(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سعود او د تغزل معراج

[24.Aug.2017 - 13:06]

سعود او د تغزل معراج 

لیکنه:عبدالله انځورګر 

تغزل د غزل پر مختللي حالت ته وايي یا وایو چې په یوه غزل کې شهکار بیت د تغزل سمبول دی، چې شاعران یې اکثره وخت په غزل کې له لومړني بیت څخه وروسته نوبتي کوي؛ خو د تغزل مانا او ګډ استعمال په ټولو ژبو کې یو ډول نه ده، په هره ژبه کې بیلې ماناوې لري، هر شاعر له خپلې تصوري زاویې څخه تعریف کړی دی، د ټولو کلاسیکو شاعرانو په شاعرۍ کې لیدل کېږي او د هندي مکتب شاعران یې استادان دي. تغزل په غزل کې داسې مانا لري لکه د جونو په ټولۍ کې تر ټولو ښکلې انجلۍ، لکه د ګلانو په تاخچه کې تر ټولو ښکلی ګل، لکه له اوږدې مودې وروسته د دوو مینانو سکون، لکه د مخاطب او مهم کس د وجود دې لمس احساس......تاسې د دې ټولو په منځ کې یو مشترک روح احساسوئ، چې د تغزل یوه ښه بېلګه یې ګڼلی شو. تغزل د غزل صفت دی او نرګسي پیمانه یې په غزل کې نغښتې ده؛ نو د دې پیمانې د ناپ لپاره د فلسفي شاعر سید شاه سعود یو بیت را نقلوو:

څو پاڼو کې حسن زېږېدلی په شمار د ګل

څنګه به سعوده چا ناپ کړی وي خمار د ګل

 

موږ که یو شی تلو او یا یې هم اندازه کوو، مادي جوړښت به لري. د معنوي شیانو اندازه کولو او تللو ته عاجز یو؛ خو سعود معنوي شیانو ته بېلې لارې لري (د ګل د خمار ناپ) دا یوه ډېره نا اشنا او نوې خبره ده، چې انسان یې تصور هم نشي کولای، لنډه دا چې په لاسو کې د خمار د رانیولو غوښتنه ده او دا داسې منطق دی چې د عقل سرحدونه ورته عاجز دی.

لوی خدای ج انسان د یو عقل لرونکې موجود په توګه پیدا کړی دی، چې همدا عقل د انسان په زات کې د پنځو حواسو مدیریت کوي، ګډه پایله یې د علم پراختیا او د انسان د تکامل سبب ګرځي. سعود دا خبره په ډېره نا اشنا سلیکه کوي:

عقل د پنځو حواسو لوبه ده 

علم په دې لاره ستړی شوی دی

 

موږ په پښتو ادب کې په افسانوي کیسو، مقدیمو او معاصرو اشعارو کې دا خبره ډېره اورېدلې، چې معشوق تل معشوقې ته وايي(زړه مې په اور وسو، په تا پسې مې زړه په اور کباب شو) دا خبره دومره کلیشه شوې، چې نور یې تشه په پښتو ادب کې نه محسوسېږي؛ خو سعود له یوې نوې زاویې څخه دا کلیشه خبره دومره په نوي انداز کوي، چې زړښت یې هیڅ نه حس کېږي او لوستونکی فکر کوي چې دا په پښتو ادب کې د دې خبرې پیل دی:

بس اوښکې یې تویېږي او نم نه احساسوي

دا ټول بې حسه شوي دي غم نه احساسوي

ور وځه د جانان په څنګ کې واغونده لمبې

زړګیه په سینه کې دې سم نه احساسوي

 

تصویر په یوه بیت کې مهم ارزښت دی، چې هر لوستونکی یې له خپلې زاتي تجربې او فکري استلال څخه ترسیموي. که څوک د طبعت نظاره کوي؛ نو ممکن داسې پېښ شي، چې زړه یې وا نه خلي سبب یې ښايي دا نه وي چې ښکلې نه ده، ممکن د داخلي فطري تمایلاتو توجوع ورکش نه کړي؛ خو په غزل کې د تصویر ترسیم د انسان له فطري ذوق سره بېل تړاو لري، حتما داسې خیالي تصویر ترسیموي چې زړه او روح ته منل شوی وي. راځئ د سعود لاندې بیتونه د ازموینې په توګه د خپل خیالي ګرافيک سره بدرګه کړو.

د سیند په زړه کې مې سپوږمۍ په نڅا ولیدله

ورسره ګډ شمه څپې وکړم که څه وکړمه 

 

بل ځای وايي. 

ته رقیب سره موسکۍ وې او ما زړه درته خوړلو

چې ګلاب یې درکولو ورغوزار دې ولې نه کړو 

 

