(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رحمان بابا په کېسه خوانۍ..

[04.Jun.2020 - 13:34]

رحمان بابا په قيصه خوانۍ کښې

ليک : پير ګوهر شاعر امن

په سټېج د لاسونو په ټپار کښې ليکوال راپاڅى او د خپلو خيالاتو اظهار څۀ په دې ډول کوى زما دا خيال وۀ "چې زۀ به يوه ډرامه ليکم او د هغې نوم به وى رحمان بابا په قيصه خوانۍ کښې" هغه به سره د خپلو ملنګانو د هزارخانۍ نه را روانيږى په لاره به د موټرو، لارو، رکشو، ټانګو او خرو خچرو نه ځائے په ځائے ځان بچ کوى هم به په لاره توبې وباسى او ځان سره به وائى چې توبه خدايه توبه دا هغه پېښور دے دا هغه د ګلونو ښار دے دا هغه ښائسته ښکلے او د صفا صفا هواګانو خوشبويو ښار دے دا سوچ به کوى ځان سره به لګيا وى او ځان به هم د رکشو او موټرو نه بچ کوى او په قيصه خوانۍ به ورننوځى ږېره او سر به ئې په دوړو کښې ليت پيت وى او د قيصه خوانۍ په بازار کښې به د ګلونو او د نرګس د هارونو هغه دکانونه لټوى چرته چې به يو ساعت ګړۍ هر څوک ودرېدل او په زوره زوره به ئې ساه راښکله چې د خوشبويو هغه مزه واخلى دا سوچ مې ځکه راغے چې څۀ موده وړاندې د کراچۍ ټيلى ويژن سنټر يوه ډرامه پېش کړې وه (غالب بندر روډ پر) نو ما په زړۀ کښې وئيل چې کۀ اردودان ليکوالان غالب چاچا د دهلى د چاندنى چوک نه د کراچۍ په بندر روډ رواستے شى نو زۀ دې ولې رحمان بابا د هزارخوانۍ نه تر قصه خوانۍ پورې رانولم ولې د پښتو ليکونکى د اردو د ژبې نه څۀ کم دى څۀ هم په دغه خيال مې رحمان بابا د هزارخانۍ نه تر قيصه خوانۍ د راوستو بند بنا کړې وه خو رحمان بابا چې دا دوړې او سخا بويونه محسوس کړل نو د قيصه خوانۍ بازار په مينځ کښې پرې څۀ چل وشو. پکار خو دا وه چې واپس هزارخانۍ ته تلے وے خو ما ته چا ووې چې هغه د هزار خانۍ په ځائے پېښور صدر ته مخه کړې ده او کېدې شى پېښور ټى وى سنټر ته تشريف يوسى زۀ په هېبت په منډه منډه تر ټى وى سنټره پورې راغلمه او د ټى وى واکدارنو ته مې منت زارى وکړل چې رحمان بابا را راون دے کېدې شى په لاره ستړے شوے وى خو درنګ ساعت له امکان شته چې راورسى نو تاسو ډېره موده د رحمان بابا په نوم او شعرونو عوام نماځلى دى نو ما له سټوډيو کښې سره د عوامو وخت راکړئ چې زۀ رحمان بابا ته د هر کلى وئيلو جوګه شم ښه وه دا اکثر صاحب ذوق خلق دى زما خبره ئې ومنله او ما له ئې دا وخت راکړو نو حاضرينو او ناظرينو تاسو ته امبارکى درکوم چې درنګ ساعت له رحمان بابا به نفس نفيس سټوډيو ته تشريف راوړى تاسو له پکار دى چې د هغۀ په استقبال کښې ودرېږئ او د لاسونو په ټپار هغه ته هر کلے ووائې تاسو ته زما دا درخواست قبول دے (عوام په زوره زوره لاسونه پړکوى) دغه وخت د سټوډيو ور په زوره زوره ډبيږى خو د تاړيانو په اواز کښې هغه اواز غېب شى څه ساعت ګړۍ پس چې خلق غلى شى نو اواز واوريدلے شى او ليکوال په دمه دمه دروازې پله روان شى ور لرې کړى يو سړے سرترپا په څادر کښې پټ راننوځى

