(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالاکبرخان اکبر

[01.Apr.2023 - 15:04]

 

عبدالاکبر خان اکبر

لیک: شبير دراني

 

په ما دے نه اچوي دم چوپ د رنګارنګ ازمونو 

خپلے   پښتو  نه  راته  بل  ازم  ملنډے  ښکاري

پښتون  مالياره  که  کرے  باغ  د  پښتو  اوکره

اونے د غیر  ملکونو  ټولے  راته  شنډے  ښکاري

,

د انجمن اصلاح افاغنه ړومبنې صدر  عبدالاکبر خان اکبر 

د عبدالاکبر خان اکبر د پلار بابا عبدالقادر خان او د نيکه بابا سخي ارسلا خان نوم وو سخي ارسلا خان د هشنغر غټ خان او ډوډي مار پښتون وو هر وخت به يې په ديره کې دسترخوان غوړيدلې وو لس شل ميلمانۀ به ورسره ناست وو 

سخي ارسلا خان ديارلس زره جريبه زمکه او اووه جرندې لرلې د عبدالاکبر خان اکبر پلار بابا عبدالقادر خان د سخي ارسلا خان کشر اولاد وو نو د زمکې ډيره حصه د عبدالقادر خان په برخه رسيدلې وه 

عبدالقادر خان خپل زوي عبدالاکبر خان اکبر ته د ړومبنئ زده کړې لپاره پرائمري سکول هم په خپله حجره کې قائم کړې وو ولې د څلورم جومات امتحان د پاس کولو روستو ئې په اسلاميه هائي سکول پيښور کې داخل کړو 

د عبدالاکبر خان د زيږون نيټه د پښتو تاريخ په مختلفو کتابونو کې مختلف ده ځکه ئې وضاحت ضروری ګنړم 

هميش خليل صیب  ، محمد نواز خټک صيب، پوهاند عبدالروف بېنوا صيب سره د نورو ډيرو سترو ليکوالانو په حواله د عبدالاکبر خان اکبر د زيږون نيټه اګست 1900 دې ولې سعادت خان جلبل د عبدالاکبر خان اکبر په شعري مجموعه تراخه خواږه کې د عبدالاکبر خان اکبر پيژندګلو دا رنګ کوي

عبدالاکبر خان اکبر د عبدالقادر خان زوې او د سخي ارسلا خان نمسې دې په قام محمدزې پښتون دې او کال 1899 کېې په عمرزو کلي کې زيږيدلې دې دا په هشنغر کې يوه مالداره او قام داره کورنۍ ده

او بيا د سعادت خان جلبل د عبدالاکبر خان اکبر د زيږون د نيټې صديق د عبدالاکبر خان اکبر لور ډاګټر عصمت اکبر کوي او وائي چې زما پلار بابا په اګست 1899 کې زيږيدلې وو ياده دې وي چې عبدالاکبر خان اکبر د خپل ژوند اخري ورځې د خپلې لور ډاکټر عصمت اکبر څخه تير کړې وې

د عبدالاکبر خان اکبر د نوم باره کې عبدالروف شاه غريب ابادي ليکي 

زه وايم چې عبدالاکبر خان في الحقيقت اسم بامسمي وو مخکې فقير دې او روستو خان دې او که يقين مو نه راځي نو د هغوي نوم لږ مطالعه کړې عبدالاکبر خان په اسم کې مخکې عبد دې منيځ کې اکبر او روستو خان دې څه رنګ چې عبدالاکبر خان وو هغه رنګ ورته الله پاک نوم ورکړې وو

