(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شمار سړي

[09.Sep.2022 - 17:10]

دشمار سړي د کار سړي

ليکنهالحاج حشمت الله بريالې مومند 

په خاص کونړ کې د مومندو د ځينې مشرانو پيژند ليک. که څه هم ټول انسانان د الله ج له لوری په يو خاص جوړښت 

 خلق شوی دي مګر د انسانيت په دغه پراخه او وږده لړۍ کې ې د يو ځانګړې ذهني  قوي درلودنکي سړي او ښځي هم دي نړۍ ته پنځولي چې د هغه پاتې ټولو ته د سردارۍ بڼه لری او د ژوندانه ددی پراخ چوکاټ د تنظيم او لارښوني استعداد او صلاحيتونه الله ورکړي دي. چې د بيلګي په ډول ې د خاص کونړ  ولسوالۍ  د مومندو د قبيلي د موسیء خيلو د ټپر په لاندی بيوکرافيک نوم لړ کې ليدلي شو

 

حمدالله بابا په قوم مومند موساخيل وو او د مومندو د ايجنسۍ اصلي اوسيدونکي  وو چې مقبره ې هم هلته ده . ددی د يو زوی نو م ملاصاحب ګل بابا  وو چې د ميټۍ څخه خاص کونړ ته راغلي دی او  د خاص کونړ په  کونړ کلي کې ي استوګنخې غوره کړه او هلته ې يو جامع جومات جوړ کړه چې اوس دی کلي ته د صاحب جم کلي وای 

ملا صاحب ګل بابا څلور ځامن او يو لور درلوده ، ملا جان مومند ، مولوی عبدالرشيد مومند ، بلبل مومند او شيخ محمد رضا مومند

ملا جان مومند شپږ زامن درلودل چې هر يو عبدالنبي مومند، محمد سعيد مومند ، غلام نبي مومند ، مولوي الحاج فضلالله مومند ، مولوي عبرالرشيد مومند ، مولوي حبيب الرحمن مومند او عبدالجلال مومند.  

بلبل مومند څلور لوڼه درلودی چې يو لور ې د انجنير نيک محمد مور ده، بله لور ې د  محمود جان چې په حقوق مشهور وو د هغه مور ده، دريمه لور ې د سيد حسام پاچا مور ده ، څلورمه لور ې  د   شيرمحمد خان مور ده

شيخ محمد رضا دوه زامن او دری لوڼه  درلودي. زامن ې هر يو حاجې خدای رضا مومند  او حاجې علی رضا مومند  دي

يوه لور ې د الحاج محمد صديق ارباب ميرمن وه، دوهمه لور ې د ګل ملک ميرمن ، او دريمه لور ې د محمد يوسف الله خيل ميرمن وه.

 شيخ محمد رضا يو سوداګر وو د کونړنو د لرګيو سوداګري به ې کوله . دوۍ به  د لرګيو ټالونه څرنګه چې په هغه وخت کې  د سرک او موټر د نه شتون ستونځي موجودي وي نو د کونړ د سيند په ذريه د کامي د پله پوري راوړل کيده چې دا په ټول کونړ او نورستان کې معمول کار وو او بيا به ې د کامي نه په قچرو ، او اوښانو او همدارنګه لاريو په ذريه د هيواد پلازمينی کابل ،  پښتونخوا او هندوستان ته په قانوني ډول وړل کيده . چې تر اوسه پوري ې د هغه وخت د حکومت اجازت پاڼي موجودي دي

شيخ محمد رضا ډير دينداره ، مذهبي ، مومن ،‌زړور، زيرک ،  هوهياراو ميلمه پال انسان وو . په هغه وخت کې د افغانستان  د ډيرو ښو سوداګرو د جملی څخه وو. چې د کونړونو ډيرو خلکو ته ې  په هغه وخت  کې کار او روزګار پيدا کړی وو او ددی لاری د  کونړونو  د ولس په چوپړ کې وو

