(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماشومانو لپاره

[12.Sep.2022 - 16:38]

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

 

د مو شنګ په دانه لماسته شهزاد ګۍ

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

یو وخت یوه شهزاده غوښتل چې د یوې شهزادګۍ سره واده وکړي. باید هغه په رښتیا شهزادګۍ وي. په دي نیت له کوره ووت او په ټوله نړۍ وګرځید، تر څو چې داسې شهزادګۍ پیداکړي، خو نه پیدا کیده. شهزاد ګۍ خو ډیرې وې، خو هغسې چې ده غوښته نه پیدا کیده. په هره یوه کې يې دغه یا هغه نیمګړتیا لیده اوهیڅ یوه هم ورته سمه شهزاد ګۍ نه ښکاریده.په خپګان او ناهیلۍ بیرت کورته را وګرځیده، ځکه چې ده يوه رښتینې شهزاد ګۍ غوښتخ، خو ويې نه مینده. يو ما ښام اسمان له تورو ډاروونکو وریځو ډ ک شو، غوریدا او بریښنا سر واخیست او دنا وې په شان باران اوریده، یو ډاروونکئ حالت و. په دې وخت کې د ښار دروازه وټکول شوه، بوډا پاچا ور روان شو، ترڅو دروازه خلاسه کړي. که ګوري یو شهزاد ګۍ ده چې دباندې د دروازې په وړاندې ولاړه ده. په دې باران او په دې خرابه هوا کې په ډیر بد حالت لیدل کیده. اوبه يې دسر له ویښتو په جامو بهید لې ، له جامو بیا بوټونو ته ور ننوتلې او له پوندو يې بیرته راوتلې. دې وویل چې دا په رښتی شهزادګۍ ده. زړې ملکې د ځان سره و ویل چې دا به اوس مالومه کړو. دې ته يې څه ونه ویل، دخوب کوټې ته ننوتل او د بسترې په ځای يې دموشنګ یوه دانه کیښوده. بیا يې په هغې شل توشکونه یو په بل باندې واچول او په هغوی يې بیا دالوتونکو دبڼکو ډیر پاسته شل نور توشکونه هم واچول. دا دشهزادګۍ دخوب بستره شوه او ټوله شپه پکې ویده وه. په سهار ترې وپوشتل شو چې خوب يې څنګه و. هغې ورته وویل چېخوب مې ډیر خراب و، توله شپه مې ستر؛ه پټه نه شوه، خدای خبر دی چې زما په بسترې کې څه شی و، په یوه کلک شي پرته وم، ټول بدن مې سور شین دی، به بد حال یم

أه دې ښکاري چې هغه په رښتیا یوه شهزادګۍ وه، ځکه چېدشلو توشکونو او دالوتونک د بڼک دشلو نورو توشکونو لاندې يې هم دموشنګو دانه احساس کړه. بې له شهزاد ګۍ هیڅوک هم دومره حساس اوناځک کیدای نه شي.

شهزاده له هغې سره واده وکړ، ځکه پوه شو چې رښتنې شهزاد ګۍ يې بیامونده او دموشنګ دانه يې دهنرونو په خزانه کې کیښوده، کیدای شي دچې هلته يې و وینو، خو په دې شرط، که چا غلا کړي نه وي.

ګوره، دا یوه رښتینې کیسه وه.

Hans Christian Andersen
Quelle: projekt.gutenberg.de

-
بېرته شاته