(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جنوبي وزېرستان کې بجلي

[01.Apr.2023 - 15:00]

 جنوبي وزيرستان کښې بجلی نشته ؟

لیک: مولانا خانزیب / باجوړ- پښتونخوا

که د خالو لښکرې رالې

زه به ګومل ته د خپل ېار ديدن له ځمه.

 

د سویلي وزیرستان د بجلي ټول ضرورت څورلس ميګاواټه دې اولس ميګاواټه خپله پېدا کوي دلته کم صنعت نشته په ټول وزيرستان کښې صرف  درې د وړوو ميلونه دي خو وزيرستان ته د خپلو اوبو او لوئي بند سره بېا هم د رڼا لپاره برېښنا نشته ولې ؟ 

په ګومل کښې د جوړ شوي لوئي بند د ناکامې قيسه څه ده ؟ 

په پښتونخوا وزيرستان کښې د اوبو او برېښنا لپاره د دومره لوئي بند ناکامي واپډا په ،اېف ډبليو او ، او اېف ډبليو او ،ئې د واپډا په ناقصه انتظام وراړوي.

 

په کال ۱۹۹۱ کښې د ټولو صوبو تر منځه لاس لیک شوي د اوبو د ویش په تړون کښې پښتونخوا ته د کال په سر ۸.۷۸ میلينه ایکړه فټه برخه ورکړل شوې خو د بده مرغه د نهري نظام د کموت له کبله زمونږ  صوبه  ېواځې ،  ۵.۷۸ میلينه ایکړه اوبه کارولې شي پاتي دری میلینه ایکړه فټه اوبه پنجاب او سندهـ صوبې ويړیا کاروي ددې اوبو د ېو کال رقم شپږ اربه روپۍ جوړیږي چې تراوسه 192 روپې جوړېږي خو پښتونخوا ته ېوه روپۍ هم نه ورکول کېږي. دا تړون ېو اجباري او استعماري تړون شوې ېو خو پارليمان ته نه دې وړاندې شوې دوېم پښتونخوا صوبه پکښې د اوبو د لوئي ملکيت سره د مساوي حېثیت په توګه نه وه ناسته درېمه دا چې د دې تړون لاندې د کم نهري نظام لوظونه د پښتونخوا سره شوي نو پنجاپ او سندھ کښې خو ترسره شوي خو پښتونخوا کښې  شوې ژمنې نيمګړی پرتی دي .

پنجاپ د سنده طاس تړون پس په لوئي کچ د بېراجونو او نهري نظام په زور او غازي بهروتا نهر په برکت ټول اباسين غلا کړو خو د پښتونخوا په سترګو کښې د خځلو اچولو لپاره د 1991 د اوبو تړون پس ،انټر پراونشل، پروژې لاندې چشمه رائټ بینک  کېنال نيګمړي پروژه کېښودل شوه  ځکه چې د سويلي ضلعو د اوبه خور لپاره 11000 کيوسک اوبه پکار دي خو پدې نهر کښې  فقط د درې زره کيوسک ظرفيت دې ، په 1973 کښې ذوالفقار علي بوټو دغه لوئي کېنال جوړولو خو د مفتي محمود صېب سیاسي رقابت دغه پروژه ورانه کړې وه . نيمګړې چشمه رائټ بېنک کېنال چې په 2001 کښې پوره شوې د هغې په 4800 کيوسک اوبو کښې هم ډېره اسماعيل خان ته صرف 3200 کيوسک اوبه ميلاوېږي  ځکه چې دغه کښی 800 کيوسک اوبه د پهاړ پور او 900 کيوسک د ډېره غازي خان په لور ځي ددغه نهر لوېه برخه  پنجاپ ته ګټوره ده . د چشمه رائټ بېنک لفټ کېنال پروژه هم لا سراب دې ځکه چې د دوه نيم سوه اربه روپو 582 ميله اوګد نهر پروژې لپاره روپۍ چرته دي ؟ اوبه د سويلي ضلعو لپاره یوولس زره کيوسک پکار دي خو دا نهر هم د درې زره کيوسک ظرفيت لري او صرف د، چشمه نه تر،رمک ،پورې ، ځمکې به ترې لاندې وي  او بېا داسې پروژه چې 65 سلنه روپۍ په وفاق وي   .

په کال 2000 کښې حکومت  په اباسین څلور د نهرونو پروژې اعلان کړې وې چې پکښې د ، تهل کنال په نوم د پنجاب ،ریني کنال د سندهـ صوبې او کچی کنال دبلوچستان صوبې دپاره مکمل شوي او د  پښتونخوا ، چشمه رائټ بېنک لفټ کنال کم ګرېوېټي ، داسې نيمه خؤا پروت دې .