په کتابونو کې راغلي، چې د ټول بشر ښکلا دوه تقسیمه شوه؛ یوه یوسف علیه السلام ته او بله یې ټول بشر ته ورکړل شوه. د یوسف کیسه په قرانکریم کریم کې احسن القصص بلل شوې او په دولسمه سپاره کې چې د یوسف په نوم ده، راغلې ده. له یوسف د وروڼو رخه کېده. یوه ورځ یې په څه چل صحرا ته بوت، هورې یې کوهي ته ورګوزار کړ، چې له څه مودې وروسته یو کاروان چې مصر ته روان و، را ویوست او مصر ته یې ورسره بوت چې خرڅ یې کړي. د مصر عزیز نومي کس د خپلې میرمن زلیخا په ټینګار، یوسف په ارزانه بیه وپیرود او خپل کور کې یې لوی کړ. زلیخا چې دده ځوانۍ ته کتل ورباندې میینه شوه. هڅه یې وکړه چې ورنږدې شې؛ خو یوسف ځان ورنه وساته.....د یوسف کیسه اوس هم ډېر خلک لولي، د یوسف ښایست، تقوا او د زلیخا بې صبري؛ د ډېرو زهنونو شیره ده. هر سړی یې په خوب د لیدلو تږی دی؛ خو د سعود د غزلا له قوله مصریان چې کله زلیخا په خوب ویني، نو د خوب تعبیر بې انتها ښکلا ده او ضرورت نه شته چې وویل شي بلکې همدا خوب دې پر له پسې تعقیب شي، تر څو همدا ښکلا خوب لیدونکی د یو ارزښت په توګه ومني:

مصر کې رسم دی چې څوک هم زلیخا وویني

تعبیر دې مخکې ورله ورکړي خوب دې بیا وویني

پاڅي روان شي لېونی دی بیا په ځان هم نه وي

څادر د بل سړي را پورته کړي چې تا وویني

 

په شعر او شاعرۍ کې ریاضیت ډېر مهم فکتور دی. ریاضیت د غزل د تخنیکي غوښتنو هغه هنر دی چې موسیقیت او اهنګ یو په دوه کوي، په بیا بیا د ویلو حوصله زیاتوي او په زړونو کې غځونې کوي. د سعود شاعري په دې برخه کې دومره هنري استعداد لري، چې په پښتو ادب کې یې ساری نه شته؛ ځکه خو یې د معاصري او نوې دورې شاعران په ځان ورټول کړي دي. څو بېلګې یې د ذوق د خړوبولو لپاره راوړو:

عقل او شعور لېوني کړي یو

مونږه خپل غرور لېوني کړي یو 

دغه د انګور لښته ورېبۍ!

دې د ظالم لور لېوني کړي یو

 

په بل ځای کې وايي:

سترګې مې نیمګړې دي تکمیل یې درنه غواړمه 

هر څه بې دلیله دي دلیل یې درنه غواړمه

شونډې دې واضحې دي موسکا باندې پوهېږمه

سترګې د ابهام لري تفصيل یې درنه غواړمه

 

یوه بله بېلګه:

سترګې د چا ګور ایسارې کړې دي

خویندې خپلې خور ایسارې کړې دي

څانګو د ازغو لشې را پورته کړئ

پاڼې ګل په کور ایسارې کړې دي

مالګه ترې اوبو کې ګډه شوې ده

اوښکې چا په زور ایسارې کړې دي

 

که څوک د رحمان بابا د شاعرۍ مینوال وي، کاروان یې هم خوښېږي. وګورئ که حمزه، خاطر او صابر دې چا خوښېږي؛ نو سالک او جلال یې هم په زړونو کې ځای نیولی دی. د دې تدریجي تړون علتونه ښايي نور هم وي؛ موږ یې دلته یوازې په دې مانا را اخلو چې د پخوانيو شاعرانو د شاعرۍ رنګونه په اوسنۍ شاعرۍ کې هم حس کېږي؛ خو د سعود د شاعرۍ رنګ دومره بېل دی چې په پخوانۍ شاعرۍ کې یې هیڅ مثال هم نه شو پیدا کولای. لیکلاره یې له نورو ډېر بدله او نا اشنا ده. عجیبه غوښتنې او سپارښتنې کوي د نمونې په توګه لاندې څو بیتو ته مو رابولم:

سر دې بیرته ولې راوړلو ترې ځار دې ولې نه کړو

چې تر زلفو رسېدلی وې نو یار دې ولې نه کړو

پېغلتوب دې چې په لاس کې و نو ولې تیرېدلو

چې سپرلی دې رانیولی شو ایسار دې ولې نه کړو 

 

بل ځای وايي:

ژوند راسره نشته قاتلان را پسې نه راځي

ستورو پسې نه ځمه اسمان را پسې نه راځي 

سترګې رانه واړوه چې ټکي مې بې ژبې شي

هور را پسې مړ کړه چې امکان را پسې نه راځي

 

د یوه ابتدائیه ښوونځي استاد وايي(ما له درس ورکولو وروسته زده کوونکو ته دوه مخه کورنۍ دنده ورکړه چې باید سبا ته یې را ولیکي یو زده کوونکی چې له نورو ډېر با استعداد و، پټ په غوږ کې راته وویل: استاده زه به یو مخ را ولیکم، بیا مې کتابچه ډکېږي. دا مې د کلي دوکاندار څخه په قرض اخیستې). دلته زموږ فاصله له نورې نړۍ سره ښه واضح ښکاري. موږ د علم تږي یو، په رڼاګانو میینان یو؛ خو د دې د پاسه مو څوک نه پرېږدي چې د علم ډېوې بلې وساتو. راځي په دې اړه یوه شېبه سعود ته تم شو:

قلم دې راکړي کتاب دې راکړي

په ما کې څه کم دي ځواب دې راکړي

دې زمانې سره زه نه ومه څه؟

که ورسره ومه حساب دې راکړي

شعور دې ځان راباندې وپېژني

داسې یو نوی انقلاب دې راکړي

- عبدالله انځورګر
 بېرته شاته