(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناول لیکنه

[31.Mar.2020 - 10:36]

په پښتو ژبه کې ناول لیکنه کله پیل شوه ؟

---------------------------

لکه چې تاسو آغلو او ښاغلو ته به معلومه وي چې دناول لیکلو اصلي ځای اروپا ( یورپ ) دی او وروسته چې کوم مشهور ناول لیکل شوی دی نو هغه د (ډان کی خوت) په نامه سره یادیږي چې د ډن کیشوت( DonQuixote ) په بڼه هم لیکل کیږي او لیکوال یې هسپانوي میګویل

دی سراو انتیس ( Miguel de Cervantes Saavedra ) و. و ددې ناول لومړنۍ برخه په ۱۶۰۵ زیږدیز/میلادي کال او دویمه برخه یې په کال ۱۶۱۵ زیږدیز/میلادي کال کې په هسپانوي ژبه خپره شوه .

تر دغې مو دې وروسته په فرانسې ، جرمني ، انګلینډ ، ناروي او روسیه کې هم ناولونه ولیکل شول چې ځيني یې دنړیوال شهرت نه برخمن شول .

تردې وروسته په کراره کراره ناول نورو ژبو ته هم لاره پیدا کړه .

په اوسني وخت کې لیکوالانو دژوندانه پر ټولو اړخونو ناولونه لیکلي دي چې ددغو ناولونوځینې ډولونه دادي :۱- اصلاحي ناولونه ۲- عشقي او دمینې ناولونه ۳- پولیسي ناولونه ۴- تاریخي ناولونه ۵- ټولنیز ناولونه ۶- ډرامه یې ناولونه او ځیني نورناولونه .

په پښتو ژبه کې چې کوم ناول لومړي ځل له اردونه پښتو ته ژباړل شوی دی هغه د ډپټی نذیر احمد ( مراة العروس ) دی چې ميا حسيب ګل په ١٨٧٦زیږدیز /میلادي کال کې له اردونه پښتو ژبې ته ژباړلی دی او په ١٩٥٧زیږدیز کال کې چاپ شوی دی .

تر( مراة العروس) وروسته ميا محمد يوسف کاکاخېل د ډپټي نذيراحمد يو بل ناول (توبة النصوح ) له اردو ژبې نه پښتو ته وژباړه او په ١٩٠٥زیږدیز /میلادي کا ل کې چاپ شو.

بیا قاضي عبدالرحمن او پادري لي مهر د(سیر السالکین) په نامه یو ناول په پښتو ژبې وژباړه.

دناولونو دژباړو او ترجمو چې ورتیرشو نو لومړنی لیکوال چې په پښتو کې دناول لیکلو ویاړ ورپه برخه شو هغه ارواښاد استاد سیدراحت زاخیلی دی چې د( ماه رخ )) ناول یې په ۱۹۱۲ زیږدیز/میلادي کال کې ولیکه او دا په پښتو ژبه کې لومړنی ناول ګڼل کیږي .

ورپسې تر ۲۷ کلونوځنډ وروسته په افغانستان کې علامه عبدالحی خبیبلی دفرا نسوي لیکوال وړیکتور هړ کړ بېوزلانپه پښتووژباړه   ',نورمحمد تره کي د(بې تربیې زوی) په نامه یو ناول ولیکه چې په ۱۹۳۹ زیږدیز/میلادي کال کې دکابل په مجلې کې چاپ شو. نورمحمد تره کي تر هغه وروسته نورپښتو ناولونه هم لیکلي دي چې په هغو کې څړه ، دبنګ مسا پري ، سپین ، سنګسار ، موچي او دغوایی لاندی نومونه اخیستلی شو چې ټول یې چاپ شوي دي .

بیا ورپسې په پښتونخوا کې صاحبزاده محمد ادریس د( پیغلې ) په نامه ناول او ډاکټر عبدالله جان اسیر ( ددرس عبرت ) په نامه ناولونه ولیکل.

