(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاناډا

[15.Aug.2022 - 14:31]

 

 

ژباړه: شفیع الله تاند

 

له جغرافیایي پلوه کاناډا له روسیې وروسته د مساحت له مخې د نړۍ دویم لوی هېواد دی ـ 

کاناډا یو فدراسیون هېواد دی لس لوی او واړه ولایتونه لري په دې سربېره آزادې پراخه سیمې پکې دي چې پکې لس لوی ولایتونه: برټش کولمبیا،مانیټوبا، نیوبرنزویک،نیوفاونډلینډ او لیبراډور،نووا سکوشیا، انټاریو، پرنس ایډورډ آي لینډ، کیوبیک او سسکچیوان دي ـ 

درې نورې سیمې شمال لویدیځ سیمه،نناوت او یوکون دي ـ 

انټاریو تر ټولو لوی ولایت دی او اوټاوا یې مرکز دی ـ 

دې ولایتونو ته هم لکه د مختلفو هېوادونو په څېر واکونه او حقونه تر لاسه دي مګر په دې سره د کاناډا فیدراسیون ته کومه ستونزه نشته ـ 

مثلاً د کاناډا کیوبیک ولایت د کاناډا فرانکو فون ولایت دی د دې ولایت سرکاري ژبه فرانسوي ده او د کاناډا په نورو ولایتونو کې انګلیسي وایه شي مګر د یوه ولایت فرانسوي ژبه هم د کاناډا ملي ژبه ده او په دې توګه د کاناډا دوه دولتي ژبې دي، یوه انګلیسي او بله فرانسوي ـ 

د همدې لپاره د کاناډا د نورو ولایتونو په فرانسوي ښوونځیو کې خامخا لوستل کېږي هلته هیڅ د ژبني تعصب په څېر ناروغۍ نه شته ـ همدا هغه خبرې دي چې کاناډا یو ځواکمن هېواد کوي ـ 

 د نړۍ د مساحت له مخې په دویم نمبر هېواد نفوس نږدې دېرش میلیونه ته رسېږي (چې تر موږ هم لږ دی) او په کاناډا کې یوازې د اوولس زره په شمېر متحرکه اردو ده (چې دا هم زموږ د یوه لومړۍ درجه ولایت هومره ده) ـ 

د کاناډا کیوبک ولایت ځان فرانسې ته ډېر نږدې ګڼي د همدې لپاره مختلف کاروباري تړونونه له فرانسې سره کوي چې په دې سره فیدراسیوني کاناډا ته هیڅ اعتراض نه شي ـ 

دا چې انټاریو د انګرېزانو ولایت دی له همدې امله خپل معاملات له امریکې سره طی کوي ـ

 د کاناډا درېیم ولایت برټش کولمبیا ځان برتانیې ته نږدې ګڼي؛ نو کاروباري تړونونه او معاملات له برتانیې سره کوي ..

د دې ټولو خبرو موخه یوازې دا ده چې هلته کله هم ملي ارزښتونه په خطر کې نه پرېوځي په ځینو ولایتونو کې د اردو هیڅ شتون نشته هلته یې خپل پولیسي نظام دی چې خپل مسایل پخپل خودکار نظام کنترولوي ـ 

دا ټول ولایتونه د کاناډا د ګلدستې ګلان دي د ټولو رنګونه بېل ـ بېل دي، خوشبویي یې مختلفې دي مګر د کاناډا په ګلستان کې غوړېږي  ـ 

(Provinces and territories of Canada) 

د کاناډا ولایتونه او سیمې تر ټولو لوی ځواک د دې جغرافیایي حیثیت دی، کاناډا له هغو نېکمرغو هېوادونو دی چې د نړۍ بهترینه جغرافیه لري، له شماله پرې ځکه برید ناشونی دی چې هلته ټول عمر واوره وي او له جنوبه پرې ځکه برید نه شي چې دې لوري ته یې سوپر پاور امریکا ده او له امریکې سره یې بهتره اړیکې دي ـ 

د امریکې او کاناډا تر منځ یو مهم دفاعي تړون هم لاسلیک شوی دی چې له مخې به یې په دې دواړو کې په هر یوه برید په دواړو هېوادونو برید ګڼل شي او دواړه به د بهرنیو خطرونو په ګډه دفاع کوي ـ 

په ختیځ کې په زرګونه میله پروت سمندر او په لویدیځ کې یو وار بیا د امریکې ایالت الاسکا خپل منځي ژورې اړیکې هم کاناډا ته خوندیتوب ورکوي ـ

د کاناډا د وسله وال پوځ په کم شمېر سربېره د خپلو وسلو او ټیکنالوجۍ له مخې په نړیواله کچه شلم ځای لري ـ که له اقتصادي پلوه وکتل شي؛ نو په دومره لږ نفوس سربېره د کاناډا کورني تولیدات په نړۍ کې په څوارلسم نمبر دي ـ 

ښایي ډېر لږ خلک پوهېږي چې کاناډا د نړۍ پنځم تر ټولو زیات تېل لرونکی هېواد دی ـ 

او د تېلو د زېرمو له حسابه درېیم لوی هېواد دی ـ په تېلو سربېره د کاناډا د اقتصاد لوی مټ ایروسپېس ټیکنالوجي ده یانې هغه ماشینري چې په خلایي تحقیق او هوایي الوتکو کې کارول کېږي ـ په دې سربېره په کاناډا کې د موټرو جوړولو صنعت هم ډېر مهم دی چې په دې کې ټویوټا، هونډا او فورډ غوندې لویو کمپنیو نیټ ورک شامل دی ـ همدا لامل دی چې کاناډا د خپلې دفاع لپاره د کورني تولید یوازې یو سلنه لګښت کوي ـ 

د دې تحریر لیکلو موخه یوازې دومره ده چې کاناډا په نړۍ کې په مزبوت ترینو او تر ټولو امن هېوادونو کې شمېرل کېږي ـ

که څه هم دا جنګي ځواک نه دی؛خو په دنیا کې یې که بل هېواد ګټو ته زیان رسوي؛ نو کاناډا یې د خپلو اتحادیانو په مرسته د مخې نیولو وړتیا لري ـ 

تر ټولو مهم څیزونه چې دا هېواد غښتلی کوي او مزبوتوي هغه یې ډېره لویه خوندي جغرافیه،د دې کورني تولیدات، ټیکنالوجي،انصاف ته په خورا اسانۍ لاسرسی، انساني بنیادي اسانتیاوې، له ګاونډیانو سره بهترینې اړیکې او له هر ډول تعصب ( ژبې، قوم پرستۍ او مذهبي سخت دریځۍ لیرې والیدی ـ

-
بېرته شاته