(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال خټک، اجمل خټک

[02.Aug.2019 - 16:13]

دخوشحال  خټک او اجمل خټک بابا پيزونې 

لیک: اقبال حسين افکار

د چارشبنې ورځ د جولايي يو دريشمه نيټه کال 2019 وه ۔ سهار له مخه په آسمان ګورې وريځې راخورې شوې او بيا د سترګو رپ کښې په شيبو باران شروع شو ۔ لارو ،کوڅو د خوړونو په څير شو ۔ د چا سره چې خپل موټران نه وي هغوي په دا مهال د رحمت ددې شيبو د تم کيدو انتظار داسې کوي لکه زمونږ په کليو بانډو خلق چې په داسې وخت د خوړ يو سر ته او بل سره ته ولاړ وي او کله چې دخوړ د اوبو زور تم شي نو دوي به د يوې خوا بل خوا حرکت شروع کړي ۔ زه هم د باران د شيبو تم کيدو د لارو ،کوڅو د خپل حالت ته په انتظار کښې وم چې خپله کورودانه روغنتون ته دارو درمل دپاره بوځم زما کورودانې د تيرو لس پنځلس کالو راسې د ډايي بياټک فت يعني شوګر يې ځپلې دي ډاکټران وايي چې کټ شي نو ستونزه به حل شي خو مونږ دې اذيت تيار نه يو نو دغه وجه چې ډاکټران يې سرجري وکړي څو ورځې سمه وي خو بيا حالات تکليف ده او اذيت ناک شي ۔ نو په دغه ورځ هم زمونږ د روغتون د بوتلو اراده وه خو د محترم حضرت ولي هوتک کلچر آتاشي افغانستان سفارت اسلام آباد زنګ راغې ويل يې افکار صيب موسم خو نن ډير ښه دی د خوشحال بابا او اجمل خټک بابا مزارونو ته نه ځو ؟ ما ويل ولی نه لاړ به شو ۔ دراصل ښاغلي حضرت علي هوتک د ډيرو ورځو دا خواهش وو ۔ بل دا ښاغلی يو ليونۍ جزبه لري ۔ د کلچر آتشه په حيث هغه خپله دندنه په ډيره ديانت ترسره کوي ۔ تر لری لری د ادبي ټولنو په ادبي دستورو خپل شرکت يقيني کوي ۔ د مشاهيرو زيارتونو ته ورځي د علم و ادب د استاذانو تپوس پوښتنه کوي ۔ يقينناً چې د نورو کمزورو ملکونو د کلچر آتاشي په حيث به ده ته هم مالي ستونزې مخې ته وي خو دغه د لارې خنډ نه جوړه وي زور يې په خپل جيب راولي ۔ د ښاغلي حضرت ولي هوتک دې جزبې ته زه د قدر په سترګه ګورم او درناوې ورکوم ولی چې دداسې کولو سره د دواړو ملکونو د فرهنګپالو او ولسونو ترمينځ مينه له زياتيږي او نفرتونه بدګمانۍ سر خوري ۔ نو ځکه هغه چې ماله کله هم آواز راکړې دی نو ما خپلې کړمې يو خوا ته پريښي دي او د هغه ملګرتيا مې کړې ده ۔ زه د ښاغلي حضرت ولي هوتک صيب هم منندويه يم چې هغه په ما اعتماد کوي او درناوی رابخښي ۔ 