په افغانستان کې ښاغلي غلام غوث خیبري د ( ابدالي توره )او د( اورلمبې ) ناولونه ولیکل چې دابدالي توره ناول یې په ۱۹۵۶ زیږدیز/میلادي کال کې په کابل کې چا پ شو.

سربیره پردې په پښتونخوا او جنوبي بښتونخوا کې دیو شمیر نورو ناول لیکونکو نومونه هم اخیستلی شو چې په هغو کې داشرف درانی ( زرکې سترګې )، دحمزه بابا ( نوې څپې )، درشید علي دهقان ( دسرو تعویذ) ،دمحمد ابراهیم شبنم ناولونه (خواښې اینګور ) او ( چرسي )، دمیا سیدرسول رساد (مفرور، شمۍ ، مامونۍ ، خودکشي او میخانه) په نامه ناولونه ،دعلامه عبدالحی حبیبي دویکتورهوګو ناول( بیوزلان ) ژباړه ، دصاحبزاده محمد ادريس ناول پيغله ، د شیرزمان طایزي (ګل خان ، امانت ، رحمان کورونه ، غونډۍ او واده ونه شو) ناولونه .همداراراز دحبیب افغاني د( ښاپیرۍ ، مینه او قرض ، ناوې او غشي ) پښتو ناولونه ، دبنو دغازي سیال ناولونه (بنزی ، منګری )، دسوات درحیم شاه ناولونه( راج ګڼه ، بي بي مبارکه او سکندر اعظم)، دسوات دپاینده خان (د دشت لوط مسافراو بهګوان ناولونه )،دښاغلي شیرزاده خدوخیل ناول ( غازیان)، دسلما شاهین ناول (که رڼا شوه )، دسعدالدین شپون (شین ټاغی ). دطاهر اپریدي ( کاڼو کې رګونه )، دارواښاد عقاب خټک ( لوی بوټان) ، دعبدالباري جهاني ( قوماندان) ، داسیر منګل (ترله) ، د عبدالبصیر زخمي ( وړه بي بی)، دپرویز شیخ ( توده بکره ) ، دساغر اپریدي (نوی کهول) ، دبشیر دودیال ( دمینې ډالۍ )، دمیا مکمل شاه (ژوندۍ مینه) ، دمصطفی جهاد ( دتخت غمی) ، دډاکټر عبدالخالق ( داخو مینه نه وه)،دمحمد ظریف خان (مزل او منزل ) ،دمصطفی سالک( پاتې شه باران دی )، دمحمد اعظم د ملازو ( شاهین)، دخیر الحکیم حکیمزي ( دسیند په غاړه تږی)، ددلسوز خټک (ګل خوبانه دې یم )، دشیر احمد شیر ( نوی ژوند ) ، دتاج سعید خټک ( کډه په سر او پیټی پر شا ) ، دمجاور احمد زیار ( مینه دزړه په وینه )، دکبرا مظهري ( سپوږمۍ ) ، دصفیه حلیم ( زبیښاک)،دوږمه سبا عامر ( جنت کوټ ) ، دعلم ګل سحر (مینه او جګړه) ، درحیم الله بشارت پولیسي ناول ( دشنو ګټو قاضي ) دمحمد انور وفا سمندر ناول( په کور یو لیونی ) ،دعبدالهادي حیران د( چڼي ) په نامه ناول ، د ایمل امیدي ناولونه ( که زه درسره نه وم ، جرم او جزا) ، دسلطان باش خیل اپریدي ناول ( کر ) دارواښادپروفیسر رازمحمد راز ناول (عاشو، لمر او باران اوري)، دنصیر احمد احمدي ناولونه ( اغزن سیم ، خونکار، جوجو،بوډا ، دلیوانو پلونه ، بغدادی پیر، نېکه،رڼا او زرو ) د ( لور ) ناول دقاضي منظور مو سی خیل لیکنه ، دډاکټر محب الله زغم ناولونه ( ځانمرګی ، دولسمشر فرمان او ځوروونکی) ، دمحمداجان یارناولونه ( هوسۍ ، څانګه اوداژوند او څیرېاو دلیلي دښته )، دعارفه عمر بشیرلورناولونه ( ماتې سیپۍ ، دواده پر سبا ، او ستومانه تیښته ) ، درحمت الله رحمت ناول ( امید) .دامین ګودرد (څلرویشت ) په نامه ناول ، دایازالله ترکزي ( جونګړه )، دافضل شوق ناول (پروني مخونه )دعبدالقادر مجرم ناولونه ( لویه لارده څوک به راشي، ټولنه لیونۍ ده، مینه مروره شوه ، زړونه کاږي، بختیالۍ ) دآرش ننګیال ناو ل ( ولس ما وژلي و )ودعبدالجلیل ممتازناول ( تور منیجر) ، دسمیع الدین سعید افغاني ناول ( شین خالۍ ) دډاکټر عبدالهادي حماس ناول (تقدیر ) دحاجي محمد رزمي ناول ( داتلانو هوسونه)، د( اکرم اوسارا ) پښتو ناول داحمد جان نوزادي لیکنه ،(وروستی ارمان ) دښاغلی رفیع الله روشن ناول.دآغلې طوبی نداساپۍ ناول (په سترګو کې لیکل شوې افسانه ) د ( اوربلکۍ ) ناول دښاغلي محمد آصف عمر لیکنه، د( زرګون )او ( داووورونوخورکه داختر غوا ) په نامه ناولونه دمشکور الرحمن حمیدي لیکنه ، دبي بي سیده عارف ناول (شپه له نیمې اوښتې )

