(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دځانځانۍ خامار

[28.May.2020 - 16:04]

 د ځانځانۍ ښامار

 لیک: نجیب منلی

اژدهاى خودي ، ځانځاني ښامار او ego monstre

د پوهاند مجروح اثر اژدهاى خودي په ١٣٥٢ کال کې په کابل کې چاپ شو  او ورپسې په ډېره کمه موده کې بيا په وږمه مجله کې يې ټوټې ټوټې پښتو متن خپور شو. څو کاله وروسته په فرانسه کې همدغه اثر په فرانسوي ژبه چاپ او خپور شو.

د پوهاند مجروح د اثر درې ګونې بڼې سره دومره توپيرونه لري چې په ګرانه به یې د یو متن بېلابېل شکلونه و بللای شو. د ژباړې ستونزې هغه څه دي چې د دغو توپیرونو د توجیه له پاره د سړي ذهن ته راتلای شي خو دلته بیا هم د څېړونکي ستونزې پای ته نه رسېږي: «اژدهای خودي» ښاغلي مجروح لیکلی او د هغه تر نظر لاندې چاپ شوی دی. ليکوال هم د اثر د تولید په پروسه کې په پوره ازادۍ عمل کړی دی او که د هغه مهال د حکومتي سانسور له ټکي ورتېر شو (اثر سانسورګرو کتلی و او که د سانسور له امله یې معنوي ارزښتونه زیانمن شوي وای له پوهاند مجروح څخه دا تمه کېدای شي چې د اثر خپرولو ته به یې غاړه نه وه ايښې!) نو لیکوال په خپله د اثر د ريښتينولۍ ضمانت کوي.

ځانځاني ښامار هم د استاد له خپل قلمه څڅېدلې هنري پنڅونه ده. که پر یوه ژباړونکي د لیکوال د امانت د نه ساتلو شک کېدلای شي، کله چې د اثر پنځوونکی په خپله خپل اثر په بله ژبه لیکي نو هغه څه چې باور پرې حتمي دی، هغه د لیکوال د خپل فکر په تولید کې د «ناروا» لاسوهنې نشت والی دی. که «ځانځاني ښامار» له «اژدهای خودي» سره توپيرونه لري، دا توپيرونه لیکوال غوښتي دي، د هغه د خپل فکر زېږنده ده او د امانت نه ساتلو خبره اصلاً مطرح کېدلای نه شي.

Ego Monstre په ۱۳۵۵ او ۱۳۵۶کال کې استاد مجروح په خپله خپلو فرانسوي دوستانو ته لوستی او ژباړلی دی. همدغه د استاد په خپله ژبه ژباړل شوی متن دوو فرانسوي شاعرانو، آندرې وېلتېر او سېرژ سوترو لیکلی دی. وېلتېر او سوترو په میاشتو میاشتو له پوهاند مجروح څخه د «رهګذر نیمه شب» خبرې اورېدلې دي، ورسره یې پرې بحثونه کړي دي او بیا چې د کتاب فرانسوي متن لیکل کېده دواړه له استاد سره په اړیکه کې وو، خپل کار یې هغه ته ښوولی او هغه منلی دی.

په دې شرایطو کې، که د اثر د درې ګونو متنونو تر منځ کوم توپير تر سترګو کېږي نه یې د ژباړن له ناکامۍ انګېرلای شو او نه یې د ژباړې د فن په رڼا کې ارزولای شو.

زما په اند «اژدهای خودي»، «ځانځاني ښامار» او Ego Monstre يو اثر نه دى. درې اثره دي. درې بېل بېل کتابونه دي چې په يوه موضوع ليکل شوي دي. د يوه موجود درې بېل عکسونه دي چې د درې بېلابېلو زاويو نه اخيستل شوي دي.

د دې ادعا د ثبوت له پآره به درې واړه کتابونه له نېږدې و ځيرو:

د اژدهاى خودي اول چاپ په دري ژبه و. دا د پوهاند مجروح يعنې د افغانستان د يو ستر علمي مرکز (چې په هغه وخت کې په آسيا کې ستر علمي مرکز و) د فیلسوف استاد يو اثر و . په دې اثر کې هغه غوښتل چې د سنايي ، مولانا او قبال او تر يوه حده د عطار د خودۍ پيغام خپلو شاګردانو ته وروپېژني. خودي يو ډېر پېچلى مفهوم دى. په دري ادبياتو کې او په اسلامي تصوف کې خودي تر ډېره حده متضاد مفاهيم لري. منصور چې د خودۍ خبره کوي وايي : «اناالحق» ، سنايي بيا خودي «ځان غوښتنې او خود پرستۍ» ته وايي ؛ مولانا چې خودي یادوي وايي : «آنچه اندر وهم نايد آن شوم» ؛ د اقبال خودي «د جوانان عجم» له پاره د آزادۍ پيغام لري. دغه ټولې خودۍ سره بېلې دي مګر ټولې د خودۍ په يوه کلمه افاده کېږي