ګرانو هيوادوالو تاسي ته به ښه معلومه وي چې د   يو هيوادپرمختګ د صنعت او زراعت اوهمدارنګه  صادراتو پوري تړلي وي، نو زمونږ او  ستاسي مشرانوچې  پدی پار کې کار کړي دي،  بايد يادونه ې وکړو چې مونږ له پاره د زده کړي لارښود شي او کوښښ وکړو چې د هيواد او هيوادوالو د پاره چې د هري سمي لاری وي د خدمت مصدر وګرځو او خدمت ې وکړو. او دداسي مشرانو چې په خپل ولس کې د خپل خدمت په ذريه ښه نوم پريښي وی ستاينه وشي ځکه چې ددغه مشرانو په برکت چې په خپل ولس کې ښه نوم پريښي ، د راتلونکې نسلونو  دپاره وياړ دی 

شيخ محمد رضا  د کونړ په سرکاڼو والسوالۍ کې ژوند درلوده او هلته ې د پيرونۍ په ډاک کې خپل شرعی ځمکی درلودي، چې اوس پری کلي اباد دي چې وروسته ې  د سرکاڼو ميا صاحب ته د ډالۍ په ډول ورکړه ، او همدارنګه د کونړونو د څوکۍ په ولسوالۍ کې هم ځمکي  موجودي وي ،  د خاص کونړ په ولسوالۍ کې هم ۲۰۰ جريبه ځمکه چې اوس هم موجوده ده ، چې دا ټولي ځمکې د سوداګرۍ په حلالو روپيو او ګټه پيرودل شوي دي .

 شيخ محمد رضا مومند دوه زامن او دری لوڼه درلودي. زامن ې حاجي خداي رضا مومند او حاجي علی رضا مومند دي چې د خپلي ديندارۍ او امانت دارۍ په وجه په شيخانو مشهور وو

چې دستار تړي هزار وی 

ددستار سړیي په شمار وي

نوموړي ډير زيات ميلمه دوست مجاهد او په دين معين خلک وو چې د کونړونو ولسونه  ددوۍ د يندارۍ ، ميلمه پالني او نارينتو ب شاهيدان دی ، دواړه ورونه د کونړونو د ولايت په سطحه په ميلمه پالنه کې نوم وتي خلک وو. حاجي خدای رضا لوستی او د قلم خاوند وو نو ځکه په خپل کلي کې ملک وو او ډيري جرګي او مرکي ې د ولايت او منطقي  په سطحه کولي او د خپل سپين نيت او دينداررۍ له امله ورته الله پاک ډير ښه نوم ورکړي وو او په خوله کې برکت پروت وو نو کله چې به ې په جرګو کې ګډون کاوه  نو پايله به ې  هم ورکوله او ستونزه په حل کيده

همداسي نورد خاص کونړ سپيڅلي او زړور او په هيواد معين مشران چې په هغه وخت کې ې د دوۍ سره يو ځاي  د خاص کونړ د ولسونو په جرګو او مرکو کي ګډون درلوده هغه وياړلي مشران خو ډير زيات دی خو زه ې د يو څو نومونو يادونه کوم چې زما په ياد دی .‌

د شامکار د کلي ښاغلی ملا شامګار او  ښاغلی عبدالستار ملک ، د حکيم اباد څخه ښاغلی ملک عزيزالله او ښاغلی ملک روستم خان،‌ او د سرای څخه په دين معين او وياړلي د ساحبزادګانو مشران (د سرای باباګان )، ښاغلی ملک ميرحبيب مومند، د اراضۍ د کلی ښاغلی مياګل خان او ښاغلی حيات الله ملک  او داسی نور ، د بانډۍ څخه ښاغلی حاجې جلات خان آو ښاغلی عبدالقديروکيل ، د تنر د کلی  دارنه وياړلی د اخندزادګانو مشران،‌ درانه او ويارلي  د قاضيانو مشران ، د يوسفزو د قوم څخه لکه  ښاغلی مولوي حاجې  امان الله خان ،او  ښاغلی الحاج وکيل عبدالجليل ملنګددی کلی وياړلي سيدان (پاچيانلکه هر يو ښاغلی معظوم پاچا، ښاغلی   سيد عبدالهادی پاچا(حاکم پاچا )، ښاغلی سيد احمدی پاچا (علاقه دار پاچا )،‌ښاغلی سيد حسين پاچا ، د غنی خان د بانډي څخه ښاغلی ملک  عبدالغني خان مومند ، د ملکانو د بانډي څخه ښاغلی ملک محمد صديق خان ارباب ، د چارکۍ د کلي ښاغلي حاجی ميرزامحمد جان،‌ښاغلي  سيد طاهر جان  اوښاغلی  سيد باباجان باچا، د لوټانو د کلي ښاغلی ملک محمد جان ، ښاغلی محمد عبدالله ، او ښاغلی حاجي ملک خشک. د کنډرو د کلي څخه ښاغلې ملک فراز خان ، ښاغلې ملک نصير خان . د چيندراو د کلي څخه ښاغلې قاضي سيد حسن خان ، او ښاغلې حاجي محمد حسن خان ، او د منګوال څخه ښاغلې ملک امانت جان ،‌ ښاغلې محمد يوسف خان ، ښاغلې محمد  سردار ، او ښاغلې وکيل محمد عمرخان او ښاغلې ملک عبدالجليل ، په شالۍ او ولۍ کې ښاغلی د انځزری مولا صاحب،‌ ښاغلې فيروز حاجي ، ښاغلې غازي حاجې ، او او ښاغلې ملک شکر او داسي نور زمونږ مشران ددی ولسوالۍ  د يادولو وړ دی الله دی وبښي