ګومل د پښتونخوا د سویلي وزیرستان سیند دې د سلېمان غر او افغانستان د پکتیا دلوري سرچينه اخلي  د ډېره اسماعيل خان نه شل کلومیټره لاندې د اباسين سره مل کېږي. زام ،هغه رود ته وائي چې د کال زياتره برخه پکښی اوبه روانې وي ، ګومل ته ، لوني ،هم وائي د ګومل دره ددې سيند په خؤا کښې ده ځکه دا سيند پر ګومل ېاد شوې.

په وزيرستان واڼا کښې د جرنل مشرف په وخت کښې په ۲۰۰۱ کښې د ،يو اېس اېډ،  په مرسته جوړېدونکي بند ، ګومل زام ، لپاره  د سيمې پښتنو ويړيا ځمکه ورکړه ، په ۲۰۱۱ کښې د دوه ويشت اربه روپو په لګښت دغه بند سرته اورسېدو  په ۲۰۱۳ کښی د برېښنا قابل شو، په بند کښې روانې اوبه چې ظرفيت ئې( 1.14 MAF) وو راګېرې کړې شوې دغه راز اوولس ميګاواټه برېښنا لپاره پکښې هم بندوبست اوشو سره ددې نه چې د برېښنا امکانات تر ۱۳۰ ميګاواټه ممکن وو خو دا پروژه د اېف ډبليو او په لاس ترسره کېده نو په لوئي کچ پکښی د ډالړ هم چپه شوي او د برېښنا توليد راکم کړې شوې وو. د اوبو ذخیره کولو په لحاظ ګومل زام د منګلا او تربېلا نه پس درېم لوئي بند دې.

دغه راز ددې بند مخې ته د‌ وزيرستان ، ټانک ،او ډېره اسماعيل خان ، د 163000 ايکړه ځمکې خړوبولو تابېا هم شوې وه چې شپېته کلوميټره اوږده  ،وله ، هم ويستل شوې، بند خو مکمل شو خو اوس اصل قيسه څه ده ؟  د وزيرستان د پښتنو سره د ويړيا ځمکې ورکولو په وخت د ويړيا بجلې او اوبو ورکولو لوظ شوې وو خو دولس کاله د بند جوړېډو پوره شو نۀ په وزيرستان کښې بجلي شته او نه د کروندې اوبه! د بند د برېښنا جوړولو نظام د څو کاله نه ناکاره شوې د اوولس ميګاواټه نه ئې بجلی شپږ ميکاواټه ته راکوزه شوې  په 2016 کښی د پاور هاوسز سوځېدلو له کبله هغه برېښنا هم تراوسه نه جوړېږي  ، کم نهر چې جوړ شوې نو ځائې په ځائې مات دې په نهر کښې ډسچارج کېدونکې 4800 کيوسک اوبه 3600 کيوسک ته راکمې شوي ، اوبه جذب کوي ، په غاړو ئې کم حفاظتي جنګله نشته چې په نتيجه کښې دا ستره پروژه ناکامې ته لاړه او بند کښې ولاړې اوبه هسې د سېل سپاټې لپاره ولاړې دي

د ګومل زام مخې ته ېواځې د ډېره اسماعيل خان اتلس لاکهه ايکړه ځمکه شړه پرته ده چشمه رائټ بېنک لفټ کېنال هم هسې خوب دې او د ګومل زام هم دغه قيسه ده .

اوس بند هم جوړ دې اوبه هم شته کول څه دي ؟ د وزيرستان او ټانک اولس دوه ګوښتنې لري پکار ده چې دا خبره علي وزير په ډېر شدت سره په اسمبلۍ کښې هم پورته کړي او اولس د اوبو لپاره پاڅون پرلت ته هم تېار کړي ، ړومبې دا چې د ګومل زام نه دې سويلي وزيرستان ته ارزانه بجلي ورکړل شي چې ورسره به د کورونو اړتيا هم پوره شي او صنعتي پرمختګ ته به هم امکانات برابر شي ورسره ، ټانک زام ،دې جوړ کړل شي او د ، ګومل زام لفټ کېنال ، دې اوچت کړل شي چې د سيمې دټولې ځمکې کرونده ممکنه شي.

مولانا خانزېب

Pa jonibi Waziristan ki Begli nashta 

by: Maulana Khanzib /Bajawar - Pakhtunkhwa

01.04.2023

 

-
بېرته شاته