(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ورته ووایه

[01.Apr.2023 - 15:12]

ورته ووایه / لیک: عبید وزیر

د علي وزير تعلق د خيبر پښتونخوا لرې پرتې سيمې سويلي وزيرستان احمدزی وزير قبيلے سره دے. پلار يې ميرزالم خان نومېدو. نوموړي د ټولو احمدزيو وزيرو مشر وو. په چيف آف احمدزي مشهور وه، د علي وزير د قبيلے نور غړي په قام پرست سياست او قام پاله ګوندونو کښې متحرک وو. علي وزير زده کړے د ګومل پوهنتون ډي اي خان نه ترلاسه کړي دي. 

په دوه زره دریم کال کښې د علي وزير ورور فاروق وزير په هدفي برید کښې ووژل شو. په دوه زره څلورم کال کښې د ښاغلي علي وزير پلار ميرزالم خان د ايف سي آر تور قانون لاندې ونيول شو، چې بيا وروستو خوشے شو. په دوه زره پنځم کال کښې د دے ايف سي آر قانون لاندې علي وزير په خپله ونيول شو. ښاغلي علي وزير په زندان کښې وو چې د نوموړي پلار ميرزالم خان او ورور یې طارق وزير د ناڅرګندو وسله والو لخوا ووژل شول. په هم دے کال کښې د علي وزير ترۀ سعدالله جان او بل تره زوي فيروز خان وزير هم ناڅرګندو کسانو ووژل. همدغه راز د نوموړي يو بل د ترۀ زوئ د دوه زره شلم کال د مئي په لومړے نيټه سردار عارف وزير هم ووژل شو. ياده دے وي، چې سردار عارف وزير د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال غړے وه. د پښتون ژغورنې غورځنګ په هره اولسي غونډه او جلسه کښې به يې ګډون کولو.

د بشري زيان نه پرته يادې قبيلې ته ګن شمير مالي زيان هم رسيدلے دے. د علي وزير کورنۍ د سويلي وزيرستان مرکز وانا کښې تر سلو نه زيات دکانونو باندې مشتمل يو مارکيټ وو. چې په دې مارکيټ کښې ځانمرګي برید وشو، چې په کښې يو ميجر په نښه کړې شو. د دې ياد ځانمرګي برید په نتیجه کښې د سلو نا زيات دکانونه د خاورې سره خاورې شول.

 کال دوه  زره شلم د ډسمبر په شپاړسمه نېټه علي وزير په پېښور کښې د ځاي پوليسو لخوا ونيول شو. او بيا روسته کراچۍ زندان ته ولېږدول شو. په نوموړي علي وزير د  تور وه ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو او غونډو کښې ئې د رياست په ضد ویناګانې کړی دی، او زياتره خلک ئې د رياست په ضد راپارولي دي. البته علي وزير او د غورځنګ نور مشران په بيا بيا د تورونه ردول. او وئيل به يې چې دوي د آئين په چوکاټ کې دننه پُر امنه او سولیزه مبارزه کوي. تاسو ته به ياد شي چې په دے وروستيو کښې چې کله علي وزير په زندان کښې وو، نو د دۀ روغتيايي حالت ښه نه وو. نوموړي د روغتيايي معايناتو لپاره جناح روغتون ته يوړل شو. د روغتون مخې ته يوې غونډې ته په وينا کښې ووئيل چې په روغتون کښې ئې ژوند په خطر کښی دے، او ور باندې دوه ځله بريد شوی دې. علي وزير د حکومت نه غوښتنه وکړه چې ما بيرته زندان ته ولیږې. خو رياست علي وزير ته نه په پارلمان کښی د ګډون اجازه ورکوله او نه بيرته زندان ته انتقالوو. په هم دې ورځو د پشتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په خپلو پلويانو غږ وکړ چې د علي وزير لپاره دې احتجاجونه وکړي‌.

 د مشر په وينا د غورځنګ ملګرو په بيلابيلو سيمو کښې په احتجاجونو لاس پورې کړ او پرلتونو ته يې دوام ورکړ، خو علي وزير هم هغسې په زندان کښې پروت وو. غورځنګ بشمول نورو سياسي ګوندونو په موجوده حکومت باندې ئي د اولسي پاڅونو او لا نورو لارو فشار غورځولو کوشش وکړ خو متاسفانه د اوسني حکومت د بهرنيو چارو وزیر ښاغلي بلاول بهټو زرداري په يو ځای کانفرنس کښی ښکاره وويل چې د علي وزير په راخوشی کولو کښې دوي بے وسه دي، او هغه چاته دې خواست وکړي، چې څوک ئې راخوشی کولې شې، د ښاغلي بهټو اشاره هغه وخت پوځي مشر قمر باجوه ته وه. ياده دې وي چې د پاکستان پوځ مشر جنرال باجوه په يو کانفرانس کښی ويلي وو، چې علي وزير دې معافي وغواړي، نو هله به ورته د خوشي کيدو چانس پيدا شي. د باجواه دغې خبرې ته په غبرګون کښې علي وزير زياته کړه چې زما به د وجود غوښے توي شي، خو زه به معافي وو نه غواړم.

 ښاغلي وزير صيب به بيا بيا عدالت ته پيش کړے، په نوموړي علي وزير باندې خيبر پښتونخوا کښې يولس او په سنده ایالت کښې درے مقدمے جوړې شوې‌. خو بالاخره ئي په ټولو ايف آئي آرونو کښې د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه ئي ضمانت منظور کړے شو، او دغه راز ښاغلې وزير شپږويشت میاشتې وروسته د زندان څخه راوتو.او ټولو پښتنو ئي ښه تود هرکلی/ استقبال وکړو. کراچۍ، اسلام اباد، پېښور، کوهاټ،ټانک، ډي اي خان او واڼا کښی په سلګونو پښتانه د علي وزير دروند هرکلی لپاره راوتل. د زندان څخه راوتولو نه وروسته د ښاغلي وزير وينا وه، چې مونږ به د تل په څېر خپله قامي مُبارزه دوامداره ساتو.

عُبيد وزير

Sardar Ali Wazir

by: Obaid Wazir

01.04.2023

-
بېرته شاته