(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ختيځ ادبي بهیر ۲۸ مه غونډه

[28.Jan.2013 - 17:27]

ختیځ ادبي بهیر د تل په شان خپله ۲۸ مه اونیزه غونډه د   ۱۳۹۱  هـ ل  کال دسلواغې میاشتې په شپږمه نېټه د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې  جوړه کړه.

پرانیسته يې خاورې مینت بار د قران پاک د مبارکو ایاتونو پرتلاوت وکړه، او بیا د هیواد د ښه لیکوال او سیاسیي کار پو علام محمد زرملوال  د مړینې له امله د هغه روح ته د دوعا لاسونه  پورته شول.

دا اونۍ د دریځ چارې الفت پاڅون سمبالولې، د غونډې مشران مېلمانه  له  کابله راغلي ښه لیکوال غزیز تحریک، اسماعیل اړم او کوربه توب يې ډاکټر بشیر احمد پرهر کولو.

د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوست  او ځينو بهیروالو پرې خپل نظرونه څرګند کړل.

عبدالغزیز شجاع وویل: چې په ګزارش کې ځینې خبرې نه دي راخیستل شوي او ځينې پاتې شوي دي، هغه د بېلګې په توګه د ځواب  څرګندونو  ته ګوته ونیوله، چې د خزان د شعرونو په اړه يې کړې وې او د هغه په شاعرې کې د  ( کوکنارو) پر کارونه ګړیدلی و.

نقیب احمد اتل وویل: په ټوله کې مړوند ډېر ښه او روان ګزارش لیکي زما يې ګزارشونه خوښيږي، خو نن يې د لوستلو انداز مزناک نه و او داسې يې ولوستو لکه ځان چې ترېنه خلاصوي.

ضیالدین همت مل بیا په ګزارش کې ځينو اضافي کلیمو ته اشاره کوله، په وینا يې په لیکنه کې باید هڅه وشي، چې لنډې کلیمې وکارول شي. نوموړي وویل مړوند په يوځای کې راخیستي دي ( خپله لیکلې لیکنه يې ولوستله ) د ښاغلي همت مل په باور که د لیکلې کلیمه ترېنه ووځي او یوازې ولیکل شي چې ( خپله لیکنه يې ولوستله) نو بسنه کوي او د جملې په لنډولو کې  هم مرسته کوي.

د اثارو د ارزونې په برخه کې احمد جمال جمال خپل غزل کرکتنې ته وړاندې کړ چې د بهیروالو له خوا و اروزل شو.

د غزل مقطع داسې وه:

د وخت حجاج بن یوسف مروان ته وژني خلک

په سر د ځمکې په نامه اسمان ته وژني خلک

د ارزونې پیل پرې عزت الله ځواب وکړ، وې ویل د مطلعې په ګډون ټول غزل ډېر ښکلی دی، خو لومړی بیت یو څه تشریح ته اړتیا لري، په خبره يې ممکن یو شمېر کسان د حجاج بن یوسف په داستان نه وي خبر او د مطلعې په مفهوم يې سر خلاص نه شي. وېې ویل په غزل کې خو نه شته دی خو فکر کوي، چې تر ډېره د لوستو کسانو لپاره لیکل شوی دی.

ضیاالدین همت مل بیا مطلع خوښه او وستایله زیاته يې کړه، چې ښه تلمح په کې کارول شوې ده او شعر يې د شعار نه جلا کړی دی.

ښاغلي اغیز هم د همت مل پر تایید په لومړي بیت کې د ښو ادبي صنعاتونو کارونه یاد کړه او وې ویل چې پر ادبي فنون ولاړ بیت دی.

ګڼو نورو ملګرو هم د غزل مطلع خوښه او وستایله.

دریځوال لومړی بیت وویلو:

که زه او ته په کې ساه اخلو دا يې رحم نه دی

لاس غزوي موږ قتلوي امکان ته وژني خلک

ځواب بیا نوبت خپل کړ او بیت يې خوښ کړ، زیاته يې کړه که څه هم ( امکان ) ډېره شاعرانه کلیمه نه ده، خو دلته جمال ډېره ښه کارولې او خوږلني يې ورکړي ده.

