(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مور بي بي یاد

[23.Apr.2024 - 07:57]

د مور بي بي نسیم ولي خان یاد

لیک: نصیر ستوری

د پښتنو میرمنو ونډه په سېاسي هلو ځلو کښې له تاریخي پلوه  ډیر لوې ارزښت لري.

کله چي په 1975 کښې ذولفقار علي بوټو پښتانه مشران بندیان کړل, نو مور بي بي  په ډېرې زړورتېا د قامي مبارزې بیرغ اوچت کړ او د سیاست ډګر ته راووتله, د پښتنو مبارزو میرمنو  ېاد یې تازه کړ  او کارنامې یې د تاریخ پاڼو ته وسپارلی شوې.

ښاغلي صادق ژړک وایي

ارواښاد ډاکټر کبیر ستوری په خپله شاعري کي  د پښتني سیاست د ډګر اتله مېرمن نسیم ولي خان  په ډېر درنښت یاده کړې ده،

کله چي په نیويمه لسیزې  کي د پښتونخوا د نوم په هکله په اسمبلۍ  کي خبره روانه شوهنو هغه وخت  مور بي بي د اسمبلۍ غړې وه نو د اسمبلۍ  پر فلور [ غولي] یې په ډېره ښه توګه د پښتونخوا قرارداد پاس کړو ، د مور بي بي د دې کارنامې  په باب ارواښاد کبیر ستوري په خپله شاعري کي ځای په ځای یادونه کړې ده او مور بي بي یې په داسي  ټکو کي ستایلې ده:

 

خوب مي لیده چي پښتونخوا جوړیږي

چي ویښ شوم غږ شو په رښتیا جوړیږي

چي قرارداد د پښتونخوا یې پاس کړو

نسیم ولي د قام انا جوړیږي. [۱]

 

کله چي په اسمبلۍکي قرارداد پاس کیږي نو ارواښاد کبیر ستوری د مور بي بي  ستاینه په داسي  تورو کوي:

 

پرېکړه پاس د پښتونخوا شوه خوشحالي شوه

د قامونو سره جوړه مو سیالي شوه

زرغونې انا ټیکری خپل ورپه سر کړ

چي انا د پښتنو  نسیم ولي شوه  [۲]

 

په پښتون قامي غورځنګ کي هسي ډیرو ښځو ونډه اخیستې ده خو مور بي بي بیا د یوې مور کردار په سیاست کي لوبولی دی، نو ځکه خو کبیر ستوري په خپله شاعري کي  مېرمن نسیم ولي د خپل عصر توریالۍ په توګه یاده کړې ده:

 

که ملاله په تاریخ کي ننګیالۍ ده

نو نسیم ولي  د عصر دعصر توریالۍ ده

قرارداد د پښتونخوا یې په زیار پاس شو

د بخت ستوری د پښتون د سوکالۍ ده. [۳]

 

او بیا د زیري تر سرلیک لاندي کبیر ستوری په خپلو شعرونو کي د مور  بي بي دې تاریخي کارنامي په داسي الفاظو قایل دی:

 

ذهنونه اوښتلي دحالاتو رنګ بدلیږي

څه نوی شان خوځښت دی غیرتونو راویښیږي

د ژوند د بې وسۍ توري تیارې په ورکېدو دي

پښتون په یو مرکز د قامولۍ باندي ټولیږي

ملي غرور او حس  دپښتونوالي ژوندی شوی

غوټۍ د ارمانونو غوټۍ شوي دي غوړیږي

نسیم زېری راوړی دخوشال  بابا دېرې ته

بیرغ د خپلواکۍ د پښتنو جګ شو رپیږي

داستوری داسمان ورته رڼا کوي ولاړ دی

نقشه کي د نړۍ د پښتونخوا نوم لیکل کیږي.[۴]

_____________

 مور بي بي  په ۱۹۳۳ کال کې زیږیدلې وه

په ۱۹۵۴ کال کې له خان عبدالولي خان سره واده وکړ

 د ۱۹۷۷ کال په ټاکنو کې د خیبر پښتونخوا ایالت د عمومي څوکۍ څخه د لومړۍ میرمنې په توګه وټاکل شوه.

دباچاخان مرکز ودانۍ یې هم په هلو ځلو جوړه شویده.

اروا یې ښاده

نصیر ستوری

-
بېرته شاته