(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملتان اپریدي قبر

[26.Aug.2019 - 10:20]

د ملتان اپریدی د قبر کتنه

لیک: کندهار اپریدی

 

زما یو اورکزی ملګری ممتاز سېد به اکثر له مانه دا غوښتنه کوله چې د تیراه مېدان او ورسره ځنې نور ښائسته ځایونه او خصوصاً د ملتان اپریدی د قبر زیارت چې راباندې وکړې ـ ما خو څۀ وخت د خپلې ناوزګارتیا له وجې هغه دغه ورسره اوکړل ـ خو چې د دۀ او زما د ښۀ ملګری غالب اپریدی اصرار له حده واوړېدۀ نو مجبوراً مې د غالب د ټیلی فون کولو نه پس ورسره اقرار اوکړو ـ صحت مې له مخکښې هم پۀ دې ورځ ناسازه ؤ او چې ګهنټه نیمه تېرېده نو سخت تبې او د معدې تکلیف راته زیات شو ـ غالب له مې بیا ټیلی فون اوکړو او ورته مې وویل چې زۀ ډېر زیات ناجوړه شوم د صبانی تګ نه پاتې یم ـ او بله ورځ که ښۀ وم نو بیا به لاړ شو ـ هم دغه سې د غرمې له دوکان نه راغلم او کور کښې څملاستم ـ شپه مې ډېره ناقلاره تېره شوه ـ سحر وختی ډاکټر ته لاړم ستنې ئې راته ووهلې او څۀ نوره دوائی ئې راکړه ـ تر بېګانی ۹۵ فیصده ښۀ شوم او د شپې تېرېدو نه پس نور هم ښۀ شوم ـ ملګری غالب ته مې وویل چې راځه چې ځو ـ څۀ دوه ګهنټې بعد راغلو نو زۀ او غالب او زما زوې فاروق  د ورځې پۀ یولس بجې پۀ درېم اګست د پېښور د فلائنګ کوچ اډې نه اورکزو ته روان شوو ـ مازیګر پینځۀ بجې د اورکزو ضلعې هېډ کوارټر کلایه ته اورسېدو ـ د رسېدو سره ډېر ښۀ یو ادبی،سیاسی او کاروباری محفل راجوړ شو ـ ګپونه شپونه ډېر پۀ خواږه طریقه اوشو او ماښام د سېد ممتاز دوی دېرې ته لاړو ـ د شپې مو هم هلته تر ناوخته د علاقې پۀ تېرو حالاتو خبرې اوکړې چې د هغه وخت د مشرانو تذکرې ستائنې او یادونې ورکښې کېدې ـ سېد ممتاز ځنې زړې نخښې ساتلې دی ـ چې هغې کښې ګوره ویز ټوپک، تماچې، تورې او نور ګڼ څیزونه د انټیک پۀ طور پۀ حجره کښې ایښې دی ـ  پۀ ۱۵ اګست ۱۹۲۷ء کښې دلته د شیعه سنی مذهبی جګړه شوې وه او ډېر زیاتې ورکښې شوې وو ـ اوس چې هغه قیصې بیانېږی نو هم پۀ سړی غونے زیږ شی ـ دې جګړه کښې اهل تشیع د خپلو ځایونو نه بې دخله کړے شوی وو ـ او ښکته کرېز او کچه پاخه علاقو ته راکوز وو ـ پاسنۍ علاقې ئې اورکزو سنیانو او اپریدو سره وېش کړې وې ـ بیا د هغه وخت حکومت چې د انګرېزانو و دوه درې کاله پس ورسره کومک وکړو ـ اسلحه ئې ورکړه او ورسره ملګری شول او خپلې علاقې ئې بیا ورته حواله کړې ـ د دوی علاقه ډېره ښائسته ښکلے او ښې مېوې دانې لری ـ 

 

