(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد شاه ولي

[20.Aug.2022 - 17:28]

استاد شاه ولي

دپښتو ژبې نامتو سندرغاړی استاد شاه ولي افغان  په ۱۷/۸/۲۰۱۹ نېټه دالمان ته راغلي وو. دارواښاد ډاکتر کبیر ستوري روح ته یې دوعا وکړه او وېویل چې ارواښاد ستوري دسېاست او ادب ډګر کښې دلرې او برې پښتونخوا دپښتنو دېووالي او نژدېوالي لپاره نه هیرېدونکې هلې ځلې کړي، دکرښې دواړه غاړو پښتنو لپاره یې د پل حیثیت لرلو . دملنګ جان په شان یې په شعرونو کښې دخپل قام ، ولس  او د پښتنو دبېا ېوالی ارمان جوت ځلېږي او زمونږ په زړونو کښې تل ژوندی دی.

استاد شاه ولي د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۴ کال خاطرې هم راسره شرېکې کړې. ېادښته یې دومره غښتلې وه،چې ۲۷ کاله مخکېنۍ کېسې او ېادونه، دلوېو او وړو نومونه او کړنې یې تر اوسه ېادې وې.

په 1992ع كال د جون په مياشت كې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP)  په نوښت او د پښتنو كلتوري ټولنې په بلنه  دپښتو موسېقۍ بابا استاد خيال محمد،  استاد شاه ولي افغان، استاد ګلزار عالم، مرحوم استاد بختيار او ښاغلى ماس خان وصال دښاغلي قیصرخان اېډوکېټ په ملتېا په لومړي ځل د هېواد نه بهر جرمني ته راغللپه دویېم ځل په 1994 ع کال کښې دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د پښتنو دېووالې د ورځې جشن  داستاد شاه ولي او انورخېال په زړه راښکونکو غږونو اوخوږه موسېقۍ رنګېن شو،چې پدې ځل یې ارواښاد استاد انورشاه(دطبلې شهکار) او صاحب ګل  ملتېا کوله.

 دپښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند PSDP دوى ته جاېزې او لقبونه هم ور كړل او د دوى لنډې پېژندګلوۍ يې په ډېر لږ وخت كې په كتابي بڼه خپرې کړې، چې له همدې کتابه تاسې سره د استاد شاه ولي افغان پېژندګلوي شرېکوم

 

استاد شاه ولي، د حاجي بهرام خان زوى او د حاجي تبرك شاه لمسى دى. دى د پروان ولايت د تګاب په ولسوالۍ كې په 1952 كال كې زېږېدلى دى. په هډ پښتون او د ساپو د مسعود په ټبر پورې اړه لري.

استاد شاه ولي شپږ وروڼه لري، چې پېنځه يې مړه دي او يو يې ژوندى دى چې ولي جان نومېږي او له استاد شاه ولي نه كشر دى. استاد شاه ولي يوه مېرمن او دولس بچيان، چې 7 هلكان او پېنځه يې نجونې دي لري. دده تر ټولو كشر زوى صدام حسين نومېږي او دوه كلن دى. استاد شاه ولي درې لمسيان لري او د خپل واده په اړوند وايي، چې:

ځينې خلك فكركوي،چې زما دوه ښځې دي،خويوخداى ښه دى اويويارښه دى، زمايوه ښځه ده.

استاد شاه ولي وايي

زما د سندرو سره داسې شوق پيدا شو، چې زه د ولي داد خېلو په متوسطه كې په پېنځم ټولګي كې وم. زه په دغه لاره چې به تلم كتابونه به زما په شاوو، زه چې به سبق ته تلم، په واپسۍ كې به راتلم، يوه ورځ داسې ورځ وه،چې زما يو ډېرګران عزيز چې د كونړدى او سيدعالم نومېږي اودهغه اوازپه راډيوكې چې

ديوچاسگره په لاس کښې وه راغی او ویل یې:

تلي مې سوځي په غرمو ولاړه يم

ســخـــتــه د بــل وطـن يـــاري ده

نو دغه اواز په ما ډېر خوږ ولګېده او ما ويل چې زما زړه يې راووېست. د هغه سندرې سره زه اشنا شوم، بيا به هماغه سندره ما په لوړ اواز ويله، ځكه په كور كې به مې نه شوه ويلې، ځكه چې زموږ د كورنۍ له خوا به ممانعت كېده، نو بهر دښتې ته به ووتلم او هلته به د بابا خوړ ورته وايي، په دغه خوړ كې به مې شروع كړه، چې:

