(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتوشعر اونوستالژیا

[21.Jun.2019 - 18:48]

پښتو شعر او نوستالژيا

لیکاکبر کرګر

رښتيا عمر شيرين دى؟. په پښتو شعرى ادب کې له يو ه مشهور شعر سره مخامخ کيږو ۔ يا يې کله نا کله د موسيقي په پردو کې د گڼو هنرمندانو له خولو اورو  ۔ داسې هم شوي دي چې کله نا کله ددې شعر ځينې بيتونه او ځينې بندونه دتېر ارمان او افسوس له پاره هم را وړل کيږي اويادونه يې کيږي ۔

 

دا شعر د لوى امپراتور احمد شاه ابدالي کلام دى  ۔ دهغه په کلياتو کې را غلي دي ۔ ددې شعر شننه که له يوې خوا ستونزمنه ده چې د شعر کرونوليوجيک بنسټ نشته چې دا سې وانگيرو چې امپراتور دا شعر په کوم وخت او کوم حالت کې ويلى دى ۔

 

له بلې خوا دغه شعر په خپل ذات او محتوى کې يو ډول اظهارات او پيغام هم لري ۔ د شعر يو پيغام دادى چې دزمان په عنصر تمرکز کوي ۔ زمان د ارمانونو او اميدونو ،يادونو او  خاطراتو ليږدوونکي دى ۔ ځکه خو په نوستالژيا يا تير ارمان کې ډېر عمده رول لري ۔ دا شعر هم د زمان او مهال په اړوند پوښتنه را ولاړوي ۔ له بلې خوا يو ستر امپراتور  چې تل د جنگونو ،منډو ترړو ،هلو ځلو ،بريو او ماتو سره ښکيل وو ۔ څنگه خپل باطن ته را گرځي  اوپه خپل نفس کې دتېر عمر حسرت او افسوس کوي ۔ څرنگه يو فاتح اوسوبمن  چې که له يوې خوا دنياو اوعدالت سر لارى وو  خو دوطن مينې يې هم په رگونو کې ځاى نيولى و ۔څرنگه يې تيت پرک اولسونه په يو واحد نامه را ټول کړل يو موټى يې کړل او يو لوى هيواد يې دځمکې دکرې پر مخ  وغځولو ۔ دهغه په همدې شعر کې د زمان عنصر ډير دپام وړ دى ۔

 

مو ږ دا نه وايو او دا قصد هم نه لرو چې گويا شاعر به ددې شعر دهستولو په مهال د زمان دعنصر په باب هم داسې فکر کړى وي  ۔ خو نن ورځ يا په وروستيو پيړيو کې دانسان د ذهن او روان په اړوند ډېرې څيړنې ددې سبب شوي چې د انسان په روان او ذهن کې غير نجومي او غير فيزيکي زمان هم را وسپړل شي ۔

 

د برگسن په فلسفي سيستم کې زمان يا مهال خاص مفهوم لري ۔ هغه په دې باور دى چې نجومي زمان چې دسپنسر په نظر د موجوداتو د تحول په توجيه کولو کې بې وسه دى  لا تر دغه مهاله  دغه بې وسي برگسون ته دپيژندنې وړه نه ده ۔ يوه ورځ د زنون اليايي د غلطيو په ښودلو باندې زده کوونکو ته بوخت وو ۔هغو ته يې حرکت تشريح کولو په همدي ترڅ کې په علت پوهيده ۔ او خپله عقيده يې څرگنده کړه چې د اسپنسر د فلسفي اساس يعني نجومي زمان حقيقي کيداى نه شي او هغه حقيقي زمان چې برگسون ناپايه وخت باله له يوې بلې ريښى دى ۔برگسون  د((ناپايه)) زمان ډېر ښه او روښانه مصداق په باطني يا دننني ژوند کې ومونده  او له هغه وروسته يې ارواپوهنې ته مخه کړه ۔ دهغه په نظر له ميکانيکي تگ لارې او متود نه څه نه جوړيږي ۔ د رياضي او فيزيک فکري طرز چې نجومي زمان ددغه يادو علومو يو بنسټ دى هم دڅيړنې له پاره يوه مناسبه وسيله نه ده  نو په ذهني خوځون او حرکت کې يې ژور تاءمل يعنې شهود  غوره کړ ۔

 

برگسون د فضا اوشميرنو دمفهوم په شنلو او تحليل سره چې درون بيني او شهود ورسره يو ځاى کوي د ناپايه زمان ماهيت را پيژني ۔

 

