(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جومه خان صوفي

[20.Feb.2023 - 16:38]

لیک: ببرک میاخیل 

څو ورځې وړاندې مې د مجیب الرحمن رحیمي ، پر وال د جمعه خان  صوفي یوه ویډیو د ښاغلي رحیمي له یو یاداښت سره ولیدله چې د پښتنو د نسب ، پټې خزانې او پر ځینو نورو برخو په کې غږیدلی  ؤ .

ښاغلی رحیمي  د خپل یاداښت په یوه برخه کې لیکلي وو :( به باور من پشتون‌ها در حوزه‌ی افغانستان از فقدان نقد درونی رنج می‌برند. در این حوزه لااقل من نویسنده و پژوهشگری را نمی‌شناسم که به صورت روش‌مند به نقد و واکاوی تاریخ و هویت پشتون‌ها پرداخته باشدپر لیکنه او بحث مې یو اوږد کمنټ وکړ چې رحیمي یې ماته ځواب لیکلی او وضاحت یې غوښتی .له بده مرغه مجیب الرحمن رحیمي هغه لیکوال  او تاریخ لیکونکي له پامه غورځولي چې د پښتنو دتاریخ په اړه یې لیکنې کړي دي ، یو شی ډېر روښانه دی چې د پښتنو د نسب او شجرې  په اړه بیلابیل نظریات وړاندې شوي ، پښتانه چا اسراییل چا قبطیان چا ساکان او اریایان بللي دي ، په دې تړاو  د نیوکې دنه زغم کومه خبره نشته چې ګنې پښتانه نیوکې نه شي زغملی ، د پښتنو حوصله تر هرچا  لویه ده  د نیوکو زغم لري ولې ددې معنا دا نه ده چې  دتنقید او نیوکې  ځواب باید  چا ته ونه وایي که دچا  ناسالمې نیوکې ځواب    نکړي معنی دا  چې هر څه باید په پټو سترګو وزغمي .

یو شمېر بهرنیو او کورنیو لیکوالو  او پوهانو چې د ژبپوهنې په رڼا کې کومې څیړنې کړي د اریایي نژاد او یا دساکي والي نظریه غالبه ده . په دغو  پوهانو کې پروفیسر مورګنسټرن ، په خپلو تحقیقاتو کې دپښتو او پښتنو د ساکیوالې نظریه وړاندې کړې  ده ، چې پوهاند داکتر مجاوراحمدزیار هم د خپل استاذ پلیونی دی او دهغه تحقیقات یې خپلې مخبیلګې ګرځولي دي .ظفرکاکاخېل او پوهاند محمد رحیم الهام   هم د ساکیوالې د نظریې پلوي کوي ، پوهاند محمد حسن کاکړ هم د پښتنو او ساکانو د نزدیوالي اړیکه نه ردوي او ارواښاد قیام الدین خادم بیا د پښتنو ځینې ښاخونه په ساکانو پورې تړي .

 

تر ټولو پخوانی  سند چې پښتانه د بني اسرایلو له سلسلې سره تړي هغه د ابو الفضل ( ایین اکبري) دی چې ۱۵۹۷-۹۸ م کې لیکل شوی دی د هغه روایت هم همداسې دی چې (پښتانه ځانونه د بني اسرایلو اولاده بولي او زیاتوي چې پښتانه په دې عقیده دی چې لرې نیکه یې چې افغان نومیده درې زامن لرل چې نومونه یې سړبن ، غرغښت او بیټن وو).

تر ابوافضل څو کاله وروسته اخوند درویزه هم پخپل کتاب (تذکرة الابرار ولاشرارکې چې د ۱۷ میلادي پیړۍ په لومړنۍ لسیزه کې لیکل شوی هم پښتانه بني اسرایل یاد کړي دي په همدې ۱۷ میلادي پیړۍ کې نعمت الله هروي هم پخپل اثر (تاریخ خان جهان و مخزن افغاني ) کې د پښتنو د قومیت سلسله اسرایلو ته رسوي او په دې اړه پراخه بحث کوي، زه یې یوازې د ماخد په توګه یادوم او ژور بحث ته نه ځم، خو وروستیو څېړنو او لابراتواري معایناتو ثابته کړې ده چې پښتانه بني اسرائیل نه دي، د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۲۸ مه د هغو تحقیقاتو پایله روښانه شوه چې د امریکا د وراثتي شورا لخوا تر سره شول، دوی د افغانستان او پاکستان د څو سوو پښتنو د وینو سمپلونه واخیستل او هغه یې تر یو لړ دقیقو معایناتو او مطالعاتو لاندې ونیول، همدارنګه نور تحقیقات هم په دې برخو کې شوي چې د پښتنو د اسرائیلیت نظریه یې نده ثابته کړې.