د سېد ممتاز د کلی نه پۀ څلورم اګست ووتو ـ چې د دۀ خپل ګاډے چې هلته ورته خلق پراډو یا غواګۍ وائی دا مو روان کړو ـ ډرائیونګ غالب ملګری کولو چې ډېر تند تېزه او ویښ ډرائیونګ کوی ـ هر څو که دے یو تکړه ډرائیور دے خو مونږ پۀ ډار کښې وو ـ د غرمې ډوډۍ مو پۀ میشتی مېله کښې وخوړله او پۀ ګاډی کښې چې کوم ضروری کار و ـ هغه مو هم وکړو ـ پس له دمې او ډوډۍ نه د مېدان پۀ لور روان شوو ـ مخه کښې د ډبوری چیک پوسته ده چې اختنې پوښتنې کوی ـ د دې مرحلې نه پس هلته د فوځیانو جوړ د دمې ځائے کښې کېښناستو ځان سره مو خربوزه راخستې وه ـ هغه مو پۀ اوبو کښې یخه کړه او غوڅه مو کړه ـ خو څۀ نا اشنا مزه ئې اوکړه ـ ګهنټه پس د ارهنګې کنډاو سر ته ورسېدو ـ هلته هم د فوځ او اېف ـ سی ځوانان ډیوټی کوی ـ پۀ ډیوټۍ ولاړ د اېف ـ سی سپاهی زمونږ د یو ملګرو پېژندګلو وواتو ـ ډېر ستونه ئې اوکړل چې ایسار شئ دمه چائے به وکړئ ـ خو مونږ ورسره ژبه اوکړه چې د هغه لوری به درسره څۀ کوو خو اوس راباندې ناوخته دے ـ پۀ ګاډی کښې مونږ پینځۀ کسان وو ـ یعنی دوه کسه نېک دار علی او سېد ممتاز له کلایه نه او زۀ غالب او فاروق له باړې نه ـ ماسپښین دوه بجې پۀ ارهنګه ور واوړېدؤ ـ دا دره ډېر زیات حسن لری ـ شنه نښتر او شنې شډلې چې د سترګو یخ والے او د زړۀ خوښی زیاتوی ـ سېد ممتاز او فاروق به ځائے پۀ ځائے عکسونه ویستل او چې کوم ځائے کښې به چینه راغله نو د بې اوبو څښلو نه به نۀ تېرېدو ـ ما ملګرو ته وئیل چې که زما د پېښور د کال اوبۀ حساب کړې چې روژه هم ورکښې تېره ده ـ دومره اوبه مې نۀ دی څښلی دا چې کومې مې تیراه کښې دې دوو ورځو کښې اوڅښلې او غالب د ستر خوشحال دا شعر هم ووئیلو چې

                  “اوبۀ خو د تیراه یا د بطڼ دی

                    "چې پۀ خلۀ مې تر شربت لګی شېرینې

 

غالب ملګری ته ډېر زیات شعرونه یاد دی ـ او د شعر پۀ معنی تشریع هم ښۀ پوهېږی ـ د کاظم خان شېدا پۀ څېر مشکل پسند شاعر باندې هم ښۀ عبور لری ـ څۀ د ماسپښین درې بجې به وې چې د ملک دین خېلو مېلې ته ورسېدو ـ هلته چې څنګه ورسېدو ـ زما ډاکټر ملګرے سېد زرین کلینیک ته ورغلو ـ هلته ئې چائے او د مېدان مشهورې ځلیبۍ راوړې ـ چې ډېرې د خوند وې ـ هم هلته ناست وو چې یو بل ملګرے یوسف خان راغلو ـ ستړی مشی کښې ئې ګیله هم وه او جائزه هم وه ـ ځکه چې تېر ځل ورسره مونږ وعده کړې وه چې درسره یوه شپه به کوو ـ خو زمونږ سره یو ملګرے چې د ښکته نه ورته ټیلی فون شوے و چې زر راشی ـ د دۀ پۀ وجه مونږ د یوسف سره وعده خلاف شو ـ

 