 پوهاند مجروح افغان دى ، سنايي پېژني ، مولانا پېژني ، اقبال سره آشنا دى ، خوشحال سره يې لوبې کړې دي ، مګر غرب ته هم تللى ، سارتر يې لوستى ، افلاتون پېژني د افلاتون سمڅې ته ورننوتى دى. نو هغه چې غواړي چې خپلو شاګردانو ته دغه مفهوم ، دغه پېچلى مفهوم په يو وار ورواوروي د دې له پاره ډېر سليس ، روان او فصيح دري نثر کاروي او د خودۍ بېل بېل اړخونه څېړي. په هغه وخت کې په افغانستان کې سور ښامار لا نه و راغلى ، په افغانستان کې اور نه و بل شوى. هغه وخت افغانانو د فکر کولو وخت درلود نو د اژدهاى خودي اول دوه څرخونه د انسانيت په باره کې فکر دى. انسانيت څېړي

وروسته بيا استاد مجروح د اژدهاى خودي يوه بله بڼه د ځانځانۍ ښامار وړاندې کوي. دلته له بلې زاويې ورته کتل شوي دي. لومړی خو د ځانځانۍ ښامار ژبه بدله ده. دا فلسفي ژبه نه ده. دلته فيلسوف نه غږېږي ، دلته شاعر غږېږي. او ويلي يې دي چې : «الشعرا تلاميذ الرحمن!». پوهاند مجروح تر دې حده ځان په تلاميذ الرحمن کې راوستى دى چې د ځانځانۍ ښامار غونډ يو فصل  د سورة الرحمن په وزن باندې ليکل شوى دى. دلته مجروح هماغه مفهوم ، هماغه د خودۍ مفهوم  د قبيلوي جامعې په چوکاټ کې څېړي. خودۍ ته نه ګوري ځانځانۍ ته ګوري ، تفرقې ته ګوري. دلته د يو انسان د شخصيت جوړېدل مطرح نه دي. دلته د يو انسان د جوړ شخصيت  ورانېدل مطرح دي. دلته د انسان د مسوولیت او خصوصاً  په قبيلوي ټولنه کې د انسان د فردي مسوليت مساله مطرح ده. په متمدنه ټولنه کې انسان فردي مسوليت لري. په قبيلوي ټولنه کې انسان دسته جمعي مسوليت لري. جزا فردي ده مګر مسوليت دسته جمعي دى. نو دلته د ځانځانۍ خبره رامنځ ته کېږي. هر څوک خپلې خواته ځي هر څوک په بېله لار ځي. لارې سره بېلېږي. او هماغه د خودۍ احساس چې په دري کې اژدها شوى و او ښار يې خوړ، په پښتو کې ښامار ترې جوړېږي، بيا هم ښار خوري مګر په بل ډول يې خوري.

 د فرانسوي  ego monstre بيا يو بل رنګ لري. هلته مجروح د هغه  چا سره خبرې کوي چې  سارتر او افلاتون يې خپل دي. په متن کې يې لوستي دي. د نژدې نه يې پېژني، مګر سنايي سره آشنايي نه لري ، مولانا نه پېژني ، خوشحال سره آشنا نه دي. د هغوى له پاره په بله ژبه خبرې کول پکار دي. د منطق په ژبه ورته خبرې کول پکار دي ، د استدلال په ژبه ورته خبرې کول پکار دي. دلته شايد يو بل مشکل هم پيدا شي او هغه دا چې که ژبې ته وګورې «اژدهای خودي» په ډېر ساده ، روان ، فصيح او سليس دري نثر ليکل شوى و. پښتو  اثر، «ځانځاني ښامار»، چې د مجروح احساسات پکې د مجروح تر فلسفې غالب دي د کونړ په پښتو ليکل شوى دى. ژبه یې تر ډېره بریده  نامعياري ده. «سره» په ټول کتاب کې «سه» لوستل کېږي ، ځکه چې هلته مجروح خپل ځان ښکاره کوي. هغه څه چې د ده په تل کې دي هغه ښکاره کوي. د بېلګې په توګه د ځانځانۍ ښامار په پيل کې د يوې درې خبرې کېږي چې هغې درې کې ځوانان او پېغلې سره يو ځاى ژوند کوي او د سيند په غاړه سره لوبېږي. په نا آشنا سندرو کې مجروح د کونړ سيند ته وايي