نن هم لکه د نور کله په شان ما خپله کورودانه خپلو بچو ته پريښوه او د ښاغلي حضرت ولي هوتک سره د اکوړه خټک په لور روان شوم خو ددې نه وړاندې مې ښاغلي سردار يوسفزي زنګ ورکړو هغه لکه زما د پښتو ليونی ملنګ بس چې آواز ورکړې د حاضر چغه لږوي ښاغلی سردار يوسفزی چې ارواښاد مشر عبدالجبار حامد ورته د سردار شعراء خطاب ورکړې هغه به هم په دې نامه رابله ۔ سردار شعراء د راډيو خبرونه ويلي وم او د ريډيو پاکستان اسلام آباد په ودانۍ کښې د باران د تم کيدو په انتظار وو ۔خو زما د وې روستو د بلوچۍ ژبې دانشور پروفيسر ضياء بلوچ په خپل موټر کښې تر آبپاره مارکيټ راورسول۔ او مونږ سره ټل شو ۔ ددغلته نه د ايف ټن پارک ټاور ته لاړو هلته نه مو د ګلونو پاڼې او ګيډۍ واغستې ۔ د خوشحال ادبي ثقافتي جرګې اکوړي عمومي سکتر ډير خوږ مينه ناک کشر د پښتو ژبې ښه شاعر او ليکوال ښاغلي خان محمد تنها ته مې زنګ ورکړې وو ۔ په ټوله لاره به د هغه زنګ راتلو او زمونږ خير خيريت به يې پوښتو ۔ يو وار په موټر کښې ښاغلي هوتک وپوښتل ويل موسيقي خوښه وې ما هو خو ناشناس وي ډير به ښه وي په هغه وخت خو هغه سره لکه چې ناشناس نه وو ۔ خو اوس چې يې موټر ته وډخيژم نو د ناشناس پټه پرې کيږدي زه د هغه په غږ په زمزمو د شاعرۍ په خوږلت او د موسيقۍ د زير وبم د حسن ، مينې يو داسې جهان ته ورسم چرته چې بدرنګي ، کرکه ، نفرت نه وي ۔ د تصور دنيا مې آباده شي او خيال مارغه مې د خپل وطن د غرونو ،سردرو، سيندونو، باغونو، دشتونو وګرځي اروا مې خوشحاله شي او استاد ناشناس سره ښاغلي هوتک ته په زړه کښې يو لپه دعا وکړم ۔ مونږ چې د موټروې نه په ولي انټر چينج کوز شو نو په مصري بانډه په لنډي سين جوړ پل واوښتو نو هلته راته د خوشحال ادبي ثقافتي جرګې اکوړي سرپرست ښاغلی جميل خان خټک څوک چې د اجمل خټک بابا خوريې او ځوم دی ورسره د جرګې صدر محترم محمد جان جهانګير او عمومي سکتر خان محمد تنها د مجلس عمل غړي مشتاق علي شباب او حيدر شاه حيدر ولاړ وو ۔ ښاغلي حضرت ولي هوتک ته يې تود هرکلې وکړو ۔ ددغې ځايه د چشمۍ په لور روان شو چرته چې د خان علين مکان خان خوشحال خان خټک مزار دی د خان بابا د مشرانو قبرونه په اکوړي کښې دي خو چونکې هغه وصيت کړې وو چې ما به داسې ځاې ښخه وې چرته چې د مغلو د آسونو د ټاپونو ګرد نه راځي چشمۍ کلی مغرب ، جنوب خوا دی او د خوشحال بابا مرقد د غره په لمنه کښې د زمکې نه تقريبا پنځلس شل فټه وچت پروت دی ۔غالباً په کال 1952 کښې د افغانستان حکومت ددرې بزرګانو له تعويزونه راليږلي وو چې يو د خوشحال بابا وو يو د رحمان بابا او يو د علامه اقبال د مزار دپاره دا اوس ددې بزرګانو په قبرونو لګيدلي دي ۔ ښاغلي جميل خان خټک په مزار د خبرو په وخت وويل چې په دې قيمتي غمي لګيدلي وو خو خلقو ترې غلا کړل ۔ په مزار مخکښې ګمبت زوړ وو د خوشحال بابا د شان برابر نه کله چې محمد آياز خان مندوخيل په کال 2012 کښې د نوښار ډي ،سي ، وو نو دا وسنې ګمبت د خوشحال بابا شايان شان جوړ کړو په مزار کښې دننه د بابا شعرونه د هغه د ژوند حالات هم ليک دي