دا بیت د ټولو ملګرو لخوا وستایلو شو.

او بیا دریځوال د غزل دویم بیت وویل، چې داسې و:

شکر چې عقل مې د زړه په مقابل کې شته دی

ګنې دا نفس خو په رښتیا شیطان ته وژني خلک

همت مل وویل: دا بیت يې هم د نورو په شان ښکلی دی، او د خوږ والي یو لامل يې دادی چې په غزل کې يې ډېر ښه ردیف ټاکلی دی، چې د شعر د ښکلا په زیاتولو کې يې مرسته کړې ده.

شجاع هم دا بیت ډېر خوښ کړ، وې ویل په دې بیت کې جمال ډېر ښه پیغام وړاندې کړی او د پیغام له پلوه ډېر غني دی.

ډا کټر پرهر ، هم په بیت کې د ښه پیغام خبره وکړه او وې ویل چې ډېره نادره تشبې په کې کارول شوې ده او د زړه نه يې عقل ته ارزښت دېر ورکړی دی. د پرهر په خبره موږ ډېری وخت زړه ارزښمنتد یادوو، خو دلته جمال کمال کړی او د زړه  په پرتله عقل ته په ډیر ارزښت قایلیږي  وايي، ښه دی چې دا عقل مې دزړه په مقابل کې شته دی.

ځواب هم د شجاع او پرهر سره همغږی او بیت کې يې د ښه او لوړ پیغام یادونه وکړه.

بیت د ټولو ملګرو لخوا خوښ او وستایل شو.

او بیا دریځوال څلورم بیت ته لاړو:

دا د مغلو د چنګېز د نظريې لاروي

تنده په وینه ماتوي باران ته وژني خلک

پرهر وویل که څه هم دلته ( باران ته وژني ) خلک ( باران) کلیمه سمه او پرځای کلیمه نه ده راغلې، خو بیا هم بیت ښکلی دی.

همت مل بیا ویل، چې دا بیت هم د لومړي بیت مانا او مفهوم له ځان سره لېږدوي.

 دریځوال د غزل پنځم بیت وویلو، چې داسې و:

سترګو دې پورته کړې نېزې بیا د بڼو په نامه

دا خونړي دي د سینې سلطان ته وژني خلک

دا بیت هم د ټولو ملګرو لخوا وسنایلو شو

او بیا شپږم بیت وویل شو:

د تخت او بخت په سر جګړه ده بقا نه لري

څه لیوني دي چې فاني جهان ته وژني خلک

ځواب وویل په دې بیت کې يو څه نصحت غوندې شوی دی او ښه بیت دی، نورو ملګرو هم د ځواب په تایید بیت خوښ کړ.

اتل په دې بیت  او په ټول غزل کې پروفي او املايي تېروتنو ته ګوته ونیوله، چې ځای ځای په کې راغلي دي.

د نوموړي د بېلګې په توګه ( فاني جهان) چې ( پاني جهال) لیکل شوی و یاد کړ.

د غزل اوم بیت هم وویل شو:

د حق ملګری یم چې مینه د حسین پالمه

باطل رقیب مې یزیدي ارمان ته وژني خلک

دا بیت هم ټولو ملګرو خوښ کړ.

او ویاند د غزل ورستی بیت یا مقطع وویله:

جماله عقل يې د سر نه پوندې هله وخوري

انسان چې پورته شي او بل انسان ته وژني خلک

د غزل په ورستي بیت هم ډېرې خبرې ونه شوې او ناستو ملګرو د پیغام او نورو ټولو اړخونو له پلوه خوښ او وستایلو.

په اخیر کې استاد غزیز تحریک ته بلنه ورکړل شوه، چې دریځ ته پورته شي او په ټوله کې د غزل په اړه خپل نظر څرګند کړي.