عبدالاکبر خان اکبر چې په کال 1909 کې د څلورم جومات امتحان پاس کړو نو په اسلاميه هائي سکول پيښور کې داخل شو ولې کله چې صاحبزاده سر سيد عبدالقيوم خان په کال 1913 کې اسلاميه کالجېټ جوړ کړو نو عبدالاکبر خان اکبر دغه سکول ته لاړو او په کال 1916 کې يې د اسلاميه کالجېټ نه د لسم جومات امتحان پاس کړو هم په دغه کال 1916 کې د دوي پلار بابا عبدالقادر خان هم وفات شو  په کال 1917 کې عبدالاکبر خان اکبر په اسلاميه کالج پيښور کې داخله واخسته او په 1920 کې د عليګړ په مشهوره درسګاه جامعه ميليه کې  داخل شو ولې دغه سبق ئې نيمګړې پريښودو دا هغه زمانه وه چې جنګ اعظيم ختم شوې وو او پښتنو د سامراج سرکار نه د اذادئ لپاره جرګې معرکې شروع کړې وې ولې په باقاعده توګه له تحریک نه وو شروع شوې

انګريزي سرکار په دې وجه چې پښتون قام په باقاعده توګه د اذادئ تحريک شروع نه کړي په پښتنو دوه نيرې اسمان راښکته کړې وو رنګ رنګ ظلمونه ئې ورباندې کول 

1920 ته د هجرت کال هم وائي دا هغه کال وو چې د لرې پښتونخواه پښتنو د پيرنګي د ظلم جبر له عمله افغانستان ته هجرت کړې وو په دغه هجرت کونکو کې عبدالاکبر خان اکبر هم شامل وو د افغانستان نه عبدالاکبر خان اکبر روس ترکستان ته لاړو او د ترکستان نه واپس خپل کلي عمرزو ته راغلو هم په دې ورځو کې عبدالغفار خان بابا په پښتنو کې د علم د رنړا خورولو او پښتنو نه د غلط رسمونو رواجونو ختمولو په خاطر يو غير سياسي تنظيم انجمن اصلاح افاغنه شروع کړې وو دا د 1921 زمانه ده عبدالاکبر خان اکبر ورسره هم ملګرې شو او په اتفاق سره د دغه انجمن اصلاح افاغنه صدر وټاکلې شو

 په 1929 کې د سرحد د زلمو صدر مقرر شولو ولې عبدالاکبر خان اکبر ذهني شاعر ادیب  وو نو ډير وخت به ئې ادب له ورکولو 

په کال 1924 کې عبدالاکبر خان اکبر پښتو ادب له په ړومبنئ ځل خپله ډرامه ( زميندار ) د تندي ټيک کړه او پښتو ادب ئې په ډرامه د نورو ژبو د ادب سره سيال کړو 

په 1926 کې ئې  ډرامه ( تربور ) ليک کړه او په 1928 کې ئې ډرامه ( درې يتيمان ) ليک کړه

او په 1930 کې ئې دوه ډرامې  ( خدایي خدمتګار ) او ( جونګړهليک کړې  په سيرت نبي ص ئې په 1949 کتاب ليکلې وو په کال 1958 کې يې خپله شعري مجموعه  ( تراخه خوږه )خپور کړې وو په دې کتاب د هغه وخت حکومت پابندي هم لګولې وه په کال 1967 کې ئې خپله دويمه شعري مجموعه ( ادبي پنګه ) جاپ کړه او  په کال 1968 کې ئې ( روښانيان د مغلو تاريکيان ) کتاب خپور کړو زما د خپل تحقيق لاندې خان بابا عبدالاکبر خان اکبر 14 څوارلس کتابونه ليک کړې وو چې په هغه کې 12 دولس کتابونه هغوي په خپل ژوند چاپ کړې وو او دوه کتابونه ئې له چاپ پاتې شوې وو چې په هغې کې د يو نوم ( د برصغير پاک و هند په اذادئ کې د پښتنو برخه ) او د دويم ناچاپ کتاب نوم ئې دې ( زما ژوند سره تړلي حالات )