د خوشحال بابا د مزار سره د نوښار ناظم اعلي ښاغلي داود خان خټک دوه خونې د جديدو ضرورتونو اړه جوړې کړي دي ورسره د اوبه دپاره بورنګ هم کړې دی ۔ په دې ودانې مخکښې د چهت پکي لګيدلي وو صوفه سيټوټونه هم وو چې اوس نيشته د بابا د مزار څوکيدار دی خو ددې مزار دپاره دا يو څوکيدار کافي نه دی پکار دي چې دا د يو بل څوکيدار بندوبست وشي ۔ دويم دا ګيسټ هاوس په دوه کمرو اړه دی د چشمۍ ښايسته د سيل ځاې دی د څوکيدار وينا ده چې د جمعې ،خيالي او اتوار په ورځ ډير خلق د بابا زيارت له راځي وايي چې دا زيارت د خيبر پښتونخوا د کلچر ډاريکټريټ سره دی ۔ زما په خيال هغوي دې ګيسټ هاوس له يو منصوبه بندي وکړي نو د ادارې ګټه به هم وي د سيلانيانو هم او د خوشحال بابا مزار به محفوظ هم وي ۔ د خوشحال بابا قبر ته يو سړک ۔ خوشحال خان خټګ لايبري په اکوړي کښې او يو خوشحال خان خټک څانګه په پښتو اکيډمۍ کښې د پرانسته د پاکستان صدر ضياء الحق په حکم د خوشحال ادبي ثقافتي جرګې شوې وه ۔ ياده دې وي چې په کال 1982 - 82 خواوشا صدر پاکستان د خوشحال خان خټک بابا تلين په دستوره کښې شريک شوې وه خو دغه څانګې اوس د فنډ د لاسه زپلي شوې ده بايد چې دا راژوندې کړې شي ښه خبره داده چې دا څانګه دې د خوشحال خان خټک لايبرې ته راوړلې شي ۔ د خوشحال بابا مزار ته اوس يو نوی بايي پاس سړک ښه ښايسته جوړ دی دا هم د خوشحال ادبي ثقافتي جرګې په غوښتنه ددغې ايم پي اې او د هغه وخت د وزيراعلي پرويز خټک په حکم شوی دی۔ د ښاغلي حضرت ولي هوتک سره د خوشحال په مزار دعا عکس بندﺉ او د کوربنو د ميلمستيا نه روستو د اجمل خټک بابا قبر ته راغلو ۔ اتفاق دادی چې د اجمل خټک باباد مزار منجور نوم هم اجمل شاه دی وايي چې دې ډير د وړوکوالي په اجمل خټک ميين وو هغه چې ژوندی نو ده به حجر کښې د خپل يو کشر په حيث خدمت کولو او چې هغه وفات شو نو اوس يې د قبر سرته ناست وي د هغه مزار يې ښه سمبال کړې ساتلې وي د هغه مينه وال چې راشي ښه کلک د پښتونوالې د چايو ډوډۍ ست ورته کوي ۔ ښاغلي جميل خان خټک وويل چې ده له مونږ يا حکومت څه نه ورکوو دې په خپله پښتنه مينه د بابا د مزار ساتنه کوي ۔ زما په خيال حکومت ورله څه مقرر کړي خصوصاً کلچر ډاريکټريټ خيبر پښتونخوا يا ضلعي حکومت نو بده به نه وي ۔ هسې د اجمل خټک بابا مينه وال ته هم خواست کوم چې کله د بابا مزار له ورشي د ښاغلي اجمل شاه د خپل وس مطابق امداد کوي ۔ د ښاغلي حضرت ولي هوتک په مشرتابه کښې د قران پاک سوره فاتحه سوره اخلاص او درود شريف د تلاوت روستو دعا وشوه د بابا اروا پښتنو ته دې منطقې ته او د افغانستان پاکستان د ورورولۍ تعلق دپاره د امن سلامتيا دپاره ۔ د خوشحال ادبي ثقافتي جرګې اکوړه خټک سرپرست اعلي ښاغلي جميل خان خټک د ښاغلي حضرت ولي هوتک مننه وکړه کورودانۍ يې ورته وويله چې نن دلته په دې سخته ګرمۍ کښې دلته د خوشحال بابا او اجمل بابا سلام ته افغانستان د کلچر آتاشي په حيث حاضر شو ۔مونږ ته يې درناوي راوبخښو د ښاغلي هوتک دلته راتګ په مانا د افغان دولت ته راتږ دی زمونږ يو وينه او مينه ده خداې زمونږ د وينې او مينې رشتې دې له مضبوطې کړي او دواړو ملکونو ترمينځ دې دا بدګمانۍ ورکې کړي د مينې او باهمي اعتماد فضا دې جوړه کړي آمين ۔ددې روستو د اجمل خټک بابا حجرې ته لاړو حجره کښې د مخکښې توده وه ۔ حجره رنګ روغن شوې وه ۔ ډيوډۍ آبادي پخه شوې وه کټونه او کتياګانې وې چې بابا به ورته ډډه وهلې وه ۔ ښاغلي جميل خان خټک ښاغلي هوتک صيب ته ويل چې په دې کټونو کښې د باچاخان ،خان عبدالولي خان ، نواز شريف ، عمران خان سره د پاکستان ټولو سياسي مشرانو ناسته کړې ده مونږ صوفه سيتونه نه وو هم دا کټونه وو او دي د بابا هغه موټر چې اکثر به ورکښې جميل او ۔۔۔۔۔ ګرځولو ولاړ وو دغه موټر نن سبا جميل خټک سره دې ۔ مونږ حجره کښې ناست وو چې دښاغلي ورور ايمل خټک ځوې ابدال خان خټک او ښاغلی ځوان خيبر خان خټک څوک چې د جميل خټک ځوی دی او دواړه د اجمل خټک بابا نمسي دی ۔ ښاغلي ابدال مونږ  خپل کور ميلمه خانې ته بوتلو ۔ د اجمل خټک خپل کور هم په هغه حال کښې دی څنګ چې د هغه په ژوند وو ۔ دا نوی کور ښاغلي ايمل خټک په خپل محنت جوړ کړې دی۔ ابدال خټک په مونږ پرتکلفه چاې وکړې او د پښتنو د دستور مطابق مونږ يې ډالۍ راکړې مادغه وخت داسې احساسوله لکه دا ډالۍ ماته اجمل خټک بابا په خپل لاس راکوي اروا دې ښاده وي او کورنۍ دې تل آباد وي ۔ آمين 

په درناوي : اقبال حسين افکار

- افکار
بېرته شاته