( دنثار احمد صمدلیکنه / نن ټکی اسیا)

په هر صورت که د پښتنو د اصل و نسب په اړه هر څوک لیکل کوي، هغوی باید یوازې په یوه سرچینه اتکا ونکړي، بلکې بېلابېلې سرچینې او اثار وګوري او د ننني عصر د لوړ تخنیک او وسایلو په پام کې نیولو سره یوه بې پرې څېړنه وکړي، نه په یو تلویزوني بحث اتکا کول  چې نه یې ریفرنس او ماخذ معلوم وي او نه یې منطق او استدلال قوت ولري.

صوفي جمعه خان پخپل دغه بحث کې پټه خزانه یو جعلي اثر بولي، د پټې خزانې اصلیت او جعلیت د ډیرو اوږدو بحثونو لاندې نیول شوی ، لومړنی سړی چې  دشلمې میلادي پیړۍ په وروستیو کې یې د پټې خزانې په اړه یې شک وښود قلندر مومند ؤ او (پټه خزانه فې المیزان ) تر سرلیک لاندې  یې د یاد کتاب په اړه خپل نقد وړاندې کړ ، قلندر تر صوفي جمعه خان ډیر عالم او دانشمند ؤ خو هغه ته هم په غبرګون کې ډیرو لیکوالو مستدلل ځوابونه ولیکل، چې قلندر یې بیرته ځوابونه په قوي استدلال سره وړاندې نکړای شول ځکه کوم شک چې قلندر وړاندې کړی ؤ  بیرته یې ثابتول ګرانه خبره وه.هر څوک شک کوي او د شک کولو حق لري خو شک کول د ثبوت مانا نلري، د هر تحقیق لپاره شک یا فرضیه شرط وي خو د اثبات لپاره یې ژور تحقیق او موادو ته اړتیا وي، چې د تحقیق په جریان کې د موادو په راټولولو سره شک ته منطقي ځواب پیدا کیږي او د ازموینو او معایناتو وروسته د هماغی  فرضیې پر کره والي دلالت کوي

په هر صورت پټه خزانه چې د هوتکو د واکمنۍ پر مهال لیکل شوی اثر دی او د پښتنو د لرغونې او منځنۍ دورو شاعرانو او لیکوالو د ژوندانه د پېښو په اړه پکې معلومات راټول شوي دي د شاه حسین د دربار منشي محمد هوتک لیکلې ده .

(د افغانستان لنډ تاریخ ۲۷۶ مخ.) 

په دې اړه ژور بحث ته ځکه نه ځم چې د ښاغلي قلندر مومند د دغه نظر په اړه چې پټه خزانه جعلي سند دی بیلابیلو لیکوالو مقالې او کتابونه لیکلي دي.

ښاغلی جمعه خان صوفي په خپل دغه بحث کې یو بل ټکي ته هم اشاره کوي چې هیڅ تاریخي بنیاد نلري، دی وایې چې د تاجکو او ترکو په ذریعه افغانستان ته اسلام راغلی په داسې حال کې چې په دې برخه کې هیڅ سند نشته او هغه څه چې د تاریخ په کتابونو کې یې یادونه شوې داده چې  افغانستان ته د خلفای راشدینو د خلافت پر مهال د اسلام لښکرې راغلي دي.

د حضرت عثمان (رض) د خلافت پرمهال تر ۲۵ هـ ج کال وروسته د افغانستان په خاوره کې اسلامي فتوحات مخکې لاړل او د عربو د لښکر مشر عبدالله بن عامر کابل ته راورسید، دا ښار یې کلابند او تر سختۍ جګړې وروسته یې ونیوه، خو د کابل خلکو د عربو د لښکر تر راتګ وروسته بیا د خپلواکۍ بیرغ پورته کړ  او تر نورو پنځو کالو پورې یې د سیمه ییزو پاچاهانو تر واکمنۍ لاندې خپلواک ژوند کاوه دا هم یو اوږد بحث دی چې څیړل یې پوره وخت غواړي خو دا د منلو نه ده چې افغانان ترکو یا تاجکومسلمانان کړي دي .

 

په هر صورت که ښاغلی مجیب الرحمن رحیمي یا دده په څېر نور څېړونکي د پښتنو د ریښې په اصل او شجره نسب باندې څېړنه وکړي دا ډیره ښه خبره ده خو د یو محقق لپاره دا ضروري ده چې تحقیق یې باید بې طرفه او د هیڅ راز سیاسي، ژبني او سمتي  تعصباتو پر بنیاد نه وي او د یو خالص تحقیق په نتیجه کې خپله فرضیه روښانه او یو بې پرې تحقیق سرته ور سوي .01.01.2023

-
بېرته شاته