(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو اصل او نسب

[13.Oct.2019 - 18:44]

د پښتنو نسل ا و نسب

لیک: کبیر ستوری

د پښتنو د نسل په هکله درې متضادې نظريې شته دی چې لنډه کتنه ورته کیږي.

۱ ) د پښتنو د بني اسرائیلو د نسل نظریه : د دې نظريې له مخې پښتانه بني اسرئیل دي او د هغه  دولس قبیلو څخه دي چې د بابل نه راوتلي دي او په ځانګړې  توګه د خالد بن ولید چې د اسرائیلو سردار ؤ او په غور کې د اوسیدونکو بني اسرئیلو مشر قیس « عبدالرشید » ته ئې لور ورکړې وه اولاد دی. د پښتنو اوسنۍ شجره نسب هم قیس عبدلرشید ته رسول کیږي (قاضي عطا الله خان ، ۱۹۴۷

دا نظریه په تاریخي طریقو ( میتودونو ) ولاړه ده او د نعمت الله هروي چې د مغلو د پاچا جهانګیر په دربار کې پېښ لیکوونکی و په مخزن افغاني نومي کتاب او ځینو نورو حواله ورکول کیږي . قاضي عطاالله خان د دې نظريې لنډیز په دې تورو کوي : د پښتنو مورخینو په خیال کې پښتانه بني اسرئیل دي . د پښتنو عام عادتونه، شکل شباهب او طرز معاشرت هم د بني اسرئیلو په شان دي. او دا وخت هم د پښتنو په ملک کې د ځینو کلو او غرونو نومونه د بني اسرئیلو د کلو او غرونو د نومونو په شان دي لکه خیبر چې د عربو په ملک کې د یهودیانو د استوګنې یو مشهور ځای و، د پښتنو په وطن کې هم د افریدو او د شینوارو وغیره و د یوې علاقې نوم دی . صدوم چې د قوم یوسفزايي د یوې علاقې نوم دی . هم په دی نوم د بني اسرئیلو یو ښار مشهور و دغه شان لفظ « جلیل » او « جلاله » د ګلیلې نه راوتي دي چې د فلسطین د یو مشهور جهیل نوم دی. دغه شان کوه سلیمان، د سلمان علیه السلام چې د یهودیانو لوی باد شاه او پیغمبر و، په نوم باندې مشهور دی، عربو په ابتدا کې پښتنو ته            «سلیماني » ویل ، پښتنو د خپل ځان لپاره همیشه پښتون لفظ استعمال کړی دی ( قاضي عظاالله خان ، ۱۹۴۷ ) د پښتنو پخوانیو تاریخ پوهانو د نعمت الله هروي نظریه خپله کړې وه سید بهادرشاه ظفر کاکا خیل چې د دې نظريي په نقادانو کې شمیرل کېږي هم دا خبره مني او لیکي چې : « دې نظريې د درې ، درې نیم سوو کالو راهسې په پښتنو کې یوې منلې شوې عقیدې حیثیت اختیار کړي، او دنن نه څه څلویښت پنځوس کاله اګاهو ټول پښتانه د افغانستان استوګن وو او که د پاکستان، هم په دې نظریه متفق و. اوس هم په پښتون ولس د عمومي کلیې په ډول دا خبره مشهوره ده چې پښتانه د خالد بابا اولاد دی. ( ظفر کاکا خیل ، ۱۹۶۵ ع ). په اوسنئ وخت کې د رویتر (Reuter) د خبر رسولو اژانس د یوه خبر له  مخې چې د دوه زرم عیسوي کال د اګست د میاشتې په ۲۱ نېټه د میګن ګولډن (Megan Goldin) له خوا خپور شوي دي .

ویل شوي دي چې د اسرائیلو له اړخه په یوه څېړنه کې چې د اسرائیلو د قبیلو په باره کې چې ۲۷۰۰ کاله د مخه ورکې شوې دي رابيلیاهو اویخل (Rabbieliyahu Avichail) له خوا شوی ده راپه ګوته شوې ده چې پښتانه په افغانستان او پاکستان کې د بني اسرائیلو ورکې شوې قبیلې دي ( پرتله کړئ د دې کتاب په پای کې د رویتر (Reuter) خبر.