په 2005 کې ما د هشنغر د ټولو ادبي تنظيمونو يوه مشترکه غونډه کړې وه چې په هغې کې د نورو نه علاوه د عبدالاکبر خان اکبر خپله ادبي جرګه اکبر پښتو ادبي ټولنه هم موجود وه او په هغې کې مونږ په اتفاق سره دا قرارداد منظور کړې وو چې د خان بابا عبدالاکبر خان اکبر ټول چاپ او ناچاپ کتابونه راجمع کوو او سر دوباره ئې بيا چاپ ته سپارو هر تنظیم په خپل خپل سر د يو يو کتاب د چاپ کولو ذمه واري هم واخسته زما خپل دا خيال وو چې نوې نسل د عبدالاکبر خان اکبر د سياسي مبارزو سره د ادبي خدماتو سره هم واقيفت ولري  ځکه چې خان بابا عبدالاکبر خان په ژوند ويلې وو چې 

،

لکه زوړ غوايې مې خرڅ په قصاب نه کړې

پښتون    قامه  که  دې  اوواتم   له   يوې 

،

ولې مونږ چې کله د عبدالاکبر خان اکبر لور ډاکټر عصمت اکبر سره رابطه وکړه نو هغې سره د ډيرې مينې او مننې څخه انکار وکړو او دغه رنګ الله ج مو د دې اعظيم ادبي خدمت محرومه وساتلو 

دا مهال چې زه له هشنغر نه په کډا تلې يم ولې دا مهم معلومات لرم چې د خان بابا عبدالاکبر خان اکبر ټول چاپ کتابونه د دواو کسانو په لابيريرو يا کتابون کې موجود دي يو د عمرزو ډاکټر يونس خان او دويم د خدائې بخښلې جاويد اقبال ايډوکيټ 

جاويد اقبال ايډوکيټ د عمرزو د خان بنارس خان زوې وو او په بنارس خان ماما زما تورور واده وه چاته چې به مونږ عمرزو ببو ويل دا دواړه د خان بابا عبدالاکبر خان اکبر نه يوازې دا چې خپلوان دي او د پولې پټي سره ئې کور او شکور شريک وو بلکې د خان بابا عبدالاکبر خان اکبر  ادبي ملګري هم وو

دوي سره د عبدالاکبر خان اکبر هغه کتابونه هم موجود دي کوم چې عبدالاکبر خان اکبر د نورو ژبو پښتو ته ژباړلی دی د مثال په توګه د مولانا رومي مثنوی او د هندوستان قبايلي سياست

عبدالکبر خان اکبر په کال 1977 کې د دوه کم اتيا کالو په عمر کې وفات شو او عمرزو کې خاورو ته وسپارل شو

په 9 اپريل  2019 زه د خان بابا عبدالکبر خان اکبر  تر هديرې ورغلم سوچ مې دا وو چې د عبدالکبر خان اکبر مزار به د تاسو سره شريک کړم ولې د هغوي په مزار غټه تالا لګیدلې ده بيا مې ورله زميدار پسې جواب وکړو چې هغه راغلې نو راته ئې وويل دراني صيب ډير وخت وشولو چابي رانه د شېرشاه خان زوي وړلې ده

ما ورته ويل د دغه خان زوي ته وايه چې دراني راغلې وو ماته يې ويل چې په دې مزار دننه خو نه کتابونه شته او نه څه بل سامان خالي مزار دی نو بیا  ورته ولې تالا لګیدلې ده صرف په دې خاطر چې خلک  یو بل ته ووايي چې د عبدالکبر خان مزار ته مه ځای هغې ته خو تالا لګيدلي وي او دغه رنګ خان بابا د دعا محرومه پاتې شي

خير بيا مې ورته د مزار عمارت ته له بهر نه دا تصوير واخست کوم چې له تاسو سره شريک کوم په دې عمارت دننه د عبدالکبر خان اکبر مزار دې

(شبير دراني)

Abdul Akbar Khan Akbar

by: Shabeer Khan Durani

01.04.2023

-
بېرته شاته