(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپیناوی او

[27.Jan.2023 - 13:50]

سپیناوی او ملاتړ

دیادونې وړه  ده، چې په جرمني کښې دکولن ښار د پښتنو/افغانانو د سیاسي او کولتوري هلو ځلو مرکز پاتې شوی دی، چې د  نورو اروپايي هېوادونو سربیره یې  په لوې افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کښې  پر میشتو افغانانو/پښتنو هم پوره اغیز لرلی دی او د ډېرو  سیاسي خوزښتونو او کولتوري ټولنو سرچینه هم ده.

ټولو ته جوته ده، چې دپېنځو لسېزو راایسې مونږ  په اروپا او ځانګړې توګه په جرمني كښې په کولتوري او سیاسي ډګر کښې  د خپلو کولتوري  ارزښتونو،  ژبې او هېوادپالنې  د ساتنې او پرمختیا لپاره مخکښ رول لرلی دی او لرو یې. تل مو خپل فعالیتونه او هلې ځلې بې له دولتي/ حکومتي ملاتړ، د خپلو غړو په ونډو او بسپنو، د خپلو مالي او ځاني امکاناتو په چوکاټ کښې د بې شمیره سیاسي، کولتورې غونډو ، سیمینارونو او جشنونو تر څنک د چاپي او انلاین رسنیو پرمټ پاللي دي او پالو یي. 
له بده مرغه د ښاغلي حامد کرزي د دویمې واکمنۍ له مهاله د ښاغلي اشرف غني د واک ترپایي پورې په رسمي ، خو په پټه توګه عربي هیوادنو، امریکا، انګلستان او المان ته د کولتوري هلو ځلو لپاره پوره اندازه بودیجه ځانګړې شوی او ورکړل شوې وه.
پدغه لړ کښې هر کال یوسل او شپیته زره 160000 ډالره په  المان کښې ځانګړو  کړیو ته ورکړل شویدي.  زمونږ د لاسته راغلو مالوماتو پر بنسټ ددغه ورکړل شوو پیسو د لګښت څرک نه شته،  په هیڅ صورت د ټاکلي موخې  لپاره نه دی لګول شوې او ددغه کړیو  جیبونو ته لویدلي دي.
مونږ د افغانستان دتیرو حکومتونو او ددغه کړیو  کړنه، چې د خپل هیواد ولس او کولتور پر وړاندې یې کړیده، په کلکه غندو. 
ښه به دا وي، چې  ددې پیسو د لګښت ځایونه  ولس ته په ګوته کړي. زمونږ پلټنې  به هم جاري وي او په خپلو هیوادوالو غږ کوو، چې زمونږ ملاتړ وکړئ.

درنښت

27.01.2021

 

-
بېرته شاته