(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دګوند د کارکنانو

[06.Aug.2022 - 07:30]

د ګوند د کارکنانو په روزنه کي د « خان عبدالولي خان » کردار 

لیک: صادق ژړک

ښه مو په ياد دي اغلې مېرمن بېنطير بهټو د ملک وزير اعظمه وه ، په دغو شپو کي خان عبداولي خان د کوټي په دوره راغلی وو، موږ له کوټي هوايي ډګر څخه په جلوس کي ملګري وو . د ولي خان له موټر سره ما او ابراهيم کاسي په پښو ځغستله، عالمو چوک ته نه راسيده ، په جلوس کي د مېرمني بېنظير بهټو خلاف چا نعره کړه او نعره نه وه سمه ښکنځله وه ، خان صاحب پر ارباب ظاهر ږغ کړل چي موټر ودروه ، جلوس ټول ودرېده ، خان صاحب تر پيجارو موټر سر راويستلو او پر جلوس يې ږغ کړل

بچو

هر څوک چي زما ملګري دي او په دې جلوس کي شريک دي او دلته يې کنځله وکړه ،

 نو بچو ! چي سبا پيپليان راپسي کنځلي کوي تاسو اوس ماته کنځل وکړئ، 

نو ټول ملګري غلي شو بيا زما نه شي ياد چي چا دي نه يوازي د ولي خان په موجودګي کي غلطه نعره کړي وي، بلکې د خټک صاحب د صدارت په دوران کي به هم چي کارکنان هرڅومره په خښم وو ، چپه وراشه يې کله هم نه کوله، دغه د ولي خان روزنه وه چي په طنزيه انداز به يې د ګوند د کارکنانو روزنه کوله

تېره مياشت د نواب ارباب عبدالظاهر کاسي مور او د ارباب عمر فاروق انا وفات شوې وه نو زه يې په دريمه ورځ پاتا

« فاتحه» ته ورغلی وم ، ژړ مازيګر وو پر پاتاغاړو ږغ شو چي خيرات ته راولاړ شئ، نو زه هم له ملګرو سره ور ولاړ شوم . برياني مو خوړله ، اتفاقا ډېر وخت وروسته په لوی ارباب هاوس ارباب کرم خان روډ کي زه او زما ملګری براهيم کاسی بيا سره يو ځای شو.

ابراهيم کاسي ته مو همدغه جلوس ورياد کړ چي همدغه ارباب هاوس راغلی وو، ډيري کيسې رايادي شوې ، خورا غوري مو سره وکړلې

دغه جلوس چي ارباب هاوس ته راغلی ، ټولو کارکنانو ته د شربت بندوبست شوی وو ، ارباب خالد جګ په لاس کي خان صاحب ته يې په ګلاس کي شربت ورکړ، خان صاحب خپل د لاس ګلاس ماته ونيولی ويل يې چي :

 بچيه

 اوبه  وڅکه ، ما ګلاس ونيولو په دغه منځ کي ارباب طاهر ورباندي ږغ کړ چي خان صاحب کارکنانو ټولو له شربت تيار دی تاسو يې وڅيښی، 

خان صاحب ورته ويل چي ظاهر جانه

دغه زلمي زما له موټر سره له ايرپورټ څخه پياده راتله او منډي يې وهلې ، تر ما وتا زيات ستړي شو ، زه خو په موټر کي ناست وم يو يو وار به د کارکنانو لپاره ودرېدم ، تاسو خو ډرايوينګ کولو ، زه ددغو جذبو ته حيران وم چي دوئ ستړيا ولي نه محسوسوي ، ما شربت په خوند خوند وچيشلو ، دويم ګلاس چي بيا ارباب خالد ورکړ. خان صاحب دويم کلاس ابراهيم کاسي ته ونيو

 بچيه ! وڅکه ، 

نيږدې ملګرو دوو درو وويل چي پي ايس ايف والا بيا چانس وواهه ، د ولي خان د لاس شربت يې وحيشئ، 

خبره د شربت او اوبو نه وه ، خبره د اصولو وه ، خان صاحب ځانته اصول لرل او د هغو په رڼا کي يې ژوند کاوه ، 

د خان صاحب هغه مينه چي زه راياده کړم نو دغه مينه ده چي زه او ابراهيم کاسی پر فکر ولي خان « بين الافغاني مفکوره » باندي ولاړ يو

ابراهيم کاسی راته وويل چي ژړک خانه هغه ورځ ده بيا نن ورځ ده چي د بابا د فکر شمع مو مړېدو ته نه ده پرېښې، 

ما ورته وويل چي:

 ابراهيم چانه !

د ولي خان روزنه او فکري رغونه ده چي موږ يې پر

«  بين الافغاني مفکوره » کلک درولي يو ، کنې په دې ناځوانه چاپېريال کي نظريه څه چي عقيده ساتل هم ګران کار دی

-
بېرته شاته