(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارګ خوندور ځواب

[25.Oct.2017 - 15:21]

پاکستان ته د ارګ ناوخته، خو خوندور ځواب
سرخط

تر دې وروستيو کلونو پورې تر ډېورنډ کرښه هاخوا د پښتنو په سيمو کې د پاکستاني پوځ او حکومت واک هغسې نه چلېده، څنګه چې په نورو هېوادو کې حکومتونه پر خپلو سيمو حاکم وي.

پروېز مشرف د پاکستان لومړی پوځي مشر و چې ډېری پښتون مېشتو سيمو ته يې د پوځ لمن ور پراخه کړه او ها خوا يې بلوڅان لا پسې وځپل.

ده د بلوځ ملتپال مشر نواب محمد اکبر خان بکټي وواژه، د بلوڅ ملتپالو پر ضد يې خونړي عمليات وکړل، پښتانه مشران يې تر فشار لاندې راوستل او د پښتنو په سيمو کې يې د پاکستان پوځ خپور کړ.

دا سپينسترګي وه او له مشرفه سيوا بل چا نهشوای کولای.

څه باندې يوه نيمه پېړۍ وړاندې له بريټانوي هند سره داسې تړون شوی و چې تر ډېورنډ کرښه هاخوا سيمه به تر اټک پورې د افغانستان وي، خو يوازې افغانستان به خپل پوځ نه پکې ځای پر ځای کوي.

اوسنۍ ډېورنډ کرښه زموږ د پوځ لومړۍ کرښه وه چې بايد ورباندې پروت وای، تر اټک پورې سيمه به يې څارلای شوای، خو پوستې يې نهشوای پکې جوړولای او نه هم بريټانوي هند د دې اجازه درلوده چې دغې سيمې ته پوځ ننباسي.

کوټه، پېښور او وزيرستانونه يوازې په دې خاطر د يوه خندق په څېر ساتل کېدل چې تر اټک هاخوا بريټانوي هند ته د افغان پوځ له خوا کوم خطر متوجه نهشي.

داسې تړون هم شوی و چې د بريټانوي هند له خوا به هم نه په افغانستان او نه هم تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه د پښتو په سيمو کې لاسوهنه کېږي.

د همدې تړون په اساس، تر هغه وخته چې بريټانوی هند افغانستان ته د دغې سيمې ماليه او ټکس ورکوي، دغه سيمه به همداسې پاتې وي، که په کومه ورځ ماليه بنده شوه، يا بريټانوي هند د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړه او يا هم د بريټانوي هند حدودو او پولو تغيير وکړ، دا تړون په هماغه ورځ فسخه دی.

موږ وليدل چې بريټانوی هند مات شو، حدود او پولې يې ګډې وډې شوې، د پاکستان سپينسترګي دې حد ته ورسېده چې بېخي يې افغانستان د خپلې پنځمې صوبې په بڼه په خوب ليد، پوځ يې د پښتو په سيمو کې واچاوه، اوس دا دی وزيرستانونه د پېښور ايالت برخه جوړوي او پر ډېورنډ اغزن سيم دروي.

که د پاکستانيانو په خپل غلبېل کې خاشه نه وای، دومره پورته پورته به نه غورځېدای او نه به يې د ډېورنډ رسمي کولو ته داسې جدي کار ويلی وای.

که څه هم پر ډېورنډ له کلونو راهيسې د اغزن سيم د درولو خبره کښته پورته کېږي، خو په دې ورستيو کې پر دغه کرښه د تار غځولو چارې عملا پيل شوې او په درز کې روانې دي.

تمه وه چې ارګ بايد ډېر وړاندې د پاکستان د دغې سپينسترګي په اړه غبرګون ښوولی وای، خو ولسمشر ايله پرون خبره وکړه او ښه نره خبره يې وکړه.

ده وويل، د پاکستانيانو ماغزه خراب دي. دوی ولسونه په تارونو بېلوي. موږ عميق، دقيق او له پلان سره مخ ته ځو، تارونه به په بياتي غوڅ شي.

د ولسمشر دا خبرې به ځينې کسان عادي بولي، خو موږ پوهېږو چې پر پاکستانيانو به يې څنګه د مرګ او ځکندن خولې راوستلې وي. موږ ته د پاکستان کمزورۍ تر نورو ښې مالومې دي او د خبرو په وزن تر ځينو ښه پوهېږو.

ولسمشر رښتيا وويل، پاکستان هم په دې ښه پوهېږي چې ولسونه په تارونو نه، په ځنځيرونو هم نه سره بېلېږي، خو د سرګودې پالوان د خپلې بقا په جګړه داسې سپينسترګي ته هم ملا تړلې وه، داسې وېروونکی خوب يې په ويښو سترګو ليده چې رښتيا کېدل يې حتا ده ته هم محال ښکاري.

د یوې نيمې پېړۍ تر تېرېدو وروسته هم، تر کرښه پورې غاړه، يو پښتون ماشوم چې نه يې افغانستان ليدلی، نه چا ورته د باباګانو کيسې کړې، ښوونځی يې په اردو ژبه دی، راولاړېږي او چيغه کوي چې زه پاکستانی نه يم، زه افغان يم. موږ حيران يوو چې د سرګودې پالوان څنګه د دې هر څه په ليدو بيا خپلو شيطاني خوبو ته اړخ بدلوي؟

د خاورې مينه د دې سيمې د انسان په ډي اين اې کې نغښتې ده. ډي اين اې د پېړيو په تېرېدو هم نه بدلېږي، نه يې اغزن تارونه پر عادتونو او خويونو سيوری غوړولای شي.

پر دېوال غنې راته مه ږده

زه به در واوړم ستا خواري مې ژړوينه

- سرخط
 بېرته شاته