د ميټۍ  نو م وتې قومي مشران مراد خان او ديدار خان مومند د قوميت په سلسله او همدارنګه حاجي عبدالحالق مومند چې د مومند د قوم مشر وو چې ددوی خپل وو،   ددی حاجيانو(حاجی خدای رض او حاجي خدای رضا ) کور  ته راتلل. دی دواړو مشرانو چې د تل دپاره د کونړونو د ولسونو په چوپړ کې وو د لومړي ځل د پاره په ۱۳۴۵ کال کې د کونړونو د ولسونو د تګ او راتګ د اسانتيا په خاطر د خپلي شخصي شتمنۍ په ذريه د کونړ په سيند پل جوړ کړه. د شالۍ او ولۍ او سرکې او په ټوله کې د خاص کونړ دولسوالۍ  اکثره خلک په قوم مومند دی.‌ دا وياړلي  قوم د افغانستان په تاريخ کې خپلي سرخندونې لری ، چې په دی سرخندونو او ددی لوۍ قوم په خدمتونو باندی ليکل زما د وس او توان نه بهر خبره ده 

د حاجي خدای رضا په مشرۍ  د خپل ولس سره يو ځای د چارمنګ جنګ  د ډيورند په فرضي کرښه د افغانستان او د تورمخو پنجابيانو ترمنخ  وشو . چې په دي جنګ کې ګل ملک چې د حاجې خدای رضا اوښي وو شهيد شو

د ظاهرشاه د حکومت په وخت کې د هغه وخت ولسوال غوښتل چې ددي ځای ښځي  ولسوالۍ ته  بوزی او بندياني ي کړی، نو ددی مشرانو په مرسته هغه خپلو کورنو ته وسپارلي ، او دحکومت سره ې داسی تړون وکړ چې ښځي په بند خونه کې نه بنديانې کيږ ي بلکی د بند موده به د حاجی خدای رضا او حاجی علی رضا په کور کې تيروي . ځکه دوۍ ډير په الله او په خپل ولس معين ، دينداره  او حق ويونکي انسانان وو

حاجی خدای رضا او حاجی علی رضا په الله معين خلک وو تل به ې د بی وزلو خلکو مرسته کوله په کال ۱۳۲۰ کې د يو مظلوم کونړي په سر ننګ وکړ، نو تاسي ته څرګنده ده چې کله يو سړې په ټولنه کې ښه مقام ولري لکه څرنګه چې دوستان لري همدارنګه دوښمنان هم لري.‌ ددوۍ پسي د غره عزيزانو چې هغه وخت کې ې ددرواغو د تهمت په پايله کې په غير ددی نه چې پلټنه وکړي ،   لښکر وکړ او په دوۍ ې د بريد پلان جوړ کړ . دوۍ په دی خاطر چې د کونړ نور بي وزله ولس په دی جګړه کې زيان ونه ويني ، د لغمان ولايت ته ولاړل. او هلته يو کال میشت وو او کله چې ولس ته ددوۍ بی ګناهی ښکاره شو نو په ۱۳۲۱لمريز کې خپل ټاټوبی ته ښه په درناوی  راستانه شول

