(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محبوب پاچا

[15.Aug.2022 - 14:41]

 

محبوب  باچا  رخصت  شۀ خو  باچا  څوک  وۀ؟

لیک: اکبر هوتی ایډوکېټ

    محبوبه  راشه  راته  لار د ژوندانه  اوښایه  

ساتلے نه  شم  غم  د مرګ  د انتظار په   اوږو

 

د قام  او د اولس محبوب  ستایېلى اولسی  او قامی  مبارز محبوب  باچا آخر سترګې  پټې  کړى  او  رخصت  شه  ۔ سید محبوب علی  شاه  محبوب چې   په  ادبی  او سیاسی  دنیا کښې  د محبوب  باچا په  نوم  یاد و په 1939ء کښې د صاحبزاده  عبدالمنان  کره  په  طورو کښې  زېږېدلى  و،،، تر لسم جماعت  پورې زده  کړې  ئې د مردان نه  کړې  وې  او جې په ښه  او بد پوهه  شو نو د مزدورو سره  مخ  شه، باچاجی د یو حساس طبیعت سختن  و، هم  دغه  وجه  وه  چې   په  کم  عمرۍ کښې  د پرېوتى  طبقې  له  پاره  د مبارزې  آغاز وکړ، په  کارخانه  کښې  د مزدور یونین  یو نر او بېدار اواز و او ورسره  ورسره  ئې  د شعر غږ هم  په  زړونو کښې  لارې  جوړولى، محبوب  باچا د مزدور یونین  سره  سره  د ادبی  تنظیمونو هم  د سر طوطی  و، د پښتونخوا وطن  پخ مختلفو برخو کښې  ښه  برابر ګرځېدلى  و، په  میاشتو میاشتو به  د کور نه  بهر و، د باچا د مزدور یونین  دا غږ تر د مزدور کسان  پارټۍ راورسېدو، د افضل  بنګش  شېر علی  باچا زیارت  ګل  لالا، سالار محمد شاه  علی؛ غلام  حېدر ساپی، نظیف  لالا، جهانګیر، میر عالم  شاه، محمد خان  کاکا، سرکل اختر ګل، غفور لالا، شمندروز لالا، امیر سلطان  ساپی ،وکیل، محب  ګل  کاکا، اسلم  خان، عنایت خان ممبر او داسې نورو  ډېرو مزدور کسان  فعاله  سیاسی  مشرانو سره  یې  د نزدې  ناسته  پاسته  شوې  وه، بیا چې   کله  پښتونخوا ملی  عوامی  پارټی  جوړه  شوه  نو د محبوب  باچا د دې  پارټۍ سره  جوختې  اړیکې  جوړې  شوې  او تر مرګه  د دې  پارټۍ کلک  فعاله  ملګرىو، د پارټۍ په  مختلفو عهدو هم  پاتې  وۀ، د مرکزی  کمېټۍ غړی  سره  سره  د مردان  ضلعې  سکرټری هم  پاتې  دے، د پارټۍ داجلاسونو یو منظم  رېکارډ یې  هم  د ځان  سره  ساتلے  وۀ ، د باچا جی شاعری  عالمی  شهرت  لرلو خاص  کر د پښتونخوا تصویر نومې  نظم  یې  دوه  غټ اېوارډونه  ترلاسه  کړی  وو، په  ادبی  خدماتو ئې  یو شمېر اېوارډونه  ترلاسه  کړی  دی، یوه  شعری  مجموعه  یې  هم  "د مزل  او منزلپه  نوم  چاپ  ده، باچا جی  واده  نۀ  وکړے  هغه  به  وې  ما د خپلې  نظریې  سره  واده  کړے  دے، هغه  د خپلې  نظریې  محبوب  وۀ، لیکونکے  د باچا جی  سره  تر مرګه  ډېر نزدى او په  رابطه کښې  پاتې دے  اوس اوس  چې   د ادبی  دوستانو مرکه  مردان  له  اړخه د لیکونکی په  تحریک د باچا په  درناوی  کښې  دستوره  شوې  وه  نو باچا ډېر خوشاله او مطمئېن  و، په  مردان  کښې  د باچا د لیکونکی او محمد زبېر سره  یو ډېر خاص  نسبت لرلو او د غه  تړون  او تعلق  ئې  تر مرګه  برقرار پاتې  شه

 

محبوب باچا په ګفتار او کردار ډېر سپېځلے  ، ډېر پاک  او ریښتونے  انسان  وۀ او لوے  خداے  ته  ئې  ډېره  پاکه  لمنه   یوړه او اخر په  19م  مارچ 2022 سحر څلور بجې  خپل  خداے  ځان  ته  وبللو او په  مایارو هدیره  کښې  خاورو ته  وسپارلے  شو په  جنازه  کښې  ئې  یو شمېر ادبی  سیاسی  او سماجی خلقو ګډون  وکړو .

 

د تدفین په  دوران کښې د پښتونخوا مېپ مرکزی  مشرانو عبدالر حیم  زیارتوال، قهارودان او خورشید کاکاجی  او استاد فېض  الوهاب  فېض  د باچا په  ژوند او مبارزه  خبرې  وکړې ۔ په  دې  موقع د باچا د کورنۍ د غړو سره  سره  ډاکټراسرار، مراد باچا، عبدالسبحان  خان، نورالبشر نوید، امیر سلطان  صافی، علی  حېدر، ګوهر علی، رسان  صافی، اعجاز هوتی، پروېز خان، زبېر خان، اصل  خان  اچکزى، حارث  خان، انعام شاه، همایون خان، اسد خان، اشرف  هوتی، حېدر مومند، احمد شاه، شریف  الدین، اکبر هوتی، حمید هاتف، ساحل  یوسفزى، سلېمان  کامل، صدیق  اکبر رضا او نور ډېر ګڼ  شمېر شاعران  اوسیاسی  مشران  او ځوانان موجود  وو۔  په  ګور  یې  نور  شه ۔

-
بېرته شاته