(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنجونو ښوونځي

[09.Sep.2022 - 15:49]

د افغانستان په ګرمو سیمو کې د وږي پر پېنځلسمه ښوونځي پیلېږي خو له بده مرغه له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندېز دی.

دنجونو د ښوونځیو د پرانستلو پورې دې درانه  هېوادوال د خپلو خوېندو او لوڼو لپاره په خپلو کورونو کښې د زده کړو چاپیرېال برابر کړي، تر څو زمونږ خویندې او لوڼه د ښوونځیو د دروازو د بیرته کېدو پورې دښوونځي کتابونه ولولي او زده یې کړيکله چې د ښوونځیو دروازې بیرته شوې، نو خپلو خپلو لوړو ټولګېو ته به ازموینه ورکړي او په جګو ټولګیو کښې به زده کړو ته دوام ورکړي.04.09.2022

نصیر ستوری

 

#د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ

#LetAfganGirlsLearn

#ReOpenAfghanGirlsSchools

-
بېرته شاته