(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قامي وحدت

[09.Sep.2022 - 15:44]

پښتون قامي وحدت دوخت اهمه اړتېا !!!!

کابو 128 کاله د مخه پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنې کرښې پواسطه په مصنوعي توګه پښتانه په برخو وويشي، خو پښتانه چې نه يوازې ګډ پېښلیک/ کړکېښ (تاریخ) ، ګډه ژبه ، او ګډ کولتور لري، بلکې جغرافيایي وحدت هم جوړوي، دغه کرښه په عمل کې نده منلې. د هند د نيمې وچې څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ تړون د ولسونو د حقوقو له مخې پخپله ( اوتوماتيکه توګه) د اعتباره لويدلی وو،  ځکه چې په کومه موخه ( هدف ) چې دغه تړون منځ ته راغلی وو، هغه موخه  د منځه تللې ؤه ، نو د پښتنو ټولنیز ولسوليز ګوند PSDP په 1993 کال کې دغه تړون چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوې په رسمي توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه .د پښتنو ديووالي (قامي وحدت) لومړی پړاو لرې پښتونخوا ته د برې پښتونخوا د پښتنو په کډې کولو سره پيل شوی دی، يو د بل سره تماسونه زيات شوي او ښيخي ګانې هم پکې مینځ ته راغلي دي، چې دا لړۍ مخ په وړاندې روانه ده او په ولسي کچه هم راشه درشه ډېره شوې ده.

 

 

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د ډیرو کلونو راهیسي  پردۍ جګړه د پښتون  لوې کور ته راټوله شوې ده ، پدغه تپل شوې جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږي، اقتصادي بنسټونه یې ړنګیږي، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئې سوځول کیږي ماشومان، نجونې او  ځوانان ئې له زده کړې پاتې کیږي، قامي او ولسي  مشران یې وژل کیږي ، د پښتونولۍ ارزښتونو ته یې په سپکه کتل کیږي  او د انساني ژوند د پرمختګ ټولې لارې یې تړل کیږي او تړل شوي دي. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند تل داچې د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند اوپښتون ژغورنې غورځنګ ګډې موخې لري، نو دپشتون سوشل ډېموکراټیک پارټۍ د مشرانو جرګې د ۲۰۱۸ کال د اپریل مېاشتې رااېسې دپښتون ژغورنې غورځنګ هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی. د منظور پشتین سره یې څو وارې مشورتي  انلاین غونډې کړیدی،  دهېواد دننه او بهر یې  د پي ټي اېم په پرلتونو، غونډو، جلسونو کښې چارنده ونډه لرلې ده 

 

د پ ټ اېم سره  د ګډکار،  هلو ځلو او  د اړېکو لپاره یې د ګوند  لومړی مرستېال محمدشیرین ګردېوال ټاکلی دی

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند.

. دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې،   د پ ټ اېم سره  د ګډکار،  هلو ځلو او  د اړېکو لپاره د ګوند  لومړی مرستېال محمدشیرین ګردېوال ټاکلی دی

 

د شوروی اتحاد د ړنګيدو وروسته ويشل شوي ولسونه بيرته يو شول، خپلواک هيوادونه جوړ شولدنړۍ نوی سياسی نظم جوړ شوی او په جوړیدو دی او نوی سياسی نقشه منځ ته راغلې ده، چې دا پښتنو ته د يووالی او خپلواکۍ زيری ورکوي

د پښتنو يو خپلواک هيواد ((پښتونخوا)) په سيمه کې د سولې، امن، ټېکاو ( ثباتاو ولسولۍ (ډېموکراسۍ/جمهوریت) تضمين دی. پښتانه سوله دوست او امن خوښی قام دي، د سیمې اونړۍ د نورو قومونو سره د خپلو ګډو علایقو پر بنسټ اوږه په اوږه ګامونه اخستل غواړي او د ګډ ژوند د بېلابېلو بڼو په یوه بڼه کې لکه د « آسین د ټولنې » په شان په سوله او ارامۍ کې ژوند کول غواړي

کله چې مونږ د پښتونخوا نوم اخلو،  نو مطلب مو د احمد شاه بابا افغانستان دی داحمد شاه بابا لپاره د افغانستان او پښتونخوا نومونو يوه مانا لرله کله چې احمد شاه بابا د ډيلي تخت ونيوه نو ويويل :

د ډیلـي تخت هــيرومـه چـې راياد کـړم 

ځما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

-------------

 

 

 

د پښتنو ټولنیز ګوند دپ ټ اېم مخکښ مشر علي وزیرنیول کیدل په کلکه غندي.د ژر تر ژره راخوشېکیدو غوښتنه یې کوي. د پښتنو ملتپاله ګوندونو په مشرانو اوملتپالو غږ کوو،چې دپښتون قام دژغورنې په پار یو موټی شئ .دعلي وزیر په ننګه خپل غږ پورته کړئ.

لا به یو کېږو،  ګنې ورکېږو. Ali Wazir Ali Wazir

20.12.2020

---------------

 

 

 

 

 

د اسټيبلشمنټ او علي وزير تر منځ دوار آف اټریشنجګړه روانه ده

د" وار آف اټريشنجګړه هغه جګړه ده چي مخالف پکښي ستړی ستومانه کوي،هغه زيات مایوسه کوي ،يو وار بریالیتوب ورښکاره کړي بيا يې بيرته ځني غوټه کړي .

هغه دومره مایوسه کوي چي اعصاب له لاسه ورکړي، د هغه ملګري ماتوي، په هر قيمت يې ځني بيلوي هم يې اخلي، هر ډول امتیازات ورته برابروي، چې په عوض يې ورته رقم، رقم هڅوني يا ترغيبات ورکول کیږي.

 

د کرکټر او وجدان خاوندان دا جګړه ګټي، ضعیفو اعصابو لرونکي او خام پاخه انقلابیان ماتیږي.

 

 باچا خان او نېلسن منډیلا له همدغو ازموینو را تېر شول چي په تاریخ کي یې ځان ته ځای پیدا کړ.

 علي وزیر په دې لوبه پوهېږي، هغه پوهیږي چي علي وزیر کله له دې زندانه وزي ګټونګی به وزي هغه به بايلونکی نه وي

د پارلمان غړوتاسو یوازې خپلي ویناوي کوی، معاشونه او امتیازات اخلۍ او ځانونه د رهبر په توګه معارفي کوۍ۔۔۔

 

 علي وزیر تاریخ لیکي، تاسو به ورځ تربله د ورځپاڼو په څېر د ردۍ د ټوکرۍ شومه کيږی۔۔۔

ژباړه: زهير"

--------------------

#SaveAliWazir

#ReleaseAliWazir

#ReleaseHanifPashteen

#ReleasePTMActivist

-
بېرته شاته