(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملا مستان

[10.Sep.2022 - 15:46]

ملی مبارز ملا مستان چې په سرتور فقیر سره مشهورو

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دانګریزی ښکیلا کګرو پر خلاف یو لوی ملی مبارز ملامستان و .دده اصلي نوم سعدالله خان و ، خو په ملا مستان او سرتور فقیر سره هم مشهور و ، خو انګریزانو دی دلیوني ملا ( Mad Mullah )په نامه سره یاداوه .

ملا مستان دسوات دبونیر په یوې معززې او مشهورې کورنۍ کې پیداشوی و او په خټه یوسفزی پښتون و.

دی په ځوانۍ کې د دیني علومو دترلاسه کولو لپاره دهندوستان ډیروښارونو ته تللی و او ډیره موده په اجمیر شریف کې هم پاتې شوی و .

همداراز دی منځنۍ ایشیا ته هم تللی واو هلته دلسو کلونو لپاره میشته شوی و.دی وروسته دافغانستان دمزار شریف ښار ته راغی اویوکال هلته پا تې شو او له هغه ځایه په ۱۸۹۵ زیدیز /میلاادي کال کې کابل ته ستون شو. په هغه وخت کې په کابل کې امیر عبدالرحمن خان دافغانستان واکمن و. دی بیا له کابله دخپل اوسیدو اصلي ځای بونیر ته ستون شو او دانګریزانوپر خلاف یې مبارزه پیل کړه . انګریزانو له ده نه سخته کرکه او نفرت کاوه.ده دملي مبارزینو یو لښکر جوړ کړ او په ملکنډ کې یې دانګریزانو پر چهاوڼۍ برید وکړ چې ډیره وسله او جګړه ایز سامان آلات لاس ته ورغلل.همداراز ده په دغه جګړه کې دانګریزانو یو کر نیل ، یو میجر او یو لفټننټ ووژل او ۲۱ تنه انګریزان یې مړه اوټپیان کړل.

همداراز ملا مستان په ۱۸۹۷ زیږدیز /میلادي کال کې په باجوړ کې دانګریزانو پر خلاف خپله زړورتیا او هیوادپالنه ثابته کړه .ملا مستان په یوه روا یت په ۱۹۱۷ زیږدیز/میلادی کال کې دانګریزانو سره په جګړه کې ووژل شو او په بل روایت په خپل مرګ مړشو.

دملا مستان او دخپلواکۍ دلارې دټولو اتلانو ارواګانې دې ښادې وي !

-----------------------

ماخذونه

۱- The Sartor Faqir: Life and Struggle, http://www.valleyswat.net/litera…/…/The%20Sartor%20Faqir.pdf

۲-زموږ غازیان ، دمحمد ولي ځلمي لیکنه ، دکابل چاپ 

۳- ویکیپیډیا Sartor Faqir

 

-
بېرته شاته