زموږ د امپراتور شعر هم دشيبو انعکاس دى ۔ هم د عمرونو انعکاس دى  ۔هم د خوښيو او هم د افسوسونو انعکاس ۔ دغه ټول انعکاسات د يوه روان له هېندارې را ځليږي ۔ شاعر وايي :

 

شيرين عمر چى تيريږي دريغه دريغه

لکه اوبه هسې بهيږي دريغه دريغه ۔

 

 مشهور هندي تاریخپوه گندا سنگهه د امپراتور احمد شاه دراني د وروستي ژوند د خاصو شيبو  په باب ليکي :

 

د۱۷۷۲ کال په اوړي کې  دده ناروغي دومره يوه خطرناک حد ته ورسيدله چې د پزې له پاسنۍ برخې او د پزې او مرۍ ترمنځ خوا يې ونيوله  لاروا او چنجيان په دغه برخه کې راپيدا شول او تر دې حده چې د خوړلو او څښلو په وخت کې به يې خولې ته را توييدل ۔ د کاچوغي د مرستي پرته يې په سختۍ سره خوړلي شول ۔کله چې طبې علاج ناکام شو نو دى د سليمان په غرونو کې يوځاى ته چې توبه معروف بلل کيده او له کندهار څخه نهه ميله دختيځ لور ته و ،ولاړ ۔

 

وايي چې د پادشاه خبرې په سختۍ سره پوهېدلى شوې  او د ده بنگيدل يوازې د ده د اشارو او يا قوت خان په مرسته درک کيدلى شول چې دده څنگ ته به ناست وو خو وروسته ده دا هم نه شول کولاى چې يا قوت خان پوه کړي ۔ دا وخت شاه دخپل مطلب دپوهولو له پاره مجبور وو چې وليکي ۔په دغسې يوه بيچاره اولا علاجه حالت کې احمد شاه د۱۱۸۶  هه کال د رجب په شلمه  (د۱۷۷۲ کال د دسمبر په درويشتمه ) د جمعي په شپه له دونيا سترگې پټې کړي ۔

 

دا قاطع حکم نه دى  خو له احتمالاتو نه يو دا هم دى  چې لوى امپراتور به دغه شعر دگوښي توب او دعمر په يادو شيبو کې له ټولو يارانو جلا ويلي وي :

 

شعر په دې ډول دى :

 

شيرين عمر چې تيريږي دريغه دريغه

  لكه اوبه هسې بهيږي دريغه دريغه

ولې زړه په خبر نه دی له رفتنه

چې دا هسې ژر تيريږي دريغه دريغه

ولې هسې سوې بيغمه زما دله

 عمر باد غوندې چليږي دريغه دريغه

كه هر څو په ډېر ناز جوړې كړې ماڼيه

 په ارمان ځينې پاتيږي دريغه دريغه

دريغه دريغه اخر دريغه زما دله

 چې مين ځبله بيليږي زما دله

دا ياران لكه گلونه دبهار دی

  دخزان په تاو رژيږي دريغه دريغه

دا هجران مثال دوزخ  بيلتون يې اور دی

  دعاشق پر سر لگيږي دريغه دريغه

دا دونيا دلې پريښودې بې وفا ده

سور يې نه وي چې وړه كيږي دريغه دريغه

كه پيدا نه وای ديدن  بيلتون به مړو

 ستا له لاسه در رسيږي دريغه ريغه

كه مقصود دې اشنايي ده بيلتون خپل كړه

 ستا له لاسه در رسيږي دريغه دريغه

اشنايي په مثال گل حاصل يې خار دی

ستا له لاسه در رسيږي دريغه دريغه

احمد شاه به څه غم كه وخت دهوس دی

 دوصال نوبت ږغيږي دريغه دريغه

 

  ۱٠۴  دلوی احمد شاه بابا ديوان  (مشهور په ديوان هرا )

ترتيب اومقابله دمحمد معصوم هوتك ۱۳۸۸ كال

په دى پورته شعر کې د تير ارمان(نوستالژيا ) په خو اکې څو نور مفاهيم هم د يادونې وړ دي ۔ د مرگ وسوسه او انديښنه ۔ د اوبو په څير د ژوند جريان د لوى احمد شاه د همدې شعر په څير لرغوني يونان کې د زمان مفکوره د اديانو د تفکر په تاريخ باندې ډيره اغيزمنه وه ۔يو مفهوم چى په دې برخه کې ډېر دپام وړ وو  هغه د ابديت مفهوم وو ۔ د ابديت مفهوم د  ناپايه زمان مانا نه درلوده ۔ بلکې د زمان د تعلي په مانا کاريده۔ په مخلوق باندى د خالق حاکميت په زمان کې بند نه دى ۔ بلکې د الهى علم د زمان له چوکاټه بهر دى ۔