ددي موضوع يادونه مې ځکه وکړه چې يو ليکوال په ډيره سپين سترګۍ په خپل کتاب کې ددی موضع په بل ډول يادونه  کړي وه، چې دا کورنۍ د حکومت لخوا فرار شوي وه. حال دا چې دا کورنۍ  د خپلو عزيزانو لخوا چې پورته مې يادونه وکړه

حاجي خدای رضا په ۱۳۴۸لمريز کال کې د هغه وخت د مشرانو د خولي چې په جرګه کې ناست وو ، کټ ته پورته شو ځانته ې د شهادت کليمه شروع کړه او سترګي ې ددی پاتی دونيا نه پټي کړي

انا لله وانا الیه راجعون

 

په ګور ې نور شه 

تل ترتله په ښه نام پاي ښاغلي

        

  د افغانستان د جهاد په دوره کې د افغانستان د ټول ولسونو او قومونو ورونو  سرخندوني او قربانۍ  د يادوني او ستاينی وړ دی چې د خپل ګران هيواد په مينه کې ې ځانونه او مالونه او اولادونه  قرباني کړل . همداسی د خاص کونړ او د شالۍ او ولۍ  ولسونو په ډيره ميړانه ددي هيواد د د خپلواکۍ دپاره د خپلو ځانونو  او مالونو   په قربانې کولو کې هيڅ ډول ځنډ  نه دي کړي ، ددی قربانيو تر څنګ ې خپل مجاهد ولس چې د افغانستان د هر ګوډ نه چې په دی لارو،‌ کومې چې د مومندو څخه تيري شوي پښتونخوا ته  تلل،  همدوۍ په خاص ډول د شالۍ او ولۍ مومندو په ډيره مينه ميلمه پالنه کړي ده چې د افغانستان ټول ولس ددی شاهدان دی.

حاجی علی رضا چې د خپل مشر ورور غوندي دينداره باشهامته مجاهد وو د ژوند تر اخيره سلګۍ په خپل وطن معين او مسلمان انسان وو ، چې د ډيرو خلکو دخولی دا بيان دی چې د لمانځه قضاي پری نه وه او د تل دپاره د ريښتينو مجاهدينو  خدمت کاوه او مادي او معنوي مرستي به ې ورسره کولي

يوه ورځ د ثور د انقلاب کې څو تنه مجاهدين په شهادت رسيدلي وو او مړي ې هلته پاتي وو نو حاجي علی رضا د کونړ د نورو مشرانو سره يو ځای ورغي دا هغه وخت وو چې روسان په افغانستان کې وو ، د وخت ولسوال ته ې وويل په خيټه به دی دا کونټۍ ننباسم ، چې مړه دی کړه نور حق پری نه لري. خلکو ته خاجی علی رضا امر وکړه چې جنازي پورته کړۍ پرته د وخت  د ولسوال د  اجازي څخه  او شهيدان ې  په خپلو کورونو وسپارل، دلته يو ښځي په لوړ اواز وويل الله دی هري مور ته داسي نر زامن ورکړي

حاجی علی رضا په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د ځمکي په سر بی ګناه شهيد کړای شو روح دی خاد وی . حدای بښلي حاجی علی رضا دوه زامن او اوه لونه درلودي. مشر زوۍ ې پروفيسور ډاکټر يعقوب رضا مومند خپلي ابتداي زده کړي د کونړ او پاتي زده کړي د کابل په خوجه انصاري ليسه کې سر ته رسولي او لوړي زده کړي د طبابت په  برخه کې تر ډوکتورا و پي ايچ ډي پوری په روسيه کې کړي دي چې اوس په بلجم هيواد کې اوسيږي، دوهم زوۍ ې ډګروال فاروق خان مومند دی چې ابتداي زده کړي ې په کونړ او لوړي زده کړي د کابل په هواي پوهنتو ن کې سرته رسولي 

د خداي بښلي حاجی خدای  رضا مومند اوه زامن او شپږ لوڼي دی ، زامن ې  هر يو مرحوم  احمد رضا خان، مرحوم الحاج صالح الله خان ، ډګروال حضرت الله خان ، مرحوم ډګروال مرتضیء خان ، مدير امان الله خان، مدير عطاالله خان ، مرحوم انجنير مطيع الله خان .‌