تلې مې سوځي په غرمو ولاړه يمه

ســخـــتــه  د بــل  وطـن  يـــاري  ده

بيا مې خپل ماما ګل اغا ته چې په ارګ كې يې كار كاوه، وويل چې ستاسې كورنۍ خو يې ډېر بدګڼي خو زما له سندرو سره شوق دى، كه ما ته اجازه واخلې، چې د افغانستان په راډيو كې ونيول شم، نو بيا هغه دومره كومك وكړ، چې د احمد شاه (پاچا زوى) نه يې خط واخيست او ما راډيو افغانستان ته يوړ. په دغه وخت كې به زه يوولس كلن وم، چې په راډيو افغانستان كې و نيول شوم او يوه سندره مى داسې وويله، چې زما اواز نه پېژندل كېده، چې هلك دى او كه نجلۍ ده؟ دغه 1963 كال و، چې له دغې كال څخه وروسته له افغانستان راډيو سره زما همكاري پيل شوه. د تلويزيون جوړېدو سره سم مې له تلويزيون سره هم همكاري پيل كړهاستاد شاه ولي د افغانستان په راډيو تلويزيون كې له 150 نه زياتې سندرې ويلي دي.

استاد زاخېل او استاد شاه ولي:

د استاد شاه ولي باجه استاد زاخېل ته ورته ده. دى په دې هكله وايي: زه له استاد زاخېل سره تقريباً 15 كاله شاګرد پاتې شوى يم، بنيادي طور له هغه سره ما دوريجنل (سوچه) پښتو په هلكه باندې كار كړى دى، نه كلاسيكي ځكه چې ورته كوم فولكلوري سندرې وايو هغه سندرې به هغه په باجه كې غږولې. د هغه خوشبوى زما ګوتو او زما په لاسونو كې موجوده ده او خلك راته وايي، چې موږ ستا د باجې نه هغه خوند اخيستلى شو، كوم چې مو د زاخېل له باجې نه اخيسته.

د استاد شاه ولي په نظر باجه په موسيقۍ كې مخكښ رول لوبوي او د موسيقۍ نورې اّلې ځانته هم غږېدلى شي. دى وايي:

باجه يو بنيادي شى دى لكه د يوه تعمير يا كور خښته،  په دې كې شك نشته دى، چې رباب دى يا سيتار، دوتار، تنبور، سارنګى، دلربا، ګيتار يا وابلن له باجې سره سُر كېږي او كه ځانته وي، هغوى نو خپل كار هم كولى شي.

استاد او كلاسيكه موسيقي:

استاد شاه ولي د كلاسيكې موسيقۍ د استادۍ درجه په لاهوركې تر لاسه كړې ده. دى په باجه او د موسيقۍ په نورو اّلو كې بېلابېل راګونه غږولى شي. ده د كلاسيكې موسيقۍ زده كړه 12 كاله له استاد ماسټر نواب علي خان څخه كړې ده.

استا شاه ولي په ارمونيې سربېره په رباب، هورګل، طبله، دوتار، تنبور او زېر بغلۍ په غږولو كې پوره برلاسی  لري.

ده دپښتونخوا  په راډيو او تلويزيون كې د درې سوو نه زياتې سندرې ويلي دي او د پاكستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا ورته مډالونه او جاېزې هم وركړل شوي دي. په جرمني کښې یې د پښتنو ولنز ولسولیز ګوند له خوا د باچا خان جاېزه هم لاس ته راوړې.

استاد شاه ولي په پښتو فلمونو كي هم سندرې ويلي دي او له افغانستان او پښتونخوا څخه بهريې هم كنسرتونه وركړي دي. د المان غږ راډېو او د ډنمارك په تلويزيون او راډيو كې يې د پښتو موسيقۍ پروګرامونه خپاره او خوندي شوي دي.

ښاغلي استاد شاه ولي ته دنورو برېاوو اوپښتني کولتور او ټنګ ټکور ته د چوپړ په هیله

درنښت

نصیر ستوري

20 Agust 2019  Germany -Hürt

-
بېرته شاته