(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

معجزې

[09.Sep.2022 - 16:46]

معجزې:

لیک: ډاکتر فاروق اعظم                                                                                                                                           په دری لسيزو کی په افغانستان کی د دوو شریرو امپراتوریو ماته

 

په ۱۹۷۹م کی شوروي سوسیالستي اتحاد پر افغانستان بربنډ نظامی تجاوز وکړ. نړۍ یی په دغه اقدم سخته وویرول. له افغانستان څخه هرچا لاس واخیست او دا مظلوم هیواد یی سره ښامار ته یوازي پریښود. ټولو افغانستان د شوروي په کومی کی وباله او د پاکستان او ایران د تقویې په فکر کی سول. خو افغانانو یوازې د الله عزوجل په توکل هغه څه وکړل چې ټوله نړۍ ورته حیرانه سوه. کله چی جهاد قوت وموند، بیا نو هرچا دمرستی لاس وراوږد کړ او هرچا یی په جهاد فخر کاوه (حسبنا الله و نعم الوکیل نعم المولاء و نعم النصیر). بالاخره شوروي سوسیالیستی اتحاد مات او په ۱۵ فبروري ۱۹۸۹م د سره فوج اخیري عسکر له افغانستانه ووت. شوروي داسې مات سو چې د خپل هیواد په دننه کې یې ایدیالوژي او جغرافیا دواړه دړې وړې سول او په دې ډول د افغانانو د جهاد له برکته نړیوال د ابد لپاره ددغه شریرې امپراتورۍ له شره بیغمه سول.

همدا راز، په ۷ اکتوبر ۲۰۰۱م امریکا او متحدینو یی پر افغانستان نظامی حمله وکړه. په دغه حمله کی ټوله نړۍ زموږ د ګاونډیانو په شمول د امریکا ملګری وه. امریکا او ناټو په افغانستان کی شل کاله هغه ظلمونه زموږ پر مسلمان او بیدفاع ولس وکړل چی د بشریت پر تندي تور داغ دی. خو افغانان صرف د الله په اسره دغه صلیبی لښکر ته ودریدل او ماته یی ورکړه؛ داسی ماته چی د وتلو په وختکی یی ګوډاګیانو د امریکا د الوتکو په ټایرونو پوري ځانونه ځوړند کړیوه. د امریکا اخیره ډله عسکر په ۳۱ اګست ۲۰۲۱م (۹ وږی ۱۴۰۰ش) په ټيټو سترګو او ځوړ سر د مجاهدینو له ویري نیمه شپه په تاریکه کی وتښتیدل. په دی ډول په دریو لسیزو کی د نړۍ دوې لویي شریری امپراتورۍ او صلیبیان په افغانستان کی د مظلومو خو مسلمانو او مجاهدو افغانانو له لاسه پر ګونډو سول. الحمد لله. همداراز، زموږ هغه یو شمیر غولیدلي، بی ایمانه او خرڅ سوي وطنوال هم په شرمو وشرمیدل کوم چی د شخصی ګټو لپاره یی د خپل ولس خلاف د بهرنی تجاوز ملګرتیا کړیوه.

ما د شوروي او امریکا له ماتی دا نتیجه واخیستل چې پر الله (ج) توکل او د خپل دین او وطن دفاع د انسان د ژوند لویه سرمایه او افتخار دی. پر پردو تکیه لویه غلطي او د خپل ولس په خلاف د پردو ملګرتیا لویه بی ایمانی، سخته ناروا او کمال بیغیرتی ده. د دین او وطن سره مینه او په دغه لار کې پر الله عزوجل توکل د نړۍ ډیر لوی طاقتونه پر ګونډو کولای سي. په همدې روحیه افغانستان ژوندی دی او په همدې روحیه افغانستان ابادیدلای هم سي. د اسلامی امارت دنده ده چی د دواړو تجاوزونو ظلمونه او زموږ د مجاهد افغان ولس قربانۍ ثبت کړي څو زموږ په ځوان نسل کی د اسلام سره مینه او د وطندوستۍ جذبه تقویه سي. د جهاد او مجاهد عزت به سوی وي. بیا به هر متجاوز تر تجاوز دمخه لس واره په افغانستان کی د خپل حتمی ماتی په باره کی فکر کوي او د افغانستان هیڅ وګړی به د تجاوز سره د ملګرتیا جرئت نکوي. سل واره به دی او کورنۍ یی فکر کوي چی که دغسی یو رزیل کار او ملی خیانت وکړي، نو شرم، ذلت او بدنامي یی حتمی ده.

تل دې وي افغانستان

09/09/2022

 
 
-
بېرته شاته