د يو زوۍ سوانح ې د افغانستان د اوردو د مجلي څخه د بيلګي په ډول يادوم ، مرحوم ډګروال صالح الله مومند په ۱۳۲۵ کال کې دکونو ولايت د  خاص کونړ ولسوالۍ په صاحب جم کلي کې زيږيدلی دی. ابتداي زده کړي ې په کونړ او  په ۱۳۳۸ لمريزکال کې د هيواد په پلازمينه کابل کې په  حربي ښونځي کې شامل شو ، د لوړو زده کړو د پاره  په نظامي برخه کې په   ۱۳۴۵ لمريز کال کې روسي ته ولاړ او هلته تر ۱۳۴۷ لمريز کال پوری خپلي لوړي  زده کړي سرته ورسولي. او پيا خپل هيواد ته راستون او د افغانستان په اوردو کې په هواي قواو کې خپله دنده پيل کړه او ۳۵ کاله ي خپل هيواد او ولس ته په ډيره ميړانه او شجاعت  په ډول ډول الوتکو کې  ال ۱۴ ، ال ۲۸ ، ان ۲۶ او ان۱۲ خدمت وکړ ، او د افغانستان ګوډ ګوډ او همدارنګه د هيواد نه بهر ې هم پروازونه کړی چې د پروازونو ريکارډ ې  ۱۲۲۰۰ ساعتوته دی. د وخت د بيلابيل حکومتونو لخوا ورته مډالونه،  ستاينليکونه، دولتي نښانونه او بری ليکونه ورکړل شوي دی ، مرحوم ډير په سلګونو زده کونکي روزلي دی. او په بيلابيل بستونو او پروازی قطعو کې سر کشاف د ټولي ،  کنډک، غنډ، او سر کشاف د هواي او مدافعي هواي په حيث دندي تر سره کړي. مرحوم د قران حافظ هم وو چې د اولی سپاری نه تر شپاړلسمي سپاري پوری ې قران پاک په يادو زده وو، چې د دندی په وخت کې د تل دپاره تلاوت کاوه ، په  ۶۴ کلنۍ کې ې ددی پاتي نړۍ نه سترګي پټي کړي روخ دی خاد وي 

د مرحوم ډګروال صالح الله دوه زامن او اوه لوڼه دی زامن هر يو الحاج حشمت الله بريالي رضا مومند چې د پلي تخنيک ددوهم کال زده کونکې چې په هيواد کې  د خپل منځي جګړو له علمه ې ونه شو کړاي چې خپلی زده کړي د افغانستان د نورو زده کونکو په شان پوره  کړی د هيواد نه کډوال او په سوداګرۍ ې پيل وکړ

دوهم زوۍ ې انجنير فرهاد رضا مومند د پولی تخنيک څخه د ما فوق ليسانس په کچه فارغ او د ماسترۍ سند ې په هندوستان کې د ودانيزي انجنيرۍ په برخه تر لاسه کړ

همدارنګه د حاجی خدا ی رضا د لور د طرفه لمسيان ډاکټر لونګ ، ډاکټر اکرام ، او ننګيالی ننګ چې د الحاج وکيل عبدالجليل ملنګ زامن دی کوم چې په قوم يوسفزې او د کونړ خان وو

د حاجې خدای رضا او حاجی علی رضا کورنۍ ډيره لويه ده ما پکې فقط د يو څو نومونه ياد کړل چې ليکنه رانه ډيره اوږده نه شي ، ددی کورنۍ هر غړي په خپل ځای کې ددرناوی وړ او عزتمند دی . دا لوستي او متدينه کورنۍ ده ټول عمر ې د کونړونو ولس ته په خدمت کې تيره کړی، په دی کورنۍ کی او همدارنګه د شالۍ او ولۍ په وياړلي ولس کې غله ، ډاکوان ،  جاسوسان او پردي پالي نه شته او نه به پکې پيدا شي . او هغه ليکوال چې په دی کورنۍ او او د شالۍ او ولۍ په مومندو  ې کومه ليکنه کړیده،‌ درواغ او  ددوۍ په مقابل کې  د کمترۍ احساس لری 

 

د سرلوړی او ودان افغانستان په هيله

 

ليکنه مې د ستوري د  مجلي څخه رااخستې ده 

شفيق افغان

-
بېرته شاته