ستا ساحل کې کړې ما ډېرې خاپوړې

کلاګۍ د شګو ما کړې ډېرې جوړې

ستا په غاړه ما وهلي ډېر دانګونه

ما په خوب همېش ليدلي ستا موجونه

ستا بهير ته ما کتلي په وار وارې

ستا ګودر ځاى د ديدار و د دلدارې

 

د کونړ د سیند انځور ته ورته انځور په «ځانځاني ښامار» کې هم  شته:

لویې لارې هر خوا تللې

سیند په غاړه، شنو دښتو، ګورو ځنګلو کې

ځوانو پېغلو به دا ښار سمبالولو

یا به ناستې د زلمو سره غېږ په غېږ وې،

سیند په غاړه په بېشو کې

رازونیاز د محبت و،

ښکلول وو، ځغلول وو

او سپین ږيري مشران به،

په دېرو کې د چنار سیوري ته ناست وو

تدبیرونه، مرکې وې، مشورې وې

ماشومانو به شور زوږ کړو،

خړپېدل به په اوبو کې

 

د دغو دوو انځورونو ورته والی ښیي چې ښاغلی مجروح چې ځانځانۍ ښامار ليکي ،ځان ته د پوهنتون د استاد په سترګه نه ګوري، هماغه ماشوم دى چې په کونړ کې یې د سيند په غاړه کې لوبې کولې.

د فرانسوي متن جوړېدل بیا د یو بل منطق پر بنسټ دي. مجروح په فرانسوي ژبه پوره حاکمیت لري خو خپل کتاب پخپله نه ژباړي. بل چا ته وايي چې ويې ژباړي. دا هم علت لري. زما په اند یې علت دا نه دى چې پوهاند مجروح په فرانسوي ژبې کې خپلې وړتیا ته په شک ګوري. دى غواړي چې هغه څوک چې دى ورته خبرې کوي د ده په خبره پوه شي او د دې  له پاره د اطمينان د حاصلولو تر ټولو ښه وسيله دا ده چې هغه څوک يې چې ليکي هغه پخپله ښکاره کړي چې پوه شوى دى. مجروح د ځانځانۍ ښامار يا اژدهاى خودي په کابل کې وېلتېر او سوترو ته لولي ، پخپله يې ورته ژباړي مګر بيا هغوى ته کامله آزادي ورکوي چې په فرانسوي يې هغوى وليکي.

په دري کې مو د خودۍ اړخونه و څېړل، په پښتو کې مو ځانځانۍ ته وکتل،  په فرانسوي کې د «اژدهای خودي» او «ځانځاني ښامار» پر ځای ايګو مونستر (Ego Monstre) راځي. دلته د ايګو مساله مطرح کېږي. ايګو په لاتيني کې »زه» ته وایي. دلته بیا هم هماغه د انانيت مساله راځي. ايګو په غربي فلسفه کې، په غربي سايکولوژۍ کې، په غربي ارواپوهنه کې ډېر تحول کړى دى. د فروید (Simund Freud) د اروا شننې په بنسټونو کې ایګو مرکزي حیثیت لري. ایګو د انسان د شخصيت د ودې هغه پړاو دی چې بل ته په کې ځای نه شته. د انسان ایګو وایي : «هر څه، هر څوک زما د غوښتنو د پوره کولو له پاره پیدا شوي ديایګو زموږ د خودۍ سره ډېر فرق لري. نو ځکه په ايګو مونستر کې هغه څه نشته چې زموږ په ځانځانۍ ښامار کې دي يا په اژدهاى خودي کې دي.

يو بل ټکى چې په درې واړو آثارو کې بېل دي هغه د لاروي ټکى دى. په دري کې «رهگذر» دى. که د رهگذر کلمې ته ځير شو يوه لاره ګورو او يو انسان ګورو چې له يوه ټکي نه بل ټکي ته ځي. دلته د يوې مرحلې نه بلې مرحلې ته د ګذار مساله مطرح ده. انتقال مطرح دى ، تکامل مطرح دى ، پرمختګ مطرح دى.