استاد تحریک وویل، په تولنه کې د ځوانانو ونډه ډېره مهمه ده او باید ځوانان په کې برخه واخلي (( دلته چې ما ولیدل یوازې یو څو کسانو خبرې کولې او نور چپ ناست  دی هیله مې داده، چې ځوانان دې په کرکتنه او بحثونو کې برخه واخلي همدا ځای يې د استعدادونو د روزولو دی.))

استا تحیریک د د غزل په دوو برخو کې خبرې وکړې د ګرامري پلوه او غزل د منځپانګې یا محتوا له اړخه.

وې ویل موږ چې کله عربي کلیمي په شعر کې کاروو نو باید کټ مټ يې عربي ولیکو او د لاس وهنې حق په کې نه لرو. هغه د ( اسمان) کلیمې کارونې ته په اشارۍ سره وویل ، چې باید ( مد) ورکړل شي.

استاد تحریک په شعر د کلیمو په سمه کارونه ډېر ټينګار وکړ او زیاته کړه، چې شاعران او لیکوال باید دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي او ترڅنګ يې پروفي تېروتنو ته هم توجو وکړي ځکه دا هغه ډله خلک دي، چې ټولنه ترېنه تمه لري.

نوموړي همدارز وویل چې شعر باید د سیمیزې لهجې نه راوځي او معیاري یا ملي لهجه کې ولیکل شي د ( جګړه ده ، بقا نه لري) پر ځای يې د (جګړه ده هیڅ بقا نه لري )  جمله  سمه یاده او له انده يې دلته باید یو هیڅ ورسره ورزیات شي، چې د سیلابونو دکمیدو مخه يې ونیول شي.

نوموړي همدارز د غزل په منځپانګه هم وګړیدو او غزل يې خوښ کړ.وویل جمال کمال کړی دی او د پیغام او محتوا له مخې يې ډېر ښه او لوړ غزل لیکلی دی .

او بیا خپله احمد جمال جمال دریځ ته وبلل شو، نوموړي د ټولو دوستانو نه مننه وګړه، چې د هغه په  غزل يې دومره خبرې وکړې او مینه يې ورکړه.

د غونډې دویمه برخه د معمول سره سم ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې لسګونو تنو په کې خپل شعرونه وویل.

د غونډې په پای کې یو ځل بیا عزیز تحریک دریځ ته وبلل شو، نوموړي وویل ډېر خوشاله دی چې نن په ختیځ ادبي بهیر کې کې د ګډون ویاړ لري.

په وینا يې غونډه ډېره ښه وه، او هغه ځکه چې نن ده ډېری داسې شعرونه واوریدل چې د وطن او سولې لپاره ځوانانو لیکلي وه او دا برخه يې ډېره درنه وه.

نوموړي همدا رنګه د نوو ځواناو لخوا د نومونو یا تخلصونو په اړه هم خبرې وکړې او لارښونه يې وکړه، چې د تکراري یا د هغو تحلصونو څخه ډه ډه وکړئ، چې تر تاسو وړاندې نور خلکو ایېښي وي. هغه ویل که تاسو هرڅومره کار هم وکړې، خو تر تاسو وړاندې په دې نومونو نورو خلکو اثار او کتابونو چاپ کړي دي او هغوی پرې شهرت پیدا کړی دی، نو ښه داده چې تاسو د ځان لپاره نوي تخلصونه پیدا او وټاکئ.

 په وینا يې پښتو ډېره غني ژبه  ده او ډېر داسې پټ نومونه په کې شته دی، چې تراوسه چا پر ځان نه دي ایښي.

په پای کې د دې اونۍ د کوربه په توګه ډاکتر بشیر احمد پرهر د ټولو دوستانو نه مننه وکړه، چې په غونډه کې تر پایه پاتې شول او د راتلونکې اونۍ لپاره وټاکل شوه، چې نقیب احمد اتل به د پښتو لیک نښو په اړه ادبي درس وړاندې کوي.

غونډه غرمه  ناوخته پای ته ورسیده

/ ایمل مړوند.

- مړوند
بېرته شاته