 

 په دې خبره باندې پوهيدنه چې انسان مړ کيږي  د لومړي وار له پاره ماشومانو ته د ژورې انديښنې او د اغيزې سبب شو ۔ ښايي مرگ باندې پوهيدنه يوازې د انسان پورې اړه ولري ۔ دلرغون پيژندني په کشفياتو کې هم دا خبره ليدلى شو چې د زيږون او مرگ ته پاملرنه کيده ۔ دمثال په توگه په قبرونو کې دخوراکونو چې له مرگ نه وروسته ژوندکې ترې گټه واخلي ۔ د راتلونکي له پاره هڅه ،امن او نورو بيلابيلو خواو ته پام کول هم يو دليل دى ۔

 

په اروا پوهنه کې په راتلونکي ژوند باور درلودل يو ډول جبيروي (Compensation) ځانگړنه لري په يهوديت کې له مرگه وروسته ژوند باندي ټينگار کيږي ۔ په مسيحيت کې د زمان مساله دخلقت پړاوونه درې گوني گڼل شوي دي ۔

 

دبابا ادم له پيدا يښت نه دمسيح تر ظهور پوري

 

دکليسا پراختيا او د مسيح بيا ظهور يا دمهدې موعود ظهور ۔ او دريم يې د تعميد غسل دى  چې شخص په کې دحضرت ادم له گناه پاکيږي ۔ او د مسيح له بدن يعني کليسا سره يو ځاى کيږي ۔ او د قيامت په ورځ به قضاوت کيږي ۔

 

په اسلامي فرهنگ کې د زمان مفهوم دمسيحيت په څير د تاکيد وړ نه دى ۔ خو له زردشت وروسته دساسانيانو په مهال يو دين را منځ ته شو چې زروانيان نوميدل ۔ زروان يعنې ناپايه زمان۔

 

په اوپانيشادونو کې د دتناسخ مساله ددې له پاره هم مطرح شوى چې له مرگ نه دتيښتې سره مبارزه وانگيرل شي ۔ په بگواد گيتا کې د نابودونکي اوخالق رب النوع دزمان په نوم يادشوى چې دزروان له مفکوري سره ورته والى لري ۔

 

اوس بيرته را ځو دامپراتور شعر ته چې په هغه کې د تير ارمان يا نوستالژيک درد جوتيږي.

 

دگندا سنگه له قوله  ديوى پيړۍ د څلورمې برخې په فعاله ژوند کې احمدشاه د يوې ډېري ښي روغتيا خاوند وو ،يوازې په دوه څلويښت کلنۍ کى دخپلو اوږدو اوناکراره اجراءتو اغيزې يې  حس کړې ، په هغې سربيره دده دشکرې مزمنې ناروغۍ او په پرله پسې توگه دده انرژي تحليل کړه  خو دده ناوړه ناروغي اوشکايت دپزې پر سر د ټپ او(( ۔۔۔۔دانې )) څخه عبارت وو چې په پرله پسې توگه يې دده مخ دخپل عمر په وروستيو دوو کلونو کې تخريب کړ ۔ دغو عواملو دده جسمي کمزورتيا سره مرسته وکړه اوپه يو پنځوس کلنۍ کې دخپل سخت ژوندي کار قرباني شو۔

 

نو شاعر په پورته ياد شعر کې هر څه د زمان په بستر کې ويني او د زمان بستر د طبعيت د دوه توکو ېعنې اوبو او باد سره ورته بولي ۔ دمعاصرې وجودي فلسفې نهيليزم  هم له دې سره اړه لري چې انسان په دې نړۍ کې ډير ارمانونه او هيلې خپلوي خو د زمان په بسترکې ټولې عبث او بې ځايه کيږي ۔  انسان د خپلو هيلو او ارمانونو د پوره کيدو له پاره پوره وخت نه پيدا کوي  يا يې هيلي يو پارسنگ هم نه پوره کيږي ۔ نو ځکه دفنا مفهوم په بقا باندې برى پيدا کوي  اوانسان له ژور دروني درد او کړاو سره لاس وگريوان کيږي۔

 

شاعر وايي:

 

ولې هسې سوى بيغمه زما دله

عمر باد غوندې چليږي دريغه دريغه

که هر څو په ډېر ناز جوړې کړې ماڼيه

په ارمان ځينې پاتيږي دريغه دريغه ۔

- اکبر کرګر
بېرته شاته