په پښتو متن کې چې د لاروي خبره کېږي. لاروى له لارې سره تړلى دى. هغه له لارې سره يو دى. په لاره ځي مګر د لارې نه بېل نه دى. کله چې موږ لاروى ګورو هم لار ګورو هم لاروى ګورو. کله چې په رهګذر فکر کوو نو هم مهال مو د تللو، رسېدلو او تلونکي مفاهیم ذهن ته راڅي خو کله چې د لاروي تصور کوو یو شخص را ته تداعي کېږي چې د تګ په حال کې دی. لاروی له خپل تګه څه غواړي، دا خبره نه شو فیصله کولای. په فرانسوي کې بيا همدغه مفهوم په «voyageur» ترجمه کېږي. voyageur يعنې مسافر. يو څوک چې سفر کوي هغه يوازې د دې دپاره سفر نه کوي چې له يوه ځاى نه بل ځاى ته ولاړ شي. د دې لپاره هم سفر کوي چې يو څه وګوري ، چې يو څه زده کړي. هر څه ته د شک په سترګه ګوري ، هر څه ته د تعجب په سترګه ګوري

رهګذر، لاروی او voyageur کېدای شي چې یوازې یو «حقیقي» شخص وي مګر کړه وړه او موخې یې سره بېلې دي.

دریم ټکی چې دا تابلو تکمیلوي هغه زماني ظرف دی چې د کیسې پېښې په کې ځای شوې دي. پّ «اژدهای خودي» کې د داستان اتل یو «رهګذر» دی مګر هر رهګذر نه، «رهګذر نیمه شب» دی. په «ځانځاني ښامار» کې د داستان اتل «د نیمو شپو لاروی» دی او په لیګو مونستر کې ورته « le voyageur de minuit » وایي.

دلته بیا هم دغه یو زماني ظرف په درې واړو ژبو کې درې بېل بېل مفاهیم تداعي کوي:

کله چې موږ په دري کې د نيمه شب خبرې کوو زياتر زموږ ذهن ته عبادت او رياضت تداعي کېږي د «آه نيمه شب» په فکر کې ډوبېږو چې پایله یې « گريۀ سحر گاه» ده.

 په پښتو کې «نيمه شپه» د شپې منځ دى. مجلس خو پس د نيمو شپو وي يعنې هغه وخت چې شپه پخه شي. هلته د زړه راز ښکاره کېږي ، احساست ښکاره کېږي ، د احساساتو بيان کېږي

 د نيمو شپو اورونه بل شول

 زه خواره ناسته مرور پخلا کومه

 

دا هغه مهال دی چې خلک مرور پخلا کوي. دلته چوپتيا ده، تياره ده ، دشومه ده ، وېره ده. دغه ټول مفاهيم سره په يو ځاى کې راټولېږي او د نيمې شپې لاروى ترې جوړېږي.

 په فرانسوي کې  voyageur de minuit دی. minuit د شپې منځ یانې د شپې دولسو بجو ته وايي. يوه ډېره دقیقه شېبه ده چې تر هغې مخکې يوه ورځ ده او تر هغې وروسته بله ورځ. دا یو د عطف ټکى دى. او تر ټولو مهمه، په فرانسوي کې دا زماني ظرف د تېرېدو په حال کې دی.

دا درې «شخصه» یا په دریو بېلو زماني ظرفونو کې «یو شخص» بيا هم زموږ ديد سره بدلوي. کله چې د نيمې شپې لاروي ته ګورو داسې يو څوک وینو چې په لاره روان دى ، تياره ده ، خپله ورکه لټوي او دغه ورکه چې لټوي پخپل ټول وجود يې لټوي. رهگذر نيمه شب په لاره روان دى ، پوهېږي چې يو ځاى ته ځي. تياره ده شاوخوا ورته نه ښکاري مګر سره له دې هم ها کوم ځاى ته چې ځي هغه ورته معلوم دى او ځان وررسول غواړي. په هر قيمت چې وي.

 په فرانسوي کې voyageur de minuit د شپې نيمايي ته رسېدلى دى. د نن نه سبا ته اوړي او دغه د نن نه سبا ته اوښتل د ده دپاره د يوه نوي ژوند پيل دى.

د دریو سرو کتابونو تر منځ دغه خورا ژور توپيرونه چې یوازې د ژبو له بدلېدا سره نه دي تړلي موږ دې پایلې ته رسوي چې دا درې کتابونه درې بېل مفاهيم افاده کوي او درې بېلو لوستونکو ته ليکل شوي دي.

 د مجروح یو اثر اژدهاى خودي ، د مجروح بل اثر ځانځانۍ ښامار او د مجروح دريم اثر  ego monster ، درې داسې فلسفي آثار دي چې يد انسان د وجود یو واقعيت له  بېلابېلو زاويو څخه ګوري، بېلابېل مفاهيم افاده کوي او په بېلابېل ډولونو باندې لوستل کېږي ځکه خو زما په اند دا اثار یو د بل ژباړه نه شي بلل کېدلای.

- نجیب منلی
بېرته شاته