 

ليکوال :. تۀ څوک ئې؟ دلته څنګه راننوتے. ؟ تا ته پته نۀ ده چې دا سټوډيو ده دلته د راننوتو پرمټ دے؟

پټ سړ ے:. ټوخېږى .. ټوخه ټوخه او بيا مخ څرګندوى څادر لرے کوى په غاړه ئې په يو بوسخکۍ کښې ديوان دے او پکښې يو د خاورو کنډول هم پروت دے

 

ليکوال:. بابا تۀ څوک ئې او دلته څنګه راغلے؟

بابا :. ښه تۀ ما نۀ پېژنے؟ ستا دا ټى وى او ريډيو والا مې نۀ پېژنى نو چې تاسو مې نۀ پېژنئ نو نورو ته پېژندګلو به مې څوک کوى.

 

ليکوال: بابا خفه کېږه مه خپل تعارف راسره وکړه ځکه چې بې د تعارف پېژندګلو څنګه وشى.؟

بابا: درې سوه څۀ د پاسه کلونه وشو چې تاسو زما په نوم عوام رضا وساتل، زما په يو يو شعر باندې د هغوى نه دادونه اخلئ په هره خبره کښې زما نوم اخلئ چې رحمان بابا دا وئيلى دى او رحمان بابا دا وئيلى دى او اوس چې زۀ پخپله پخپل ځان د هزار خانۍ نه په غلطۍ کښې راغلے يم نو تاسو ما نۀ پېژنئ

 

ليکوال: اوهو بابا معافى غواړم هر کله هر کله دا خو تاسو ډېره ډېره مهربانى کړې ده چې دلته مو تشريف راوړے دے هلکه !رحمان بابا دے پاڅئ په استقبال کښې ودرېريږئ او رحمان بابا ته د خوشحالۍ اظهار وکړئ . حاضرين پاڅى لاسونه پړکوى...راځئ جى راځئ دېخوا دلته په دې کرسۍ کښې (رحمان بابا په دمه دمه کرسۍ له ورځى په غاړه ئې چې کومه بوسخکۍ ده هغه ښکته پښو کښې ږدى ليکوال ورځى بوسخکۍ ته لاس کوى رحمان بابا ورته وائى نا نا دې له لاس مۀ ور وړه دا ديوان دے (ليکوال بابا د خاورو کنډول هم هغه دے کوم چې تاسو په خپل شعر کښې وئيلے دے

رحمان بابا: او بچو دا هم هغه کنډولے دے چې زۀ به ئې د بادشاهانو د سرو زرو د کنډولو سره برابر نۀ کړم

بادشاهان کۀ اوبۀ څښى په جام د زرو زماخوښ دا خپل د خاورو کنډولے دے

داشعر ستاسو ډېر مشهور دے د دې مطلب څۀ دے.؟

رحمان بابا د کرسۍ نه پاڅى هغه خپل کنډول او ديوان په بوسخکۍ کښې اچوى کونټې راوچتوى او روانېږى سلام علېکم زۀ لاړم

 

ليکوال: بابا دا څۀ کړئ دا دومره خلق خو تا ته ناست دى تۀ جوړې خفه شوے

رحمان بابا: خفه کېږم به نا نو خوشحالېږم به څۀ چې تۀ زما نه درې سوه کاله پس هغه زما د شعر د مطلب پوښتنه کوے تاسو تر اوسه پورې د دومره ښکاره شعر په مطلب نۀ پوهيږئ

 

ليکوال : بابا پوهېږو زما مطلب دا وۀ چې دا حاضرين او ناظرين پرې پوهه شى

رحمان بابا: حاضرين او ناظرين پرې تۀ زما نه ښۀ پوهولے شے ځکه چې ستا د زمانې مطلب او زما د زمانې په مطلب کښې د زمکې او اسمان فرق دے

