(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دېکتاتور

[15.Aug.2022 - 14:21]

دیکتاتور

لیک: الهام درمل

په جنوبي افریقا کې د نېلسن منډېلا وروسته ډېر مشهور د دې هېواد پخوانی دیکتاتور شاکازولو دی،هغه د یوه تکړه جنګیالي په توګه پېژندل کېږي.

په ۱۲ کلنه واکمنۍ کې یې د لس لکو څخه زیات خلک وژلي.

- جوزف سټالین هر هغه دیکتاتور که مړ وي یا ژوندی د سټالین نه به ستر نه وي. د سټالین مانا اوسپنیز سړی.

دی اصل کې د ګرجستان دی د عمر تر اخیر(۷۰) کلنۍ پورې صحتمند و.

په ۱۹۵۳م کې مړ شو، د مرګ لامل یې د زړه ودرېدل ښودل شوي خو ځینې وایي چې زهر ورکړل شوي و،د تجهیز او تکفین په مراسمو کې په لکونو روسانو غم ښکاره کړ.ستالین داسې یو شخص و، چې روسیه یې د هټلر د نازي جرمني پر ضد بریالۍ کړه،یو زرعتي هېواد یې په صنعتي هېواد بدل کړ،خو د دې ټولو بریاوو تر شا یو تیاره تصویر پروت دی،هغه د کارګرانو په کمپونو کې په لکونو خلک ووژل په زندانونو کې یې له لوږې ووژل. یو ظالم، جابر او مطلق العنان واکمن د خپل واک د ساتلو لپاره یې هر هغه څه له منځه یوړل، کوم چې یې د خپل واک په مخکې خنډ ګڼل،تاریخ یې دویم ځل ولیکه.

د حکومت په دوران کې یې ۲۰ میلیونه ښاریان ووژل شول،۱۴'۵ میلیونه له لوږې مړه شول.یو میلیون تنه د سیاسي لاملونو له مخې ووژل شول او نږدې ۹ میلیونه خلک تبعید یا بندیان شول.

- اډلف هټلر۱۸۸۹م کې زېږېدلی.۱۲ کاله د جرمني دیکتاتور و، د ده په امر شپږمیلیونه یهودان مړه شوي او سربېره پر دې یې په زرګونه کمونسټان او نور خلک هم قتل کړي.دې ظالم او جابر دیکتاتور نړۍپه داسې جګړه کې ښکېل کړه،چې د ۴۰ میلیونو څخه زیات ماشومان،نارینه او ښځې پکې مړه شول.

په ۱۹۳۳م کې واک ته ورسید.په جګړه کې د ناکامیدو له املخ یې په ۱۹۴۵م کې ځانوژنه وکړه.

 کم ال سنګ د شمالي کوریا سټالین

۴۲ کاله د شمالي کوریا واکمن و، په ۱۹۱۲م دکوریا په هغه سیمه کې وزېږېد چې د جاپان تر تسلط لاندې وه.

کم ال سنګ په شمالي کوریا کې هغه ظلمونه وکړل کوم چې سټالین په روسیه کې تر سره کړي وه.

کله چې په ۱۹۹۴م کې کم ال سنګ مړ شو، په شمالي کوریا کې درې کاله ماتم اعلان شو، هغه نه یوازې د شمالي کوریا خلک بې سواده پرېښودل، بلکې  لوږې یې هم برې راوستله، خلک یې د نورو صنعتي پرمختللو قومونو نه جلا کړل او وروسته یې خپل زوی پرې مسلط کړ.

نېکولایی چاوسېسکو ۱۹۱۸م د جنوبي رومانیې نړۍ ته راغی. پلار او مور یې بزګران و.

کله چې واک ته ورسیده،د هېواد نوم یې (د رومانیې د خلکو جمهوریت)نه(د رومانیې سوسیالېست جمهوریت) ته بدل کړ،غوښتل یې د ستالین په څېر حکومت جوړ کړي،د پټو پولیسو محکمه یې جوړه کړه،چې د ښاریانو جاسوسي وکړي د خلکو څخه یې د رایې د ازادۍ حق واخیسته په ورځپاڼو یې سانسور ولګوه،بولیسو ته یې دا حق ورکړ چې هر ښاري ونیسي.

د پټو پولیسو بدترین کار د بېګار د کمپونو جوړول او چلول و،په بندیانو یې په زور نهرونه ویستل.

نېکولایی چاوسېسکو نږدې ۲۴ کاله په رومانیه باندې حکومت وکړ، د خپلو خلکو انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړه لکه خوارک، دوا، طبي ملاتړاو ښوونې نه محروم کړل.

خلک نور د ده د حکومت څخه په تنګ شول ،لاریونونه یې وکړه او په ۱۹۸۹م کال یې حکومت له منځه ولاړ.

 پول پاټ په  ۱۹۲۸م کال په کمبودیا کې پیدا شو .

د حکومت پر محال یې د لسو او شل لکو تر منځ انسانان وژل شوي.

د نوې اسیا په تاریخ کې د پول پاټ حکومت یو بدترین حکومت و.

 رابرټ موګابي د ۱۹۲۴ م د زمبابوې په مرکز هرارې کې زېږېدلی.

په ۱۹۸۰م کال کې واک ته ورسیده ،قدرت ته د ده په رسیدو د زمبابوې خلک خوښ و،لومړی یې د سپین پوستو سره د سولې خبرې کولې خو د خپلې ولسمشرۍ د پیل کېدو سره سم یې خپل مهم سیاسي مخالفین له لارې لرې کړل، د سپین پوستو ځمکې یې تور پوستو ته ورکړې 

د ۱۹۸۰ او ۹۰ یمو لسیزو په اوږدو کې د ایډز ناروغۍ په جنوبي افریقا باندې حمله کړې وه او په ۱۹۹۷م کال زمبابوې په دې ناروغۍ کې اول نمبر و، خو موګابي دې ناروغۍ ته هېڅ توجه ونه کړه او د مخنوي لپاره یې کوم لازم تدابیر ونه نیول.

الهام درمل Darmal Elham

-
بېرته شاته