همدارازیوشمیر ناولونه له نوروژبونه پښتو ته ژباړل شوي دي چې په هغو کې( ا نسان او دیوتا )د نسیم حجازی له شهکارو ناولونو نه دی چی ښاغلي محمد زبیر شفیقی پښتو ته ژباړلی دی

همداراز دایف سکاټ فیټز جیرالډ ناول ( یوازې شوې ) چې ښاغلي طارق نجیب پښتو ژبې ته ژباړلی دی.

د( زه ګنهګاره نه یم ) ناول چې لیکوال یې عمیرا احمد دی او ښاغلي طارق نجیب پښتو ته ژباړلی دی.دعبدالقدیم پتیال له خوا د(زرپاڼّه )ژباړل شوی ناول چې لیکوال یې محمد حجازي دی، ( دشاه جهان وګړپال ژباړل شوی ناول "فردوس يا بله نشته" چې د ناول ليکوال السداوي دى. اغلې صفیه حلیم هم ځیني ناولونه پښتو ته ژباړلي دي چې به هغوکې د(غمجن نسل ) ،( غرور او تعصب) ، ( دنیا ) ، ( ربیکا ) . دسردار ولي څرک ژباړل شوی ناول ( وروستی دیدن ) چې لیکوال یې انور احسن صدیقي د ی.

(دهند پر نیمه وچه دافغانانو حکومت )چې یو تاریخي ناول دی او ښاغلي قریب الرحمن سعید پښتو ته ژباړلی دی . دښاغلي ډاکټر خالق زیار ( مات څانکونه ) چې دده له خوا پښتو ته ژباړل شوی دی او لیکوال یې جبران خلیل دی. دصالح محمد صالح له خوا ژباړل شوی ناول ( زه بدلمنې نه یم! )دښاغلي مبارک شاه داودزي ژباړل شوي ناولونه ( زه دچا لورنه یمه اودځوانۍ په ځنګل کې ). دښاغلي اسدالله جلالزي ژباړل شوی ناول( لومړنۍ مینه ) چې دروسي لیکوال ایوان تورګنیف لیکنه ده . په همدې ډول د( جاسوسه) په نامه ناول چې لیکوال یې پاولو کویلو دی او خالد نجیم پښتو ته ژباړلی دی ، ( ددوندرلیوان ) چې لیکوال یې واحدالله امان دی او علم ګل سحر پښتوته ژباړلی دی. ..

داو په پښتو ژبه دلیکل شوو او ژباړل شوو ناولونونومونه چې ما ترې یادونه وکړه.

(ډاکتر لطېف یاد)

- ډاکتر ېاد
بېرته شاته