مازیګر د یوسف خان حجرې ته لاړو ـ دۀ له وړاندې نه د حجرې پۀ انګړ کښې د اوبو کولر او بالښتونه سم کړی وو ـ کېښناستو دمه شوو ـ او د ناستی سره تورې چائے راغلې چې پۀ ستړی بدن به ډېرې ښې لګېدې ـ تر ناوخته مو ادبی، سیاسی او وطنی بحثونه اوکړل ـ او بیا پۀ کوټه کښې ارام اودۀ شوو ـ هلته د پشکال میاشت کښې هم ګرمه کمبل یا بړستن لګی ـ سحر د ناشتې نه پس بر قمبر باغ (مېله) ته لاړو ـ دې وخت کښې د تیراه علاقه د شین کېدو له زوره د تورېدو حد ته رسېدلې وی ـ د لر باغ نه چې بر باغ ته ځې نو ګڅ لوری ته د نښترو شنې ځنګلې دی چې ورکښې بهوټان شریف پروت دے ـ پۀ بر باغ کښې مو هم تورې چائے وڅښلې چې د یو غوز لاندې ورته کېښناستو ـ د چایو څښلو پۀ وخت مو ګاډې مستری ته حواله کړو چې تر هغې ورکښې مات ګوډ کار وکړی ـ زیات فرق ئې ګېر بکسه کښې و ـ چې ګاډې تیار شو نو هلته مشهور ډهنډ برکیتال ته روان شو ـ ما چې د ډهنډ نوم ته فکر اوکړو ـ نو زما پۀ خیال دا ډهنډ چرته برکیتال نومې هندو جوړ کړے دے ـ او هم د هغۀ پۀ نوم مشهور دے ـ ځکه چې تیراه کښې هندوان ډېر وو ـ او مسلمانانو کښې داسې نومونه نشته ـ د ډهنډ پۀ غاړه تقریباً د نیمې ګهنټې نه پس بېرته مېلې ته راکوز شو چې وړاندې مخه کښې یعنی (نرهاؤ) کښې د غالب دوی کور هم و ـ  غالب ووئیل چې زۀ به خپل کور لګ اوګورم کور ته ئې ورغلو څوک خپلوان ارغملی ورکښې و ـ د غرمې ډوډۍ چې ماسپښین و ورسره اوخوړه ډېره ښه اولګېده ورپسې چائے راغلې او ښۀ د ګهنټې نه پس واپس لر باغ ته راغلو

لر باغ کښې د سېد زرین ډاکټر کلینیک ته ورغلو ـ ورځ د پیر وه او د پیر پۀ ورځ د هغۀ د چهټۍ ورځ وی ـ خو مانه هېر وو ـ او دغه راروانه شپه زمونږ د دۀ سره وه ـ د کلینیک سره نزدې مو یوسف خان هم اولیدو ـ چې هغه مو هم د ځان سره روان کړو ـ د ډاکټر صېب کور پۀ بهټی ښارکی کښې دے ـ چې ډېر ښائسته او د مېدان د سوېلی غرۀ لمنې دی ـ هغه صحت افزا چینه هم هلته ده ـ د ډاکټر صېب دېره ډېره پرسکونه او ارام دۀ ده ـ چې څنګه مو چائے وڅښلې زۀ او غالب داسې اودۀ شوو چې ځان ته خبرېدو نو د ماښام خړه ختمه او تیاره جوړه شوې وه ـ نور ملګری ټول پاس غرۀ ته ختلی وو ـ چې راکوز شول نو ماسخوتن روا وـ د دوی د راتلو سره سمدستی ډوډۍ راوواته چې ټول ملګری ډېر اوږی شوی وو ـ د ډوډۍ د خوراک نه پس ګپ شروع شو چې زیاتر رنګ ئې د طنز او مزاح و ـ او د دې لیډ به غالب ملګری کولو ـ تقربیاً د شپې دولس بجې څملاستو او سحر ناوخته لس بجې د ناشتې نه فارغ شوو ـ ډاکټر صېب وختی کلینیک ته تللے ؤ ځکه چې هغۀ ته بیماران راځی  او د دۀ ورارۀ خان ملوک مونږه ته د ناشتې بندوبست کړے ؤ ـ څۀ یولس بجې کچه غرمه باغ مېلې ته راکوز شوو ـ د ځینو ملګرو سره د ملاوېدو نه پس واپسی د ملتان اپریدی قبر ته روان شوو ـ چې د دې سفر علت و ـ د ملتان اپریدی کلی ته پاس ګاډے نۀ خېژی ـ سړک نۀ دے ورختلے هم داسې معامله زما د خپل کلی هم ده ـ چې له دې وجې زۀ خپل کلی ته وه نه ختلم ـ خو د ملتان قبر ته خصوصاً د سېد ممتاز پۀ اصرار پۀ ډېره ستونځه وختم ـ د ملتان اپریدی پۀ قبر د خوشحال بابا د دې شعر نه علاوه

