(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان

[28.Dec.2022 - 18:42]

په افغانستان كې جګړه د منډیي  او اقتصادي ګټو جګړه وه او ده.

 نړۍ اوسنى تاريخي پړاو د ولسونو او قامونو ترمنځ د سولې او ورورولۍ په هڅو ولاړ دى، د جنګ جګړې او دښمنۍ ځاى سوله او ورورولي نيسي، واكمن بدلېږي او قامونه پاتې كېږي. د قامونو په منځ كې ورورولي او ښه ګاونډيتوب د نېكمرغۍ نښه ده.

نړۍ د اقتصادي ګټو (مفاداتو) پر بنسټ په كوچنيو او غټو وحدتونو يا برخو وېشل شوې او وېشل  كېږي

نو په يوه سيمه كې هغه ملكونه/هېودونه، چې شرېکې  اقتصادي ګټې  لري، په يوه اتحاد يا منډيي كې راټولېږي، چې پدې سره د ملكونو په منځ كې جغرافيايي پولې خپل ارزښت(اهميت) لاسه وركوي، چې ښه بېلګه يې اروپايي هېوادونه دي

سياست د اتحاد يا منډیي  د ګټو د ساتلو لپاره منطقوي/ سېمه اېز  خو پيدا كوي او پوځي ځواکونه  د اتحاد يا منډیي  د امن په چوپړ(خدمت) كې راوستل كېږي. دا د پښتنو څخه هم نوى فكر او سوچ غواړي، چې خپل سياست ته سيمه ېيزه (منطقوي) بڼه وركړي او د ټولې سيمې سياست يې وګرځوي او په يوه غټ چوكاټ كې د خپل یووالي او پرمختګ  پر  لور روان شي.

 تركمنستان ته د افغانستان په خاورو كې د سوداګرۍ (تجارتي) لارې جوړېدنه ، زموږ په سېمه کښې د منډیي  د جوړېدلو او ابادۍ نښه ده. دا لاره موږ ته دا هم راپه ګوته كوي، چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ګټې  په اوسني وخت كې شريكې شوي دي،چې د ګټو (مفاداتو) شرېكوالى پر بنسټ د دغه هېوادونو ترمنځ د نږدې والي اړتېا(ضرورت) ده.

. دا سوداګرېزه لار نه يواځې د افغانستان  په ګټه ده، بلكې د مركزي اسيا دخپلواکو دهېوادونو په ګټه هم ده، چې ددې لپاره  په افغانستان او سيمه كې امن پكار دى، خو د امن د منځ ته راتګ مخه ايران او روسيه نيسي، دا ځكه چې ايران خپله د انرژۍ چينې لري. په دې كې ځانته تاوان ويني، چې په څنګ كې د تركمنستان د انرژۍ له چينو څخه كار واخيستل شي، نو په افغانستان كې بد امني جوړوي او ددې هڅه كوي، چې دا سوداګرېزه (تجارتي) لاره د ايران په خاوره  تېره شي.

همدغه شان روسيه چې له تركمنستان څخه يې پخپله خاوره كې د انرژۍ نلونه غځولي دي، نه غواړي چې دا انرژي بل ځاى كې اخيستونكي ولري او په دوى باندې دا انرژۍ قيمته شي، ځكه چې هر څومره چې ددې انرژۍ پسې غوښتنه (تقاضا) زياتېږي، هغومره يې بيه جګېږي.

لنډه دا چې په افغانستان كې جګړه د منډیي  او اقتصادي ګټو جګړه وه او ده، چې  د يوې خوا د افغانستان او د مركزي اسيا د خپلواكو هېوادونو ګټې (مفاداتاو د بلې خوا د ايران او روسيې ګټې (مفادات) دي. په دې كې د امريكا متحده ايالات  مهم رول لوبولى شي، چې نه يواځې د نړۍ يواځينى ستر ځواك دى، بلكې له خپلو ملګرو سره يوځاى د انرژۍ ستر اخيستونكى هم دى

د ايران له اړخه تجارتي لاره د انرژۍ د اخيستونكيو هېوادونو لپاره ډېره د خطرو ډكه ده، ځكه چې ايران به يې بېا د خپلو اقتصادي ګټو لپاره په بېلابېلو پلمو  بندوي او د خپلې انرژۍ خرڅلاو لپاره به بازار ګرم ساتي

د افغانستان  په خاوره كې لاره نه يواځې بې خطره او د ډاډ وړ ده، بلكې د افغانستان او مركزي اسيا د هېوادونو د هوساينې او ابادۍ او په يوه منډیي كې راټولېدو بنسټ دى. دا نه يواځې د سيمې، بلكې د ټولې نړۍ په ګټه هم ده

ددې موخې (هدف) لپاره په افغانستان كې د جګړې او پوځي ډلو ټپلو د ختمولو تونده هله ځله پكار ده، چې بشپړ امن، ټېکاو  او ټينګښت منځ ته راشي او په دې توګه د ګڼ ګونديزې پارلماني ولسواكۍ لپاره لاره برابره شي، چې ټول سياسي ګوندونه د وطن په ابادۍ كې برخه واخلي او هر چاته پكې ددې شونتیا(امكانات) وركړى شوي وي، چې خپل سړيتوب (شخصيت) ته په ازاده توګه وده وركړي او هم پكې لږه کي  وروڼه قامونه (ازبك، هزاره , تاجک او نور...) د هېواد په سياسي، اقتصادي او کولتوري ژوند كې د خپل شمیر سره سم عادلانه برخه ولري.

(کبیر ستوری)

-
بېرته شاته