(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تور یېکۍ سنګین

[23.Apr.2024 - 06:15]

میرمن تورپیکۍ خادم سنګین

 

د افغانستان ملي شاعرانې دپیژند لړ 

:آغلې تورپېکی خادم سنګین د ادبي چوکاټ د نومیالي ستوري او استاد ارواښاد قیام الدین خادم لور ، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ مربوط او په کابل کې یې په یوې علم پلورې، معززې او وطن پرستې کورنۍ کې دې نېمګړې دنیا ته سترګې غړولې دي.

ـ اغلې سنګین  لمړنۍ زده کړی ( تر پنځم ټولګي) پورې د ننګرهار د آلایي لیسه کې ترسره کړي او بیا له پنځم ټولګي پورته له شپږم ټولګي څخه د کابل په عایشه دراني په لیسه پیل کړې ، خو د آغلې سنګین د لوړ استعداد او جرات په درلودلو سره هم مهاله په راډیو افغانستان کې د کوچنیانو خپرونه کې همکاري پیل کړه، البته د زده کړو تر څنګ له دوه کالو وروسته یې د استاد فضلي چې د درام او دیالوګ مدیر و، د ممثلې په حیث کار پیل کړ .

ـ د وخت په تېرېدو سره د آغلې تورپیکۍ خادم سنګین علاقه او ذوق د ادبي خپرونو سره زیات وو ، چې له ښه مرغه د هنر او ادبیاتو مدېریت سره یې کار پیل کړ ، بیا یې ورو ـ ورو دکلمې په برخه کې د نوموړې ادارې سره کار پیل کړ او آغلې سنګین ته ددې زمېنه مساعده شوه،  چې د هرچمن سمني د شپې غږونه راډیو یې مجلی خپرونو کې د نطاقۍ چانس ور په برخه شي، په همدې وخت کې یې د رادیو افغانستان په حیث د قراردادي نطاقي پیل کړه ،

اغلې سنګین د بکلوریا تر اخیستو ورسته د ژوند نوی تړون دستحاط کړ( واده یې وکړ) . همدا  وخت وو چې هغه مهال رژیم تغیر وکړ او د شهید محمد داود خان دوره پیل شوه

آغلې سنګین د جمهور ریس د مطبوعاتو د پرمختګ سره ډیره علاقه وه د راډیو خپرونې په زیاتېدو شوې او د تلویزیون د جوړېدو کار  هم پیل شو او د افغان فلم اداره هم په پراخېدو شوه او اغلې سنګین د افغان فلم  اخباري فلمونو کې همکاري کوله او د جمهور په غوښتنه د خارجي فلمونو دوبلاژ هم پیل شو او د آغلې سنګین آواز د فلم د لمړۍ کرکتری لپاره انتخاب  شو ، نو دوی وکولای شول ، چې یو روسي فلم چې نوم یې وو (ګلان وځنډېدل) په پښتو دوبله کړو او وروسته مو بیا افغاني فلم له دري ژبې ـ  پښتو ته دوبله کړ،  خو شرایط بدل شول سیاسي حالاتو تغیر وکړ هفه ټول کارونه په ټپه ودرېدل او نوي کسان په قدرت شول، هماغه مهال تلویزیون هم افتطاح شو او په کار یې پیل وکړ ، اغلې هم تقریبا دوه هلته کار وکړ . سنګین غوښتل چې خپل تحصیل ته  ادامه ور کړي ، ددې په ټکو چې طالع (بخت) یاري راسره ونه کړه او وضعیت ورځ تر بلې نازک او خرابېده او مونږ د ددولت ضد عناصرو د تهديد له لاسه د وطن پرېښودو ته اړ شو . آغلي سنګین د افغانستان ملي شاعرانې، ټیم ته وایي:

ـ په ډیرو بدو او مشکلو لارو پاکستان ته کډواله شوم او وروسته تر یو نیم کال دسویس دولت رسمي قبولی وروسته د جینوا ښار کې پناهنده شو . دا درې لسېزې کې دلته د بچیانو او ژوند ملګري سره اوسم ، دلته هم لوړې او ژورې ډیرې وې، مګر پري غالب شو د ژبې برخه کې مې کوشش وکړ او بلاخره مې ددې لاره وموندله چې خپله پاتې تحصيلې برخه تکمیل کړم ، اغلې سنګین د شاعرانو ټیم ته زیاتوی: د شپي له خوا مې د تجارت په برخه کې له دریو کالو وروسته دیپلوم واخېست او خپل شخصي کار مې پیل کړ ، د څلورو اولادونو د تربیې د کور د مصروفیت سره مې خپل ارزو د تحصیل پوره کړه، دې کلونو کې مو نو د سویس دولت هیڅ ډول کمک نه دی اخیستی او تل په خپلو مټو مو د ژوند ټول مشکلات حل د پاک رب شکر ګذاره یم،  چې د اولادونه مو هم د عالي تحصیلاتو خاوندان دي .

ویاړلې شاعره آغلې تورپیکۍ خادم سنګین وایي: زه د خپلې تجربې له مخې هغو افغان خویندو ته وایم چې عصري ممالکو کې د تحصیل لپاره هیڅ ناوخته نه دی، تاسو هم ملا وتړۍ ژبه زده کړئ ځان او اولاد ورسوی.

ـ اغلې سنګین د شعر او شاعرۍ په هکله وایي:

ـ د شاعرۍ او لیکوالۍ برخې ته دا زما خاص ذوق دی، چې ژبې سره کار وکړم ، زما کوم خاص ذوق د پښتو ژبې د نثري لیکنو آزادو شعرونو لنډه کي نظونو او ادبي طرحو سره ده ، که څه مې لیکلي فقط خپل ذوق مې دی کله چې مې څه ذهن ته راشي لیکم یې د دوستانو دي کور ودان وي چې خوښوي ، خو ما تر اوسه غزل نه دی لیکلی ځکه مونږ خپله ژبه شکر ډیر شاعران او د غزل لیکونکي لرو او زه د هغوي غزلې په مینه لولم او خوند تری اخلم .

د شاعرې سنګین د شعرونو نمونه:

عنوان: د یوې افغانې انجلۍ سوې ناره

مرغۍ ته

اې آزادې مرغۍ

زه دې د بندۍ کړکۍ وینم

ته ځنګه بختوره یې

الوزې

د ښکلي بڼ لور 

د ښکلو ګلانو ننداره کوې

ترانې وایې

او زه په حسرت درته ګورم 

رخه مې شي

چې ولې زه ؟

په ظلمت او تورتم کې را ګيره یم 

ښوونځۍ مې وران

کتاب مې سوۍ

قلم مې مات

 ساه مې بنده

او د تیارو په بند کې

ایساره یم .

ت ـ سنګین.

دویم شعر.

عنوان: مینه:

د مینې په دي کرجن ماحول کې مو 

د زړه په کرونده

مینه وکرئ او وپالئ

ّځکه !

همدا مینه ده

چې د انسانیت 

معراج ته مو رسو

ت ـ سنګین.

درناوی: د افغانستان ملي شاعرانې، ټیم.

د اغلې تورپیکۍ خادم سنګین د لا بریا او طولاني عمر په هیله، تل دې جلوه ګره، پتمنه او شهامته وي.

(ش ـ ټیم)

سر چېنه: د افغانستان ملي شاعرانې ویبپاڼه/ مخکتاب

-
بېرته شاته