          “پۀ جهان د ننګیالی دی دا دوه کاره

                   “ یا به وخوری ککرۍ یا به کامران شی

د مرګ تاریخ ئې ۱۹۱۱ لیکلے دے خو لیکونکے غلط شوے دے ـ او د ۱۹۱۱ء پۀ ځائے ئې ۱۹۱۱ ھ لیکلے دے ـ 

 

د ډوډۍ وخت پۀ تېرېدو و ځائی خلق د دولسو بجو نه وړاندې ډوډۍ خوری خو مېلمه ته چې هر وخت وی بندوبست کوی ـ نو مونږه ته ئې هم پۀ دوه نیمې بجې ډوډۍ راوړه ـ د ملتان پۀ هم هغه د دۀ د وخت حجره کښې مو ډوډۍ وخوړه ـ ډېر زیات ګڼ ټبر ئې دے ـ چې د دۀ مشر کړوسې ئې د ټبر مشر دے ـ دۀ د ملتان عکسونه هم راوویستل ـ زما د زوی فاروق سره پۀ موبائیل کښې ځینې داسې تصویرونه هم وو ـ چې د هغوی سره نۀ وو ـ دۀ ځینې وروښودل چې د ځينو ئې تصدیق وکړو او ځینې ئې رد کړل ـ د دوی دا هم نظر ؤ ـ چې ملتان د شهید کېدو نه پس شپږ میاشتو پورې حکومت راایسار کړے ؤ ـ خو داسې نۀ وه ما د ځینې خاصو کسانو نه پوښتنې کړې وې چې د هغه وخت نواب زمان خان پۀ لاس د انګرېز حکومت کورنۍ ته حواله کړے ؤ ـ او د چورې پۀ لار تیراه مېدان ته وړلے شوے و ـ دا تقریباً د راوی د خلې له مخه ۱۹۱۱ء د اپرېل، مئ منځ ومانه ؤ ـ چې پۀ چوره کښې توتان لګېدلی وو ـ د کورنۍ کسانو ئې زمونږه پۀ خله یقین کولو ـ چې د کومې خبرې تصحیح به مو کوله ـ نو دوی به منله ـ هغه حوالې او قیصې مې هم ورسره اوکړې کومې چې مراد شېنواری له ما سره کړې وې ـ مراد شېنواری پۀ ملتان خان د فلم د پاره قصه د "ملتانیپۀ نوم لیکلې وه  ـ چې اپریدی ئې د نوم پۀ بدلېدو خفه وو ـ ما مراد صېب ته د دوی خفګان رسولے ؤ ـ چې هغۀ ترې انکار کړے و او ماته ئې وئیل چې ما پورهملتان خان اپریدےنوم ورکړے و خو د فلم ډارئیکټر له خپله ځانه بدل کړے ـ مراد صېب راته یو ځل د هېواد دفتر  کښې قصّه کوله چې ړومبې دې ښار کښې دروازې وې چې د شپې به پورې کېدې ـ چې د چا به څۀ خاص ضرورت پېښ شو د کمشنر نه به ئې اجازت اخستو ـ وې د دې دروازې یو ډېر مشر او سپین ږیری راته یو ځل قصّه کوله ـ چې ما سره یو شپه زما یو اشنا مېلمه و ـ د روټۍ خوراک نه پس ته ناوخته دروازه پۀ قلار قلار وټکېده ـ وې چې مېلمه ډېر پۀ یره کښې شو ـ چې دا وخت او د دې دروازې ټکېدل ـ وې چې نزدې ورغلم او تپوس مې ترېنه وکړو چې څوک؟  وې د هغه مخه غږ راغې چې ملتان یم ـ وې مېلمه نور هم پۀ یره کښې شو چې دروازه لرې نۀ کړې ـ ځکه چې ملتان خو د ډاکو پۀ حېث پۀ ټوله علاقه کښې شهرت لرلو ـ وې چې ما مېلمه ته وویل چې تۀ غم مه کوه دې کښې هیڅ د یرې خبره نشته ـ وې چې ور مې ورته خلاص کړو ـ شپږ کسان رادننوتل او ټولو پېش قبضې او ( پینځۀ رخی) او پټ یولس ډزی ټوپک تړلی ووـ د اوبو څښلو او د تماکو چیلم کولو نه پس ووتل ـ او د روغ جوړ پوښتنې ئې رانه وکړې ـ او دروازه مې بیا بنده کړه ـ 

