گئے.

یو دم بشر صیب داسې ورېږدېده، چیغه یې کړه، ظالمه! سم دې خراب کړم!

بشر صیب ګڼ اړخونه لري کوم کوم به وایم، یو وخت به ما ورته ویل، بشر صیب څنګه روان یم؟!!

ویل به یې، ډېر اوچت!!

دا خبره به ما او بشر هر څلور منټه وروسته کوله، بله ورځ راغی ویل پاکستان ټلوېزیون ته مې یوه لویه ډرامه پیل کړې، دا «ډېر اوچتټکی مې پکې کړی دی چې څنګه روان یم؟! ډېر اوچت!! دا مې ستا دپاره پکې یو اهم کرکټر ته ځای پکې ورکړ

بشر صيب چې کومې قربانۍ ورکړې دي، کله کله چې مایوسه شي، بيا داسې وايي:

 

په دې لاسو کې نن ګل دی، سبا کاڼی

ددې خلکو الفتونه ماته ياد دي

 

او دا هم وايي:

نه ته هغه لالی يې او نه زه هغه بشر

وعدې زمونږ د دواړو دروغ کېږي کال په کال

را به شو د بشر صيب نظم ته، بشر صيب پدې نظم کې د ښځې او بيا د پښتنې مېرمنې بده ورځ ژړلې، په ۱۹۸۷ کال کې يې د خپلې لور په کليزه کې هغې ته دا نظم ويلی، خو اوس هم پدې باور دی چې د پښتنې ښځې په ژوند کې ټکی ښه‌والی ندی راغلی، اوس يې هم څوک غم نه ژاړي او هاغه وخت يې هم چا د اوښکه نه وه وچه کړې، هغه وخت يې هم په يو او بل نامه ژړوله- جزوله او اوس يې هم په سل و زر نومونو، زامن، وروڼه او مېړونه ور وژني او دا په ژوندونې لکه مړی داسې ژوند کاندي!!

 

ضمانت

زما د ګل غوندې نازکې بچۍ

د ګل‌چينانو خطر نه پېژنې

زما د تور بخت د رڼا پلوشې

ته د حالاتو کبر نه پېژنې

ستا د وړو پَلونو قربان

لکه بلبل خوږې چړچکې وهې

په کومه خاوره چې خړپوڅې کوې

سبا به دلته کې تړتکې وهې

چې په وړو پاپو را منډې کې ته

خيال مې ناڅاپه ويښوې د خوبه

دواړه لاسونه مې په مخ را کاږې

زما احساس را لټوې د خوبه

تاته زما غېږه محفوظه ښکاري

ته زما سترګو کې پناه لټوې

تا چې څه وېره واخلي ما له راشې

ته زما لاسو کې بقا لټوې

خو زه هم ستا په شان يرېږم لورې!

ځکه چې هر طرف د جنګ يره ده

مونږ د بارودو جزيره کې اوسو

او د بمونو او د زور غره ده

ستا په شان ډېر نيازبين- تنکي ګلونه

جنګ کې پيدا شو او په جنګ کې مړه شو

ستا د همځولو غېږې اور دي- اور دي

د خپلو ځمکو په لمو وراتهٔ شو

چې تاته ګورم ته خړپوڅې کوې

نو زه يرېږم چې په اور ګرځې

ته لا د خپل سبا نه نه يې خبر

خو زه پوهېږم چې په ګور ګرځې

د لوږو تندو خطرې ډېرې شوې

سيندونه وچ شو قحط سالي پيدا شوه

غريبي لنګه شوه ګراني پيدا شوه

هغه واړه هم ستا په شان وو لورې

چې لوږو تندو او جنګونو مړه کړل

د هغوی هم ستا په شانې مور و پلار وو

خو جنګ تباه کړل او بمونو مړه کړل

اوس خو ستا ژوند هم ماته مرګ ښکاري

سوچ کوم چې تا له حفاظت پيدا کړم

زه به هله پوهېږم ستا په مينه

چې ستا د ژوند څه ضمانت پيدا کړم

- د پېښور ېادونه
بېرته شاته