(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کیف او الهام

[09.Sep.2022 - 15:52]

کېف او الهام

.............................

دا بحثونه د ډېر وخت نه روان دي چې شعر کسب دی که الهام؟ په دې هم بلها خبرې شوي دي چې الهام څه ته وائي, دليلونه ئې هم څېړل شوي دي او دغه خبره ترې وړاندې راغلې ده چې تر اوسه څوک په يوه خبره نه دي متفق او هر سړی خپل يو بېل تاثر لري

 

ما ډير کتابونه نه دي لوستلي خو په دې اړه چې مې کوم نظرونه د نظره تېر شوي دي, تر ډېره مې په دغې هم غور کړی دی او چې کله نه مې رحمان بابا دې الهام ته پام کړی وو:

چې خبر کا مخلصان له علم غېبه

دا همه واړه الهام دی د اخلاص

نو دې خبرې مې هم تر مودو پام نيولی وو چې دا څنګه الهام دی چې د غېبو د علم نه سړی خبروي, ځکه چې د غېبو علم خو يواځې رب ته دی؟

د رحمان بابا دغه شعر دا هم ظاهروي چې دغه کوم ياد شوې دی دا د شعر الهام نه دی, ځکه چې په شعرونو کښې تر اوسه د غېبو علم چرته هم په نظر نه راځي.

د عمر د تېرېدو سره په دې خبره ورسېدم چې په دې اړه چې کوم د رائې او نظر اختلاف دی دا په اصل کښې د هر سړي د ذاتي تجربو د کبله دی, زه که د ځان خبره وکړم نو زه په هغه وخت په شعر پوهېدم او خوند مې ترې هم اخېستو چې نور په څه نه پوهېدم, د شعر د سازېدو يا سازولو نه, نه وم خبر خو که چا به شعر بې وزنه يا بې خونده ووئيلو نو زما په طبع به بد لږېدو, بيا مې بې اختياره غوندې يو نظم او يو غزل داسې ليکلی وو چې زما په اندازه په تنقيدي نظر په کښې نن هم څه ستونزه نشته, که د مشاهدې خبره وکړم نو داسې مې هم يو تن ليدلی دی چې ظاهري حالت ئې لکه د نيم مجذوب وو, سادګي ئې جامه وه او د شعر وئيلو کومه نښه په کښې نه ښکارېده خو غزل ئې وهبي کيفيتونه لري, دا ارواښاد اکرام الله ګران وو.

 

ما چې تر اوسه کوم شعرونه ليکلي دي, دا ما ته معلومه ده چې په دې کښې کوم د آمد شعرونه دي, دغه زما بېل بېل کېفيتونه دي, الهام په کښې يو هم نشته, ددې کبله په دې خبره رسېدلی يم چې په شعر د پوهېدلو ذوق او وئيلو ملکه, کېفيتونو ته د ژبه ورکولو هنر د خدائی ورکړه ده ځکه چې تجربې دا ښائي چې هېڅوک هم د چا نه شاعر نه شي جوړولې خو شعر الهام نه دی.

د رحمان بابا ذکر شوی الهام هم د هغوي کومه ذاتي تجربه ده, په دغه الهام د ډېرې مودې د بې سوده کړاؤ نه پس زه هاله پوهه شوم چې د يو پېښې په صورت کښې مې د رب په کرم ددې الهام صورت يو بڅرې غوندې په عملي توګه وليدو, د شعر حالت په سر طاري کيږي چې په مازغو کښې لکه د شوملو د شاربلو نه پس هنري بڼه اختياروي او الهام د يو غږ يا صورت په څېر په زړه کښې زرغونيږي, د شعر تعلق د سر او د الهام واسطه د زړه سره ده, د شعر په حالت نزول کښې شاعر د هوش و حواس په حالت کښې وي که غږ پرې وشي هغه اوري خو د الهام کېفيتونه جدا دي.

نبي کريم (ص) چې کله رنځور شو, صحابه کرام (رض) ئې پوښتنې ته ورغلي وو نو عرض ئې وکړو چې تر اوسه خو د خېر او شر هر خبر ستاسو په واسطه رارسېدو که چرې تاسو رحلت وکړو نو بيا به څه وي؟

په دغه موقع حضور پاک (ص) فرمائيلي وو,, بعد وفاتي ينقطع الوحي ولا ينقطع المبشرات,, 

زما د وفات نه پس به وحي قطع شي خو مبشرات به نه ختميږي,, 

د مبشراتو ډېر صورتونه دي چې يو ئې رحماني خوبونه هم دي, زما په کلک يقين الهام هم د دغه مبشراتو څخه يو دی او څنګه چې کرامت اختياري نه دی دغسې الهام هم دی, چې د مبشراتو برخه شي نو مبشرات ډېره روحاني پاکي غواړي, د شعر او الهام حالتونه بدل دي, شعر په هر حالت لکه نشه او ناپاکۍ کښې هم وئيل کيږي, په شعر کښې اختيار دی ددې کبله په کښې هر سړی د خپل شخصيت عکس او د کردار ناپاکي او مرداري هم ګډولې شي خو الهام ددې خبرو نه مبرا دی او د ناپاکۍ ضد دی.

رحمان بابا فرمائي:

د ريا تر ناقبوله عبادته

د ساقي په مېو مست او خراب خوښ يم

ز ما په اند هم ددې کبله تر اوسه چا هم الهام په پوره توګه ځکه نه دی بيان کړی چې دا لکه د امانت په طور نور د بيانېدو نه وي خو د دغه دواړه حالتونو د ليدلو نه پس دا په دعوې سره وئيلی شي چې شعر هېڅ کله هم الهام نه دی.

 

(نوټ) د ښاغلي مفتي اظهار الله هلال د يو ليک تاثر)

-
بېرته شاته