(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مچان

[15.Aug.2022 - 14:34]

مچـــــــــــــــــــــــان

د یو بدني تکلیف له امله ډېر کم خوب کوم نو د غرمې په وخت مې سترګې نه غړېږي ، خوب کولو ته لېواله یم خو د خدای مخلوق (مچان) مې په دغه هیله خاورې واړوي ـ مخ پټولی نه شم ساه مې تربتېږي او دغه مخلوق قسم کړی وي چې د مخ نه به دې مخ وانۀ ړوو ـ په سترګو ، غوږونو ، سپېږمو او شونډو یې راله اشر جوړ کړی وی او زه لکه د ترافیکو (ټرېفک والا) لاسونه غورځوم راغورځوم ـ دومره تنګ شم چې ژړا ته ورنزدې شم ـ د مچانو علاج شته (سپری) خو شاعرانه احساس مې دغه د خدای مخلوق وژونکي علاج ته نه پرېږدوي او هغه سهولتونه موږ نه لرو چې مچان بې له مرګ ژوبلې بهر وشړو .

مچان څومره مضر دي ؟ دا هر چاته څرګنده ده ولې د زیاتو زیانونو سره سره ګټور مخلوق هم دی چې د ګنده شیانو نه مضرې بکټریاوې راټولوی او انسان ته د خطر په کمولو کښې مرسته کوي ـ دا خو هغه مخلوق دی چې خدای د همدغه فطرت سره پېدا کړی دی او دومره زیات خطرناک هم نه دي چې د انسان ژوند ته ډېر په لوړه کچه ګواښ وي ولې په ځینو انسانانو کښې هم د مچانو عادتونه وي چې د انسان ژوند ، عزت ، ناموس ، پرمختګ حتا ژوند ته یې ګواښ وي ـ دغه ډول مچان د ټولنې په عامو وګړو کښې هم وي او په خاصو کښې هم خو د مچانو فطرت د شعر و ادب مینه والو ته هم لاره پېدا کوي او سیاستوالو ته خو په منډه منډه سرایت کوي ـ د نورو عامو وګړو په نسبت د سیاستوالو دغه د مچانو فطرت د ټولنې دپاره وبا او ناسور دی او د شاعرانو ادیبانو دغه فطرت د ژبې ، شعر او ادب د ودې او پرمختګ دپاره دېوالونه ثابتېدی شي ـ د مچانو فطرت بدلول خو زموږ په وس کښې نه ده خو د مچ فطرته انسانانو مخنیوی کول به ستونزمن خامخا وي خو ناشونی نه دی.

سلېم قرار

08. 2022

-
بېرته شاته