(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وزېرستان

[15.Aug.2022 - 14:25]

وزیرستان

لیک: عبدالفغور لیوال

هغه وزیرستان، چې د نړۍ ټول افراطي تروریستان یې په کې ځای پرځای کړي وو، هغه وزیرستان، چې د نړۍ بدماشانو، وژونکیو او داړونکیو ته یې د خوندي جنت حیثیت درلود، هغه وزیرستان چې نړیوالو استخباراتو او پنجابي تړلیو سپایانو یې بېوزله و بېوسلې وزیرستانیان ووژل، ورک یې کړل، سپک یې کړل، بې عزته او نالوستي یې وساتل، د ښوونځيو پرځای یې استخباراتي پوځي مدرسې ورجوړې کړې، مورنۍ ژبه یې ترې واخیستله، د دین په نامه یې ترهګري او (مطالعه پاکستان) بابولاله ورته وغږوله

۱۳۰ کاله یې تر انګریزي ښکېلاک لاندې وساته او د نړۍ تر ټولو روسته پاتې وحشي استبداد یې د قانون په نامه پرې وتپه... 

خو نن هماغه وزیرستان د دې ټولو په وړاندې یو مقدس ملي پاڅون کړی دی

د پښتونژغورنې ملي غورځنګ، د هغه ملي مشرانو او دا دی نن د ملک ربنواز دیردوني په محور د لوی ولس ملي هوډ داسې په څپو دی، چې له وزیرستان څخه به د ترهګرۍ او وحشت توره لمن ورټولوي او ټولو افغانانو ته به د خپلواکي الهام وربښي

د جنګ و جهل ځپلي وزیرستان ولس نن دومره پیاوړی دی، چې د افغانستان (ناوې) د تور ابلیس له بندیخانې ژغوري او ان د نړۍ په هرکونج کې د ځورول شوي افغان پوښتنه کوي او غږ یې پورته کوي

د وزیرستان پاڅون ته په کمه سترګه مه ګورئ، ماته کټ مټ د روښاني پاڅون تاریخي تکرار ښکاري. د مغولو واکمنۍ هم د (دین) په توره د افغانانو د اېل و ښکېل ساتلو هڅې کولې، له لوی وزیرستان څخه لومړنی سوچه افغاني پاڅون د روښانیانو و، چې مغولي استبداد ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، که څه هم روښاني پاڅون هغه مهال وځپل شو، خو روسته بیا د ننګیالي خوشال خان خټک د ملي مبارزې او څه موده روسته د ستر میرویس خان هوتک د لومړني افغاني مستقل دولت تر جوړېدو او ان د لوی ټولواکمن احمدشاه بابا د پراخې افغاني اېمپراتورۍ جوړولو لپاره الهام او پیلامه وګرځېده

د وزیرستان پاڅون یوه نوې پاڼه رااړولې ده، ښکېلاک لاتراوسه  افغانان داسې تلقین کړي وو، چې د خپلواکي جګړه یوازې د کفارو په وړاندې کیږي، خو که تش په نامه مسلمانو (تورو مغولي انګریزانو) هرڅه درباندې کول او نوم یې پرې د اسلام کېښوده، نو ته به څه نه وايې

نه !!!

د وزیرستان اوسني پاڅون د ښکېلاک دا روایت مات کړ او کټ مټ د روښاني پاڅون په شان یې د تش په نامه مسلمان ښکېلاک په وړاندې هم د ملي پاڅون لار پرانیستله. خپلواکي یوازې د کفارو په وړاندې د جهاد تر نامه لاندې نه، بلکې د (ملي مبارزې) تر نوم لاندې د دروغجنو تش په نامه اسلامي انګریزانو په وړاندې تر فرض عین هم اړینه مبارزه ده

د وزیرستان پاڅون به د انګریز مغولي ورژن ښکېلاک ته لاس ورواچوي. که دغه ښکېلاکي مسخره مغولي خټین بوت ته لاس ورولوېد، بیا دې نو له اویا میلیوني افغاني سیلاو څخه ځان وژغوري. په افغانستان کې خو هسې هم له ماشومه تر بوډا ټول ورته په زړه پاخه او له ولولو ډک دي

د ښکېلاک نامشروع بچی (تور مغولي انګریز) راپرځېدونکی دی!

عبدالغفور لیوال

-
بېرته شاته