(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تنوېر پوهنتون سره

[10.Sep.2022 - 16:41]

په 25/2/1400 نيټه دخاص کونړ ادبي اوکولتوري ټولنې د ستوري   رسنۍ د   دفتر له خوا د کونړ ولايت اړوند   (تنوير) دلوړوزده کړو خصوصي موسئسې د رهبرۍ هیئت ته دپښتو ادب دوتلې څېرې ارواښاد ډاکټر کبير ستوري ګڼ تاليفات چې د "ستوري کليات" ,"خوږې مسرې" ,"دقلم توره" , دستوری صيب" ژوند  اومبارزه", "پښتون نظر دنسيم ستوري شاعري" او بيلابيل نيږدې 200 ټوکه کتابونه ددغه پوهنتون ټولنيز کتابتون ته ورکړل شول،  چې لړ ليک به يي درسمي تسليمۍ دفورم له لاسليک وروسته خپور شي.

هيله ده چې ددغه پوهنتون اړوند زده کړيالان اود ګاونډي ښوونېزو موسېسو زده کړيالان به ترې دغوښتنې سره سم ګټه پورته کړي•

په درنښت 

عرفان الله کوټوال

18.05.2021

 

دپښتنو په درد دردمن او دپښتون قامي يووالي ارمانجن ارواښاد ډاکټرکبيرستوری که څه هم زمونږ څخه بيل شوې دی خو هغه د خپلې فکري سوژې کښېنولي نيالګي لا دودې په حال کې دي چې دميوې حاصيل به يي حتمي د هغو خولو مزه ورجوړه کړي چې دبي اتفاقۍ او ځان ځانۍ ناروغۍ يي دخولې خوند ورتريخ کړې دې هيله مند يو چې دډاکټرکبيرستوري په فکري سوژې سمبال  ديووالي نسخه به ددغه رنځ دوا شي او دنوموړي ارواه به په دغه چاره دستړيا دمه جوړه کړي

مطرب يمه دسولې مست دخپل رباب په شرنګ يم

سوله  مې  ناره  ده او  د جنګ  سره  په  جنګ  يم                                                     (ستوری)

عرفان الله کوټوال

-
بېرته شاته