 

روستو مېلمه راته وئیل چې ډېر غلط کار دې کړے و خو ځه خدائے خېر کړو ـ ما ورته وئیل چې ملتان زما پوخ اشنا دے ـ او دې هیڅ کله د یار دوست سره نا اعتباری نۀ کوی ـ ډېر پۀ قول ژبه پابند کس دے ـ مېدان نه د ملتان حجره کښې د ډوډۍ نه پس ته بیا اورکزو پله روان شوو ـ د ارهنګې کنډاؤ پۀ سر مو د هغه اېف ـ سی ځوان سره دمه اوکړه ـ ځکه چې وعده مو ورسره کړې وه ـ او صرف اوبۀ مو ورسره اوڅښلې ـ لوړ مازیګر کلاې ته راورسېدو ـ او د حسېن جان پۀ دوکان کښې مو ډډې ووهلې ـ تر ماښامه مو ښۀ سور برابر و ـ زمونږ بل ملګرے قائد حسېن هم دوکان ته راغلو له مونږه خبر شوې وـ ماښام مونږه منی خېلو دره کښې د پیر حاذق دوی کره مېلمانۀ شووـ چې دے پۀ اېبټ اباد کښې و او پۀ موبائیل به ئې دا اصرار کولو چې مونږ کره شپه اوکړئ ـ پلار ئې د تعلیم د محکمې نه ریټائرډ شوے دے ـ او ښۀ پوی او مېلمه دوست کس دے ـ سحر د ناشتې نه پس ته بیا کلایه بازار ته راغلو او هم د حسېن جان دوکان کښې داسې محفل راجوړ شو چې مونږ خو وېل چې تر دوو بجو به خپل ځائے پېښور ته ورسو ـ خو د مجلس له وجې پۀ درې بجې ماسپښین د هغه ځائے راروان شوو ـ او ماښام لمانځۀ مل باړې ته راورسېدو ـ د یخې علاقې نه چې پۀ ګرمۍ کښې څوک پېښور ته راشی ګرمی سړے لېونے کوی ـ خو زۀ د مخې سره تهه خانې ته کوز شوم ـ پکے لګېدلے و ـ نو د ګرمۍ ډېر بد اثر راباندې ونه شو ـ دغه سې دا تفریحی او معلوماتی لنډ سفر پاې ته ورسېدو ـ 

 

کندهار اپرېدی/ باړه

- کتنه
بېرته شاته