د پښتنو داریايې نسل نظریه : دا نظریه د ژبيوهنې څخه اوبه اخلي په ژبيوهنه کې د ژبې او نسل تر مینځ دا اړیکي په دې سوچ ولاړ دي چې د هر نسل خلک لومړی په یو ځای کې استوګن وي چې یوه ژبه لري کله چې نورو ځایونو ته لاړ شي نو بیلې بیلې ژبې  مینځ ته راځی چې د لومړنۍ ژبې خویونه ( خصوصیات ) پکې یوه اندازه پاتې کیږي . لدې کبله ځینې ژبپوهان وائې چې هغه ژبې چې یو بل ته ورته والی او مشابهت لري د یوه نسل د ژبې پورې اړه لري. د ځینو ژبپوهانو په خیال اریا په نامه یو نسل په باختر کې استوګن و چې یوه ژبه ئې لرله چې د « ریک » په نامه یادیده. دا ژبه اوس بیخي ورکه دهداریاو څه برخه باختر کې پاتې شوه . یوه برخه د ایران او هند په لور ، بله برخه ئې د یورپ په لور لاړه ( ظفر کاکا خیل ، ۱۹۶۵ ) . چې دوه ژبې مینځ ته راغلې چې یوه « سانسکرټ » او بله د « زند» په نامه یادیده. په دې دواړو ژبو کې مذهبي کتابونه لیکل شوي دي او ـ زند ـ هغه ژبه د ه چې پکې د پارسیانو مقدس کتاب ـ اوستا ـ لیکلی شوی دی ( قاضي عطاالله خان ،۱۹۴۷). په همدې بنیاد ځینې اروپايې پوهانو اریايي ژبې په دوو ډلو ویشي چې یوې ته ئې د ژبې هندو جرمني (Indo German) او بلی ته ئې د ژبې ایراني (Irani) ډله وائې ځینې ژبپوهان د پښتو سره د « وید » او « اوستا » د کتابونو د ژبو د ټکو د پرتلې (مقایسې) په بنسټ وائې چې د ځینو ټکو ئې د پښتو سره ورته والی او مشابهت شته دی. له دې کبله پښتو هم د اریايې ژبو په ډله کې ده او پښتانه د اریا د نسل څخه دي. ځینې ئې د « اوستا » سره په مشابهتونو زور اچوي او پښتو زړه پاړسو ګڼي ځیني ئې بیا د « وید » سره په مشابهتونو او ورته والي زور اچوي او « اندو ژرمن » ژبو د ډلې پورې ئې تړي او ځیني ئې د « کوردي » ژبې سره نژدې والی ښايي چې « انډو ژرمن » د ژبو په ډله کې شمیرل کیږي ځینې نور بیا وائې « چې پښتو ژبه یوه مستقله ژبه ده او دډیرې مودې نه د « سانسکرټ » او « زند » سره په ګاونډ او ژور تعلق کې پاتې ده » ( ظفر کاکا خیل ، ۱۹۶۵ ). د ژبپوهنې د دې لارې ( میتود ) چې د ژبو تر مینځ د مشابهتونو په بنیاد د نسل پېژندګلوي کوي کمزوري پدې کې پرته ده چې د ورته والي او مشابهتونو په بنیاد قضاوتونه تل سم نه وي. همدا خبره د هغه لیکوالانو لپاره اعتبار لري چې وايي په پښتنو کې د یونانیانو ، مغلو او ترکانو نښې دي او د هغوې سره مشابهت لري یا ئې د هغوي پورې تړلي او یا ئې ګډوله ګڼی ( ظفر کاکا خیل ، ۱۹۶۵ ).

 

دا سې سوچونه پوهنیز بنسټ نه لري او کیدی شي د دې واقعیت څخه ئې اوبه اخیستې وي چې پښتانه د لارې په سر پراته دي او ډیر یر غلګر په دې لاره تیر شوي دي او دلته به پاتې شوي وي.

د پښتنو د مستقل نسل نظریه : ځینې لیکوالان لکه چې د ژبې په برخه کې هم راپه ګوته شول، پښتانه د کوم بل نسل پورې تړلي نه ګڼي او ځان ته مستقل نسل ئې ګڼي چې د لومړي سر راهسې د غور په غرونو کې اوسیږي ( قاضي عطاالله خان ، ۱۹۴۷ ).

د پښتنو د نسل په هکله د نظریو ډیروالی د دې هڅې نه خالي نه بریښي چې د پښتنو د نسل او نسب پیژند تورتم شي. د نظریو په مینځ ته راتګ کې پوهنیز دود دا دی چې سړی  پخوانۍ نظریه چې د یو څه یا شي په باره کې وي غطله په ثبوت رسوي، او بیا خپله متبادله نظریه وړاندې کوي یا ئې سمه په ثبوت رسوي او دخپلې څیړنې بنسټ ئې ګرځوي. دلته پوهانو او څیړونکو پوهنیز دود ته پاملرنه نه ده کړې او بیلې بیلې نظري ئې یوه د بل څخه په ناپېیلې توګه وړاندې کړي دي، صرف ظفر کاکا خیل  د دې هڅه کړې ده چې پښتنو د بني اسرائيلو د نسل په نظریه دتورات او اسلامي تاریخ په حواله سره انتقاد وکړي. خو دا ئې نه دي ویلي چې تورات ئې په کومه ژبه لوستلی او هم ئې کومه متبادله سمه نظریه نه ده وړاندې کړې چې د پښتنو د نسل پوښتنه روښانه کړي او د پښتنو د بني اسرئيلو د نسل نظریه په بنسټي توګه غلطه ثبوت کړي. په هر ډول سره مونږ په دې هکله زیات نه غږیږو او داخبره خپله تاریخ پوهانو او ژبپوهانو ته پریږدو چې سره کیني د پښتنو د نسل خبره سپینه کړي د قام حق  ادا کړي او خپله زمه واري پوره کړي.

(ژبساپوهنه - لیکوال؛  ډاکتر  کبیر ستوری)

- کبیر ستوری
بېرته شاته