(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داحمدشاه بابا

[28.Dec.2022 - 18:52]

ولې  احمد شاه با با ته د(دراني) ، (سدوزياو( ابدالي)

 لقبونه کارول کیږي  

داحمد شاه با سدوزي لقب :  

ددې وجه داده چې سدوزي له آره سړبڼي پښتانه دي او دپوپلزيو د قبيلې يوه څانګه ګڼل کيږي ٠ ددغې قبيلې مورث اعلی يا ستر نېکه اسدالله خان و چې په ٩٦٥ لمريز کال زيږېدلی او په ١٠٢١ لمريز کال يې له دې نړۍ نه ستر ګې پټې کړي دي٠ نو موړی په عوامو کې په ملک سدو مشهور و اودده دنامه له کبله دغه قبيله په سدوزيو سره مشهوره شوه. سدوزي د پوپلزيو د قبیلې يوه څانګه ده٠ سدوزيان تر ډېره وخته پورې نه يوازې دپو پلزيو د قبيلې،بلکې ددرانيود ټولې قبېلې خا نان او مشران شمېرل کېدل او جوته ده چې سدوزيان ددراني قبيلو په ټو لو څانګو کې دځانګړي درناوي نه بر خمنه قبيله ګڼله کېدله، داځکه چې د افغا نستان بنسټ ايښودونکی او واکمن لوی احمد شا ه بابا عليه الر حمه د سدو زي په ټبر پورې اړه درلودله  چې  په اصل کې دغه قبيله دپو پلز يو دقبيلې يوه څا نګه ده٠ 

ملک سدو يو ډېر پوه او هو ښيار سړی و چې د خپل قوم لپاره يې ډېر خد متو نه وکړل او په پای کې د خپل عمر په ٧٥ کلنۍ کې يې له دې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې ٠ دملک سدو نه پنځه زامن پا تې شول چې خواجه خضر خان،مودود خان، زعفران خان، کامران خان او بهادرخان نو ميدل.

 

داحمد شاه بابا ابدالي  لقب :

 دابدال په هکله زيات افسانوي روايتونه هم شته چې دلته به يې راوړل بيځا يه نه وي٠روايتونه وايي چې د اسلامي دورې په تا ريخ کې لو مړنی سړی چې د(ابدال=اودل)په نامه ياد شوی دی دپښتني قبيلو مشهور نيکه دی چې د خپل نا متو کهو ل سره دسليمان په غره کې او سيده٠دی دترين زوی دشر خبون لمسی او دسړبن کړوسی دی او دده نو م په پښتو ادبياتو او پخوانيو او زړو نسخو کې (اودل) او د جمع منسوب په بڼه (اودلی=ابدالی) ضبط دی چې د ٤٤٠ هجري يا ١٠٤٨ ميلادي کلو نو په شا او خوا کې يې پښتانه قبايل پر ځان راټول کړي وو او دده له تو کمه ملک سليمان د عيسی زوی چې په زيرک سره مشهور و پښتني قبيلي د سليمان له غره نه کند هارته بوتلې ا وهلته يې میشته کړې او د خپل ژ وند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشرۍ و ټاکه او تر بارک وروسته د زيرک بل زوی ملک پوپل د خپل نفوذ ساحه د اوسني بلو چستان تر شال او ژوبه وغزوله او د٦٥ کالو تر مشر تو ب وروسته د ٨٩ کلو نو په عمر ومړ٠ داسې  روايتو نه هم شته چې په پيل کې ابدال بل نوم در لود، خو کله چې د خواجه احمد ابدال چشتي حضور ته چې د خپل وخت مشهور پير او ستانه و ورغی او دهغه خد مت ته يې ملا وتړله هغه ورته دابدال نوم او لقب ور کړ چې له هغې راهيسې په دغه نوم مشهور او اولاده يې د ابداليانو په نامه يا ديږي او پښتا نه په خپلې ورځنۍ محاوره کې ابدال د اودل په نا مه هم يادوي

داسې روايت هم شته هغه وخت چې دابدال د پلار تر ين دمړينې وخت را نيږدې شو نو ويې غو ښتل چې د خپلودريوزامنو يعنې ابدال، سپين او تور له جملې نه يو تن پر خپل ځای د مشرۍ له پاره و ټاکي چې د تور او سپين د خپګان سره سره يې ابدال د مشرۍ له پاره مناسب او وړ وباله٠ پښتانه د تاريخ په رڼاکې اثر ليکلي دي چې ابدال يا اودل د ٤٢٠ هجري کلو نو په شا او خوا کې ژوند کاوه٠ ويل کيږي چې دابدال تر مړينې ور سته ر ځړ د خپلې کورنۍ مشر شواو ده دخپلو نورو زامنو د جملې نه خپل مشر زوی عيسی په خپل ځای وټاکه٠دعيسی د زامنو نه سليمان تر ټو لو پوه او هوښيارو نو ځکه دی په ځيرک يا زيرک مشهور شو چې تر اوسه هم پښتانه هو ښيار سړي ته ځيرک وايی،که څه هم عيسی د ميرک په نامه مشر زوی درلود ،خو سليمان يې د هو ښيارۍ په وجه په خپل ځای وټاکه٠دزيرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نوميده چې پلار يې دی د کو رنۍ مشر ټا کلی و، خو تر څه مو دې وروسته مشري د پوپل لا سته ورغله٠ لوی ابدالي احمدشاه بابا چې د پو پلزيو دسدوزیو په څانګې پورې يې اړه در لوده دابدال نیکه په وجه دابدالي لقب غوره کړ او د١٧٤٧ ميلادي نه تر ١٧٧٣ ميلادي پورې يې يوه لويه امپراتوري جوړه کړه چې به تا ريخ کې ددرانيانو دامپراتورۍ او يا دDurani Empireپه نامه سره شهرت لري چې دايران دخاورې، اوسنی پا کستان او هند ډېرې سيمي او کشمير دده تر ولکې لا ندې وو ٠ 

داحمد شاه بابا دراني لقب

ويل کيږي چې احمد شاه بابا  دخپل نا متو پير ميا عمر څمکني (رح) چې ده ورته زيات ارادت او درناوی درلود د خوب ليد لو په نتيجه کې په کال ١٧٤٧ ميلادي کال کېله خپل نامه سره ددراني لقب  غوره کړ. په تاريخ حيات افغاني کې راغلي دي کله چې ابدالي احمد شاه بابادافغا نستان ټولواک شو نو په دغه وخت کې صابر شاه چې يو فقير او ملنګ و او احمد شاه بابا ورته ډېر اخلاص درلود ده ته وويل چې بايد  د ( در دران ) لقب غوره کړ ي چې معنی يې د ( ګو هرونو ګوهر) دی چې له دغې ورځې راهيسې ابداليان ددرانيانو په نا مه سره يا ديږي

همدارازدفارسي ژبې په  تاریخي منابعو کې راغلي دي چې احمدشاه بابا ته ځکه دراني ویل کیږي چې ددرانیانو  دقبیلي خلکوبه په پخوانیو وختونو کې پخپلو غوږونو کې دملغلرو کړۍ(حلقېاچولې نو ځکه ورته درانیان ویل کېدل چې دا وروستی روایت یو کمزوری  روایت ګڼل شوی دی.

(ډاکټر لطیف یاد)

-
بېرته شاته