 

ليکوال: ښه بابا اوس خو کښېنئ کنه لږه مهربانى وکړئ يو فنکار راځى ستاسو کلام د ساز او اواز سره وائى مهربانى به وى خفه کېږئ به نا

رحمان بابا: ډېره ښه ده نن مې غلطى کړې ده چې راغلے يم بيا به دا غلطى نۀ کوم

ليکوال: حاضرينو او ناظرينو زمونږه يو خوش الحانه خوږ ژبې او ستر فنکار به اوس ستاسو په خدمت کښې د رحمان بابا کلام پېش کړى غوږ شئ

راځى فنکار (د تاړيانو په اواز کښې فنکار راځى رحمان بابا سره غاړه وځى او بيا باجې ته کښېنى خلقو ته سلامونه کوى او د رحمان بابا دا اشعار شورو کوى

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شى 

          ازغى مۀ کره په پښو کښې به دې خار شى

 

د تاړيانو په شور کښې چې غزل ختم شى نو رحمان بابا بيا پاڅى خپله لټا کا غاړې ته واچوى او چې راونېږى نو ليکوال بيا ور وړاندې شى ورته وائى بابا ستا خپل کلام خوښ شو

رحمان بابا: ډېر زيات مې خوښ شو خو په تشو خوښېدو څۀ کېږى زۀ له درې سوو کلونو لګيا يم چې

 

  کر  د   ګلو  کړه  چې سيمه دې  ګلزار شى         

 ازغى مۀ کره په پښو کښې به دې خار شى

 

زما خيال وۀ چې زۀ قيصه خانۍ ته ورځم نو هلته به د ګلونو د بازار د خوشبويو مزه په ډېره موده پس واخلم خو هلته د کاغذى ګلونو هارونه اويزاند وو او يا به ترې نه هغه خوشبوئى چرته تښتېدلې وى نور چرته هم څوک ونۀ ليدل چې ګلونه يې کرلى دى هر خوا ته ګندګى خاشڼه دوړې لوګى شور او شغب خدائے راستى زۀ په خپلو راتلو ستومانه شوم واپس تښېدم خو لار رانه خطا شوه او راتلم راتلم نو ټېلى ويژن ټېشن ته خدائے راوستم تاسو سره به د ملاقات نصيب شوے وۀ

ليکوال: بابا لږ دې ناظرينو ته مخ کړئ چې دوى هم ستاسو خبرې واورى

رحمان بابا: ناظرينو او حاضرينو دې ټېلى ويژن والو ته زما له طرفه ووائ چې تاسو ډېره موده زما کلام بې پېسو خلقو ته صدقه جاريه کړے دے دومره مهربانى وکړئ چې ما له څۀ د ټانګې يا بګۍ انتظام وکړئ چې ما په خېر خيريت د دوړو لوګو خاشڼو او شور او شغب نه په خېر خيريت خپلې هزار خانۍ ته اورسوى دا به مو ما سره ډېره مهربانى وى د ټېلى ويژن جنرل منېجر صېب ورته ډېر منت وکړو او ورته دعوت يې ورکړو چې مونږ ستا سره يو پروګرام کول غواړو خو رحمان بابا ورته معذرت وکړو او ورته يې ووئيل چې کۀ زۀ مو د دې لوګو او شور شغب نه په خيريت خپلې هزار خانۍ ته ورسولم نو دا به دې ما سره ډېره مهربانى وى او اخر کښې د ټېلى ويژن هغه ګاډے چې د فنکارانو د وړو راوړو دپاره به په استعمال کښې راتلو رحمان بابا يې پکښې کښېنولو دروازې يې ورله بندې کړې او رحمان بابا يې پکښې قصه خوانۍ ته نه رشتيا غلط شوم هزار خانۍ ته ورسولو

د پاڅونمردان مي ،جون 2012 په مينه او مننه د ښاغلي فيروز آفريدي 

- پیر ګوهر
بېرته شاته